• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د جوماتونو د انسجام پخواني مشر د طالبانو پر ضد د جهاد فتوا ورکړه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د جوماتونو د انسجام پخواني مشر فضل کریم سراجي د یکشنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په یوه وینا کې د طالبانو پر ضد فتوا صادره کړه.

فضل کریم سراجي وویل: "خدای مظلومانو ته اجازه ورکړې چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو پورې د ظالم پر وړاندې مبارزه وکړي او جنګیږي."

د افغانستان د جوماتونو د انسجام پخواني مشر دغه څرګندونې د ایران په مشهد ښار کې د افغان مهاجرینو په یوه غونډه کې وکړې.

د دغه افغان دیني عالم د وینا په یوه برخه کې نوموړی وايي، چې د مقاومت د محاذ په سلګونو وژل شویو قوماندانانو د هیچا کور یا محرمیت نه دی اشغال کړی.

دغه ديني عالم وويل، چې څو تنه "اشغالګر" له سلګونو کيلومتره لرې څخه راغلي او هغوی یې په خپلو کورونو، کليو او بانډو کې وژلي دي.

هغه د قرانکریم او د اسلام د پیغمبر د احادیثو په حواله وویل: «خدای او د اسلام پیغمبر خلکو ته اجازه ورکړې ده، چې د ظالم پر وړاندې تر هغه وخته پورې وجنګیږئ چې خپل حقونه تر لاسه کړي.» "

نوموړي په افغانستان کې پر خلکو لګېدلو محدودیتونو ته په اشارې وویل: "د خپل پلار د ځمکې مالکیت د نه لرلو او ستاسو د ځمکې د کرلو اجازه نه درکولو څخه لوی ظلم څه دی؟"

دا لومړی ځل دی، چې له هېواده بهر یو دیني عالم د طالبانو پر وړاندې د جهاد فتوا ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان یو نابینا لوبغاړي د برېتانیا د منډو په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د افغانستان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د انګلستان په لندن ښار کې د « میټرو بلینډ سپورت» د منډو په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل. نوري د ۲۰۰ او ۸۰۰ مترو په واټن کې له نورو ګډونوالو څخه مخکې شو او لومړی مقام یې وګاټه.

په دې سیالیو کې شاوخوا ۱۰۰نابینا او په سترګو کمزورو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

ولي محمد نوري د منډو په ٢۲ سياليو کې ګډون کړى او په ډېرو کې يې مډالونه ګټلي دي.

نوري تر اوسه د منډو وهلو په درېیو سیالیو کې ګډون کړی او دوه د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

دغه لوبغاړي څوارلس کاله مخکې په افغانستان کې په یوې بمي چاودنې کې په سترګو ړوند شوی دی.

100%

اروپايي ټولنې افغانستان ته ۹۸ ټنه طبي مرسته واستوله

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې افغانستان ته یې د طبي توکو او تجهیزاتو په ګډون ۹۸ ټنه بشري مرستې استولې دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) وویل، چې دغه مرستې خوارځواکو ماشومانو او سېلاب ځپلو ته ځانګړې شوې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافايلا یودیچه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«نن د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي دهلیز له لارې ۹۸ ټنه حیاتي طبي وسایل افغانستان ته راورسېدل.»

د اروپايي ټولنې د بحران د مديريت کمېسیون غړي یانس لنارچیچ وويل، چې په مرکز او شمال کې خلک لا هم له سېلابونو څخه د ځان ساتنې او راوتلو په حال کې دي.

د ښاغلي لنارچیچ د معلوماتو له مخې؛ اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ۳۶ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۵۷۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.

د روان کال د غبرګولي په میاشت کې اروپايي ټولنې ویلي وو، چې په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره به ۱۴۶ میلیونه یورو مرسته وکړي.

طالبانو متحده عربي اماراتو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د پيلېدو لپاره يو ټيم ولېږه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې په متحده عربي اماراتو کې د برېښنايي تذکزو د وېش پيلېدو لپاره څانګه فعالوي او د همدې لپاره یې یوه ډله هم ولېږله. دغه اداره زياتوي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره د هوکړې له مخې په ځينو نور هېوادونو کې هم ورته څانګې فعالوي.

