• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ترکيې په مالي مرسته د ملا محمد عمر مقبرې ته د سړکونو د رغولو چاري پيل کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په زابل کې طالبانو د ترکيې هېواد د يوه خيريه بنسټ په مالي مرسته د خپل پخواني مشر «ملا محمد عمر» مقبرې ته د سړکونو درغولو چارې پيل کړې.

د طالبانو د زابل والي حزب الله افغان رسنيو ته وویل، چې دغه سړکونه ۵۰۰ متره دي، چې د يوې میاشتي په موده کې به ورغول شي.

د دغو سړکونو د جوړولو چارې د حبیب افغان په نوم يوه افغاني شرکت ته ورکول شوي دي.

طالبانو د دغه سړکونو د جوړېدو د مالي لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.

د طالبانو والي د دغه سړکونو د جوړېدو له شرکت څخه غوښتي، چې چاري په «مخلصانه ډول» ژر سرته ورسوي.

د طالبانو د پخواني مشر «ملا محمد عمر» مقبره د زابل سيوري ولسوالۍ د عمرزو کلي ته څېرمه په يوه دښته کې ده.

د طالبانو د بنسټګر «ملا محمد عمر» مقبره، چې زيات کسان يې د ليدو لپاره ورځي
100%
د طالبانو د بنسټګر «ملا محمد عمر» مقبره، چې زيات کسان يې د ليدو لپاره ورځي

څه موده مخکې طالبانو دغې مقبرې ته څېرمه د يوې لوي ديني مدرسې د جوړولو چارې هم پيل کړي وې، چې تر اوسه دوام لري او ځايي طالبان یې د ژر جوړېدو خبره کوي.

ځايي طالب چارواکي وايي، چې د دغې مدرسې ودانۍ به په یو وخت د سلګونو طالبانو د ځایولو وړتیا ولري.

دغه مقبرې ته هره ورځ په زيات شمېر خلک د ليدو لپاره ورځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو د جنسي تیري راپورونه څېړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۲ GMT+۱

اسپکتیتور مجلې راپور ورکړی، چې ملګري ملتونه د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو د جنسي تیري د راپورونو په اړه څېړنې کوي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د درېیو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ ښځو څخه ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تیري وروسته امېندواره شوې دي.

اسپکتیتور خبري مجلې راپور ورکړی، چې ملګري ملتونه د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري په اړه څېړنه کوي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د جنسي تیري او جنسي تیري په اړه خپرو شویو راپورونو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ اندیښنې راپارولي او ملګرو ملتونو په دې اړه د تحقیقاتو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وویل: "په ټولیزه توګه، موږ د طالبانو له جدي ناوړه چلند څخه خبر یو، نه یوازې جنسي تیری، بلکې د ښځو وهل ټکول، ګواښل او زورول هم." هغه همداراز زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو یوه ډله د طالبانو له خوا پر افغان ښځو د جنسي تیري او ناوړه چلند په اړه څېړنه کوي.

د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي دا هم وویل، چې بله اندېښنه دا ده، چې ښايي ځینې زندانونه د طالبانو د استخباراتو او شخصاً د هغوی د قومندانانو له خوا د زندان د ادارې له واکه بهر اداره کېږي او واقعي معلوماتو ته د څېړونکو لاسرسی محدودوي.

له بلې خوا یو شمېر ښځې چې د طالبانو زندانونه یې تجربه کړي دي، په وار وار په زندانونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند، شکنجې او جنسي تیري خبره کړې ده.

تر دې مخکې د ډبلیو بوش موسسې د «اشغال شوي دولت» تر نامه لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی و، چې په هغه کې د طالبانو د چارواکو تر منځ جبري ودونه او د دې ډلې له خوا د خپلو پلویانو د وفادارۍ د پیاوړي کولو په موخه د ښځو اجباري ودونه شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په لومړیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې بندیانو له ۹۰ ښځو څخه لږ تر لږه ۱۶ ښځې د طالبانو له خوا تر جنسي تیري وروسته امیندواره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې، چې طالبانو د جنسي تیري له قربانیانو سره د مرستې لپاره کوم میکانیزم په پام کې نه دی نیولی.

یو شمېر بهرني پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ یو روغتون جوړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د طالبانو ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر وايي، چې د سویلي افريقا یو شمېر پانګوالو او د روغتيا برخې متخصصينو له ملا برادر سره په ليدنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې او یوه روغتون د جوړېدو ژمنه وکړه. .

