• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د طالبان امربالمعروف وزارت د بشری حقونو ضد او د بنسټیزو ازادیو سرغړونکی بللی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د طالبانو امربالمعروف وزارت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره دغه وزارت د بشري حقونو او د وګړو له اساسي ازادیو څخه سرغړونکی بللی دی. د یوناما په وینا، د طالبانو امربالمعروف وزارت خپلسري مامورینو ۱ زرو ۳۳ ځله خپلسري سزاګانې ورکړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰۵ له ښځو او ۸۲۸ د نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.

د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹) یوناما د طالبانو د امربامعروف وزارت د مخ پر زیاتېدونکو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو منفي اغېز کړ دی. یوناما ټینګار کړی، چې دا وزارت د خپلو فرمانونو د پلي کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې په کې لفظي ګواښونه، نیول، زنداني کول، ناوړه چلند او د خلکو په وړاندې کسان په دورو وهل شامل دي.

یوناما ویلي چې د امربالمعروف وزارت په واک کې د رسنیو څارنه او حتی د رسنیو د سرغړونو په کمېسیون کې ګډون، د روږدو کسانو درملنه، د ټیټ کیفیت د سرو زرو پر پلور بندیز، د خصوصي سوداګرۍ تنظیمول، د خلکو ترمنځ منځګړیتوب او حتی د زندانونو څارنه شامله ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال مارچ پورې موده پوښي، د طالبانو امربالمعروف وزارت محدودیتونه وضع کړي دي. په دې بندیزونو کې د موسیقۍ منع کول، د قیلون کارول، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو د لګولو منع کول، عامه مجسمې، هنري مجسمې، جادو، او د نوروز او ویلنټاین د ورځې د لمانځلو منع کول شامل دي.

یوناما ویلي، چې دغه بندیزونه په فرهنګي ژوند کې د خلکو د ګډون له حق سره په ټکر کې دي. د دغه رپوټ له مخې ښځې له دې بندیزونو تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر د شخصي حریم تر پښو لاندې کول لکه د ټیلیفونونو پلټل، په جوماتونو کېپه جبري شتون او په ښار کې له خلکو نکاح خط غوښتل له خلکو فردي ازادي اخیستې ده.

یوناما وايي تر اوسه یې ۱۰۳۳ قضیې ثبت کړي، چې طالبانو د خپلو لارښوونو د پلي کولو لپاره له زور څخه کار اخیستی دی.

پر رسنیو محدودیتونه

د یوناما په وینا، د طالبانو د امربالمعروف وزارت په رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي. دې وزارت د موسيقۍ، طنزيه پروګرامونو او بهرنيو خپرونو مخه نيولې ده. د ولایتونو په کچه په رسنیو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه زیات شوي دي. د بیلګې په توګه، په کنړ کې، رسنیو ته امر شوی چې د ښځینه زنګ وهونکو غږونو له خپرولو او د ښځینه ویاندویانو کار کولو مخه ونیسئ.

د امربالمعروف وزارت هم د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون غړی دی. ښځې مجبور دي چې په رسنیو کې د ماسک او بشپړ حجاب سره راڅرګند شي چې څه ډول یې طالبان غواړي.

د ښځو د سفر پر ازادۍ محدودیتونه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د لارښوونو له مخې، ښځې باید د شرعي محرم پرته تر ۷۸ کیلومترو زیات سفر کولو حق نه لري. د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱ طالبانو په ننګرهار کې ښځو ته امر وکړ چې له محرم پرته دې روغتیايي کلینیکونو ته نه ځي، خو یوه میاشت وروسته دغه بندیز لیرې شو.

یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۹مه د کندهار د عامې روغتیا ریاست ته لارښوونه شوې وه، چې ښځې کولای شي یوازې د شرعي محرم لرلو سره دندو ته حاضرې شي. په بلخ کې ټکسي چلوونکو ته امر شوی، چې له محرم پرته ښځې نه پورته کوي. د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په خوست کې د لاوډ سپیکرونو له لارې اعلان وشو، چې ښځې له محرم پرته د سودا اخیستلو اجازه نه لري.

