• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهاري ځوانان: د سختې بې روزګارۍ او غربت له امله له رواني ستونزو سره مخ شوي یو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

په کندهار کې لوستي او نالوستي ځوانان له غربت او بې روزګارۍ څخه کړيږي او وايي، چې له همدې امله له رواني ستونزو سره مخ شوي دي. یو شمېر ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ويلي، چې کورنۍ يې ساتنه غواړي او د «دوی لپاره نه کار شته او نه پېسې.»

په کندهار کې د هغو کسانو شمېر زيات شوی، چې د بې روزګارۍ له امله ورته رواني ستونزي پېدا شوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له یو شمېر هغو کسانو سره خبري کړي، چې له څه مودې راهيسې بې روزګاره دي او د کار په لټه شپې سبا کوي.

د کندهار د ۶ حوزې اوسېدونکی ۳۲ کلن عبدالرحمان وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسي بې روزګاره دی او په دې موده کې یې یوازې څو ورځې په يوه ساختماني شرکت کې د کارګر په حیث کار کړی.

هغه زياتوي: «اکثره وخت خوب نه لرم او د ډېرو فکرونو له امله سودايي شوی یم، چې په څه ډول د کور اقتصادي ستونزي حل کړم.»

د کريم الله په نوم یو بل کس چې له تېرو درېیو کلونو څخه يې يوازي دوې مياشتې کار کړی زياتوي: « غواړم په لږو پیسو کار وکړم خو نه پېدا کیږي.»

د هغه په وینا؛ د کورنۍ د ۱۱ کسانو سرپرستي یې پر غاړه او اکثره وخت د بې روزګارۍ له امله د غلا او نورو ناوړه کارونو په اړه فکر ورته پېدا کیږي او دې کار له رواني ستونزو سره مخ کړی.

دغه ځوانان وايي، چې د کار د نشتوالي له امله ډېری کسان بې روزګاره دي او په ډېرو شخصي شرکتونو او ادارو کې هغوی خپل خپلوان ځای پر ځای کړي دي.

په کندهار کې د بې روزګارۍ له امله د جنایي پېښو په خاص ډول د غلاو ګراف هم لوړ شوی او طالب مسولين نږدې هره ورځ د غلا په تور د يو شمېر کسانو د نيولو خبر ورکوي.

د دې پېښو لامل هم بې روزګاري بلل شوې.

100%

د دې سره هم مهاله په تېرو درېيو کلنو کې په کندهار کې د ځوانانو د ځانوژنې پېښې هم زياتې شوی دي.

په تېرو ۹ مياشتو کې شاوخوا ۸ کسانو په کندهار کې ځان وژنې کړي.

طالبان هم د ځانوژنو د پېښو لامل کورنۍ، رواني او نورې ستونزې یادوي.

د کندهار اوسېدونکی کل احمد وایي، چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې يې له دوستانو څخه یوه ځوان له دې امله ځانوژنه وکړه، چې پلار یې ورته ویلي وو باید کار وکړې.

د هغه په خبره:«دغه ځوان د بې روزګارۍ او کورنۍ د خبرو له امله له رواني ستونزو سره مخ شوی وو، چې بالاخره د ډېر فشار له امله ځانوژنې ته ورسېد.»

عبدالله یو هغه ځوان دی، چې د کندهار پوهنتون د تعليم او تربيې په برخه کې يې لوړې زده کړې کړي خو وایي، له تېر یو نیم کال راهیسي بې روزګاره دی.

د هغه په خبره؛ د کورنۍ له خوا د ده پر تعلیم ډېري پيسې مصرف شوي؛ خو اوس د تعلیم سره سره بې روزګاره دی.

نوموړی وايي: «ډېر ځوریږم او ان په سل افغانۍ هم د ورځې کار نه شم موندلای.»

په کندهار کې د يوه شخصي روغتون ډاکټر فیضي محمد وايي، چې د روانې ناروغانو شمېر زيات شوی.

نوموړی يې لامل کورني او اقتصادي ستونزي يادوي.

هغه زياتوي: « اوس زموږ مراجعین زیات شوي دي، پخوا به په اونۍ کې کلینک ته دوه یا درې تنه راتلل اوس تر لس هم ډېر کسان مراجعه کوي، چي ځیني يې ډېر او ځيني بیا لږ رواني تکلیف لري.»