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيالۍ دفتر نن دوشنبې په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سویلي افريقا سوداګر د افغانستان د کانونو په برخه پانګونې ته لېواله دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغو سوداګرو له ملا برادر سره په ليدنه کې ويلي، چې دوی غواړي د پرمختللي ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لېدنه کې د سویلي افريقا د روغتيا برخې متخصصينو ژمنه وکړه، چې د طالبانو له روغتيا وزارت سره به په همغږۍ يو معياري او مجهز روغتون جوړ کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې ليدنه کې ويلي، چې بهرني پانګوال کولای شي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېرو هېوادونو د کانونو په برخه کې پانګونې کړي او د چين په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې کارونه هم شروع کړي دي.

نړۍوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جېبونو ته ځي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوله ساتو او وسلوالو تر منځ دوه ورځینۍ جګړه پای ته ورسېده

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوله ساتو او وسله والو تر منځ جګړه پای ته رسېدلې ده. د ډان د خبر له مخې، دا نښتې د شنبې په ماښام د خیبر پښتونخوا په درېو سرحدي سیمو کې پیل شوې وې.

تر اوسه د پاکستان پوځ د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په څلورمه نېټه د ځايي خلکو په حواله خبر ورکړ، چې په دې ورځ په دیر ولسوالۍ کې د ډزو تبادله نه ده شوې.

د دغه راپور له مخې، له دوه ورځنۍ جګړې وروسته وسلوال"په افغانستان کې خپلو خوندي ځایونو ته په شا شوي دي."

ډان لیکي، چې په دې نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی معلومه.

پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې مشرانو، سیمه ییزو سیاستوالو او روڼ اندو د دوشنبې په ورځ یوه جرګه راوبلله چې په سیمه کې د امن او نظم د ساتلو لپاره د دایمي حل په اړه خبرې وکړي.

امیر خان متقي: د دوحې په غونډه کې ګډون به له نړېوالو سره زموږ اړېکې ښې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو وروسته د یاد وزارت کارکونکو ته د وینا پرمهال وویل، چې له امریکا او لوېدځیو هېوادونو سره هم داسې نږدې اړیکې غواړي لکه دا مهال یې چې د افغانستان له ګانډیو هېوادونو سره لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ څلورمه) د بهرنیو چارو وزات کارکونکو ته د لوی اختر له رخصتیو وروسته د رسمیاتو د پیل پرمهال وینا خپره کړې ده.

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال د دوحې درېیمې ناستې ته په اشاره وویل: «د دوحې ناستې ته زموږ وربلل او ګډن کول د نړېوالو له لوري زموږ د ارزښت پوهېدو په معنا دي.»

نوموړی زیاتوي: «په راتلونکو ورځو کې د دوحې ناسته جوړیږي، موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، چې په دغه غونډه کې ګدون وکړو، دا هم پردې دلالت کوي، چې زموږ ارزښت نړېوال ورځ تر بلې درک کوي.»

خو د طالبانو پر حکومت ملګري ملتونه او نور نړېوال سازمانونه نیوکې کوي او وايي، چې په افغانستان کې د یوه ټولکډونه حکومت نشتوالی، د نجونو د زده کړو او ښځو ته په ټولنیزو برخو کې د حق په نه ورکړې او په ډیرو نورو ستونزو سربېره یې بشري حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

تردې مهاله طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د خپل احتمالي پلاوي نوملړ نه دی رسنیز کړی. خو تمه ده چې د راتلونکي اونۍ تر ورستیو به طالبان د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه خپل استازي قطر ته واستوي.

طالبان وايي، د لومړي ځل لپاره په پنجشېر کې د زمردو نندارتون جوړوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پنجشیر کې د لومړي ځل لپاره د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۰مه د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي. یاد وزارت وايي، له دغه نندارتون یې موخه د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو لپاره بازار موندل دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د (چنګاښ څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په پنجشیر کې د لومړي ځل په نږدې راتلوونکي کې د زمردو دوه ورځنی نندارتون جوړوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه نندارتون د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې موخه یې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د صادراتو وده، د لاسي صنایعو د کلتور پراختیا او پانګونې ته د خلکو رابلل ښودل شوي.

پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رياست د روان لمریز کال په سر کې ويلي و، چې په تېر یوه کال کې یې له درې میلیونو ۶ لکه او ۲۹ زرو د زياتو ډالرو په ارزښت د پنجشېر څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي.

دغه ریاست دا هم ویلي و، له یادې اندازې زمرودو څخه د دوی له ۱۰ سلنې ونډې یې ۳ لکه او ۶۲ زره ۹۷۷ډالره عواید ترلاسه کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه نندارتون کې به د زمرودو او قیمتي ډبرو تر څنګ د کرنې برخې تولیدي توکي، سنتي د دوا جوړولو بوټي او غالۍ هم نندارې وړاندې شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قېمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.