• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ارمنستان د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۱

ارمنستان نن وویل، چې د فلسطین دولت په رسمیت پیژني. د دې خبر په غبرګون کې اسراییل په خپل هېواد کې د ارمنستان سفیر احضار کړ. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ځینې اروپایی هېوادونو سره په ګډه فلسطین په رسمیت پیژنی.

دغه وزارت په یوه بیانیه کې دا ګام په غزه کې د ویجاړوونکي بشري وضعیت" او "د یهودانو او فلسطینیانو تر منځ د تلپاتې پخلاینې رامینځته کولو" د دې دلیل په توګه یاد کړ او په ورته وخت کې یې د سمدستي اوربند او له کوم مخکیني شرط پرته د یرغملو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.".

بیان زیاتوي، چې د فلسطینیانو او اسراییل د مشروع هیلو د تحقق یوازینۍ لار د دوو دولتونو حل ته رسیدل دي.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزارت د ارمنستان سفير د دې پرېکړې په غبرګون کې احضار کړ.

د غزې د جګړې له پیله تر سلوانیا، ایرلنډ، هسپانیا او نورو وروسته ارمنستان وروستی هېواد دی، چې دا ډول پرېکړه یې اعلان کړه.

د راپورونو له مخې اسراییل له هغو هېوادونو سره چې فلسطین په رسمیت پېژني، د خپلو اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یو هندی وايي په روغتون کې یې له رضایت پرته جنسیت تغیر او ښځه شوی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د هند په اترپردېش ایالت کې یو سړی ادعا کوي، چې په ​​یوه سیمه ییز روغتون کې یې له رضایت پرته د جنسيت تغیرولو عملیات شوي او تناسلي اله یې ترې اېستلی ده. انډیا ټوډې لیکلي چې ۲۰ کلن مجاهد په یوه سړي تور پورې کړی، چې له ده سره یې د واده کولو په خاطر دا عملیات کړي دي.

روغتون د مجاهد ادعا رد کړې ده.

د انډیا ټوډې هندي رسنۍ د مجاهد په اړه لیکلي، چې نوموړی د هغه کس له خوا روغتون ته وړل شوی، چې په وروستیو کې یې ځوراوه هم.

د مظفرنګر ښار اوسېدونکى دغه ځوان زياته کړه، چې سهار کله په روغتون کې له عملياتو وروسته له خوبه پاڅېده، پوه شو، چې تناسلي اله يې پرې شوې ده.

د دغه ځوان په وینا، کله چې یې هوش راغی، د امپرکاش په نوم هغه کس چې روغتون ته یې بوتلی و، ورته وویل چې اوس ښځه ده، لکنو ته به یې بوځي او واده به ور سره کوي.

مجاهد زیاته کړه، چې امپرکاش ورته ویلي، چې که له دې غوښتنې سره مخالفت وکړي پلار به یې ووژني.

هغه ادعا وکړه، چې د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د امپرکاش په همکارۍ د جندر د تغیر عملیات وکړل.

انډیا ټوډې لیکلي، چې پولیسو امپرکاش د غبرګولي په ۱۶مه د مجاهد د پلار له شکایت وروسته نیولی دی.

په ورته وخت کې د بزګرانو د اتحاديې غړو د روغتون د ودانۍ مخې ته لاريون پيل کړی او پوليس يې په دې برخه کې په پلټنو کې په بې غورۍ تورن کړي.

د دې اتحاديې يو مشر د روغتون ډاکټران د بدن د غړو په ناقانونه سوداګرۍ کې په لاس لرلو تورنوي.

د روغتون غبرګون

د مظفر نگر سیمه ییز روغتون د دې ځوان هندي ادعا ردوي چې د هغه له رضایت پرته یې د جنسیت د تغیرولو جراحي کړې.

د دغه روغتون يو تن مدير وويل چې مجاهد له دوو مياشتو راهيسې په منظم ډول په دغه روغتون کې د پلاستيک جراح له ډاکټر رضا فاروقي تداوي کوله.

