• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې نهه وسله وال وژلي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې په دوو جلا عملیاتو کې د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال وژلي دي. پوځ د دغو دوو قوماندانانو هويت، نجيب مشهور په عبدالرحمان او اشفاق مشهور په معاويه یاد کړی.

د پاکستاني پوځ رسنیزه څانګه وايي، دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي.

پوځ د دوشنبې په ورځ په د (چنګاښ ۱۱مه) یوه بیان کې وویل، د خیبرپښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو دوه جګپوړي قوماندانان له پنځو نورو سره ووژل شول.

په یوه بل خبر کې د پاکستان پوځ ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په جلا نښته کې دوه نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې دغو وسله والو پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود.

تر اوسه پورې وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني پوځ د کومې ډلې نوم اخیستی چې دغه کسان تړاو ورسره لري.

خو په یادو شویو سیمو کې د ټي ټي پي وسله واله ډله فعالیت کوي چې وخت ناوخت پر پاکستاني پوځ او پولیسو بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو یوې کاري ډلې د عمران خان نیول خپلسري او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیونه «خپلسرې او له نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې ده. دغې کاري ډلې د ښاغلي خان د ژر تر ژره خوشې کېدو او هغه ته د تاوان ورکولو د حق غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه کاري ډله، چې په جنیوا کې ده، د ښاغلي خان پر وړاندې قضايي ګام د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر ضد د «ډیر پراخ کمپاین» یوه برخه بولي.

دغې کاري ډلې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په پاکستان کې د تېرو ټاکنو په درشل کې د عمران خان د ګوند غړي ونیول شول او شکنجه شوي چې د دوی لاریونونه ګډوډ شول.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د لومړي وزیر له څوکۍ تر ګوښه کېدو وروسته له ۲۰۰ نه زیاتو قضیو کې تورن شوی دی او د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

ښاغلي خان دغه قضيې له واکه د لرې ساتلو لپاره د خپلو سياسي مخالفانو له خوا د سياسي هڅونې او دسیسې بللې دي.

تېره اوونۍ د اسلام اباد محکمې د خان او د هغه د مېرمنې د بند سزا ځنډولو غوښتنه رد کړه.

تر دې مخکې د پاکستان سترې محکمې د فساد په یوه قضیه کې د خان او د هغه د مېرمنې د ۱۴ کاله بند سزا وځنډوله.

د لومړي وزیر شهباز شریف یوه سلاکار تېره اوونۍ ویلي وو: «حکومت به هڅه وکړي چې هغه تر هغه وخته پورې په زندان کې وساتي چې امکان ولري.»

ځینې شنوونکي په دې باور دي چې د عمران خان پر ضد د قضیو تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی.

پاکستان او هند د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې لېستونه تبادله کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، چې اسلام اباد او نوي ډيلي د اړوند عالي کمېشنريو له لارې د بنديانو لېستونه تبادله کړل. ممتاز زهرا پلوچ زياتوي، چې دغه دواړه هېوادونه هر کال د جنوري او جولای مياشتو په لومړۍ نېټه دغه لېستونه یو بل ته وړاندې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي، چې د پاکستان په زندانونو کې د ۲۵۴ هندي اتباعو او کب نيونکو زندانيانو لېست يې هند ته سپارلی.

په خبري کې راغلي، چې هند بيا په خپلو زندانونو کې د ۴۵۲ پاکستاني اتباعو او کب نيونکو لېست برابر کړی دی.

اغلې بلوچ وايي، چې تر دې وړاندې دوی هند ته د هغو ۳۸ نادرکه پاکستاني اتباعو لېست هم ورکړی، چې ويل کيږي د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ جګونو راهيسي د هند په زندانونو کې بنديان دي.

هغې د ټولو هغه پاکستاني زندانيانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د هند په زندانونو کې يې خپلي سزاوې پوره کړي.

ممتاز زهرا بلوچ ټينګار کړی، چې د هند په زندانونو کې د ټولو پاکستاني زندانیانو د ژر تر ژره خوشي کېدو لپاره به هلې ځلې جاري ساتي.

فلسطیني وسله والو پر اسراییل توغندي توغولي، اسراییلي ټانکونو هم غزه کې نور پرمختګ کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د فلسطیني وسله والې ډلې "اسلامي جهاد" د دوشنبې په ورځ په اسرايیل باندې یو شمېر راکټونو توغولي؛ خو بل خوا د اسراییل له لوري په غزه کې جګړه روانه ده او اسراییلي ټانکونو د سیمې په ځینو برخو کې ژور پرمختګ کړی.

د اسلامي جهاد وسله واله ډله، چې د حماس یوه متحده ډله ده او د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي وايي، چې جنګیالیو یې د غزې سره پر پوله پر څو اسراییلي سیمو راکټي بریدونه کړي دي.

دغه ډله وايي، چې دغه راکټي بریدونه یې پر غزې د اسراییل د بریدونو په ځواب کې کړي دي.

