• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ د پوځي تمرين لپاره جنوبي کوريا ته ورسېده

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د امريکا یوه اټومي ځواک لرونکې الوتک وړونکی بېړۍ «ټيوډور روزویلت» نن د جنوبي کوريا بوسان بندري ښار ته ورسېده. رويټر خبري‌اژانس د جنوبي کوريا د سمندري ځواک له قوله ليکلي، چې امريکا به په همدې مياشت کې له کوربه هېواد او جاپان سره ګډ پوځي تمرينونه شروع کړي.

د رويټرز د معلوماتو له مخي، د همدې دريو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۳ کال په اګسټ مياشت کې په کمپ ډيويډ غونډه کې د سويلي چين سمندرکي په لانجمنو اوبو کې د چين «خطرناک او تېریګر چلند» وغانده او هوکړه یې وکړه، چې کلني پوځي تمرینونه تر سره کړي.

سیمې ته د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ تر رسېدو څو ورځې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې اونۍ کې د ۲۴ کلونو په جريان کې په لومړي ځل شمالي کوريا ته سفر وکړ او د هغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره يې دوه اړخيز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون هم د دې تړون لاسلیک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد په نوم وبلل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي. اصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن دا خبره کړې ده.

د پاکستان حکومت مني، چې بېګا ناوخته په کورمه کې د ځواکونو پر ګزمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف غبرګون ښودلی دی او دغه برید یې غندلی دی.

اصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هیواد کې عملیات روان وي.

زرداري د وژل شويو پاکستاني عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پښتونخوا کې د ورځږ په تېریدو سره د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.

په غزه کې د سره صلیب دفتر ته څېرمه د اسراییل په برید کې ۲۲ فلسطينيان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

اسراييلي پوځ په غزه کې د سره صليب دفتر ته څېرمه يو کمپ په نښه کړی، چې له امله يې ۲۲ فلسطينيان ووژل شول او ۴۵ نور بیا ټپیان دي. د سره صلیب په وینا، د دوی پر دفتر مرمۍ لګېدلې چې د دغه بنسټ دفتر ته یې هم زیان اړولی دی.

د سره صلیب یو چارواکی وايي، دواړه لوري د مرستندویه موسسې له دفتره خبر دي، چې د موسسې کارکوونکي او کډوال ورته نږدې پراته دي؛ خو بیا هم بریدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د عربي رسنیو په وینا، د سره صلیب دفتر ته څېرمه لومړه برید وشو او کله چې له برید وروسته خلک د پېښې ځای ته ورغلل، بیا ډزې وشوې، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې لا لوړه کړه.
د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې راهيسې د اسراييل په روانو بريدونو کې تر اوسه له ۳۷ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي او تر ۸۴ زرو ډېر بیا ټپيان دي.

له بل پلوه اسراییل ویلي، چې د دغه برید په اړه څېړنه کوي.

ورته مهال د اسراییل او حزب الله ترمنځ د لبنان پر پوله جګړې زور اخیستی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې لبنان به پر یوې بلې غزې بدل شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې پر ورځ د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی.

انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي.
ګوترېش خبریالانو ته وویل: «یو بې سوچه ګام او یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ پیل کړي، چې له تصوره ډېر لرې وي. که په څرګنده توګه یې ووایم نړۍوال نور د دې زغم نه لري، چې لبنان دې پر یوې بلې غزې بدل شي.»
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي.

هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي.
له دې سره هم‌مهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.

تر دې وړاندې د اسراییل کابینې د حزب الله پر وړاندې د مقابلې لپاره یوه تګلاره هم تایید کړې وه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او بې وسلې مسلکي څارونکي له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په سویلي برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د لبنان او اسراییل تر منځ پر پوله څارنه وکړي.
ګوترېش وویل: «د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي، چې تاوتریخوالی کم او د نا حساب شویو تېروتنو مخه ونیسي.»
د اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله له‌خوا پر اسراییل توغندي توغول شوي، چې له امله یې لسکونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان په سوېل کې هم لسګونه زره لبنانیان د اسراییل له بریدونو وروسته بې‌ځایه شوي دي.

بیلډ ورځپاڼه: د جرمني د مانهایم ښار برید کوونکی په خپل کار پښیمانه نه دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د بیلډ ورځپاڼي راپور ورکړی، چې د مانهایم ښار برید کونکی چې د پولیسو له خوا له ډزو وروسته په کوما کې و، په هوښ راغلی او د روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې سلیمان عطايي په خپل کار پښیمانه نه دی او د روغتون له کارکوونکو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

دغه افغان کډوال د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د مانهایم په ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر یوې غونډې په چاقو برید وکړ او د یو پولیس په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل.

ټپي شوي پوليس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او بريدګر په خپله هم د پوليسو په ډزو کې سخت ټپي شو.

سرچینو بیلډ ورځپاڼې ته ویلي، چې د برید کوونکي چپه پښه اوس هم بې هوښه ده.

راپور زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال پر خپلو کړنو پښیمانه نه دی.