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې په کندهار کې د طالبانو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ادارې او اړوند طالب ویاندويانو نظر هم واخلو؛ خو هغوی د خبرو کولو ډډه کول.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې په ډېرو دولتي ادارو کې خپلو جنګياليو ته دندې ورکوي او په ډېرو برخو کې يې «جنګ او ديني زده کړې» د دندو ترلاسه کولو معيار ټاکلی دی.

ډېر کارپوهان په دې بارو دي؛ که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بې روزګارۍ ستونزه حل نه کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، ډيري «ترهګري او جنایتکاري ډلې لکه داعش» په ډېرې اسانۍ سره به دغه ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ لوبغاړي" ګربز او نجیب ځدړان": پر ګیله من وزیر برید خواشیني کړو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ دوو ځلاندو ستورو رحمان الله ګربز او نجیب ځدړان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌ من وزیر برید خواشیني کړي دي.

رحمن الله ګربز پر خپلې فیسبوک پاڼې د خواشینې په څرګندولو ګیله من وزیر ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او د ګیله من وزیر یو عکس سره چې ماشومان یې تر څنګ لیدل کیږي لیکلي: «دا ګلالي ماشومان دې رب نه بې پلاره کوي.»

ګیله من وزیر له خپلو ماشومانو سره
100%
ګیله من وزیر له خپلو ماشومانو سره

نجیب الله ځدران پر اېکس پاڼې لیکلي: «د پښتو خوږ ژبی او ولسي شاعر ګیله من وزیر په ټپي کېدو نهایت خواشینی یم. الله ج څخه ورته عاجله شفا غواړم.»

ګیله من وزیر دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ناپېژندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ایراني چارواکي: افغانستان د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه له وارداتو پوره کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار وايي؛ افغانستان هغه هېواد دی، چې د خپلو اړتیاو ۹۰ سلنه برخه له وارداتو په ځانګړي ډول له ایران څخه برابروي. حسین روستايي زیاته کړه، چې افغانستان ته په وارداتو کې د ایران ونډه ۲۷ سلنه ده، په داسې حال کې چې دوی ۴۰ سلنه واردات لري.

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۱۸مه د ښاغلي روستايي په حواله راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان لومړنی سوداګریز شریک دی.

هغه وویل: "د افغانستان اوسنی حکومت د دغه هېواد په سوداګرۍ کې تر ټولو کمه مداخله لري او خصوصي سکتور دا کاروبار ورکوي."

دغه ایراني چارواکي ویلي" اوس چې طالبانو په جدي توګه د افغانستان د کانونو استخراج پیل کړی، افغانستان او ایران کولای شي په دې برخه کې لا زیاتې اقتصادي همکارۍ وکړي.
ښاغلي روستايي څه موده وړاندې ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د ازبکستان د اقتصادي ژمنو د تعقيب لپاره کمېټې وټاکلې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال د ازبکستان سره د دوه اړخيزو سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو د پياوړتيا او ژمنو د تعقيب لپاره ځانګړې کمېټې وټاکلې. ملا برادر وايي، چې دغه کمېټې به په جدي ډول ټول موضوعات تعقيبوي او راپور به پر وخت له دوی سره شریکوي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ازبکستان کې د دوی د پلاوي له لوري د نهایي شويو موضوعاتو تعقیب به په جدي دول تر سره کړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې طالب پلاوي د ازبکستان له چارواکو سره «د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر متوازن بېلانس، د باروړونکو موټرونو د شمېر زیاتوالي، د حیرتان بندر پر ۲۴ساعته کولو، د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو، په ترمز کې د افغان - ازبیک ګډ سوداګریز مرکز پر استفادې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین اړوندو هوکړه‌ لیکونو د نهایي کولو، د اوسپنې، مسو او ډبرو سکرو په کانونو کې د ازبیک پانګوالو د پانګونې، په افغانستان کې د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړېدو او ورته نورو برخو خبري کړي.»

د دوی په خبره، چې د بېلابېلو برخو د تعقيب لپاره یې کمېټې جوړې کړې.

