طالبانو د مقاومت جبهې هغه قومندان وواژه چې تېره اونۍ یې بیا د جګړې پیلولو خبره کړې وه

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت وايي، بېګا بغلان کې د دوی د مخالفې وسلوالې ډلې دوه قومندانان حمزه کوهګدای او خیرو ووژل شول. په حمزه کوهګدای مشهور عبدالصمد تېره اونۍ په ویډیو کې، چې شا ته یې نور وسلوال هم ولاړ وو، د طالبانو پرضد د جګړې خبره کړې وه.