د طالبانو د سرحدونو وزیر: د سرحدونو ساتل زمونږ فریضه ده

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير وایي، چې د سرحدونو ساتل د دوی فریضه ده. نورالله نوري په لوګر ولایت کې د «اسلامي نظام ثبات، ولسونو د یووالي او انسجام» په نوم ولسي غونډه کې وویل، چې سرحدونه د افغانانو ارزښتونه دي او د هېواد اېنچ اېنچ خاوره د دوی تر نظر لاندې ده.





