• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کاناډا له لوري په ترهګریز نوملړ کې د سپاه پاسداران ورګډولو د تهران سخته غوسه راپارولې ده

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورګډولو په تړاو د کاناډا اخیستل شوی ګام د تهران د غوسې او د ایراني دولت د مخالفینو د هرکلي سره مخامخ شوی دی.

د ایران د دولت مخالفین یې د خپلې عدالت غوښتنې لاسته راوړنه بولي؛ خو د ایراني دولت هغه «له کرکې ډک ګام» بللی دی.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو د چهارشنبې په ورځ د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې وروسته د ایران سپاه پاسداران ډله له دوی سره د ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې ده.
له هغه وروسته د ایران د قضاییه قوې د نړۍوالې څانګې مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په اېکس پاڼه د هغې غندنه کړې او هغه یې «له کرکې ډک ګام» بللی دی.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې سپاه پاسداران «د ملي امنیت په ټینګښت او په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رغنده ونډه لري.»
‍همدارنګه د سپاه پاسداران سره تړلي د تسنیم خبري اژانس د کاناډا د دغه اخیستل شوي ګام په غبرګون کې د کاناډا دولت یو «ترهګر دولت» یاد کړی، چې په وینا یې په وروستیو کلونو کې یې «له ایران سره له دښمنۍ ډک سیاست» مخته وړی او د ترهګرو ډلو په یو پټنځای بدل شوی دی.
خو بل لور ته د ایران د دولت مخالفینو د کاناډا دغه ګام ستایلی او هغه یې یو «هیله بخښونکی خبر» بللی دی.
د ایران د کردستان د کومله ګوند مشر عبدالله مهتدي هم د کاناډا له‌خوا په ترهګریز نوملړ کې د سپاه پاسداران ورګډول «هیله بخښونکی خبر» بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې دغه خبر «د قرباني شویو کورنیو لپاره دغه ګام هیله بخښونکی» دی او دا د دوی د عدالت غوښتنې پایله ده.
شاهزاده رضا پهلوي هم د کاناډا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د ایراني «جنایتکاره» رژیم د ځواب ورکولو په کار کې ارزښتناک ګام بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې اروپا هم باید ورته ګام پورته کړي.
خبریاله مسیح علي ‌نژاد هم له حامد اسماعیلیون او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې په کاناډا کې یې د دغه ګام په اخیستلو کې مرسته کړې او په اېکس پاڼه یې لیکلي چې د نور هېوادونه دې هم د کاناډا او امریکا په پل، پل کېږدي.
حامد اسماعیلیون د ایران د مخالفو څېرو او د اوکراینې الوتنې د قربانیانو د کورنیو له غړو څخه دی، هغه د سپاه پاسداران ډله «د ایراني ځوانانو په بې‌رحمانه وژنو » تورنه کړې او ویلي يې دي، چې دغه بنسټ نه یوازې د ایران امنیت ته ګواښ پېښ کړی؛ بلکې د منځني ختیځ او ټولې نړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د اوکرایني الوتکې د قربانیانو د کورنیو ټولنې هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د کاناډا له‌خوا په تور نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو هرکلی کړی او لیکلي یې دي، هغوی د سپاه له خوا د دوی د دوستانو پر الوتکې د برید په اړه پر قضایي پلټنو ټینګار کوي او دا یې هم ویلي چې د ایراني بچیانو قاتلان به «نه له یاده باسو او نه به یې وبخښو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ په اړه د بایډن نوي پلان بې اسنادو کډوالو ته د تابعیت تر لاسه کولو لار هواره کړه

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۴ میلادي کال تر ټاکنو مخکې د کډوالو په اړه خپله نوې تګ لار اعلان کړه، چې ځینو بې اسنادو کډوالو ته یې د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لار هواره کړې ده.

د جو بایډن په دغه نوي پلان کې چې د نومبر له ټاکنو څخه یې مخکې اعلان کړ، شاو خوا نیم میلیون بې اسناده کډوال د متحده ایالاتو اتباعو سره واده کولی شي، چې بیا تابعیت ته وړاندیز وکړي.

دغه اقدام به د دغو کډوالو ماشومانو ته هم د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لپاره لار هواره کړي.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي: «د متحده ایالاتو تابعیت لرونکي چې مېرمنې او ماشومان یې دغه هېواد تابعیت نه لري کولی شي خپله کورنۍ له ځان سره وساتي.»

