• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی هدایت الله خان له ۲ نورو کسانو سره په چاودنه کې ووژل شو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د مشرانو جرګې يو پخوانی غړی هدایت الله خان له دوو نورو کسانو سره نن په يوه چاودنه کې وژل شوی. د معلوماتو له مخي، چاودنه د نوموړي پر موټر د ريموټ کنټرول یا «چسپکي ماین» له امله په ډمه ډوله کلي کې شوې ده.

ویل کېږي نوموړی دغې سیمې ته د ټاکنیز کمپاین لپاره تللی و.

هدايت الله د پخوانیو فدرالي قبایلي سیمو یا فاټا یو پخوانی خپلواک سناتور و.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې هدایت د ۲۰۱۸ کال د اګسټ مياشتي په ۲۷ نېټه د پخواني لومړي وزير عمران خان سره هم ليدلي او د پاکستان تحریک انصاف ګونډ څخه یې ملاتړ اعلان کړی و.

هدایت الله خان د پښتونخوا د پخواني ګورنر یا والي شوکت الله ورور او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي بسم الله زوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د دفاع وزیر: په افغانستان کې به خپلو بریدونو ته دوام ور کړو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۵ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر وویل، چې د وسله والو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکي کې په افغانستان کې پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي. خواجه اصف زیاته کړه، چې د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه وکړي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو تر دې دمه د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې دننه د داسې یوه برید پړه منلې ده.
طالبانو په افغانستان کې دغه بریدونه د هېواد له حاکمیته سرغړونه بللې ده.
خواجه اصف د بي بي سي اردو برخې ته چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه وویل: «دا ریښتیا ده چې موږ په افغانستان کې عملیات کړي دي او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړو. موږ دوی (طالبانو) ته د کیک او خواږو ښه راغلاست نه وایو. که دوی برید وکړي، موږ به هم برید وکړو.»
همدا راز، هغه د بریدونو د مشروعیت په اړه اندیښنې هم رد کړې او ویې ویل چې پاکستان به طالبان له خپلو بریدونو چې پر وسله والو لکه ټي ټي پي یې کوي خبر نه کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل: دا د حیرانتیا عنصر لرې کوي، ولې باید دوی ته ووایو چې چمتو اوسئ، موږ درځو؟»
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ګواښ کړی و چې د پاکستان د پوځ د نویو عملیاتو په چوکاټ کې چې د «عزم استحکام» په نوم یادیږي، د پاکستان له خاورې بهر د پاکستاني طالبانو پر پناځیو به بریدونه وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د خواجه اصف د خبرو په ځواب ویلي و، چې دا یو «نامسولانه» کړنه او د افغانستان په خاوره برید د ملي حاکمیت خلاف عمل دی او پایلې لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ کړکېچ زیات شوی ښکاري.

اسلام اباد وايي، د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې اډې او پټنځي لري.
د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تاوتریخوالی او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات به تر ډېره پر هغو ډلو تمرکز وکړي چې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

ټي ټي پي: په تېره جون میاشت کې مو ۹۵ بریدونو کې ۸۱ پاکستاني نظامیان وژلي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۵۷ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو په برېدونو کې ۸۱ نظامیان وژلي او ۱۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

پاکستاني طالبانو د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د جون په میاشت کې یې په دغه هیواد کې پر پاکستاني نظامیانو ۹۶ بریدونه کړي دي.

د پاکستاني طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بریدوکې یې ۱۱۷ پاکستاني پوځیان، ۲۹ پولیس، ۴۱ سیمه ییز پولیس او ۱۰ استخباراتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټي ټي پي په ملکنډ ډویژن کې ۱۲ په مردان کې ۱ په پيښور کې ۹، په بنو کې ۲۵، کراچي کې یو، په ډېره اسماعیل خان کې ۳۶، کوهاټ کې ۱۰ او کوټه کې ۲ بریدونه کړي دي.

تر دې مهاله د پاکستان امنیتي ادارو د ټي ټي پي د جون میاشتې بریدونو او پاکستاني نظامیانو ته د اوښي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان حکومت تل ادعا کړې چې د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه په پاکستان کې عملیات تنظیموي.

خو طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي او دغه موضوع یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې.

طالبان: له دوه زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، دوه زره او ۴۵۰ کډوال په تېرو دوو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نیټه د نمیروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۳۲۳ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۳ تنه کیږي دکندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه شول.

د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴ تنو ته رسېږي د ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

د پاکستان پوځ وايي، په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې نهه وسله وال وژلي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې په دوو جلا عملیاتو کې د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال وژلي دي. پوځ د دغو دوو قوماندانانو هويت، نجيب مشهور په عبدالرحمان او اشفاق مشهور په معاويه یاد کړی.

د پاکستاني پوځ رسنیزه څانګه وايي، دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي.

پوځ د دوشنبې په ورځ په د (چنګاښ ۱۱مه) یوه بیان کې وویل، د خیبرپښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو دوه جګپوړي قوماندانان له پنځو نورو سره ووژل شول.

په یوه بل خبر کې د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په جلا نښته کې دوه نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دغو وسله والو پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود.

تر اوسه پورې وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني پوځ د کومې ډلې نوم اخیستی چې دغه کسان تړاو ورسره لري.

خو په یادو شویو سیمو کې د ټي ټي پي وسله واله ډله فعالیت کوي چې وخت ناوخت پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې د عمران خان نیول خپلسري او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیونه «خپلسرې او له نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې ده. دغې کاري ډلې د ښاغلي خان د ژر تر ژره خوشې کېدو او هغه ته د تاوان ورکولو د حق غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه کاري ډله، چې په جنیوا کې ده، د ښاغلي خان پر وړاندې قضايي ګام د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر ضد د «ډیر پراخ کمپاین» یوه برخه بولي.

دغې کاري ډلې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په پاکستان کې د تېرو ټاکنو په درشل کې د عمران خان د ګوند غړي ونیول شول او شکنجه شوي چې د دوی لاریونونه ګډوډ شول.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د لومړي وزیر له څوکۍ تر ګوښه کېدو وروسته له ۲۰۰ نه زیاتو قضیو کې تورن شوی دی او د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

ښاغلي خان دغه قضيې له واکه د لرې ساتلو لپاره د خپلو سياسي مخالفانو له خوا د سياسي هڅونې او دسیسې بللې دي.

تېره اوونۍ د اسلام اباد محکمې د خان او د هغه د مېرمنې د بند سزا ځنډولو غوښتنه رد کړه.

تر دې مخکې د پاکستان سترې محکمې د فساد په یوه قضیه کې د خان او د هغه د مېرمنې د ۱۴ کاله بند سزا وځنډوله.

د لومړي وزیر شهباز شریف یوه سلاکار تېره اوونۍ ویلي وو: «حکومت به هڅه وکړي چې هغه تر هغه وخته پورې په زندان کې وساتي چې امکان ولري.»

ځینې شنوونکي په دې باور دي چې د عمران خان پر ضد د قضیو تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی.