• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: که هر څوک زمونږ پر حریم تېری وکړي د عواقبو مسئولیت به یې پر خپله غاړه وي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که هر څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تیری وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې دغه هیواد به په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات کوي.

د طالبانو دفاع وزارت نن جعمې - د جنګاښ ۸مه - پر اېکس ټولنزي شبکې یو پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه به نه وي.

د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي چې د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچا ته اجازه ور نه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې څرگندونې وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په نښه کولو په اړه یو ځايي خبري ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و: « که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»

نوموړي په دې وروستیو کې له افغانستان سره د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي.
ښاغلی اصف وایي:« موږ د افغانستان لپاره ډېر څه کړي؛ خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.»

د طالبانو دفاع وزارت یو ځل بیا په ډاکه کړې، چې د طالبانو دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: په ایران کې چې هر حکومت راځي له افغانستان سره به اړیکي لا ښه کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته غبرګون کې وايي، چې په دغه هېواد کې هر راتلونکی حکومت به «له افغانستان سره اړیکي لا ښه کړي.» د باختر اژانس د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې طالبان له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختيا غواړي.

د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه پسې نن په ایران کې وار مخکې ټاکنو ته رایه پیل شوه.

په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، مصطفا پورمحمدي او محمد باقر قالیباب ولسمشرۍ ته نوماند دي.

دوی خپلو ټاکنیزو مبارزو کې بیا بیا افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو خبره کړې ده.

د طالبانو په واکمنېدو پسې له یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شول، خو له تېر کال راهیسې یې د بېرته ستنولو او د ځورولو راپورونو ډېر شوي دي.

ضمیر کابلوف: نړۍ ورو ورو دا حقیقت مني چې طالبان د افغانستان قانوني مسوول دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، «نړۍ دې حقیقت ته ورو ورو رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني چارواکي دي.» د ضمیر کابلوف په خبره، «دا هغه حقیقت دی چې مسکو ډېر پخوا منلی و، خو نړۍ یې چې اوس هم مني، تر نه منلو یې په ځنډ منل غوره دي.»

نوموړي له تاس خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې: «البته نړۍ په دې حقیقت پوهېږي. روسیه په دې برخه کې مخکې وه. تر نه منلو ناوخته منل یې هم غوره دي.»

ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په هکله د دوحې غونډې درشل کې دا هم ویلي چې په دغه ناسته کې به پر افغان کړکېچ تمرکز کېږي.

خو ښاغلی کابلوف وايي، «دا غونډه به هغه وخت ګټوره وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ په ژوندي کولو په تېره د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، چې افغانان ور سره مخ دي.»

ښاغلی کابلوف د روسیې په استازۍ د دوحې غونډه کې ګډون کوي.

نوموړی وايي، د دې ناستې په څنډه او نورو مناسبو فارمټونو کې به له طالبانو سره خبرې وکړي.

د دوحې دریمه ناسته د جون په دېرشمه د دوو ورځو لپاره د قطر پلازمېنه کې جوړېږي، چې دا ځل پکې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی هم ګډون کوي.

‏ذاکر جلالي: د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ د راشه درشې کچه مخ په لوړېدو ده

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې سلاکار ذاکر جلالي وایي، د دوی د ډلې او د سیمې د هېوادونو تر منځ د سیاسي درک کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي جلالي په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، سیمه‌ییز او نور هېوادونه غواړي چې پر افغانستان لګول شوي بانکي بندیزونه لرې شي، چې په خبره یې له دغو هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شي.
‏ ښاغلي جلالي دا رنګه لیکلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې هم داسې وړاندوینې کېږي چې ښایي د دغو لګېدلو بندیزونو د لرې کولو لپاره یو شمېر هېوادونه یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړي.
هغه وایي، که داسې کېږي ورسره به د راتلونکو غونډو لپاره هم مثبتې پایلې ولري.

ښاغلي جلالي په باور لوېدیځوال هم نه غواړي، د افغانستان سره د تعامل په برخه کې له نورو لوبغاړو شا ته پاتې شي.
که څه هم چې د دوحې ناستې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي؛ خو طالبان ترېنه زیاتې تمې لري.

هغو په دې باور دي، هماغه شان چې ملګرو ملتونو په ځینو برخو کې د دوی شرطونو ته غاړه اېښې ښایي د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې هم ورسره ورته چلند وشي.
خو ځیني نور بیا وايي، تر هغې چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو منلو ته غاړه نه وي اېښي؛ نو داسې نه ښکاري چې لوېدیځوال به له دغې ډلې سره مثبت تعامل ته زړه ښه کړي.