ملګري ملتونه وايي چې د تېر کال په ډسمبر او جنورۍ کې په کابل کې یو شمېر ښځې د "مناسب حجاب" د نه لرلو په تور نیول شوې وې.

د ښځو پر سوداګرۍ بندیز

د راپور له مخې، په خصوصي سکټور کې د ښځو د کار په اړه د طالبانو له ژمنې سره ملګرو ملوتو مستند کړي چې طالبانو په خپلسري ډول د ښځو د بنسټونو د تړلو امر کړی دی. امربالمعروف وزارت په کابل کې د ښځو د ډوډۍ پخولو دوکانونو د تړلو امر وکړ، په کندهار او بلخ کې يې د ښځو ځينې پلورنځي وتړل، د ښځو پر ځای يې د نارينه هټيوالو غوښتنه وکړه او خياطانو ته يې امر وکړ چې د ښځو د جامو د اندازه کولو اجازه نه لري.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د وګړو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او د هغو اوو نړیوالو کنوانسیونونو عمل وکړي چې افغانستان لا هم غړیتوب لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پر ګیله من وزیر برید د پخوانيو ولسمشرانو غني او کرزي په کډون ګڼو افغانانو غندلی دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌من وزیر برید د غني، اتمر او صالح په ګډون د افغانانو له پراخو غبرګونو سره مخ شوی دی. ګیله من وزیر دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ناپېژندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

پر نوموړي د برید لامل لا تر اوسه څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان له حکومته غواړي، چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیسي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني پر ګیله من وزیر برید غندي او وایي: «پر ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ګیله من وزیر د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نوموړي د ملګرو هڅې د ستایلو وړ دي.
ښاغلی غني زیاتوي: «د ګیله من وزیر لپاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی رب څخه د سملاسي روغتیا هیله او دوعا کوم.»

ددغو غبرګونونو پر دوام د هېواد بل مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل وار سره پر ګیله من وزیر برید غندلی دی.
نوموړي ویلي: «پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله‌ من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینی کړم.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت پخواني مشر حنیف اتمر هم په خپل اېکس کې د ګیله من وزیر ټپي کېدل غندلي او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان حکومت باید په بې پرې او شفافې پلټنې سره د پېښې حساب ورکړي.
نوموړی وایي: «دغې حملې د لر او بر ولس ته ډیرې پوښتنې راولاړې کړې دي او خلک د پاکستان له حکومته د بې پرې او شفافې پلټنې او حساب ورکولو غوښتنه کوي.»
ښاغلي اتمر دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ د اهدافو ملاتړ وکړ او ویې وېل: «د خلکو غږ د ترهګرۍ او وحشت له لارې څخه نه غلی کېږي.»
د ګیله‌من وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیله‌من وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.
په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګه هڅه کوي، چې نوموړی د ښې او اطمیناني درملنې په موخه یې المان ته انتقال کړي.