کرتي ګوسوامي وویل چې سړي خپل ځان د یوې میرمنې په توګه ور پېژاند او غوښتل یې چې د جندر د تغیرولو عملیات وکړي.

ښاغلي ګوسوامي زیاته کړه چې د درملنې ډاکټر ښاغلی مجاهد د معایناتو لپاره د رواني ناروغیو متخصص ته هم معرفي کړی و، چې د جنسیت د تغیرولو جراحي لپاره یو شرط دی.

د دغه ډاکټر په خبره، د مجاهد روحي وضعیت یې مناسب بلل شوی دی.

د دغه روغتون چارواکي زیاته کړه، چې مجاهد د غبرګولي په څلورمه روغتون ته ورغی او د همدې میاشتې په شپږمه یې عملیات ترسره شول.

هغه دا هم وویل چې روغتون د مجاهد یوه ویډیو لري، چې له عملیاتو مخکې د خپل جندر د تغیرولو په اړه خبرې کوي، خو دا ویډیو لا نه ده خپره شوې.

اسراییل د حزب الله وسله والې ډلې یو قوماندان وژلی

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

یوه ورځ وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله اسراییل ته ګواښ وکړ، د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د حزب الله یو قوماندان یې وژلی دی.

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، چې عباس ابراهیم حمزه حماده چې په فضل ابراهیم مشهور و او د جویا سیمې د عملیاتو قوماندان و، د دیر کیفا ښار ته څېرمه وژل شوی دی.

د دې اعلامیې له مخې؛ هغه په ​​​​دې سیمه کې د حزب الله د ځمکنیو ځواکونو قوماندې کولو پر مهال د اسراییل په وړاندې د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو مسولیت درلود.

په وروستیو میاشتو کې، فضل ابراهیم «د لبنان په سویل کې د حزب الله فعالیتونه پر مخ وړل او هڅه یې کوله چې ځمکنۍ جګړې ته وده ورکړي.»

حزب الله پرته له دې چې هغه خپل قوماندان یاد کړي، د هغه مړینه یې تایید کړه.

د فضل ابراهیم وژل کېدو سره له اسراییل سره د وروستیو نښتو په ترڅ کې د حزب الله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴۹تنو ته ورسېد.

د غزې جګړه چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييل پر سویلي سيمو کې د حماس له بريد سره پيل شوه، د اسراییل پر پوله له لبنان سره د شخړې لامل شوه.

اوس په دغه سیمه کې د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځاوربند چې د اسلامي دولت له ملاتړه برخمنه ‌ډله ده، ورځنۍ خبره ده.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د چهارشنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړ، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي په هېواد کې به «هیڅ ځای» خوندي نه وي.

اروپايي ټولنې پر روسیه د بندیزونو لګولو ۱۴ بسته منظوره کړه

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

ډیپلوماټان وايي، اروپايي ټولنې د اوکراین د جګړې له امله پر مسکو د بندیزونو لګولو ۱۴ پکېج هم تصویب کړ. نویو بندیزونو کې د دې ټولنې اوبو کې د روسیې د ګاز بیا لېږد هم شامل دی. د اروپايي ټولنې پړاویز مشر بلجیم وايي، دا بندیزونه به د سوړو بندولو سره د پخوانیو هغو اغېز اوج ته ورسوي.

د اروپایي ټولنې هېوادونو پر نویو بندیزونو له یوې میاشتې ډېر کار وکړ او په پای کې یې د جرمني په غوښتنه د کمېسون هغه وړاندیز لرې کړ، چې هدف یې پر بیا صادروونکو بندیز و.

دغه لرې شوي بندیز په دریمو هېوادونو کې د اروپایي ټولنې د غړو شرکتونه اړ اېستل، چې روسیې ته خپل توکي بیا صادر نه کړي.