د کډوالۍ په اړه د بایډن نوی پلان څه دی؟

د کډوالۍ د نوي پلان له مخې؛ د متحده ایلاتو د اتباعو بې اسناده مېرمنې یا مېړونه چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي په داسې حال کې چې دغه هېواد کې پاتې کیږي، کولې شي چې د قانوني دایمي استوګنې غوښتنه وکړي.

که څه هم ټولې غوښتنې به ونه منل شي او د کورني امنیت اداره به په هرې غوښتنې د قضیې پر اساس غور وکړي.

د کورني امنیت ادارې د کړنلارې له مخې؛ هغه کسان واجد د شرایط دي، چې ودونه یې کړي وي او د ۲۰۲۴ میلادي کال د جون تر ۱۷مې نېته یې لږ تر لږه لس کاله په متحده ایالاتو کې پوند کړی وي او د «ملي امنیت یا عامه خوندیتوب ته ګواښ» نه وي.

د دایمي تابعیت غوښتنلیکونو پروسس شاید له میاشتو تر کلونو وخت نیسي. هغه کسان چې ګرین کارټ «شین کارټ» لري، کولی شي د متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

له دغه پلان مخکې هغو کسانو چې د متحده ایالاتو تابعیت لرونکو سره واده کړی او دغه هېواد کې له اسنادو پرته ژوند کوي باید خپل هېواد ته سفر کړی وی او له هغه ځایه یې په قونسلګرۍ کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه کړې وی، چې دغې پروسې له درېیو څخه تر لسو کلونو پورې وخت نیوه.

جو بایډن سپینې ماڼۍ کې دې ته په اشارې سره چې زوړ سیسټم ولې اصلاح ته اړتیا لري وویل، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شوې مېرمنې یا سړي باید خپلې کورنۍ امریکا کې پرېږدي او پرته له دې چې د دوی بېرته راتګ تضمین شي باید له امریکا څخه ولاړ شي.

نو دوی امریکا کې پاتې کیږي؛ خو قانوني کار نه شي کولی او دا له امریکا څخه د وېستلو ویره ورسره تل وي.

د بایډن د کډوالۍ نوی پلان چاته ګټه رسوي؟

د کورني امنیت اداره وایي، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شاو خوا ۵۰۰ زره کسان د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.

همدا راز شاو خوا ۵۰ زره ماشومان هم د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.

روسي رسنۍ: پوتین د کوریا مشر ته د چای څښلو سیټ، يو خنجر او یو لېموزین په ډالۍ کې ورکړه

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره په ليدنه کې هغه ته یو لیموزین موټر، یو د چای څښلو سیټ او يو خنجر په ډالۍ کې ورکړل.

پوتین د سې شنبې په ورځ په تېرو ۲۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره شمالي کوریا ته سفر وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په شمالي کوریا کې د کوربه هېواد له مشر سره په دفاعي برخه کې تړونونه لاسلیک کړل، چې د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ پوځي همکاري نوره هم زیاتوي.

کیم جونګ اون دا تړون ټولیز ستراتیژیک مشارکت وباله او پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ هم وکړ.

جرمني رسنیو د یوې پنځلس کلنې افغانې نجلۍ د جسد د موندلو خبر ورکړی

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ورمز په ښار کې د راین سیند پر غاړه د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

پولیسو د دغې نجلۍ پلار د هغې د وژنې په تور نیولی دی.

د دغه ښار قاضي وویل؛ شونې ده چې دغه پلار خپله لور د هغې د ژوندانه د سبک له امله وژلې وي.

یو جرمني ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دغه ځوانه افغانه نجلۍ غالباً د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د راین د سیند پر غاړه وژل شوې ده.

د قرباني مور د دوشنبې په سهار پولیسو ته خبر ورکړ، چې ښايي پلار یې هغه وژلې وي.

د جرمني رسنیو ویلي، پولیسو د دوشنبې په ماښام د دغې افغانې نجلۍ مړی د راین سیند پر غاړه موندلی دی.

د جرمني بیلډ ورځپاڼې د دغه ښار د یوه قاضي له خولې ویلي، چې د دغې افغانې نجلۍ مور لومړی خپل مېړه د خپلې لور په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ؛ خو پولیسو هغه په ​​قتل کې د لاس لرلو په تور ونیوله.

