• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فلسطیني وسله والو پر اسراییل توغندي توغولي، اسراییلي ټانکونو هم غزه کې نور پرمختګ کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د فلسطیني وسله والې ډلې "اسلامي جهاد" د دوشنبې په ورځ په اسرايیل باندې یو شمېر راکټونو توغولي؛ خو بل خوا د اسراییل له لوري په غزه کې جګړه روانه ده او اسراییلي ټانکونو د سیمې په ځینو برخو کې ژور پرمختګ کړی.

د اسلامي جهاد وسله واله ډله، چې د حماس یوه متحده ډله ده او د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي وايي، چې جنګیالیو یې د غزې سره پر پوله پر څو اسراییلي سیمو راکټي بریدونه کړي دي.

دغه ډله وايي، چې دغه راکټي بریدونه یې پر غزې د اسراییل د بریدونو په ځواب کې کړي دي.

د اسرايیل پوځ ویلي، چې شاوخوا شل راکټونه یې په بېلابېلو سیمو لګېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.

دغه برید ښيي چې اورپکي لا هم د راکټي بریدونو وړتیا لري، هغه څه چې اسراییل هڅه کوله چې په تېرو نهه میاشتو کې یې له منځه یوسي.

100%

بل خوا د غزې په سوېل کې د خان یونس ځینو اوسېدونکو ویلي، چې دوی ته د اسراییلي تلیفوني شمېرو له لارې غږیز پیغامونه رسېدلي چې له خپلو کورونو ووځي.

ځینو اوسیدونکو ویلي، چې دا پیغامونه د دې معنا لري، چې اسراییلي ځواکونه به هغه سیمې ته بېرته راستانه شي، چې څو اونۍ د مخه ترې وتلي وو.

د اسرايیل پوځ په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تاوتریخوالی د دوشنبې په ورځ د اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې هم پیل شو، چېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل، چې یوه ښځه او یو هلک په تلکرم ښار کې د اسراییلي ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې د اسراییل په برید کې د اسلامي جهاد یو غړی وژل شوی و.

د غزې په ځينو سيمو کې لاهم وسله وال پر اسرایيلي ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، دا هغه سیمې دي چې پوځ څو مياشتې مخکې تر عملیاتو وروسته پریښې وې.

100%

د سیمې اوسیدونکو وویل، چې اسراییلي ټانکونو د پنځمې ورځې لپاره د غزې ختیځ ښار شیجایه کې یو ښارګوټي ته ننوتي او په لویدیځ او مرکزي رفح کې، د مصر سره پولې ته نږدې یې نور نور پرمختګ هم کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې په شیجایه کې په جګړه کې یو شمېر وسله وال وژلي او په زیاته اندازه وسلې یې موندلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسراییل ۵۵ فلسطینیان خوشې کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

فلسطيني چارواكي وايي، اسراییل د دوشنبې په ورځ (جنګاښ ۱۱مه) ۵۵ فلسطيني بنديان خوشې كړل، چې په هغو كې د غزې په تړانګه كې د الشفا روغتون مدیر محمد ابو سلميه هم شامل دى. له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، د الشفا روغتون مدیر پر اسراییل تور پورې کړ چې "د بندیانو شکنجه کوي او ځوروي".

ښاغلی ابو سلمیه د تېر کال په نومبر میاشت کې وروسته له هغه ونیول شو، چې اسراییل ځواکونو د شفا پر روغتون برید وکړ.

هغه له خوشې کېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې پر اسراییل چارواکو تور ولګاوه، چې فلسطینیان یې له "فزیکي او روحي پلوه شکنجه" کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د روغتون مدیر وویل: "زموږ بندیان د زندان تر شا هر ډول شکنجه شوي. تقریبا هره ورځ شکنجه کېده. بندیان یې ووهل.»

هغه وویل چې یوشمیر فلسطیني بندیان دتحقیقاتو په مرکزونو کې مړه شوي او یوشمیر یې له خوراک او درملو بې برخې شوي دي . د اسراییل چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

اسراییل پر حماس تور لګوي چې روغتونونه د پوځي موخو لپاره کاروي. فلسطيني طبي چارواکي وايي، د اسراييل بريدونو له امله ګڼ روغتونونه تړل شوي او يا يې خدمات کم کړي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر ۳۷۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د جرمونو نړیواله محکمه وايي، په غزه کې د "نسل وژنې" احتمال شته.