طالبانو په خپله اعلاميه کې دا نه دي ويلي، چې په دې کمېټو کې کوم کسان او ادارې شاملې دي.

تېره اوونۍ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير د يوه پلاوي سره ازبکستان ته تللی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي وو، چې د ازبکستان جمهوریت د کانونو او جیولوجۍ وزیر د کانونو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پانګونې د ملاتړ هوکړه لیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له ازبکستان څخه غوښتي وو، څو په افغانستان کې د ګاز او تېلو په برخو کې پانګونه وکړي.

پاکستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه له افغانستان سره یو نوی ټرمېنل جوړوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۱

پاکستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه له افغانستان سره د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله سېمه کې یو نوی ټرمېنل جوړوي. د دې ټرمېنل د جوړولو موخه د ترهګريزو فعالیتونو څېړل، د غیر قانوني سوداګرۍ کنټرول او د خلکو د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوی یاد شوی.

نېشن ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ۱۹مه) راپور ورکړ، چې دغه ټرمېنل به له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د بدیل لارې په توګه وکارول شي.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دغه ټرمېنل د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا ټرمېنل به په ۳۵ هکتاره ځمکه کې د ۲۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارو په لګښت د ۶۰ میاشتو په موده کې د پاکستان خواته د ډيورنډ کرښې په نقطه کې جوړيږي.

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې دا ټرمېنل به تر جوړېدو وروسته د ګمرکونو، فدرالي تحقیقاتو ادارې، د ثبت او راجستر ملي ادارې، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او کشفي او امنیتي ادارو په ګډون په ټولو رسمي او عملیاتي دفترونو اسانتیاوې برابرې شي.

طالبان د ایران یو لوړپوړی ډیپلومات له افغانستان څخه باسي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

باوري سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي سلاکار علي موجاني د ګوښه کېدو په درشل کې دی. د سرچينې په وینا، طالب چارواکو ويلي، چې دغه ایرانی ډيپلومات یو «ناغوښتل شوی عنصر» دی او له «خپلو حدودو تېر شوی» دی.

سرچینه وايي، نوموړی کس ډيپلوماتیک پاسپورټ لري او طالبانو هغه ته څو ساعته وخت ورکړی، چې له هېواده ووځي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو له مشهد څخه د خپل یوه ډیپلومات د اېستلو او د علي موجاني د غیر ډیپلوماټیکو کړنو په غبرګون کې له افغانستانه څخه د ایران دغه ډیپلومات باسي.

په کندهار کې عيدګاه ته د علي موجاني د ننوتلو مخه ونيول شوه

علي موجاني په دې وروستیو کې ویلي و، چې د طالبانو غړو ورته اجازه نه ده ورکړې، چې د کندهار په عیدګاه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امامت د لوی اختر لمونځ ادا کړي.

علي موجاني وویل، چې تر دې مخکې يې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته رسمي مکتوب لېږلى و، چې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نه «ډیپلوماتیک آداب» مراعات کړی او نه یې د اختر په لمانځه کې د ګډون لپاره رسمي مکتوب ته ځواب ورکړی.

دغه ایراني دیپلومات په اېکس پاڼه ليکي، چې طالبانو له یو نیم ساعت انتظار وروسته د عیدګاه داخل ته اجازه ور نه کړه.

علي موجاني په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو ورته ویلي، چې د دوی د مشر هبت الله اخنونزاده دفتر ورته اجازه نه ورکوي، چې عیدګاه ته ننوځي.

د ایرانۍ ښځینه عکس اخيستونکي شکنجه او د طالبانو دډیپلوماټ اېستل

د طالبانو يو ډيپلومات ډاکټر سلیم د ۱۴۰۲کال (د ليندۍ۲۵ مه) په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې یوه ایرانۍ عکس اخیستونکې وهلې او شکنجه کړې وه.

له دې پېښې وروسته ایران دغه طالب ډیپلومات له هېواده وایست.

سلیم د طالبانو غړی او په مشهد کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د لومړي سکرتر په توګه کار کاوه.

د افغانستان په چارو کې د ایران استازي کاظمي قمي په دې وروستیو کې تایید کړه، چې دغه طالب ډیپلومات د یوې ایرانۍ ښځینه عکاسې د وهلو په تور له هېواده اېستل شوی دی.