• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکۍ ورځپاڼه: ترکيې په مسکو کې د داعش د دويم بريد مخه ونيوله

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د ترکیې حریت ورځپاڼې نن په خپل راپور کې ويلي، چې انقرې روسیې ته د معلوماتو په ورکولو سره په مسکو کې په یوه لوی پلورنځي کې د داعش د دویم برید مخه ونیوله. دغې ورځپاڼې لیکلي، چې ترکیې دغه معلومات وروسته له هغه ترلاسه کړل، چې داعش په استانبول کې پر یوې کلیسا برید وکړ.

حریت په راپور کې لیکلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په استانبول کې پر سانتا ماریا کلیسا د برید په تړاو د داعش ډلې د یوه غړي له نیول کېدو وروسته ترک چارواکو د داعش د هغو غړو په اړه معلومات او نومونه ترلاسه کړل، چې په مسکو کې يې د دویم برید پلان درلود.

حریت وايي داعش ډلې د کنسرت پر تالار له برید وروسته په مسکو کې د دویم برید پلان جوړ کړی و.

حریت ورځپاڼې په کابل کې پر هغه هوټل، چې چینایان اوسیږي د داعش ډلې برید ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې ایران، ترکیه او مسکو د دغې ډلې د بریدونو نور هدفونه وو.

دغې رسنۍ لیکلي: « انقره له ډېرې مودې راهیسې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکوي، خو د داعش ګواښ له منځه نه دی تللی او لا هم سېمه ګواښي.»

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د مسکو پر تالار د برید دوه بریدګر د څه مودې لپاره ترکیې ته د خپل اوسېدو د اسنادو غځولو په موخه ننوتي وو او په دغه هېواد کې موجود وو.

تېر مارچ مسکو ته څېرمه د کنسرت په تالار کې د داعش ډلې برید تر سلو زیات کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کرملین ماڼۍ: پوتین به په راتلونکو دریو ورځو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۰ GMT+۱

کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو شمالي کوریا ته سفر وکړي او له کیم جونګ اون سره به وویني. روسیې ویلي، چې ښاغلی پوتین به له هغه وروسته ویتنام ته هم سفر وکړي.

د کرملین ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي۲۸مه) اعلان وکړ، چې ښاغلی پوتین به د کیم جونګ اون په بلنه شمالي کوریا ته سفر وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي پوتین په ۲۰۰۰م کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و.

کرملین دا هم ویلي دي، چې پوتین به شمالي کوریا ته له سفر وروسته د پنجشنبې په ورځ ویتنام ته ولاړ شي.

د روسیې د ولسمشر دغه سفر تېر کال روسیې ته د شمالي کوریا د مشر له سفر وروسته کېږي.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې کیم جونګ اون په خپل ځانګړي اورګاډي کې ختیځې روسیې ته سفر وکړ او له پوتین سره یې وکتل.

مسکو او پیونګ یانګ تل دوستانه اړیکې لرلې؛ خو پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دغه دوه د لوېدیځ بلاک مخالف هېوادونه یو بل ته نږدې شوي دي.

امریکا او جنوبي کوریا وايي، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې مسکو ته د بالستیک توغندیو په ګډون پوځي تجهیزات ورکړي؛ خو شمالي کوریا دا خبره ردوي.

پیونګ یانګ ته د پوتین سفر د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پوځي همکاریو د زیاتوالي په اړه واشنګټن سخت اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندي تېره اونۍ د روسیې ویډوموستي ورځپاڼې هم ویلي و، چې ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به په راتلونکو اونیو کې شمالي کوریا او ویتنام ته سفر وکړي.

په شمالي کوریا کې د روسیې سفیر الکساندر ماتسیګورا هم تایید کړې وه، چې پیونګ یانګ ته د پوتین سفر په "فعال ډول پلان شوی" دی.

د ایټالیا په سواحلو کې لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه او د افغانانو په ګډون لسګونه نور ورک دي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د جرمني یوې مرستندویه ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي او شاوخوا ۶۰ تنه نادرکه دي. د راپورونو له مخې په ورکو شویو کسانو کې ډېری افغانان او ایرانیان شامل دي.

ايټالوي رسنيو د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۸مه) خبر ورکړی چې د کلابريا په سواحلو کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا ۶۰ تنه کډوال ورک شوي دي.

د جرمني یوې مرستندویه ډلې (ResQship) ویلي دي، چې لامپدوزا ته نژدې یې د لسو کډوالو جسدونه موندلي دي.

په هغه پیغام کې چې د دې مرستندویه ډلې له خوا پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: "په ټوله کې ۶۱ کسان د لرګي کښتۍ کې سپاره وو، ژغورونکي وتوانېدل چې ۵۱ کسان وژغوري، چې دوه یې بې هوښه دي."

دغې ادارې د ژغورنې د عملیاتو د ځای او وخت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د څارنې ادارې ویلي، چې دا عملیات د دوشنبې په ورځ د تونس په شمال کې د سفکس په بندر کې تشوي دي.

