اوچا: په افغانستان کې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ یو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، که په کافي اندازه او پر وخت سره بودیجه ترلاسه نه کړي، په افغاننستان کې به بشري ناورین رامنځته شي. اوچا نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه اداره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.





