• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جنوبي هند کې د ککړو الکولي مشروباتو د استعمال د قربانیانو شمېر ۵۴ ته ورسېد

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د هند په جنوبي تامیل ناډو ایالت کې د ککړو شرابو د څښلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۴ تنو ته رسېدلی او تر ۱۰۰ ډېر کسان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. له چارشنبې راهیسې، نږدې ۲۰۰ کسان د میتانولي الکولي مشروباتو د څښاک له امله درملل کېږي.

دغه کسان د ککړو الکولي مشروباتو له څښلو وروسته په کانګو، د معدې درد او اسهال اخته شوي وو.

ایالتي حکومت اعلان وکړ، چې دوی به د میتانول په تولید کې د ښکیلو کسانو د پیژندلو لپاره اقدامات وکړي.

میتانول یوه زهرجنه کیمیاوي ماده ده چې معمولا د صنعتي موخو لپاره کارول کیږي.

د چارواكو په وينا، د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او اووه تنه يې نيولي دي.

یو لوړ پوړي سیمه ییز چارواکي پرسانث وویل، د تامیل ناډو د پلازمینې چینای څخه شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لرې په کالاکوریچي ولسوالۍ کې د شرابو او بیر پلورونکو په وړاندې نور عملیات روان دي.

په هند کې خلک تر ډېره د برانډ شویو شرابو د اخیستلو وس نه لري او همدا وج ده چې له بې قانونه تولید شويو الکولو یا وطني شرابو مړینه عامه چاره ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ د پوځي تمرين لپاره جنوبي کوريا ته ورسېده

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د امريکا یوه اټومي ځواک لرونکې الوتک وړونکی بېړۍ «ټيوډور روزویلت» نن د جنوبي کوريا بوسان بندري ښار ته ورسېده. رويټر خبري‌اژانس د جنوبي کوريا د سمندري ځواک له قوله ليکلي، چې امريکا به په همدې مياشت کې له کوربه هېواد او جاپان سره ګډ پوځي تمرينونه شروع کړي.

د رويټرز د معلوماتو له مخي، د همدې دريو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۳ کال په اګسټ مياشت کې په کمپ ډيويډ غونډه کې د سويلي چين سمندرکي په لانجمنو اوبو کې د چين «خطرناک او تېریګر چلند» وغانده او هوکړه یې وکړه، چې کلني پوځي تمرینونه تر سره کړي.

سیمې ته د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ تر رسېدو څو ورځې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې اونۍ کې د ۲۴ کلونو په جريان کې په لومړي ځل شمالي کوريا ته سفر وکړ او د هغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره يې دوه اړخيز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون هم د دې تړون لاسلیک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد په نوم وبلل.

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي. اصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن دا خبره کړې ده.

د پاکستان حکومت مني، چې بېګا ناوخته په کورمه کې د ځواکونو پر ګزمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف غبرګون ښودلی دی او دغه برید یې غندلی دی.

اصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هیواد کې عملیات روان وي.

زرداري د وژل شويو پاکستاني عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پښتونخوا کې د ورځږ په تېریدو سره د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.

په غزه کې د سره صلیب دفتر ته څېرمه د اسراییل په برید کې ۲۲ فلسطينيان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

اسراييلي پوځ په غزه کې د سره صليب دفتر ته څېرمه يو کمپ په نښه کړی، چې له امله يې ۲۲ فلسطينيان ووژل شول او ۴۵ نور بیا ټپیان دي. د سره صلیب په وینا، د دوی پر دفتر مرمۍ لګېدلې چې د دغه بنسټ دفتر ته یې هم زیان اړولی دی.

د سره صلیب یو چارواکی وايي، دواړه لوري د مرستندویه موسسې له دفتره خبر دي، چې د موسسې کارکوونکي او کډوال ورته نږدې پراته دي؛ خو بیا هم بریدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د عربي رسنیو په وینا، د سره صلیب دفتر ته څېرمه لومړه برید وشو او کله چې له برید وروسته خلک د پېښې ځای ته ورغلل، بیا ډزې وشوې، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې لا لوړه کړه.
د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې راهيسې د اسراييل په روانو بريدونو کې تر اوسه له ۳۷ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي او تر ۸۴ زرو ډېر بیا ټپيان دي.

له بل پلوه اسراییل ویلي، چې د دغه برید په اړه څېړنه کوي.

ورته مهال د اسراییل او حزب الله ترمنځ د لبنان پر پوله جګړې زور اخیستی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې لبنان به پر یوې بلې غزې بدل شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې پر ورځ د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی.

انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي.
ګوترېش خبریالانو ته وویل: «یو بې سوچه ګام او یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ پیل کړي، چې له تصوره ډېر لرې وي. که په څرګنده توګه یې ووایم نړۍوال نور د دې زغم نه لري، چې لبنان دې پر یوې بلې غزې بدل شي.»
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي.

هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي.
له دې سره هم‌مهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.

تر دې وړاندې د اسراییل کابینې د حزب الله پر وړاندې د مقابلې لپاره یوه تګلاره هم تایید کړې وه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او بې وسلې مسلکي څارونکي له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په سویلي برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د لبنان او اسراییل تر منځ پر پوله څارنه وکړي.
ګوترېش وویل: «د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي، چې تاوتریخوالی کم او د نا حساب شویو تېروتنو مخه ونیسي.»
د اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله له‌خوا پر اسراییل توغندي توغول شوي، چې له امله یې لسکونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان په سوېل کې هم لسګونه زره لبنانیان د اسراییل له بریدونو وروسته بې‌ځایه شوي دي.

بیلډ ورځپاڼه: د جرمني د مانهایم ښار برید کوونکی په خپل کار پښیمانه نه دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د بیلډ ورځپاڼي راپور ورکړی، چې د مانهایم ښار برید کونکی چې د پولیسو له خوا له ډزو وروسته په کوما کې و، په هوښ راغلی او د روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې سلیمان عطايي په خپل کار پښیمانه نه دی او د روغتون له کارکوونکو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

دغه افغان کډوال د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د مانهایم په ښار کې د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر یوې غونډې په چاقو برید وکړ او د یو پولیس په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړل.

ټپي شوي پوليس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او بريدګر په خپله هم د پوليسو په ډزو کې سخت ټپي شو.

سرچینو بیلډ ورځپاڼې ته ویلي، چې د برید کوونکي چپه پښه اوس هم بې هوښه ده.

راپور زیاته کړې، چې دغه افغان کډوال پر خپلو کړنو پښیمانه نه دی.

د دې برید انګېزه تر اوسه معلومه نه ده، خو د فدرالي څارنوالۍ دفتر چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې، په دې باور دي چې د دې کار لامل د بریدګر افراطي افکار و.

د رسنیو د راپورونو له مخې، سلیمان عطايي د هرات اوسېدونکی دی او تر دې مخکې له خپلې جرمنې مېرمنې او دوو ماشومانو سره اوسېده.

دغه برید په جرمني کې د افراطیت او اړوندو تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

د جرمني چارواکو له دغه برید وروسته د افغان کډوالو په اړه خپله تګلاره بدله کړه. د جرمني لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې ویلي، چې افغان مجرم کډوال به خپل هېواد ته واستوي.