• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې لبنان به پر یوې بلې غزې بدل شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې پر ورځ د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی.

انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي.
ګوترېش خبریالانو ته وویل: «یو بې سوچه ګام او یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ پیل کړي، چې له تصوره ډېر لرې وي. که په څرګنده توګه یې ووایم نړۍوال نور د دې زغم نه لري، چې لبنان دې پر یوې بلې غزې بدل شي.»
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي.

هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي.
له دې سره هم‌مهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.

تر دې وړاندې د اسراییل کابینې د حزب الله پر وړاندې د مقابلې لپاره یوه تګلاره هم تایید کړې وه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او بې وسلې مسلکي څارونکي له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په سویلي برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د لبنان او اسراییل تر منځ پر پوله څارنه وکړي.
ګوترېش وویل: «د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي، چې تاوتریخوالی کم او د نا حساب شویو تېروتنو مخه ونیسي.»
د اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله له‌خوا پر اسراییل توغندي توغول شوي، چې له امله یې لسکونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان په سوېل کې هم لسګونه زره لبنانیان د اسراییل له بریدونو وروسته بې‌ځایه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

بیلډ ورځپاڼه: د جرمني د مانهایم ښار برید کوونکی په خپل کار پښیمانه نه دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د بیلډ ورځپاڼي راپور ورکړی، چې د مانهایم ښار برید کونکی چې د پولیسو له خوا له ډزو وروسته په کوما کې و، په هوښ راغلی او د روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې سلیمان عطايي په خپل کار پښیمانه نه دی او د روغتون له کارکوونکو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

دغه افغان کډوال د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د مانهایم په ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر یوې غونډې په چاقو برید وکړ او د یو پولیس په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل.

ټپي شوي پوليس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او بريدګر په خپله هم د پوليسو په ډزو کې سخت ټپي شو.

سرچینو بیلډ ورځپاڼې ته ویلي، چې د برید کوونکي چپه پښه اوس هم بې هوښه ده.

راپور زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال پر خپلو کړنو پښیمانه نه دی.

د دې برید انګېزه تر اوسه معلومه نه ده، خو د فدرالي څارنوالۍ دفتر چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې، په دې باور دي چې د دې کار لامل د بریدګر افراطي افکار و.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سلیمان عطايي د هرات اوسېدونکی دی او تر دې مخکې له خپلې جرمنې مېرمنې او دوو ماشومانو سره اوسېده.

دغه برید په جرمني کې د افراطیت او اړوندو تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د جرمني چارواکو له دغه برید وروسته د افغان کډوالو په اړه خپله تګلاره بدله کړه. د جرمني لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې ویلي، چې افغان مجرم کډوال به خپل هېواد ته واستوي.

رویټرز: د اسراییل او حزب الله ټکر د پراخې جګړې خطر زیاتوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د اسراییل په شمالي سیمو د حزب الله د توغندیو پرلپسې بریدونه او پر سویلي لبنان د اسراییل بمبار د دې ویره زیاتوي چې ښایې د غزې جګړه پر پراخه سیمه ییزه جګړه بدله شي. شنونکي د دغې جګړې پراخیدل د دواړو هیوادونو لپاره خطرناک بولي.

د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی چې د جګړې په صورت کې به په اسراییل کې هیڅ ځای خوندي نه وي او ان قبرس او د مدیترانې نورې برخې به له خطر سره مخامخ وي.

حزب الله په اکتوبر میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې له خپل فلسطیني متحد حماس سره د پیوستون د څرګندولو لپاره پر اسراییلوتوغنديز بریدونه کوي، چې په اسراییل کې یې په لسګونو زره کسان د کورونو پریښودو ته اړ کړي او دهمدې امله د لبنان پر وړاندې د جدي اقدام په اړه سیاسي فشارونه مخ په ډیریدو دي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل له بریدونو وروسته په لسگونو زره لبنانیان هم د خپلو کورونو پریښودو ته مجبور شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جګړې د پراخیدو د احتمال په اړه اندیښمن دی او د همدې امله یې خپل د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین اسراییل ته استولی چې د جګړې د پراخیدو څخه د مخنوي پیغام د دغه هیواد چارواکو ته ورسوي.

اسراییلي الوتکو پرون د لبنان په سویل کې ځینې موخې په نښه کړې او د حزب الله یو جنګیالی یې وژلی چې په جواییه سیمه کې د دې ډلې د عملیاتو قوماندان و. حزب الله د نوموړي وژل کېدل منلي خو د قومندان په توګه يې نه دی یاد کړی.