100%


له دې سره، پښتون ملت‌پال سیاستوال افراسیاب خټک پر ګیله من وزیر د برید په غبرګون کې وایي، چې پښتانه به تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، چې د پاکستان دولت د افراطیت او ترهګرۍ د ملاتړ په اړه خپله کړنلاره بدله نه کړي.
نوموړی وایي: «په پښتونخوا کې یوازینی ښه خبر د خلکو مخ پر وده سیاسي شعور دی. دوی د تروریزم او د هغه د تولید د دولت پالیسي دواړو سره مخالف دي.»
اخوا، د زرغون بهیر مشر امرالله صالح بیا ګیله من وزیر د ځوان رهبر او د مدنیت غوښتونکي په نوم یاد کړی او پر نوموړي یې برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «لوړ فکرونه سرحد نه پيژني.»
ښاغلي صالح همداراز ویلي: «پي ټي ام له ژورو وګړنیزو ریښو څخه جوړ سیاسي او مدني خوځښت دی، چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان له خلکو سره په یوه غږ د ترهګرو او طالبانو پر وړاندې مبارزه کړې ده.»
پر ګیله من وزیر ترهګریز برید یوازې د سیاستوالو له خوا نه، بلکې د لسګونو افغان سندرغاړو، خبریالانو او فعالانو له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.
افغانې سندرغاړې ښاپیرۍ (نغمه) د یوې ویډيو په خپرولو سره پر ګيله من وزیر برید غندلی دی او وايي: «پر ګيله من وزير، ارمان لوڼي، عثمان کاکړ او عارف افغان بريد کوونکي ټول يو خلک دي.»
سره له دې چې مېرمن نغمې د کومې ډلې یا مشخصې خوا نوم نه دی اخیستی، خو وایي: «تاسو پوهیږی چې په دې برید کې د چا لاسونه دي.»
نوموړې وایي: «مونږ به څه وخت له دې بدختیو څخه خلاصیږو او ولې به د نورو د موخو لپاره زمونږ ځوانان له منځه ځي.»
د مېرمن نغمې ترڅنګ افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل هم پر ګیله من وزیر ترهګریز برید غندلی دی.
نوموړی چې له پاکستان څخه بهر اوسېده، د پېښې له خبرېدو وروسته اسلام اباد ته تللی او د نوموړي پوښتنه یې له نږدې کړې ده.

100%


له دې سره، د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي هم پر ګیله من وزیر برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د هېواد، افغان ولس او محکوم وطن دوښمن یو دي (د پنجاب پوځ) او د هغوی د کرایه شويو وګړو د ترور هدف یې صرف او صرف هېواد پاله او په قوم مئين خلک دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي؛ پښتانه پر ښاغلي وزیدبرید کوونکي نه بښي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: «پښتانه پر ګیله‌من وزیر برید کوونکي نه بښي او پولیس باید پر برید کوونکي ژر ونیسي.»
ښاغلی پښتین وايي، چې پر ګیله‌من وزیر برید د یوه منظم پلان له مخې شوی او د اسلام اباد له پولیسو څخه غواړي، څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو په ځلونو ورته بریدونه شوي او یو شمېر یې له دې بریدونو بچ شوي هم نه دي، خو بیا هم یاد غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ خپلو مبارزو ته همداراز دوام ورکړی.

طالبان: هغه ښځې چې هره ورځ دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۳:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، هغه ښځې چې هره ورځ خپلو دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي. د دغه وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، پکې راغلي: «هغه ښځې چې هره ورځ دندو ته ورځي، خپلې تنخواوې او امتیازات به پوره ترلاسه کړي.»

په دې مکتوب کې راغلي، هغه ښځینه دولتي کارکوونکې چې برحاله دي، خو د نارینه و په شان هره ورځ دندو ته نه ورځي، یوازې د هغوی میاشتیني امتیازات ۵۰۰۰ افغانۍ اجرا کیږي.
دغه ښځينه کارکوونکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته کور ناستي شوې دي.
دا مکتوب د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند له خوا لاسلیک شوی دی.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دستور ورکړی و، چې د ټولو دولتي ښځینه کارکوونکو تنخواوې دې پنځه زره افغانۍ ورکړل شي.
د طالبانو دا پرېکړه ددې لامل شوه، چې د یو شمېر دولتي ادارو په ځانګړې توګه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو په ورکړه کې اختلال رامنځته شي.
په تېرو ورځو کې د روغتیایي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې دندو ته ځي خو ۴۸۰۰ افغانۍ تنخواوې یې ترلاسه کړي دي.
له دې سره، د نجونو د ابتدایه ښوونځیو ځینو استادانو ان د تېرې میاشتې تنخوا هم نه ده ترلاسه کړې.
داسې ښکاري چې د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند ددې مکتوب په خپرولو سره غوښتي، چې د هبت الله د فرمان په اړه رامنځته شوی ابهام حل کړي.
د یادولو ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې په کابل کې د څو روغتونو ښځينه کارکوونکو د طالبانو د مشر د وروستي فرمان پروړاندې کار بندیز کړی دی او دا پرېکړه یې ظالمانه بللې ده.
د کابل د روغتونونو د ډاکټرانو یوې ډلې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د ښځو د تنخواوو د کمولو په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به خپل کاري اعتصاب پراخ کړي.
طالبانو له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې ډېرې ښځې کور ناستې کړي دي او دا مهال ښځې یوازې د امنیت، روغتیا او پوهنې په برخو کې کار کوي.