د طالبانو تر واک لاندي د احصايي او معلوماتو ادارې نن یکشنبه په يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دغه څانګه به د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ښار کې ډېر ژر پرانيستل شي.

خبرپاڼه د دې ادارې د مشر فقير محمد زيار له قوله زياتوي، چې دوی به په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعاله کړي.

طالبانو په ۱۴۰۲ کال د مرغومي په مياشت کې په کابل کې د بهرمېشتو افغانانو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پرانيسته.

طالبانو هغه وخت ويلي وو، چې په بهر کې د برېښنايي تدکرو وېش به د احصایې او معلوماتو ادارې په همکارۍ ترسره کوي.

د طالبانو تر واک لاندي د احصايي او معلوماتو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر له پيل څخه بیا د روان کال تر لومړۍ مياشت پوري يې ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.

مایکل مکال: له افغانستانه مرګوني وتنه د امریکا په تاریخ کې یو تور داغ دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت د کابل په هوایي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې د یو تور داغ په نوم یاد کړ.

مایکل مکال وویل: «دغه داغ به راتلونکو نسلونو ته پاتې وي او دغه پېښه د جو بایډن د سترګو وړاندې تېره شوې ده.»
هغه دغه څرګندونې د جوبایډن د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي.

جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه) په یوه ټاکنیزه مناظره کې وویل چې: «زه په اوسنۍ پېړۍ کې یواځینی ولسمشر یم، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې هیڅ یو [امریکایي] سرتېری د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه دی وژل شوی.»
دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له غبرګون سره مخامخې شوې.
مایکل مکال د بایډن دغه ادعا «دروغ» وبلله او زیاته یې کړه: «دغې جملې زه خواشینی کړم، زه پوهېږم چې دې جملې زموږ د پخوانیو سرتېرو کرکه راوپاروله، د امریکا د خلکو او د امریکايي سرتېرو د کورنیو کرکه یې راوپاروله.»
مکال د هغو ۱۳ تنو امریکایي سرتېرو یادونه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه د داعش ډلې د یو ځانمرګي برید له امله د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول.
دغه امریکايي چارواکي د هغو «زرګونو داعشیانو» د تېښتې په اړه هم وویل، چې د بګرام له هوايي ډګره وتښتېدل او د کابل په هوايي ډګر کې یې برید وکړ.

هغه زیاته کړه: «خدای به پوهېږي، چې دا مهال هغوی چېرته دي او لا به هم د امریکا امنیت ته څنګه ګواښ پېښوي.»
مکال، بایډن ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه وویل: «دا په تېره یوه لسیزه کې د امریکايي ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.»
مکال په روښانه توګه وویل: «هغه ته [بایډن ته] شرم په کار دی، هغه دې د دغو څرګندونو په اړه لږ وشرمېږي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د امریکايي سرتېرو پر وړاندې بې پروايي کړې ده.»
د مکال تر څنګ د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې وویل: «د بایډن په مدیریت کې د ځواکونو وتنه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمونکې ورځ وه.»
ټرمپ له بایډنه وپوښتل هغه کسان یې چې له افغانستانه د «شرموونکې» وتنې په چاره کې ښکېل وو له دندو لرې کړي که نه؟

د افغانستان د ښځو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې د دوحې په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د افغانستان په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې نبیله مصلح د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.

اغلې مصلح پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: "د اصلي غوڼډې په څنډه کې جوړوې شوې ناسته کې ګډون به یوازې د یوې غونډې په کچه وي چې زه به پکې ګډون ونه کړم."

هغې وویل، چې ښځې باید د مذاکراتو په خبرو اترو او په دوحه کې په اصلي غونډه کې حضور ولري، نه د غوڼډې په څنډه کې په جوړو شوو فرعي ناستو کې.

تر دې مخکې د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر هم ویلي و چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دې غونډې ته به نه ځي.

د بشري حقونو يو شمېر مدافعانو د دوحې په درېيمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو د نه ګډون له امله د دغې غوڼډې سره د پریکون غوښتنه کړې ده.