اروپایي ټولنه غواړي د مینځلو ماشین د پتریو یا چیپونو په څېر د روسیې د دوه مخې ټیکنالوجۍ صادرات ودروي چې مسکو یې د پوځي موخو لپاره کارولی شي.

یو ډیپلوماټ وايي، جرمني د دې بندیزونو د اغېز ارزونې غوښتنه کړې چې ښايي راتلونکي کې ور باندې کار وشي.

خو د ګاز مارکېټ پوهان وايي، دا بندیز به لږ اغېز ولری، ځکه پخپله اروپايي ټولنه د روسیې ګاز اخلي او د اروپایي بندرونو له لارې اسیا ته د دې انرژي لس سلنه صادرېږي.

د کاناډا له لوري په ترهګریز نوملړ کې د سپاه پاسداران ورګډولو د تهران سخته غوسه راپارولې ده

۳۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورګډولو په تړاو د کاناډا اخیستل شوی ګام د تهران د غوسې او د ایراني دولت د مخالفینو د هرکلي سره مخامخ شوی دی.

د ایران د دولت مخالفین یې د خپلې عدالت غوښتنې لاسته راوړنه بولي؛ خو د ایراني دولت هغه «له کرکې ډک ګام» بللی دی.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو د چهارشنبې په ورځ د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې وروسته د ایران سپاه پاسداران ډله له دوی سره د ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې ده.
له هغه وروسته د ایران د قضاییه قوې د نړۍوالې څانګې مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په اېکس پاڼه د هغې غندنه کړې او هغه یې «له کرکې ډک ګام» بللی دی.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې سپاه پاسداران «د ملي امنیت په ټینګښت او په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رغنده ونډه لري.»
‍همدارنګه د سپاه پاسداران سره تړلي د تسنیم خبري اژانس د کاناډا د دغه اخیستل شوي ګام په غبرګون کې د کاناډا دولت یو «ترهګر دولت» یاد کړی، چې په وینا یې په وروستیو کلونو کې یې «له ایران سره له دښمنۍ ډک سیاست» مخته وړی او د ترهګرو ډلو په یو پټنځای بدل شوی دی.
خو بل لور ته د ایران د دولت مخالفینو د کاناډا دغه ګام ستایلی او هغه یې یو «هیله بخښونکی خبر» بللی دی.
د ایران د کردستان د کومله ګوند مشر عبدالله مهتدي هم د کاناډا له‌خوا په ترهګریز نوملړ کې د سپاه پاسداران ورګډول «هیله بخښونکی خبر» بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې دغه خبر «د قرباني شویو کورنیو لپاره دغه ګام هیله بخښونکی» دی او دا د دوی د عدالت غوښتنې پایله ده.
شاهزاده رضا پهلوي هم د کاناډا د دغې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د ایراني «جنایتکاره» رژیم د ځواب ورکولو په کار کې ارزښتناک ګام بللی او په اېکس پاڼه یې لیکلي، چې اروپا هم باید ورته ګام پورته کړي.
خبریاله مسیح علي ‌نژاد هم له حامد اسماعیلیون او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې په کاناډا کې یې د دغه ګام په اخیستلو کې مرسته کړې او په اېکس پاڼه یې لیکلي چې د نور هېوادونه دې هم د کاناډا او امریکا په پل، پل کېږدي.
حامد اسماعیلیون د ایران د مخالفو څېرو او د اوکراینې الوتنې د قربانیانو د کورنیو له غړو څخه دی، هغه د سپاه پاسداران ډله «د ایراني ځوانانو په بې‌رحمانه وژنو » تورنه کړې او ویلي يې دي، چې دغه بنسټ نه یوازې د ایران امنیت ته ګواښ پېښ کړی؛ بلکې د منځني ختیځ او ټولې نړۍ امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د اوکرایني الوتکې د قربانیانو د کورنیو ټولنې هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د کاناډا له‌خوا په تور نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو هرکلی کړی او لیکلي یې دي، هغوی د سپاه له خوا د دوی د دوستانو پر الوتکې د برید په اړه پر قضایي پلټنو ټینګار کوي او دا یې هم ویلي چې د ایراني بچیانو قاتلان به «نه له یاده باسو او نه به یې وبخښو.»