د چمن پرلتوال: که محکمه مو د بندي ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۱

په چمن کې پرلتوال وايي، که محکمه یې د بندي شویو ملګرو د خوشې کېدو پرېکړه ونه کړي یو ځل بیا لارې تړي او پولیو واکسین بندوي. پرلتوال دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې، له څو اونیو راهیسې د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړي بندیان دي، او سبا یې په محکمه کې د قضیې په اړه پرېکړه کیږي.

د چمن ځايي اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۲۸۴ ورځې پوره شوې دي.

دغو پرلتوالو نن یو ځل بیا په چمن ښار کې د ګوزڼ ضد واکسین او د تګ راتګ لارو د تړلو خبرداری ورکړ.

پرلت کوونکي وايي، سبا د سې شنبې په ورخ د کوټې په محکمه کې د پرلت د مرکزي کمېتې د بندي شویو غړو په اړه پرېکړه کیږي.

دوی وايي، که حکومت هغوی یو ځل بیا زندان ته ولیږي نو په چمن ښار کې به بیا پراخ لاریونونه پیل کړي.

د پرلت غړی محمدولي وايي: «نور موږ انتظار نه شو کولی، زموږ ډیری ملګري په زندانونو کې پراته دي، که سبا عدالت دوی راخوشې نه کړي موږ به د پولیو ضد واکسین او د تګ راتګ لارې بندې کړو.»

د چمن پرلت یو شمېر غړي څو اونۍ وړاندې هغه مهال د پاکستان د پولیسو له لوري ونیول شول چې د یوې میاشتې لپاره یې د چمن او کوټې ښارونو ترمنځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړلې وه.

دغه پرلت وال په سوېلي پښتونخوا کې له سیاسي ګوندونو غوښتنه کوي چې د پاکستان له حکومت سره دې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه باندې د پاسپورټ د جبري کېدو موضوع حل او خلکو ته دې د کاروبار اجازه ورکړل شي.

امریکا: په ایران کې ټاکنې «ازادې او عادلانه» نه دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۳۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو ته د غځېدو په اړه، ایران انټرنشنل ته وویل چې دغه ټاکنې «ازادي او عادلانه» نه دي. د هغه په وینا دغه ټاکنې به په ایران کې د «بنسټیزو بدلونونو» لامل نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د جمعې ورځي د ټاکنو په اړه په خپل لومړي غبرګون کې چې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي یې دویم پړاو ته لاره پیدا کړې، د یکشنبې په ورځ، ایران انټرنشنل ته وویل چې د ابراهیم رییسي د ځای ناستي ټاکنې «ازادې او عادلانه» نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند وویل: «له بده مرغه، موږ تمه نه لرو چې دغه ټاکنې به، داسې پایلې ترلاسه کړي، چې په ایران کې بنسټیز بدلون راولي او یا د ایراني وګړو بشري حقونو ته د ایران حکومت د ډیر درناوي لامل شي.»

له ټاکنو مخکې هم د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ابرام پیلي د نوماندانو لاسوهنې او د هغې په پوښښ کې د خبریالانو ځورونو ته اشاره وکړه او پر اېکس پاڼې یې لیکلي و؛ «چې امریکا په ایران کې د ازادو او عادلانه ټاکنو یا بنسټیزو بدلونونو تمه نه لري.»

د چنګاښ په اتمه نېټه د د رییسي د ځای ناستي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې خو د سرپرستانو شورا لخوا له تصویب شویو نوماندانو څخه هیڅ یوه ونه شو کولی چې اکثریت رایې لاسته راوړي.

د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، د اصلاح غوښتونکو لخوا ملاتړ شوی نوماند پزشکیان له ۱۰ میلیونه او ۴۰۰ زره څخه ډيرې رایې او جلیلي له ۹ میلیونه او ۴۰۰ زره څخه د ډيرو رایو په ترلاسه کولو سره د ټاکنو دویم پړاو ته لاره موندلې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په وروستیو ټاکنو کې ۲۴ میلیونه او ۵۳۵ زره رایې کارول شوې، چې له ۶۰ سلنې څخه زیاتو پر شرایطو برابو وګړو په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د چنګاښ په پنځمه په ټاکنو کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې وه.

اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د روسیې د فولادو پر کارخانې برید کړی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو یوې ډلې د روسیې د فولادو جوړونکي نووولیپیتسک سټیل کمپنۍ په نښه کړې خو د دغه کمپنۍ یو ویاند ویلي،‌ چې د فولادو کمپنۍ ته کوم جدي زیان ندی رسیدلی.

د روسیې په لویدیځ کې د لیپتسک سیمې والي ایګور ارتامونوف، چیرې چې د فولادو کارخانه موقعیت لري، په یوه جلا اعلامیه کې وویل، چې نهه بې پیلوټه الوتکې د فولادو پر کارخانې د برید پر مهال نسکورې شوي دي.

کییف په رسمي ډول دا ډول بریدونه نه تاییدوي او نه یې ردوي، خو وايي، چې په هغو تاسیساتو چې بریدونه کېږي په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي او په دې توګه قانوني پوځي اهداف دي.

تر برید لاندې راغلۍ کمپنۍ د روسیې د دفاع وزارت سره همکاري ردوي، او وايي چې د پوځي درجې درنو فولادو د تولید توان نه لري او پوځ ته اکمالات نه کوي.

د روسیې دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې د اوکراین له لوري د شپې له خوا د لیپتسک په ګډون د روسیې په سویل لوېدیځ کې څو سیمې د بې پیلوټه الوتکو پر مخ په نښه شوي او دا چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټم ۳۶ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دفاع وزارت دا هم وویل، چې روسي ځواکونو د سپیرن او نوولیکساندریوکا کلي چې د اوکراین په ختیځ دونیتسک سیمه کې موقعیت لري، نیولي دي.

د فرانسې پارلماني ټاکنې د ښي اړخ ګوند د بریا د احتمال تر سیوري لاندې پیل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

فرانسویانو د یکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو د لومړي پړاو لپاره رایه اچونه پیل کړه. دا رایه اچونه په داسې حال کې پیلېږي، چې ټولپوښتنې په دې هېواد کې د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره د ښي اړخ ګوند د بریا احتمال څرګندوي.

د دې ټاکنو دویم او وروستی پړاو به د چنګاښ په ۱۷مه تر سره شي او وروستۍ پایلې به هم له دویم پړاو وروسته اعلان شي.

د فرانسې د پارلمان لومړنۍ ټاکنې د منځلارو ګوندونو د ایتلاف له ناکامۍ وروسته د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې د ښي اړخو «ملي اجماع» پر وړاندې تر سره شوې.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون درې اونۍ وړاندي د ښي اړخو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې د خپل منځلاري ګوند له ماتې وروسته د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو اعلان یې وکړ.

فرانسوي رایه ورکوونکي د رايو صندوقونو ته ځي، ځکه لومړنیو ټولپوښتنو ښودلې، چې د ښي اړخو ګوندونو «ملي اجماع» به په دې هیواد کې واک په لاس کې واخلي.

د فرانسې ښي اړخو ګوندونو د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې په هېواد کې مطلق واک نه دی ترلاسه کړی.

د فرانسې د ښي اړخ ګوند مشرې مارین لو پین له پارلماني ټاکنو دوه ورځې مخکې رسنیو ته وویل، «موږ به مطلق اکثریت ترلاسه کړو.»

سره له دې چې ایمانویل مکرون د خپلې دورې تر پایه پورې به خپل کار ته دوام ورکړي، خو کارپوهان وايي، چې که ښي اړخه «ملي اجماع» واک ترلاسه کړي د فرانسې ډیپلوماسي به له «بې ساري بدلون» سره مخ شي.

په ورته وخت کې لومړنۍ نظرپوښتنې ښیي، چې د ښي اړخو ګوندونو ملي اجماع به د ۳۳-۳۶ سلنې رایو سره ټاکنې رهبري کړي.

د دې سروې له مخې، د کیڼ اړخو ګوندونو اېتلاف له ۲۸ تر ۳۱ سلنې رایو سره په دویم ځای کې دی او د مکرون منځلاری اېتلاف بیا له ۲۰ تر ۲۳ سلنې رایو سره په دریم ځای کې دی.