اسراییل د حزب الله وسله والې ډلې یو قوماندان وژلی

یوه ورځ وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله اسراییل ته ګواښ وکړ، د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د حزب الله یو قوماندان یې وژلی دی.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله اسراییل ته ګواښ وکړ، د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د حزب الله یو قوماندان یې وژلی دی.
اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، چې عباس ابراهیم حمزه حماده چې په فضل ابراهیم مشهور و او د جویا سیمې د عملیاتو قوماندان و، د دیر کیفا ښار ته څېرمه وژل شوی دی.
د دې اعلامیې له مخې؛ هغه په دې سیمه کې د حزب الله د ځمکنیو ځواکونو قوماندې کولو پر مهال د اسراییل په وړاندې د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو مسولیت درلود.
په وروستیو میاشتو کې، فضل ابراهیم «د لبنان په سویل کې د حزب الله فعالیتونه پر مخ وړل او هڅه یې کوله چې ځمکنۍ جګړې ته وده ورکړي.»
حزب الله پرته له دې چې هغه خپل قوماندان یاد کړي، د هغه مړینه یې تایید کړه.
د فضل ابراهیم وژل کېدو سره له اسراییل سره د وروستیو نښتو په ترڅ کې د حزب الله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴۹تنو ته ورسېد.
د غزې جګړه چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييل پر سویلي سيمو کې د حماس له بريد سره پيل شوه، د اسراییل پر پوله له لبنان سره د شخړې لامل شوه.
اوس په دغه سیمه کې د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځاوربند چې د اسلامي دولت له ملاتړه برخمنه ډله ده، ورځنۍ خبره ده.
د حزب الله مشر حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړ، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي په هېواد کې به «هیڅ ځای» خوندي نه وي.


ډیپلوماټان وايي، اروپايي ټولنې د اوکراین د جګړې له امله پر مسکو د بندیزونو لګولو ۱۴ پکېج هم تصویب کړ. نویو بندیزونو کې د دې ټولنې اوبو کې د روسیې د ګاز بیا لېږد هم شامل دی. د اروپايي ټولنې پړاویز مشر بلجیم وايي، دا بندیزونه به د سوړو بندولو سره د پخوانیو هغو اغېز اوج ته ورسوي.
د اروپایي ټولنې هېوادونو پر نویو بندیزونو له یوې میاشتې ډېر کار وکړ او په پای کې یې د جرمني په غوښتنه د کمېسون هغه وړاندیز لرې کړ، چې هدف یې پر بیا صادروونکو بندیز و.
دغه لرې شوي بندیز په دریمو هېوادونو کې د اروپایي ټولنې د غړو شرکتونه اړ اېستل، چې روسیې ته خپل توکي بیا صادر نه کړي.
اروپایي ټولنه غواړي د مینځلو ماشین د پتریو یا چیپونو په څېر د روسیې د دوه مخې ټیکنالوجۍ صادرات ودروي چې مسکو یې د پوځي موخو لپاره کارولی شي.
یو ډیپلوماټ وايي، جرمني د دې بندیزونو د اغېز ارزونې غوښتنه کړې چې ښايي راتلونکي کې ور باندې کار وشي.
خو د ګاز مارکېټ پوهان وايي، دا بندیز به لږ اغېز ولری، ځکه پخپله اروپايي ټولنه د روسیې ګاز اخلي او د اروپایي بندرونو له لارې اسیا ته د دې انرژي لس سلنه صادرېږي.