د اسرايیل پوځ ویلي، چې شاوخوا شل راکټونه یې په بېلابېلو سیمو لګېدلي، چې مرګ ژوبله نه لري.

دغه برید ښيي چې اورپکي لا هم د راکټي بریدونو وړتیا لري، هغه څه چې اسراییل هڅه کوله چې په تېرو نهه میاشتو کې یې له منځه یوسي.

100%

بل خوا د غزې په سوېل کې د خان یونس ځینو اوسېدونکو ویلي، چې دوی ته د اسراییلي تلیفوني شمېرو له لارې غږیز پیغامونه رسېدلي چې له خپلو کورونو ووځي.

ځینو اوسیدونکو ویلي، چې دا پیغامونه د دې معنا لري، چې اسراییلي ځواکونه به هغه سیمې ته بېرته راستانه شي، چې څو اونۍ د مخه ترې وتلي وو.

د اسرايیل پوځ په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تاوتریخوالی د دوشنبې په ورځ د اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې هم پیل شو، چېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل، چې یوه ښځه او یو هلک په تلکرم ښار کې د اسراییلي ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې د اسراییل په برید کې د اسلامي جهاد یو غړی وژل شوی و.

د غزې په ځينو سيمو کې لاهم وسله وال پر اسرایيلي ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، دا هغه سیمې دي چې پوځ څو مياشتې مخکې تر عملیاتو وروسته پریښې وې.

100%

د سیمې اوسیدونکو وویل، چې اسراییلي ټانکونو د پنځمې ورځې لپاره د غزې ختیځ ښار شیجایه کې یو ښارګوټي ته ننوتي او په لویدیځ او مرکزي رفح کې، د مصر سره پولې ته نږدې یې نور نور پرمختګ هم کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې په شیجایه کې په جګړه کې یو شمېر وسله وال وژلي او په زیاته اندازه وسلې یې موندلې دي.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز: په تیرو درېیو میاشتو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، چې په پاکستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې په تاوتریخوالو کې زیاتوالی راغلی او په ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي دي.

د دغه مرکز له خوا د دوشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې راغلي،‌ چې په دغو پېښو او عملیاتو کې ۲۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د تاوتریخوالي د مرکز په توګه پېژندل شوي.

له دغې مرګ ژوبلې ۹۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې شوې او ۸۷ سلنه ترهګریز بریدونه بیا په بلوچستان کې شوي دي.‌

د دغه راپور له مخې؛ په پنجاب کې د تېر کال په پرتله د تاوتریخوالي کچه ۱۳ سلنه او په خیبر پښتونخوا کې ۳۱ سلنه ډېره شوې ده.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور له مخې؛ ملکي تلفات، د ټولو تلفاتو ۶۲ سلنه جوړوي او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په ډېر شمېر پېښو کې د قومیت او مذهب پر بنسټ کارګران او نور خلک په نښه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د پولیسو او اردو د چارواکو په ګډون امنیتي کسان هم په پرله پسې ډول په نښه شوي دي.

د ترهګرۍ دولتي ملاتړ په پاکستان کې دننه په بې ثباتۍ کې مرسته کړې ده.

پاکستان په دې تورن دی، چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د پراختیا لپاره له ترهګرو ډلو څخه د نیابتي ډلو په توګه کار اخلي او دا کار په ځانګړې توګه د هند او افغانستان پر وړاندې ترسره کوي.

اسراییل ۵۵ فلسطینیان خوشې کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

فلسطيني چارواكي وايي، اسراییل د دوشنبې په ورځ (جنګاښ ۱۱مه) ۵۵ فلسطيني بنديان خوشې كړل، چې په هغو كې د غزې په تړانګه كې د الشفا روغتون مدیر محمد ابو سلميه هم شامل دى. له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، د الشفا روغتون مدیر پر اسراییل تور پورې کړ چې "د بندیانو شکنجه کوي او ځوروي".

ښاغلی ابو سلمیه د تېر کال په نومبر میاشت کې وروسته له هغه ونیول شو، چې اسراییل ځواکونو د شفا پر روغتون برید وکړ.

هغه له خوشې کېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې پر اسراییل چارواکو تور ولګاوه، چې فلسطینیان یې له "فزیکي او روحي پلوه شکنجه" کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د روغتون مدیر وویل: "زموږ بندیان د زندان تر شا هر ډول شکنجه شوي. تقریبا هره ورځ شکنجه کېده. بندیان یې ووهل.»

هغه وویل چې یوشمیر فلسطیني بندیان دتحقیقاتو په مرکزونو کې مړه شوي او یوشمیر یې له خوراک او درملو بې برخې شوي دي . د اسراییل چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

اسراییل پر حماس تور لګوي چې روغتونونه د پوځي موخو لپاره کاروي. فلسطيني طبي چارواکي وايي، د اسراييل بريدونو له امله ګڼ روغتونونه تړل شوي او يا يې خدمات کم کړي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر ۳۷۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د جرمونو نړیواله محکمه وايي، په غزه کې د "نسل وژنې" احتمال شته.