سیما سمر: نړیوالې ټولنې تر ډیره افغانان له خبرو او پرېکړو څڼډې ته کړي دي

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې د دوحې دریمه غونډه ناکامه وبلله او ویې ویل چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له حضور پرته هره پریکړه د منلو وړ نه ده.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې د دوحې دریمه غونډه ناکامه وبلله او ویې ویل چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له حضور پرته هره پریکړه د منلو وړ نه ده.
سیما سمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نړیوالې ټولنې تر ډیره افغانان په خبرو اترو او پریکړو کې نه دي دخیل کړي.
سیما سمر ټینګار کړی چې د طالبانو غوښتنو ته تسلیمېدل په افغانستان کې د بشري حقونو د لا زیاتو سرغړونو بنسټ جوړوي.
هغې وویل، چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او دا ډله ولسي ملاتړ نه لري.
مېرمن سمر زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې د ښځو او بشري حقونو په مسلو کې له طالبانو سره همغږي کړې ده.
هغې څرګنده کړه:«د دوحې په غونډه کې هره موضوع چې بحث پرې وشو، د افغان ښځو پر وضعیت مستقیم اغېز لري. په دې غونډه کې د ښځو نه شتون ښيي چې دوی د ستونزو د حل په لټه کې نه دي، بلکې د وخت تېرولو په لټه کې دي.»
د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې وویل، چې د ملګرو ملتونو بنسټیزه دنده د بشري حقونو ساتنه ده، خو د هغې په وینا، دغې ادارې د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو موضوع له پامه غورځولې.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د طالبانو په فرمایش د دوحې د دریمې ناستې پر تنظیم او جوړولو نیوکه کوي.
نصیر احمد اندېشه په یوه مقاله کې کاږي، چې په دې غونډه کې له افغان ولس، د طالبانو مخالفینو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو پرته نور ټول لوبغاړي ګډون لري.
نصیر احمد اندېشه د Just Security په نشریه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د دوحې د غونډې په اړه د سیمې د هېوادونو، ملګرو ملتونو او امریکا ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه او نور اړخونه د دوحې ناستې د کړنلارې، اجنډا او ګډونوالو په اړه د طالبانو شرطونه پلي کوي.
ښاغلي اندېشي وويل، چې د طالبانو د سپينولو او بدلون هڅې ناکامې شوې، ځکه د ده په باور طالبان نه دي بدل شوي.
هغه لیکلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د وړو مسلو ته د دغه هیواد د وګړو د اساسي حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په پرتله لومړیتوب ورکړی دی.
دغه ډيپلوماټ د دوحې په غونډه کې د بېلابېلو طبقو شتون مهم وباله او ويې ويل، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د خبرو اترو په مېز کې د ټولو سياسي طبقو ګډون ته اړتيا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي په دې مقاله کې لیکلي دي چې طالبانو د داعش خراسان او القاعدې په ګډون د سیمې او نړۍ تروریستي ډلو ته مناسب ایډیالوژیکي او عملیاتي چاپیریال برابر کړی دی.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټه وایي، د دوحې له دریمې غونډې څخه د ښځو او نجونو د نه شتون په اړه ژوره اندیښنه لري.
دغې کمېټې وویل، په بحثونو کې باید ښځې حضور ولري او د افغان مېرمنو حقونه باید د غونډې په اجنډا کې شامل شي.
یادې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو خراب وضعیت راتلونکي نسلونو ته د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل کېږي.
د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټه وايي، چې د دوحې په دریمه ناسته کې د ښځو نه ګډون به د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون» نقض کړي.
دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې افغان ښځې له زده کړو، کار او په ټولنه کې له ونډې اخیستنې محرومه دي او د ښځو پر وړاندې دغه محدودیتونه مخ په ډېریدو دي.
بل خوا، د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، چې ټولو ښځینه کارکوونکو ته یو شان او لږ معاش ټاکلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغان ښځو د توان د له منځه وړلو لپاره یو خصمانه عمل دی.
د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې دې له طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحث محور وګرځوي. دغې کمېټې همداراز ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه اقداماتو ترسره کړي او هغوی دې نه څنډې ته کوي.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه ترسره کیږي.

د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که هر څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تیری وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې دغه هیواد به په افغانستان کې دننه د ټيټيپي پر ضد عملیات کوي.
د طالبانو دفاع وزارت نن جعمې - د جنګاښ ۸مه - پر اېکس ټولنزي شبکې یو پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه به نه وي.
د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي چې د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچا ته اجازه ور نه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې څرگندونې وکړي.
له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ټيټيپي د پټنځایونو په نښه کولو په اړه یو ځايي خبري ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و: « که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»
نوموړي په دې وروستیو کې له افغانستان سره د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي.
ښاغلی اصف وایي:« موږ د افغانستان لپاره ډېر څه کړي؛ خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.»
د طالبانو دفاع وزارت یو ځل بیا په ډاکه کړې، چې د طالبانو دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته غبرګون کې وايي، چې په دغه هېواد کې هر راتلونکی حکومت به «له افغانستان سره اړیکي لا ښه کړي.» د باختر اژانس د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې طالبان له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختيا غواړي.
د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه پسې نن په ایران کې وار مخکې ټاکنو ته رایه پیل شوه.
په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، مصطفا پورمحمدي او محمد باقر قالیباب ولسمشرۍ ته نوماند دي.
دوی خپلو ټاکنیزو مبارزو کې بیا بیا افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو خبره کړې ده.
د طالبانو په واکمنېدو پسې له یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شول، خو له تېر کال راهیسې یې د بېرته ستنولو او د ځورولو راپورونو ډېر شوي دي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، «نړۍ دې حقیقت ته ورو ورو رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني چارواکي دي.» د ضمیر کابلوف په خبره، «دا هغه حقیقت دی چې مسکو ډېر پخوا منلی و، خو نړۍ یې چې اوس هم مني، تر نه منلو یې په ځنډ منل غوره دي.»
نوموړي له تاس خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې: «البته نړۍ په دې حقیقت پوهېږي. روسیه په دې برخه کې مخکې وه. تر نه منلو ناوخته منل یې هم غوره دي.»
ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په هکله د دوحې غونډې درشل کې دا هم ویلي چې په دغه ناسته کې به پر افغان کړکېچ تمرکز کېږي.
خو ښاغلی کابلوف وايي، «دا غونډه به هغه وخت ګټوره وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ په ژوندي کولو په تېره د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، چې افغانان ور سره مخ دي.»
ښاغلی کابلوف د روسیې په استازۍ د دوحې غونډه کې ګډون کوي.
نوموړی وايي، د دې ناستې په څنډه او نورو مناسبو فارمټونو کې به له طالبانو سره خبرې وکړي.
د دوحې دریمه ناسته د جون په دېرشمه د دوو ورځو لپاره د قطر پلازمېنه کې جوړېږي، چې دا ځل پکې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی هم ګډون کوي.