د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورګډولو په تړاو د کاناډا اخیستل شوی ګام د تهران د غوسې او د ایراني دولت د مخالفینو د هرکلي سره مخامخ شوی دی.
د ایران د دولت مخالفین یې د خپلې عدالت غوښتنې لاسته راوړنه بولي؛ خو د ایراني دولت هغه «له کرکې ډک ګام» بللی دی.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو د چهارشنبې په ورځ د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې وروسته د ایران سپاه پاسداران ډله له دوی سره د ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې ده.
له هغه وروسته د ایران د قضاییه قوې د نړۍوالې څانګې مرستیال کاظم غریب ابادي په اېکس پاڼه د هغې غندنه کړې او هغه یې «له کرکې ډک ګام» بللی دی.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې سپاه پاسداران «د ملي امنیت په ټینګښت او په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رغنده ونډه لري.»
همدارنګه د سپاه پاسداران سره تړلي د تسنیم خبري اژانس د کاناډا د دغه اخیستل شوي ګام په غبرګون کې د کاناډا دولت یو «ترهګر دولت» یاد کړی، چې په وینا یې په وروستیو کلونو کې یې «له ایران سره له دښمنۍ ډک سیاست» مخته وړی او د ترهګرو ډلو په یو پټنځای بدل شوی دی.
خو بل لور ته د ایران د دولت مخالفینو د کاناډا دغه ګام ستایلی او هغه یې یو «هیله بخښونکی خبر» بللی دی.
د ایران د کردستان د کومله ګوند مشر عبدالله مهتدي هم د کاناډا لهخوا په ترهګریز نوملړ کې د سپاه پاسداران ورګډول «هیله بخښونکی خبر» بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې دغه خبر «د قرباني شویو کورنیو لپاره دغه ګام هیله بخښونکی» دی او دا د دوی د عدالت غوښتنې پایله ده.
شاهزاده رضا پهلوي هم د کاناډا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د ایراني «جنایتکاره» رژیم د ځواب ورکولو په کار کې ارزښتناک ګام بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې اروپا هم باید ورته ګام پورته کړي.
خبریاله مسیح علي نژاد هم له حامد اسماعیلیون او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې په کاناډا کې یې د دغه ګام په اخیستلو کې مرسته کړې او په اېکس پاڼه یې لیکلي چې د نور هېوادونه دې هم د کاناډا او امریکا په پل، پل کېږدي.
حامد اسماعیلیون د ایران د مخالفو څېرو او د اوکراینې الوتنې د قربانیانو د کورنیو له غړو څخه دی، هغه د سپاه پاسداران ډله «د ایراني ځوانانو په بېرحمانه وژنو » تورنه کړې او ویلي يې دي، چې دغه بنسټ نه یوازې د ایران امنیت ته ګواښ پېښ کړی؛ بلکې د منځني ختیځ او ټولې نړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د اوکرایني الوتکې د قربانیانو د کورنیو ټولنې هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د کاناډا لهخوا په تور نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو هرکلی کړی او لیکلي یې دي، هغوی د سپاه له خوا د دوی د دوستانو پر الوتکې د برید په اړه پر قضایي پلټنو ټینګار کوي او دا یې هم ویلي چې د ایراني بچیانو قاتلان به «نه له یاده باسو او نه به یې وبخښو.»

