د غزې کړکېچ؛ اسراییل د غزې په سوېل کې په سرپنا بدل شوي ښوونځي باندې مرګونی برید کړی

د غزې په سوېل کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه ښوونځي د اسراییل هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.

د غزې په سوېل کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه ښوونځي د اسراییل هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.
برید د خان یونس په ختیځ کې د عباسان په ښارګوټي کې د العوده ښوونځي په دروازه کې شوی چې لږ تر لږه ۵۳ کسان یې ټپیان کړي دي.
فلسطیني ډاکټرانو ویلي، چې په وژل شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییلي پوځ ویلي؛ دا برید یې د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې کړی، چې ښوونځي ته څېرمه یې د "حماس د پوځي څانګې یو ترهګر" په نښه کړی و.
اسراییلي پوځ دا هم ومنله چې د شنبې ورځې راهیسې یې د غزې په ښوونځیو کې چې د سرپنا په توګه کارول کیږي درې نور بریدونه هم ترسره کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اسراییل د رسمي شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال په اکټوبر میاشت کې د حماس برید چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه بلل کیږي ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او کابو ۲۵۰ نور بیا د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېر پربنسټ؛ بیا پر غزې د اسراییل د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۳۸زره فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.


د میټا کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې دغې کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي. د طالبانو د مخابراتو وزارت سرچینو هم تایید کړې، چې له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا یې میټا کمپنۍ رسمي ایمیلونو ته ځواب نه وايي.
د میټا کمپنۍ د فیسبوک څانګې یو کار کوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د میټا کمپنۍ د طالبانو د مخابراتو وزارت ته ځواب نه وايه؛ خو په اړه یې د یادې کمپنۍ د مشرتابه له خوا رسمي پرېکړه نه وه شوې.
د سرچینې په خبره؛ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه د میټا کمپنۍ د پالیسۍ برخې د سینګاپور دفتر ته ایمیل کړی، چې وروسته له دې په رسمي ډول د طالبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې دي او هېڅ کارکوونکی نه شي کولی، چې د طالبانو مخابراتو وزارت ته په رسمي ډول ځواب ورکړي.
دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو درېیو کلونو کې له له ۱۵۰ زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي، چې د شا او خوا ۱۹ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.
د سرچینې په خبره؛ اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک کمپنۍ سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.
د مخابراتو وزارت دا سرچینه زیاتوي: "د جمهوریت پر مهال له فیسبوک، ټویټر او ټولو ټولنیزو شبکو سره په رسمي ډول زموږ ارتباطات وو؛ مګر د طالبانو په راتګ سره فیسبوک اړیکې پرې کړې دي".
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د اکثرو غړو د فیسبوک اکاونټونه وتړل شول، د طالبانو د کلیمې سربېره د طالبانو د ګڼو چارواکو د نومونو لیکل په فیسبوک کې محدود شول او د طالبانو د مشر په ګډون د کابینې د ۴۱ غړو پر تصویرونو هم بندیز ولګېد.
له همدې امله ګڼو طالبانو په اېکس شبکې کې اکاونټونه پرانیستي او فعالیت کوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د فیسبوک کمپنۍ رسمي نظر را واخلو؛ خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