د اختر له رخصتیو وروسته، حزب الله هم اسراییل ته لسګونه توغندي توغولي دي.

د اسراییل د ملي امنیت شورا یو پخواني چارواکي اورنا مزراهي وویل: “د جګړې هیڅ یو انتخاب هم ښه نه دی، خو لویه پوښتنه دا ده، چې د دغو بریدونو له امله اسراییل څومره زیانمنیدای شي؟"

هغه وايي: "زه فکر کوم چې د حکومت ډیری برخه واقعیا نه غواړي چې په جګړه کې ښکیل شي، مګر دا ممکنه ده چې موږ دې نتیجې ته ورسیږو. چې باید جګړه وکړو.“

په لبنان کې د حسن نصرالله څرګندونو د یوې پراخې جګړې لپاره د ډیرو هڅو مخه ونیوله، خو ځینو ډیپلوماټانو او شنونکو ویلي، چې د هغه ګواښونه د اسراییل د زیاتېدونکو بریدونو ځواب کیدای شي.

په نیکوسیا پوهنتون کې د سیاسي چارو شنونکی او د تاریخ او نړیوالو اړیکو پروفیسر هوبرټ فوسټمن وویل: "زما په فکر دغه څرګندونې د جګړې د مخنیوي د ستراتیژۍ برخه ده."

فوستمن زیاته کړه: "د اسراییل له خوا له حزب الله سره د جګړې د زیاتېدو او په ټوله کې د جګړې د پراخېدو خطر شته، خو زه فکر نه کوم حزب الله دغه جګړه وغواړي." حزب الله په ډاګه کړې، چې د پراخې جګړې په لټه کې نه دی، خو سره له دې یې په پرله پسې توګه له لا ډیرو درنو وسلو کار اخیستی دی.»

اسراییل په منځني ختیځ کې تر ټولو پیاوړی اردو لري، خو حزب الله هم په زرګونو جنګیالي لري چې ډیری یې د سوریې په کورنۍ جګړه کې تجربه لري.

دا ډله د لسګونو زرو توغندیو یوه زیرمه هم لري چې په ټول اسراییل کې بیلابیل ښارونه په نښه کولی شي.

حزب الله د بې پیلوټه الوتکو یوه لویه ډله هم لري، چې یوې یې په دې اونۍ کې د هایفا په بندري ښار کې پراخې الوتنې وکړې او د بریښنا سیسټمونو په ګډون مهمو اقتصادي زیربناوو ته احتمالي ګواښ په ګوته کوي.

ارمنستان د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۱

ارمنستان نن وویل، چې د فلسطین دولت په رسمیت پیژني. د دې خبر په غبرګون کې اسراییل په خپل هېواد کې د ارمنستان سفیر احضار کړ. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ځینې اروپایی هېوادونو سره په ګډه فلسطین په رسمیت پیژنی.

دغه وزارت په یوه بیانیه کې دا ګام په غزه کې د ویجاړوونکي بشري وضعیت" او "د یهودانو او فلسطینیانو تر منځ د تلپاتې پخلاینې رامینځته کولو" د دې دلیل په توګه یاد کړ او په ورته وخت کې یې د سمدستي اوربند او له کوم مخکیني شرط پرته د یرغملو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.".

بیان زیاتوي، چې د فلسطینیانو او اسراییل د مشروع هیلو د تحقق یوازینۍ لار د دوو دولتونو حل ته رسیدل دي.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزارت د ارمنستان سفير د دې پرېکړې په غبرګون کې احضار کړ.

د غزې د جګړې له پیله تر سلوانیا، ایرلنډ، هسپانیا او نورو وروسته ارمنستان وروستی هېواد دی، چې دا ډول پرېکړه یې اعلان کړه.

د راپورونو له مخې اسراییل له هغو هېوادونو سره چې فلسطین په رسمیت پېژني، د خپلو اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.

یو هندی وايي په روغتون کې یې له رضایت پرته جنسیت تغیر او ښځه شوی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د هند په اترپردېش ایالت کې یو سړی ادعا کوي، چې په ​​یوه سیمه ییز روغتون کې یې له رضایت پرته د جنسيت تغیرولو عملیات شوي او تناسلي اله یې ترې اېستلی ده. انډیا ټوډې لیکلي چې ۲۰ کلن مجاهد په یوه سړي تور پورې کړی، چې له ده سره یې د واده کولو په خاطر دا عملیات کړي دي.

روغتون د مجاهد ادعا رد کړې ده.