د ماینز د ولسوالۍ په محکمه کې یو قاضي وویل: "دا شک کیږي چې مور او پلار خپله لور ځکه وژلې ده، چې دوی د خپلې لور له ژوند سره موافق نه وو."

تر دې مخکې د دغې نجلۍ پلار د کورني تاوتریخوالي په تور نیول شوی و.

د پاکستان پټلۍ وزارت وايي، چې چین د اورګاډو لپاره ۸۲۰ ډبې ور کوي

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د پاکستان ریل پټلۍ وزارت وايي، چې چین د دغه هېواد د اورګاډي ټرانسپورټ د پیاوړتیا لپاره راتلونکی مالي کال ۸۲۰ ډبې یا واګونونه ور کوي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین دې ملاتړ سره به د پاکستان پټلۍ لا نوې او ډېره په نړۍوالو معیارونو برابره شي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې؛ دا ۸۲۰ ډبې یا واګونونه د راتلونکي مالي کال تر پایه اسلام اباد ته سپارل کېږی.

پاکستان کې مالي کال له یو جون تر بل جون پورې وي او دا ډبې به هم نږدې یو نیم کال کې پاکستان ته وسپارل شي.

د پاکستان پټلۍ اداره تر ډېره په خپلو چارو کې ناکامه بلل کېږي او لامل یې هم د اورګاډي سپرلۍ ته د معیاري خدمتونه نه برابرول په ګوته کېږي.

د دې ادارې چارواکي هیله من دي، چې د چین دې نوې مرستې سره به د دوی خدمتونو کې ښه والی راشي او عاید به یې ور سره ښه شي.

اسراییلي پوځ: پر لبنان د برید عملیاتي پلانونه تصویب شول

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د لبنان د حزب الله له خوا له حیفا بندر د یوې هوایي ویډیو له خپریدو وروسته او د یوې نوې جګړې د مخنیوي لپاره د امریکا له هڅو سره سره د اسراییل پوځ پرون وویل، چې پر لبنان د برید عملیاتي پلانونه یې تصویب کړي دي. د دواړو لورو تر منځ نښته له لنډې وقفې وروسته بیا پیل شوه.

په ورته وخت کې د اسرايیل پوځ ټینګار کړی، چې په میدان کې يې د خپلو ځواکونو د چمتووالي د دوام لپاره لازم تصمیمونه نيولي دي.

په همدې حال کې د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر یسراييل کاتز پرون د حیفا بندر د ویدیو خپرېدو او پر دغه بندر د برید ګواښ ته په اشارې په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې هیواد يې پر لبنان او حزب الله باندې د برید پریکړې ته ډیر نږدې دی.

پر لبنان د برید لپاره د عملیاتي پلانونو د تصویب اعلان او په دې برخه کې د اسراییل د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری، د امریکا له پراخو هڅو سره سره په سیمه کې د اسراییل په شمال کې د جګړې د پراخیدو نوې نښه ده.

یسرایيل کاتز پر خپله اېکس پانه ليکلي: « نن حسن نصرالله د حیفا په بندرونو کې چې د چین او هند د نړیوالو کمپنیو له خوا اداره کیږي د فلم اخیستلو ویاړ او د برید ګواښ کوي. موږ د حزب الله او لبنان په اړه د مقرراتو د بدلولو پریکړې ته ډیر نږدې یو. په هر اړخیزه جګړه کې به حزب الله له منځه لاړ شي او لبنان به سخت و ځپل شي.»

هغه په ​​عین حال کې زیاته کړه: «د اسرايیل حکومت به په کورني محاذ کې هم قیمت ادا کړی، خو د یو پیاوړي او متحد ملت او د اسرايیل د پوځ په پوره ځواک سره به د شمال د اوسېدونکو امنیت بېرته راولي.»

د لبنان لپاره د امریکا ځانګړي استازي اموس هوخشتاین لبنان ته تللی، چې د کړکیچ د کمولو هڅه وکړي.

هغه د اسراییل او حزب الله ترمنځ د ترینګلتیا د سملاسي کمولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې واشنګټن د یوې «پراخې جګړې» د مخنیوي اراده لري.

هوخشتاين پرون بیروت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لبنان د پارلمان له رییس نبيه بیري سره په کتنه کې وویل: « د اسرایيل او حزب الله تر منځ شخړه ډیره اوږده شوې ده. یو ګړندۍ او ډیپلوماتیکه پریکړه د ټولو په ګټه ده، دا دواړه د لاسته راوړلو وړ او سمدستي دي.»