طالبانو د مقاومت جبهې هغه قومندان وواژه چې تېره اونۍ یې بیا د جګړې پیلولو خبره کړې وه

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت وايي، بېګا بغلان کې د دوی د مخالفې وسلوالې ډلې دوه قومندانان حمزه کوهګدای او خیرو ووژل شول. په حمزه کوهګدای مشهور عبدالصمد تېره اونۍ په ویډیو کې، چې شا ته یې نور وسلوال هم ولاړ وو، د طالبانو پرضد د جګړې خبره کړې وه.

هدایت الله هدایت نن خپل اېکس کې وايي، چې د دې ډلې د استخباراتو لوی ریاست ځواکونو ښاغلی کوهګدای له خیرو سره یو ځای بېګا د نهرین ولسوالۍ په کوهګدای کې ووژل.

نوموړي دا نه دي ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی نورو مخالفو وسلوالو یا طالب ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه.

د مقاومت جبهې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې حمزه کوهګدای د نهرين په کوهګدای کلي کې د طالبانو له کمين سره مخ او له یو بل ملګري سره ووژل شو.

حمزه کوهګدای ته تېره اونۍ هغه وخت بیا د طالبانو پام واوښت، چې یوه ویډیو کې یې وویل، په نهرین کې یې د دې ډلې پرضد مقاومت روان دی.

هغه زیاته کړې وه چې د طالبانو تر له منځه وړلو به دوی جګړه کوي.

هغه وخت د نوموړي دا ویډیو د طالب مخالفانو له خوا ډېره لاس په لاس کېده، خو نن یې د مرګ خبر سره دا ویډیويي کلېپ د طالب پلوه کسانو له خوا لاس په لاس کېږي.

په پېښور کې افغان کډوال: د محرم په رارسېدو سره د پولیسو له وېرې له کوره نه شو راوتلای

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۳ GMT+۱

په پېښور کې یو شمېر افغان کډوال وايي، له هغه مهاله چې پولیسو د محرم د نمانځلو لپاره یو لړ امنیتي بندیزونه لګولي؛ نو دوی له کوره په ډاډه زړه نه شي راوتلای.

دغو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بندیزونه د یوې میاشتې لپاره لګول شوي او دوی به د راتلونکې جولای میاشتې تر ۲۵مې نېټې د دغو ستونزو سره غاړه غړۍ وي.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال عبدالجبار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی روزمره کار کوي او د ورځې ګټه په ماښام کې له خپلې کورنۍ سره خوري؛ خو که دغه بندیزونه همدغسې پاتې شي، نو د دوی ورځینی ژوند نه شي تېرېدای.
په پېښور کې امنیتي چارواکو د محرم په میاشت کې د امنیت د ټینګښت له کبله امنیتي ګامونه سخت کړي او د دغه ښار په هرې څلور لارې کې یې د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړې دي.
په دغه ښار کې د امنیتي چارواکو له لوري څلور بېلابېلې اعلامیې خپرې شوې، چې په یوه کې یې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې د جون میاشتې له ۲۵مې څخه دې د جولای تر ۲۵مې نېټې پورې په کمپونو او کورونو کې پاتې شي او د تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي.
په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، سره له دې چې د امنیتي چارواکو له‌خوا پر افغان کډوالو د یو لړ بندویزونو په اړه خبرپاڼې خپرې شوې؛ خو بیا هم هومره چې له کډوالو سره وېره په زړه کې ده هغه شان د پولیسو له‌خوا نه ځورول کېږي.
ښاغلي ورکزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، سره له دې چې هر کال د محرم په شپو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ځینو علاقو کې د پولیسو له‌خوا امنیتي تدابیر سختېږي؛ خو سږ کال دغه تدابیر زیات شوي او د لګېدلو بندیزونو موده یې هم تر یوې میاشتې غځولې ده.
هغه وايي، د یوې میاشتې لپاره د دغه شان تدابیرو نیول او یا پر افغان کډوالو د بندیزونو لګول له انصافه لرې خبره ده.

د هغه په وینا، که داسې کېږي؛ نو هلته به پراته افغان کډوال څنګه خپلې ورځینۍ چارې سمبال کړي.

نوموړی دا له افغان کډوالو سره ستر زیاتی ګڼي.
ښاغلی ورکزی وايي، له دغو تدابیرو داسې جوتېږي چې د صوبې چارواکي له امنیتي حالته ډاډمن نه ښکاري او غواړي چې د محرم په شپو ورځو کې د یو لړ وسله‌والو بریدونو او پېښو مخه ونیسي.
که څه هم چې هر کال د محرم په میاشت کې د خیبر پښتونخوا له ځینو سیمو د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي؛ خو سږنی کال ورته امنیتي چارواکي د تېر پرتله ډېر په اندېښنه کې دي.

په خپرو شویو څلورو خبرپاڼو کې د دغې صوبې چارواکو د هغو عالمانو او مذهبي مشرانو په تګ راتګ د بندیز خبره هم کړې، چې د صوبې له یوې سیمې څخه بلې ته تګ راتګ کوي.