د انډیا ټوډې هندي رسنۍ د مجاهد په اړه لیکلي، چې نوموړی د هغه کس له خوا روغتون ته وړل شوی، چې په وروستیو کې یې ځوراوه هم.

د مظفرنګر ښار اوسېدونکى دغه ځوان زياته کړه، چې سهار کله په روغتون کې له عملياتو وروسته له خوبه پاڅېده، پوه شو، چې تناسلي اله يې پرې شوې ده.

د دغه ځوان په وینا، کله چې یې هوش راغی، د امپرکاش په نوم هغه کس چې روغتون ته یې بوتلی و، ورته وویل چې اوس ښځه ده، لکنو ته به یې بوځي او واده به ور سره کوي.

مجاهد زیاته کړه، چې امپرکاش ورته ویلي، چې که له دې غوښتنې سره مخالفت وکړي پلار به یې ووژني.

هغه ادعا وکړه، چې د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د امپرکاش په همکارۍ د جندر د تغیر عملیات وکړل.

انډیا ټوډې لیکلي، چې پولیسو امپرکاش د غبرګولي په ۱۶مه د مجاهد د پلار له شکایت وروسته نیولی دی.

په ورته وخت کې د بزګرانو د اتحاديې غړو د روغتون د ودانۍ مخې ته لاريون پيل کړی او پوليس يې په دې برخه کې په پلټنو کې په بې غورۍ تورن کړي.

د دې اتحاديې يو مشر د روغتون ډاکټران د بدن د غړو په ناقانونه سوداګرۍ کې په لاس لرلو تورنوي.

د روغتون غبرګون

د مظفر نگر سیمه ییز روغتون د دې ځوان هندي ادعا ردوي چې د هغه له رضایت پرته یې د جنسیت د تغیرولو جراحي کړې.

د دغه روغتون يو تن مدير وويل چې مجاهد له دوو مياشتو راهيسې په منظم ډول په دغه روغتون کې د پلاستيک جراح له ډاکټر رضا فاروقي تداوي کوله.

کرتي ګوسوامي وویل چې سړي خپل ځان د یوې میرمنې په توګه ور پېژاند او غوښتل یې چې د جندر د تغیرولو عملیات وکړي.

ښاغلي ګوسوامي زیاته کړه چې د درملنې ډاکټر ښاغلی مجاهد د معایناتو لپاره د رواني ناروغیو متخصص ته هم معرفي کړی و، چې د جنسیت د تغیرولو جراحي لپاره یو شرط دی.

د دغه ډاکټر په خبره، د مجاهد روحي وضعیت یې مناسب بلل شوی دی.

د دغه روغتون چارواکي زیاته کړه، چې مجاهد د غبرګولي په څلورمه روغتون ته ورغی او د همدې میاشتې په شپږمه یې عملیات ترسره شول.

هغه دا هم وویل چې روغتون د مجاهد یوه ویډیو لري، چې له عملیاتو مخکې د خپل جندر د تغیرولو په اړه خبرې کوي، خو دا ویډیو لا نه ده خپره شوې.

اسراییل د حزب الله وسله والې ډلې یو قوماندان وژلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

یوه ورځ وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله اسراییل ته ګواښ وکړ، د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د حزب الله یو قوماندان یې وژلی دی.

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، چې عباس ابراهیم حمزه حماده چې په فضل ابراهیم مشهور و او د جویا سیمې د عملیاتو قوماندان و، د دیر کیفا ښار ته څېرمه وژل شوی دی.

د دې اعلامیې له مخې؛ هغه په ​​​​دې سیمه کې د حزب الله د ځمکنیو ځواکونو قوماندې کولو پر مهال د اسراییل په وړاندې د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو مسولیت درلود.

په وروستیو میاشتو کې، فضل ابراهیم «د لبنان په سویل کې د حزب الله فعالیتونه پر مخ وړل او هڅه یې کوله چې ځمکنۍ جګړې ته وده ورکړي.»

حزب الله پرته له دې چې هغه خپل قوماندان یاد کړي، د هغه مړینه یې تایید کړه.

د فضل ابراهیم وژل کېدو سره له اسراییل سره د وروستیو نښتو په ترڅ کې د حزب الله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴۹تنو ته ورسېد.

د غزې جګړه چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييل پر سویلي سيمو کې د حماس له بريد سره پيل شوه، د اسراییل پر پوله له لبنان سره د شخړې لامل شوه.

اوس په دغه سیمه کې د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځاوربند چې د اسلامي دولت له ملاتړه برخمنه ‌ډله ده، ورځنۍ خبره ده.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړ، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي په هېواد کې به «هیڅ ځای» خوندي نه وي.