په راپور کې ویل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰۵ له ښځو او ۸۲۸ د نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.
د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹) یوناما د طالبانو د امربامعروف وزارت د مخ پر زیاتېدونکو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو منفي اغېز کړ دی. یوناما ټینګار کړی، چې دا وزارت د خپلو فرمانونو د پلي کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې په کې لفظي ګواښونه، نیول، زنداني کول، ناوړه چلند او د خلکو په وړاندې کسان په دورو وهل شامل دي.
یوناما ویلي چې د امربالمعروف وزارت په واک کې د رسنیو څارنه او حتی د رسنیو د سرغړونو په کمېسیون کې ګډون، د روږدو کسانو درملنه، د ټیټ کیفیت د سرو زرو پر پلور بندیز، د خصوصي سوداګرۍ تنظیمول، د خلکو ترمنځ منځګړیتوب او حتی د زندانونو څارنه شامله ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې موده پوښي، د طالبانو امربالمعروف وزارت محدودیتونه وضع کړي دي. په دې بندیزونو کې د موسیقۍ منع کول، د قیلون کارول، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو د لګولو منع کول، عامه مجسمې، هنري مجسمې، جادو، او د نوروز او ویلنټاین د ورځې د لمانځلو منع کول شامل دي.
یوناما ویلي، چې دغه بندیزونه په فرهنګي ژوند کې د خلکو د ګډون له حق سره په ټکر کې دي. د دغه رپوټ له مخې ښځې له دې بندیزونو تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر د شخصي حریم تر پښو لاندې کول لکه د ټیلیفونونو پلټل، په جوماتونو کېپه جبري شتون او په ښار کې له خلکو نکاح خط غوښتل له خلکو فردي ازادي اخیستې ده.
یوناما وايي تر اوسه یې ۱۰۳۳ قضیې ثبت کړي، چې طالبانو د خپلو لارښوونو د پلي کولو لپاره له زور څخه کار اخیستی دی.
پر رسنیو محدودیتونه
د یوناما په وینا، د طالبانو د امربالمعروف وزارت په رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي. دې وزارت د موسيقۍ، طنزيه پروګرامونو او بهرنيو خپرونو مخه نيولې ده. د ولایتونو په کچه په رسنیو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه زیات شوي دي. د بیلګې په توګه، په کنړ کې، رسنیو ته امر شوی چې د ښځینه زنګ وهونکو غږونو له خپرولو او د ښځینه ویاندویانو کار کولو مخه ونیسئ.
د امربالمعروف وزارت هم د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون غړی دی. ښځې مجبور دي چې په رسنیو کې د ماسک او بشپړ حجاب سره راڅرګند شي چې څه ډول یې طالبان غواړي.
د ښځو د سفر پر ازادۍ محدودیتونه
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د لارښوونو له مخې، ښځې باید د شرعي محرم پرته تر ۷۸ کیلومترو زیات سفر کولو حق نه لري. د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱ طالبانو په ننګرهار کې ښځو ته امر وکړ چې له محرم پرته دې روغتیايي کلینیکونو ته نه ځي، خو یوه میاشت وروسته دغه بندیز لیرې شو.
یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۹مه د کندهار د عامې روغتیا ریاست ته لارښوونه شوې وه، چې ښځې کولای شي یوازې د شرعي محرم لرلو سره دندو ته حاضرې شي. په بلخ کې ټکسي چلوونکو ته امر شوی، چې له محرم پرته ښځې نه پورته کوي. د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په خوست کې د لاوډ سپیکرونو له لارې اعلان وشو، چې ښځې له محرم پرته د سودا اخیستلو اجازه نه لري.
ملګري ملتونه وايي چې د تېر کال په ډسمبر او جنورۍ کې په کابل کې یو شمېر ښځې د "مناسب حجاب" د نه لرلو په تور نیول شوې وې.
د ښځو پر سوداګرۍ بندیز
د راپور له مخې، په خصوصي سکټور کې د ښځو د کار په اړه د طالبانو له ژمنې سره ملګرو ملوتو مستند کړي چې طالبانو په خپلسري ډول د ښځو د بنسټونو د تړلو امر کړی دی. امربالمعروف وزارت په کابل کې د ښځو د ډوډۍ پخولو دوکانونو د تړلو امر وکړ، په کندهار او بلخ کې يې د ښځو ځينې پلورنځي وتړل، د ښځو پر ځای يې د نارينه هټيوالو غوښتنه وکړه او خياطانو ته يې امر وکړ چې د ښځو د جامو د اندازه کولو اجازه نه لري.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د وګړو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او د هغو اوو نړیوالو کنوانسیونونو عمل وکړي چې افغانستان لا هم غړیتوب لري.