د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
د روښانفکرۍ پېژندنه سخته نهده، «روښانفکري له ځان سره صداقت ته وايي» له خپلو ټاکلیو ارزښتونو سره وفاداري ته وايي.د انسان او انساني ژوند د شرایطو د ښه والي په لویه موخه له خپلو باورونو،افکارو، ارمانونو، هدفونو او ایډیالونو سره ریښتیني او صادقانه چلند ته روښانفکري ویل کیږي.
شهید ګیله من د دغه تعریف پر بنسټ یو ریښتینی روښانفکر و.
افغان، متحد افغانستان، ملي بیرغ، پښتو، د ټولو افغانانو یووالی او ویښتیا د هغه انسانمحوره باورونه، ایډیالونه، ارمانونه، هدفونه او فکرونه وو، همدې ارزښتونو ته ژمن پاتې شو، تر پایه یې وپالل او بالاخره یې سر پرې کېښود.
روښانفکري، له زدکړو، رسمي دیپلومونو او لویو اکاډمیکو یا سیاسي القابو سره تړاو نه لري. ګیله من لوړې زدکړې نه لرلې، ایله یې ترڅلورم ټولګي زدکړې کړې وې، خو له ځان او خپلو انسانمحوره ارمانونو سره ریښتینی و، ځکه نو د افغان روښانفکرۍ یوه بشپړه نمونه او الګو ده.
د روښانفکرۍ بله لویه ځانګړنه د مثبت مختګ لپاره پر ټولنه اغېز دی. د پاچا خان تر مړینې روسته د ملي داعیې او ویښتیا لپاره هیچا په ټوله افغان جغرافیا کې ولس دومره نه و راخوځولی، لکه شهید ګیله من چې په خپل ژوند و مرګ راوخوځاوه.
د هغه ټولنیز اغېز وګورئ، څومره خلکو پرې وژړل، څومره خلک راووتل او د افغانانو څومره دوښمنان یې وارخطا کړل او ویېځورول. دا اسانه خبره نه ده.
دا، چې وایو موږ په افغانانو کې روښانفکران او روښانفکري نه لرو یا یې کمه لرو، دلیل یې همدا دی، چې موږ له خپلو باورونو او فکرونو سره ریښتیني نه یو.له یوې خوا نارې و سورې وهو، چې د نجونو د تعلیم حق منو او غواړو یې، خو له بلې خوا د نیمايي نفوس د اساسي حقونو د نقضوونکیو ملاتړ کوو، په تبلیغاتي ډنډورچیانو یې بدلیږو، یا د مادي ګټې، یا له نورو څخه د عقدو یاهم د قومي عصبیت او یا له ډاره له خپل هغه باور سره چې « نجونې د زدکړو حق لري!» جفا کوو او هېروو یې. خپل چاپېریال وګورئ، دغه ډول ناروښانفکره تحصیل کړي څومره لیدلای شئ؟
که په ولسواکي، ملي ارزښتونو (افغان هویت، ملي بیرغ او ...)، انسانمحوره تفکر او مانا لرونکې سوله باور لرو، نو بیا ولې د دې ټولو ارزښتونو د قاتلانو په تبلیغاتي ډنډورچیانو بدلیږو؟ ځکه روښانفکران نه یو.
که د سر ویره لرو یا بل داسې مجبوریت، نو په داسې حالت کې چوپتیا غوره ده. د بشریت تاریخ میلیونونه خاموش روښانفکران لرلي دي. د استبداد په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د روښانفکرۍ تر ټولو کمزوری حالت چوپتیا غوره کول دي.
روښانفکري دا هم نه ده، چې خامخا دې د رڼا د دوښمنانو ګریوان ته لاس واچوو، یا دې هغوی وښکنځو، احساساتي شعارونه ورکړو، له خولې ځګونه باد کړو، نه.
روښانفکري دا ده، چې د هرڅه په اړه په ټولنه کې روښانتیا خپره کړو. روښانفکري په احساساتي بڼه د ټولنې بحراني کول اوکړکېچ زېږول هم نه دي. بلکې په عقلانیت و پوهه ټولنې ته سکون وربښل دي. ټولنه له هغه ګواښونو خبرول دي، چې ورسره مخامخ ده. په ټوله کې روښانفکري د ټولنې ویښتیا، روښانتیا او بدلون دی. په دې لار کې له یوې مانا لرونکې چوپتیا رانیولې، تر یوې کرښې لیکلو، تر یوې اغېزناکې وینا و ټولنې راخوځولو پورې هرڅه شاملېدلای شي. روښانفکران که د استبداد ګریوان ته لاس وراچولی نه شي، نه ښايي په تبلیغاتي دستګاه یې بدل شي. شهید ګیله من د هیچا فیزیکي ګریوان ته لاس ونه غورځاوه، ان له خپل قاتل سره یې هم شخړه ونه کړه، ښکنځلې او ترخې خبرې یې ونه کړې،تل یې موسکا په شونډو وه، د عاطفې په ژبه (شعر) یې خبرې کولې، په موسیقیت او ترنم یې پیغام رساوه، نښې و سېمبولونه یې ډېر ښه کارول. د ده لویه وسله ملي بیرغ و، شعر و، لنډۍ وه، پښتني موسیقي وه او د حقیقتونو ویل و. ګیله من د یوه ځيرک روښانفکر په توګه پوهېده، چې څه وخت څه ووايي؟ څه وخت کوم ډول جامې واغوندي، بیرغ څنګه وکاروي او د دوښمن په زړه کې د ولس د ویښتیا ولولې څنګه خورې کړي.
ښاغلیه! خپل هغه ایډیال پېژنې چې عکس دې یې پروفایل کړی دی؟ او که نه ؟
ته ښايي حق ولرې، چې ایډیولوژیک باور ولرې او یوازې و یوازې هغه دونیا درته مهمه وي، بالکل دا ستا حق دی، خو بیا نو له دې بل سېمبول ( د چېګوارا عکس) څخه څه غواړې؟
څه نور مې ولیدل، چې له ملي بیرغ یا د ولسمشر له عکس یا کوم بل ملي سېمبول سره همداسې چلند کوي، خو لاندې د خپلو ارزښتونو او باورنو له قاتلانو او جلادانو سره تبلیغاتي انډیوالي پالي.
موږ باید د روښانفکرۍ بېلګه له ګیله من شهید څخه واخلو، که هرچا له دې اړخه د روښانفکرۍ نمونه او نښه درڅخه غوښتله، تاسو د ملي ارمانونو د دغه اسطوره شوي مبارز بېلګه ورښوولای شئ.