له بلې خوا، د ایټالیا ساحل ساتونکي ویلي: "له تیرې شپې راهیسې، موږ د هغو کسانو په لټه کې یو، چې ممکن د یوې کښتۍ د ډوبېدو وروسته ورک شوي وي."

د دغه هېواد ساحلي ساتونکي وايي، چې تېره شپه د ايټاليا له سواحلو څخه د مرستې غوښتنه شوې، چې د ژغورنې عمليات يې پيل کړي دي.

ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې هغه کډوال سپاره وو، چې له ترکیې څخه ایټالیا ته روان وو.

د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي دي، چې په پېښه کې د موندل شوو ۱۲ تنو کډوالو نه یو تن مړ شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو په دې پېښه کې د نادرکه شویو کسانو شمېر ۶۴ ښودلی او د راپورونو له مخې ورک شوي کسان د افغانستان او ایران وګړي وو.

ملګري ملتونه وايي، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ۲۰ زره ډېر کډوال د مرکزي مدېترانې سمندرګي کې مړه شوي او یا لادرکه دي.

د فرانسې پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې له وخته مخکې ټاکنې به هېواد له ګډوډۍ سره مخ کړي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دغه هېواد د پارلمان منحل کول یو "لوی خطر" بللی او ویلي یې دي، چې د ایمانویل مکرون پرېکړه کولی شي فرانسه له ګډوډۍ سره مخ کړي. سرکوزي وویل، چې دا به ورته عجیبه ښکاري چې دی بیا ځلي رای ورکوي سره له دې چې دمخه یې خپله اراده څرګنده کړې ده.

نیکولاس سرکوزي له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې او ویل کېږي چې له ایمانویل مکرون سره یې ښې اړیکې لرلې.

سرکوزي د اروپا د پارلمان د ټاکنو ټولپوښتنو ته په اشارې سره وویل، چې د مکرون منځلاري ګوند دریم ځای خپل کړی او له وخت مخکې ټاکنې به د واک د ترلاسه کولو لپاره د ښي اړخو ګوندونو بریا ته زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په ۲۰مه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دغه هېواد د ښي اړخو ګوندونو پر وړاندې د خپل ګوند له ماتې وروسته پارلمان منحل او له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.

کارپوهانو د ولسمشر مکرون دغه اقدام په فرانسه کې یوه سیاسي زلزله بللې او ویلي یې دي، چې له دې اقدام سره به د دغه هېواد ښي اړخو ګوندونو ته له کلونو وروسته د بریا فرصت په لاس ورشي.

په ورته وخت کې د انفوپي ورځپاڼې سروې ښيي چې د ښي اړخي ګوند «ملي اجماع» به ۳۵٪، د کیڼ اړخو ګوندونو ائتلاف به ۲۶٪ او د مکرون «رنسانس» ګوند به ۱۹٪ رایې ترلاسه کړي.

د هند په لوېدیځ بنګال کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۰۰ GMT+۱

هندي چارواکو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د لوېدیځ بنګال په ایالت کې یو بار وړونکی اورګاډی له یوه مساپر وړونکي اورګاډي سره ټکر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه د نوي جالپایجوري ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

همدارنګه د هند لومړي وزیر په خپله اېکس پاڼه د یادې پېښې په اړه خواشیني ښودلې.

نوموړي لیکلي، په یاده پېښه کې د ټپي شویو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

نریندرا مودي وايي، د یادې پېښې د ارزونې په موخه یې د ریلوې وزیر اشواني ویشناو د پېښې سیمې ته استولی دی.

حوثيان: پر یوه امریکايي بېړۍ او دوو کښتیو مو بریدونه وکړل

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د حوثیانو ویاند په یکشنبه ویلي، دغې ډلې په سور سمندرګي او عربي بحیره کې د امریکا پر یوې بیړۍ او دوو کښتیو بریدونه کړي. یحیا سريع ویلي، حوثیانو په یوه بالستیک توغندي، امریکايي بیړۍ او د کیپټن پاریس په کښتۍ د سمندري توغندي او د «هیپي کنډور» پر کښتۍ د ډرون توغندي بریدونه کړي.

دا څرګنده نه ده چې د حوثیانو توغندي او بې پیلوټه الوتکې خپل هدفونه په نښه کړي او که نه.

تر دې مخکې د برېټانیا سوداګریزو سمندري عملیاتو کې ویل شوي و، چې یوې کښتۍ د یمن په سوېلي اوبو کې د دوو چاودنو خبر ورکړی و. ورته مهال کښتۍ او د هغې مساپر خوندي پاتې شول او خپل سفر ته ېې دوام ورکړی.

حوثیانو له فلسطینیانو سره په پیوستون کې د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې په سوداګریزو کښتیو لسګونه بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه په یمن کې د حوثيانو پر وړاندې د امریکا او برېتانیې له خوا د بېړیو د تګ راتګ او د غچ اخیستنې د بریدونو لامل شوي دي.