د دې برید انګېزه تر اوسه معلومه نه ده، خو د فدرالي څارنوالۍ دفتر چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې، په دې باور دي چې د دې کار لامل د بریدګر افراطي افکار و.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سلیمان عطايي د هرات اوسېدونکی دی او تر دې مخکې له خپلې جرمنې مېرمنې او دوو ماشومانو سره اوسېده.

دغه برید په جرمني کې د افراطیت او اړوندو تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د جرمني چارواکو له دغه برید وروسته د افغان کډوالو په اړه خپله تګلاره بدله کړه. د جرمني لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې ویلي، چې افغان مجرم کډوال به خپل هېواد ته واستوي.

رویټرز: د اسراییل او حزب الله ټکر د پراخې جګړې خطر زیاتوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د اسراییل په شمالي سیمو د حزب الله د توغندیو پرلپسې بریدونه او پر سویلي لبنان د اسراییل بمبار د دې ویره زیاتوي چې ښایې د غزې جګړه پر پراخه سیمه ییزه جګړه بدله شي. شنونکي د دغې جګړې پراخیدل د دواړو هیوادونو لپاره خطرناک بولي.

د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی چې د جګړې په صورت کې به په اسراییل کې هیڅ ځای خوندي نه وي او ان قبرس او د مدیترانې نورې برخې به له خطر سره مخامخ وي.

حزب الله په اکتوبر میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې له خپل فلسطیني متحد حماس سره د پیوستون د څرګندولو لپاره پر اسراییلوتوغنديز بریدونه کوي، چې په اسراییل کې یې په لسګونو زره کسان د کورونو پریښودو ته اړ کړي او دهمدې امله د لبنان پر وړاندې د جدي اقدام په اړه سیاسي فشارونه مخ په ډیریدو دي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل له بریدونو وروسته په لسگونو زره لبنانیان هم د خپلو کورونو پریښودو ته مجبور شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جګړې د پراخیدو د احتمال په اړه اندیښمن دی او د همدې امله یې خپل د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین اسراییل ته استولی چې د جګړې د پراخیدو څخه د مخنوي پیغام د دغه هیواد چارواکو ته ورسوي.

اسراییلي الوتکو پرون د لبنان په سویل کې ځینې موخې په نښه کړې او د حزب الله یو جنګیالی یې وژلی چې په جواییه سیمه کې د دې ډلې د عملیاتو قوماندان و. حزب الله د نوموړي وژل کېدل منلي خو د قومندان په توګه يې نه دی یاد کړی.

د اختر له رخصتیو وروسته، حزب الله هم اسراییل ته لسګونه توغندي توغولي دي.

د اسراییل د ملي امنیت شورا یو پخواني چارواکي اورنا مزراهي وویل: “د جګړې هیڅ یو انتخاب هم ښه نه دی، خو لویه پوښتنه دا ده، چې د دغو بریدونو له امله اسراییل څومره زیانمنیدای شي؟"

هغه وايي: "زه فکر کوم چې د حکومت ډیری برخه واقعیا نه غواړي چې په جګړه کې ښکیل شي، مګر دا ممکنه ده چې موږ دې نتیجې ته ورسیږو. چې باید جګړه وکړو.“

په لبنان کې د حسن نصرالله څرګندونو د یوې پراخې جګړې لپاره د ډیرو هڅو مخه ونیوله، خو ځینو ډیپلوماټانو او شنونکو ویلي، چې د هغه ګواښونه د اسراییل د زیاتېدونکو بریدونو ځواب کیدای شي.

په نیکوسیا پوهنتون کې د سیاسي چارو شنونکی او د تاریخ او نړیوالو اړیکو پروفیسر هوبرټ فوسټمن وویل: "زما په فکر دغه څرګندونې د جګړې د مخنیوي د ستراتیژۍ برخه ده."

فوستمن زیاته کړه: "د اسراییل له خوا له حزب الله سره د جګړې د زیاتېدو او په ټوله کې د جګړې د پراخېدو خطر شته، خو زه فکر نه کوم حزب الله دغه جګړه وغواړي." حزب الله په ډاګه کړې، چې د پراخې جګړې په لټه کې نه دی، خو سره له دې یې په پرله پسې توګه له لا ډیرو درنو وسلو کار اخیستی دی.»

اسراییل په منځني ختیځ کې تر ټولو پیاوړی اردو لري، خو حزب الله هم په زرګونو جنګیالي لري چې ډیری یې د سوریې په کورنۍ جګړه کې تجربه لري.

دا ډله د لسګونو زرو توغندیو یوه زیرمه هم لري چې په ټول اسراییل کې بیلابیل ښارونه په نښه کولی شي.

حزب الله د بې پیلوټه الوتکو یوه لویه ډله هم لري، چې یوې یې په دې اونۍ کې د هایفا په بندري ښار کې پراخې الوتنې وکړې او د بریښنا سیسټمونو په ګډون مهمو اقتصادي زیربناوو ته احتمالي ګواښ په ګوته کوي.