د بښنې نړۍوال سازمان له هېوادونو او سازمانونو غواړي چې د افغان کډوالو غږ واوري

د بښنې نړۍوال سازمان له هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غواړي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو غږ واوري. د سویلي اسیا لپاره دغه سازمان څانګې په خپل اېکس کې لیکلي، چې افغان مېرمنې په افغانستان او پاکستان کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.