المرصاد: که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي پایلې به یې بدې وي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.

وېبپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ د نادرستو پرېکړو له امله په وروستو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه وېبپاڼې په تازه لیکنه کې چې نن دوشنبه خپره شوې ویلي، چې د پاکستان پوځ تل د "غرب ډول ته نڅېدلی، د غرب په غوښتنه یې د سوات او وزیرستان په مسلمانانو اسراییلي ظلمونه پیل کړل".

المرضاد زیاتوي: "د همغه ظلمونو نتیجه وه، چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ."

د طالبانو دغې وېبپاڼې د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې که د پوځ دا ډول پرېکړو مخنیوي ونه کړي؛ نو د پوځ د بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.

تازه د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې له امریکايي پوځیانو سره شریک پوځي تمرینات پیل کړي دي، چې دغې چارې د ټي ټي پي په ګډون د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي.

پاريس ۲۰۲۴ المپيک؛ طالبان په دې سياليو کې د درېیو ښځينه افغان لوبغاړو ګډون نه مني

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو د ورزش د برخې يو ویاند ويلي، چې دوی هغه درې ښځینه لوبغاړې په رسمیت نه پېژني، چې د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي. اتل مشواڼی زياتوي، چې په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوی دی.

د طالبانو د ورزشي ادارې ویاند اتل مشواڼي فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د پاريس په سيالیو کې يوازي درې افغان نارينه لوبغاړي د افغانستان استازیتوب کولای شي.

د المپیک نړۍوالې کميټې د افغانستان د المپیک له ملي کمېټې سره په مشوره شپږ افغان لوبغاړي، چې درې یې ښځینه او درې نارینه دي بلنه ورکړې.

دغه طالب ویاند فرانس پریس خبري اژانس ته ويلي: «اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ورزش بند شوي دي. کله، چې د نجونو ورزش نه وي، نو څنګه کولای شي چې ملي لوبډلې ته لاړ شي؟»

درې واړه ښځينه او دوه نارینه لوبغاړي له افغانستانه بهر ژوند کوي.

ښځينه افغان لوبغاړي به په دې سياليو کې د بایسکل چلولو په برخه کې ګډون کوي.

کابل کې د ایران سفارت: افغانستان ته د ایران په غيري نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور وايي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو په کچه کې ۳۱ سلنه زیاتوالي راغلی.

حسين روستايي زياتوي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

په افغانستان کې د ایران سفارت سوداګریز مشاور صدا او سيما خبري اژانس ته ويلي، چې د سږ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي.

د نوموړي په خبره، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیونه ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

روستايي وویل، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه ، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سبزیجات، وچې شیدې او د کاشي ډبرو ډولونه شامل وو.

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې په دې غيري نفتي موادو کې «د څارویو جوار د ۴.۷ میلیونه ډالرو په زیاتوالي، وربشې د ۳.۲ میلیونه ډالرو، سپیلني د ۸۹۶ زره ډالرو، د لمر ګل تخمونه د ۳۰۸ زره ډالرو په زیاتوالي، پولۍ د ۲۷۵ زره ډالرو په زیاتوالي او سرب د ۲۱۲ زره ډالرو په زیاتوالي سره» د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي وو.

روستايي همدارنګه وویل؛ سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې نړۍ ته د ایران د صادراتي توکو د هر ټن ګمرکي ارزښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۰ ډالره و، چې د افغانستان په اړه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.