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۴ میلادي کال تر ټاکنو مخکې د کډوالو په اړه خپله نوې تګ لار اعلان کړه، چې ځینو بې اسنادو کډوالو ته یې د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لار هواره کړې ده.
د جو بایډن په دغه نوي پلان کې چې د نومبر له ټاکنو څخه یې مخکې اعلان کړ، شاو خوا نیم میلیون بې اسناده کډوال د متحده ایالاتو اتباعو سره واده کولی شي، چې بیا تابعیت ته وړاندیز وکړي.
دغه اقدام به د دغو کډوالو ماشومانو ته هم د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لپاره لار هواره کړي.
د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي: «د متحده ایالاتو تابعیت لرونکي چې مېرمنې او ماشومان یې دغه هېواد تابعیت نه لري کولی شي خپله کورنۍ له ځان سره وساتي.»
د کډوالۍ په اړه د بایډن نوی پلان څه دی؟
د کډوالۍ د نوي پلان له مخې؛ د متحده ایلاتو د اتباعو بې اسناده مېرمنې یا مېړونه چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي په داسې حال کې چې دغه هېواد کې پاتې کیږي، کولې شي چې د قانوني دایمي استوګنې غوښتنه وکړي.
که څه هم ټولې غوښتنې به ونه منل شي او د کورني امنیت اداره به په هرې غوښتنې د قضیې پر اساس غور وکړي.
د کورني امنیت ادارې د کړنلارې له مخې؛ هغه کسان واجد د شرایط دي، چې ودونه یې کړي وي او د ۲۰۲۴ میلادي کال د جون تر ۱۷مې نېته یې لږ تر لږه لس کاله په متحده ایالاتو کې پوند کړی وي او د «ملي امنیت یا عامه خوندیتوب ته ګواښ» نه وي.
د دایمي تابعیت غوښتنلیکونو پروسس شاید له میاشتو تر کلونو وخت نیسي. هغه کسان چې ګرین کارټ «شین کارټ» لري، کولی شي د متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.
له دغه پلان مخکې هغو کسانو چې د متحده ایالاتو تابعیت لرونکو سره واده کړی او دغه هېواد کې له اسنادو پرته ژوند کوي باید خپل هېواد ته سفر کړی وی او له هغه ځایه یې په قونسلګرۍ کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه کړې وی، چې دغې پروسې له درېیو څخه تر لسو کلونو پورې وخت نیوه.
جو بایډن سپینې ماڼۍ کې دې ته په اشارې سره چې زوړ سیسټم ولې اصلاح ته اړتیا لري وویل، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شوې مېرمنې یا سړي باید خپلې کورنۍ امریکا کې پرېږدي او پرته له دې چې د دوی بېرته راتګ تضمین شي باید له امریکا څخه ولاړ شي.
نو دوی امریکا کې پاتې کیږي؛ خو قانوني کار نه شي کولی او دا له امریکا څخه د وېستلو ویره ورسره تل وي.
د بایډن د کډوالۍ نوی پلان چاته ګټه رسوي؟
د کورني امنیت اداره وایي، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شاو خوا ۵۰۰ زره کسان د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.
همدا راز شاو خوا ۵۰ زره ماشومان هم د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.

روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره په ليدنه کې هغه ته یو لیموزین موټر، یو د چای څښلو سیټ او يو خنجر په ډالۍ کې ورکړل.
پوتین د سې شنبې په ورځ په تېرو ۲۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره شمالي کوریا ته سفر وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په شمالي کوریا کې د کوربه هېواد له مشر سره په دفاعي برخه کې تړونونه لاسلیک کړل، چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ پوځي همکاري نوره هم زیاتوي.
کیم جونګ اون دا تړون ټولیز ستراتیژیک مشارکت وباله او پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ هم وکړ.

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ورمز په ښار کې د راین سیند پر غاړه د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
پولیسو د دغې نجلۍ پلار د هغې د وژنې په تور نیولی دی.
د دغه ښار قاضي وویل؛ شونې ده چې دغه پلار خپله لور د هغې د ژوندانه د سبک له امله وژلې وي.
یو جرمني ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه ځوانه افغانه نجلۍ غالباً د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د راین د سیند پر غاړه وژل شوې ده.
د قرباني مور د دوشنبې په سهار پولیسو ته خبر ورکړ، چې ښايي پلار یې هغه وژلې وي.
د جرمني رسنیو ویلي، پولیسو د دوشنبې په ماښام د دغې افغانې نجلۍ مړی د راین سیند پر غاړه موندلی دی.
د جرمني بیلډ ورځپاڼې د دغه ښار د یوه قاضي له خولې ویلي، چې د دغې افغانې نجلۍ مور لومړی خپل مېړه د خپلې لور په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ؛ خو پولیسو هغه په قتل کې د لاس لرلو په تور ونیوله.
د ماینز د ولسوالۍ په محکمه کې یو قاضي وویل: "دا شک کیږي چې مور او پلار خپله لور ځکه وژلې ده، چې دوی د خپلې لور له ژوند سره موافق نه وو."
تر دې مخکې د دغې نجلۍ پلار د کورني تاوتریخوالي په تور نیول شوی و.