د پاکستان پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ د پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان په بېلابېلو پېښو کې پنځه امنیتي چارواکي او درې ماشومان وژل شوي دي. د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه امنیتي چارواکي تابوت پر خپلو اوږو پورته کړی.
د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ نن خبرپاڼه کې ويلي، په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې کوچني وريرونه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي.
په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه زيات مهال د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځ سره تړلې څارګرې ادارې یا ای اېس ای ته د خلکو د ټلیفوني خبرو او پیغامونو د اورېدو واک ور کړ. دې ګام سره پوځ د پاکستان په سیاست کې خپل مهم رول نور هم زیات کړ، چې د دې هېواد تر جوړېدو راهیسې له نیمايي ډېر وخت نظامیانو پرې واکمني کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان ځواکمن پوځ د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې مهم رول لري او ای اېس ای ته د نوي واک ور کولو اپوزیسیون او خواله رسنۍ غوسه کړي دي.
د قانون وزیر اعظم نظیر تارړ پرون پارلمان ته وویل، چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د جولای په اتمه یوه نوټس یا یادښت کې پر دې بدلون خبر شوی دی.
د نوموړي په خبره، «په دې ګام سره به قانون ماتوونکي له قانوني چلن سره مخ شي. دې کار سره به جرمي او ترهګریزې چارې محدودې شي او حکومت به دا ډاډ تر لاسه کړي چې د عادي خلکو شخصي حریم او ازادي نه زیانمېږي.»
رویټرز هم دا یادښت لیدلې چې پکې راغلي، «فدرالي حکومت د ملي امنیت او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خوشال دی چې پوځیانو ته اجازه ور کوي، چې ټلیفوني خبرې او پیغامونه واوري یا د هر ډول مخابراتيخبرې وڅاري.»
د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره پارلمان کې د بندي عمران خان د تحریک انصاف په مشرۍ اپوزیسیون مخالف دی.
خو عمران خان په خپله واکمنۍ کې د قانوني واک په نشتوالي کې هم د ای اېس ای له خوا د خپل یا نورو سیاستوالو د ټلیفون څارلو ملاتړ کړی و.

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییلي ټانکونو د غزې ښار په ځینو ولسوالیو لکه شجاعیه، صبرا او تل الحوا کې خپل یرغلونه لا پسې ژور کړي دي او د سیمې اوسیدونکو هم د سختو جګړو راپور ورکړې دی.
د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې دوی په تل الحوا کې د اسراییلي پوځ پر وړاندې، د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو په ډزو سره جګړه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
اسراییلي پوځ وروسته له هغو استخباراتي معلوماتو یې خپل پام د غزې ښار ته واړو، چې هلته یې د حماس اود فلسطین اسلامي جهاد وسله والو فعالیت څرکندولو.
د اسراییل د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د حماس برید چې ددې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه بلل کیږي ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او کابو ۲۵۰ نور بیا د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېر پربنسټ بیا پر غزې د اسراییلو د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۳۸ زره فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرامپ ویلي، چې تمه نه لري جو بایډن به ولسمشرۍ ته له خپلې نوماندۍ تېر شي او هغه به د خپل غرور له امله په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې کیږي.
د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرامپ د دوشنبې په شپه فاکس نیوز سره په تلیفوني مرکه کې وویل، چې بایډن به د خپل فزیکي او روانې روغتیا په اړه د اندېښنو او فشار سره به په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې شي.
ټرمپ وویل: «هغه مغروره شوی او نه غواړي چې دا غرور پریږدي، هغه نه غواړي چې داسې وکړي. ماته داسې ښکاري دا هغه څه دي چې هغه یې غواړي.»
ټرامپ وویل، چې دموکرات ګوند کول شي په بایډن په لږ فشار راوړلو سره له سیالۍ څخه لرې کړي.
ټرمپ وویل: «هغه ټول واک لري، هغه استازي لري، هغه اړ نه دی چې تېر شي.»
ټرمپ وویل، چې هغه تمه لري چې د ولسمشر مرستیاله کمالا هریس به د ډیموکراتانو نومانده وي که چېرې بایډن ګوښه شي.
ټرامپ وویل: «زه فکر کوم هغه به وي. فکر کوم هغوې د رایې په اړه ډېر اندېښمن دی که چیرې یې ترلاسه نه کړي. هغوی وېره لري.»
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې که جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه وځي کماله هريس یو له مهمو انتخابونو څخه وي.
دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د جو بایډن فعالیت په ټاکنو کې د سیالۍ لپاره د اوسني ولسمشر د عمر او وړتیا په اړه د ډیموکراتانو اندېښنې راپورته کړې.
په ورته وخت کې په تېرو څو ورځو کې د امریکا ولسمشر ویلي، چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې به له سیالۍ څخه تېر نه شي.