د کډوالۍ په اړه د بایډن نوي پلان بې اسنادو کډوالو ته د تابعیت تر لاسه کولو لار هواره کړه

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۴ میلادي کال تر ټاکنو مخکې د کډوالو په اړه خپله نوې تګ لار اعلان کړه، چې ځینو بې اسنادو کډوالو ته یې د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لار هواره کړې ده.

د جو بایډن په دغه نوي پلان کې چې د نومبر له ټاکنو څخه یې مخکې اعلان کړ، شاو خوا نیم میلیون بې اسناده کډوال د متحده ایالاتو اتباعو سره واده کولی شي، چې بیا تابعیت ته وړاندیز وکړي.

دغه اقدام به د دغو کډوالو ماشومانو ته هم د متحده ایالاتو د تابعیت تر لاسه کولو لپاره لار هواره کړي.

د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي: «د متحده ایالاتو تابعیت لرونکي چې مېرمنې او ماشومان یې دغه هېواد تابعیت نه لري کولی شي خپله کورنۍ له ځان سره وساتي.»

د کډوالۍ په اړه د بایډن نوی پلان څه دی؟

د کډوالۍ د نوي پلان له مخې؛ د متحده ایلاتو د اتباعو بې اسناده مېرمنې یا مېړونه چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي په داسې حال کې چې دغه هېواد کې پاتې کیږي، کولې شي چې د قانوني دایمي استوګنې غوښتنه وکړي.

که څه هم ټولې غوښتنې به ونه منل شي او د کورني امنیت اداره به په هرې غوښتنې د قضیې پر اساس غور وکړي.

د کورني امنیت ادارې د کړنلارې له مخې؛ هغه کسان واجد د شرایط دي، چې ودونه یې کړي وي او د ۲۰۲۴ میلادي کال د جون تر ۱۷مې نېته یې لږ تر لږه لس کاله په متحده ایالاتو کې پوند کړی وي او د «ملي امنیت یا عامه خوندیتوب ته ګواښ» نه وي.

د دایمي تابعیت غوښتنلیکونو پروسس شاید له میاشتو تر کلونو وخت نیسي. هغه کسان چې ګرین کارټ «شین کارټ» لري، کولی شي د متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.

له دغه پلان مخکې هغو کسانو چې د متحده ایالاتو تابعیت لرونکو سره واده کړی او دغه هېواد کې له اسنادو پرته ژوند کوي باید خپل هېواد ته سفر کړی وی او له هغه ځایه یې په قونسلګرۍ کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لپاره غوښتنه کړې وی، چې دغې پروسې له درېیو څخه تر لسو کلونو پورې وخت نیوه.

جو بایډن سپینې ماڼۍ کې دې ته په اشارې سره چې زوړ سیسټم ولې اصلاح ته اړتیا لري وویل، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شوې مېرمنې یا سړي باید خپلې کورنۍ امریکا کې پرېږدي او پرته له دې چې د دوی بېرته راتګ تضمین شي باید له امریکا څخه ولاړ شي.

نو دوی امریکا کې پاتې کیږي؛ خو قانوني کار نه شي کولی او دا له امریکا څخه د وېستلو ویره ورسره تل وي.

د بایډن د کډوالۍ نوی پلان چاته ګټه رسوي؟

د کورني امنیت اداره وایي، چې د متحده ایالاتو اتباعو ته واده شاو خوا ۵۰۰ زره کسان د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.

همدا راز شاو خوا ۵۰ زره ماشومان هم د دغه پروګرام لپاره په شرایطو برابر دي.