نبيه بيري د امل غورځنګ غړی او د حزب الله له متحدینو څخه دی.

د لبنان حزب الله او اسراییلو ترمنځ اته میاشتې مخکې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په منظمه توګه یو پر بل وسله وال بریدونه کوي، خو په وروستیو اوونیو کې دا شخړې زیاتې شوې او دواړو غاړو د پولې په اوږدو کې بریدونه پیل کړي دي.

وروسته له هغه، چې تېره اوونۍ اسراييل د حزب الله تر ټولو جګپوړی قوماندان طالب عبدالله وواژه، په اتو مياشتو کې حزب الله په اسراييل باندې تر ټولو ستر توغنديز او ډرون بريدونه وکړل.

حزب الله وايي تر هغه به خپل بریدونه ونه دروي ، چې په غزه کې اوربند نه وي شوی.

په همدې حال کې د پنټګان یوه ویاند هم ویلي، چې امریکا نه غواړي په منځني ختیځ کې پراخه سیمه ییزه جګړه وویني.

اموس هوخشتاين پرون وویل: «موږ په تیرو څو اونیو کې د فشار زیاتوالی لیدلی دی او هغه څه، چې ولسمشر جو بایډن يې غواړي هغه د لا زیات فشار او لویې جګړې مخنیوی دي، چې کوي يې.»

نوموړي د سه شنبې په ورځ له لومړي وزیر او د لبنان د پوځ له قومندان نجیب میقاتي سره جلا جلا وکتل.

امریکا او فرانسه د خبرو اترو له لارې د لبنان او اسراییل په پوله کې د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

په داسې حال کې، چې اسراییلو د فرانسې لخوا وړاندیز شوی پلان، چې د اسراییلو او د لبنان حزب الله ترمنځ د بشپړې جګړې د مخنیوي لپاره وړاندې شوی رد کړی دی. امریکا خپلو سلا مشورو ته دوام ورکوي چې اسراییلي مشران دې ته وهڅوي څو پر لبنان له بریده ډډه وکړي.

حيفا فلم

په همدې حال کې د حزب الله لينان د سه شنبې په ورځ ۹ دقیقې او ۳۱ ثانیې ویډیو خپره کړه او ویې ویل، چې د حیفا بندر په ګډون د اسراییل له ځایونو څخه یې د خپلو څارګرو الوتکو په مرسته دغه ويډيو برابره کړې ده.

حیفا، چې د اسراییلو دریم لوی ښار دی د لبنان له پولې څخه ۲۷ کیلومتره لیرې پروت دی.

د حیفا ښاروال یونا یاهو وویل، چې د حزب الله ویډیو «د حیفا او شمالي اسراییل اوسیدونکو لپاره رواني ترهګري ده.»

د دې ویډیو د خپریدو په غبرګون کې د اسراییل د حکومت ویاند ډیویډ مانسر وویل: «موږ به له ډیپلوماټیک او نظامي پلوه په هر ډول شمالي اسراییل کې خپلو کورونو ته د اسراییلیانو د خوندي راستنېدو تضمين کوو. دا مسله د خبرو اترو وړ نه ده. د اکټوبر اوومه د اسراییلو په هر ځای کې او یا د اسراییلو په پولو کې نه تکراریږي.»

هغه زیاته کړه: «اسراییل د حزب الله د پوځي پیاوړتیا او د اسراییلو د وژلو لپاره د وسلو د راټولولو مخه نیسي.»

د اسراییل او حزب الله ترمنځ نښتې د سه شنبې په ورځ د مسلمانانو د لوی اختر د رخصتۍ له امله له لنډې وقفې وروسته بیا پیل شوې.

لومړی د لبنان حزب الله اعلان وکړ، چې پر یوه اسرايیلي ټانک یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی او له هغه وروسته اسراییلو خبر ورکړ، چې د حزب الله مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د لبنان حزب الله د خپلو سترو وسلو څخه په پراخه کچه کار اخیستنه په لبنان کې د ملګرو ملتونو چارواکي دې ته وهڅول، چې خبرداری ورکړي، څو د ناسمې محاسبې خطر چې د ناڅاپه او پراخې شخړې لامل کیږي خورا ریښتینی او جدي دی.