افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د ۷ میلیون او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې کړې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، چې افغانستان په تېرو ۵ میاشتو کې د ۷ میلیون او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادر کړې دي. د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان غالۍ په دې موده کې ډېری پاکستان او اروپایي هېوادونو ته صادرې شوې دي.





