• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژغورونډلې: اسراییلي ځواکونو د حماس په مقاومت پسې د غزې له ځینې برخو شاتګ کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۱

ژغورونکو ډلو ویلي، چې له سختو او اونیو اوږدو عملیاتو وروسته اسراییلي ځواکونه د حماس له مقاومت سره مخامخ شوي او د غزې د ښار له ځینو برخو یې شاتګ کړی دی. د اسراییل په دغو عملیاتو کې، د غزې ښار په بیلابیلو سیمو کې لسګونه کسان وژل شوي او کورونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.

اسراییل، د حماس د اورپکو د له منځه وړلو لپاره له ۱۰ میاشتو راهیسې پر غزې پراخ بریدونه پیل کړي او دغه سیمه یې نږدې ټوله ورانه کړې ده.

دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې حماس د تیر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ چې د تلابیب په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د امریکا په ملاتړ منځګړي د سولې د خبرو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا کوم ځای ته نه دي رسیدلې.

د غزې د ملکي بیړنیو خدماتو ټیمونو ویلي، چې تیره اونۍ یې د غزې ښار د تل الحوا او صبرا د ګاونډ له څنډو شاوخوا د ۶۰ فلسطینیانو مړي را ټول کړي چې د اسراییلي ځواکونو له خوا وژل شوي وو.

د سیمې اوسیدونکو او ژغورنډلو ویلي، د اسراییل ټانکونه له ځیې سیمو وتلي، خو لاهم اسراییلي سنایپر او ټانکونه په ځینې حاکمو سیمو کې میشت دي او ځايي خلکو ته یې خبرداری ورکړي چې دغو سیمو ته راستانه نه شي.

د غزې تړانګې د ملکي دفاع ویاند محمود بسال د جمعې په ورځ وویل: "په کوڅو کې جسدونه پراته دي، ټوټې شوي جسدونه، د ټولې کورنۍ جسدونه دي، د یوې کورنۍ په کور کې داسې جسدونه هم شته چې ټول سوځول شوي."

د اسراییل پوځ ویلي، چې په غزه ښار کې د ملګرو ملتونوپخواني مرکز ته ننوتي چې اوس د حماس له خوا د پوځي اډې په توګه کارېږي او دغلته یې ډرون الوتکې او نورې وسلې موندلې او له برید دمخه یې له سیمې ملکي وګړي ایستلي دي.

د اسراییل پوځ ویلي: "عسکر د تروریستي مرکزونو سره نږدې په جګړه کې ښکیل وو چې د ملګرو ملتونو پخواني دفتر انګړ ته ننوتل او هلته یې د حماس یو تونل او د پوهنتون تر ودانۍ لاندې د وسلو د تولید مرکز وموند.”

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ټیلګراف: چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

ټیلګراف په یوه راپور کې لیکلي چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي. د دغه رپوټ له مخې چین غواړي د دغې اډې له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان څخه ګواښونه کنټرول کړي.

د ټلګراف د راپور له مخې چې د جنګاښ په ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ خپور شو، چین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د نړۍ په یوه لرې پرته سېمه کې پوځي اډه جوړوي.

چین په ۲۰۱۶ کال کې له تاجکستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

ټیلګراف څرګنده کړه، چې دا تاسیسات د دواړو هېوادونو څارونکي برجونه او ځواکونه لري.

د راپور له مخې، چين او تاجکستان اوس منظم ګډ پوځي تمرينونه کوي، چې د چين په دولتي رسنيو کې ښودل شوي دي.

د تاجکستان او چین چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دغې اډې موجودیت نه دی تایید کړی.

ټیلګراف لیکي، چې د سپوږمکۍ عکسونه د دې اډې د جوړولو او هغې ته غځیدلو سړکونو کې ثابت سرعت ښیي.

افغانستان د واخان په سیمه کې له چین سره او په شمال کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري. تاجکستان په وار وار په سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان په شاوخوا کې د "امنیتي کمربند" د جوړولو غوښتنه کړې ده.

چین او طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ټیلګراف لیکي، چین په دې لټه کې دی چې په خپلو ټولو پولو کې خپل پوځي نفوذ پراخ کړي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو وروسته چین په امنیتي برخه کې د تاجکستان د حکومت له اندېښنو څخه کار اخلي.

اوکراین د غلا شویو غلو دانو د صادرولو په تور یوه باروړونکې بېړۍ او د بېړۍ چلوونکی نیولی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې اوکراین د ډینیوب په سیند کې یوه بهرنۍ بار وړونکې بېړۍ نیولې او کپټان یې په دې شک توقیف کړی، چې له مسکو سره یې د روسیې له خوا نیول شوي کریمیا ته د اوکرایني غلو په صادرولو کې مرسته کړې ده.

کییف پر روسیه تور لګوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین د غلا شویو غلو سوداګري کوي.

د کښتیو ضبط کول یو نادر کار دی او له همدې امله د بار وړلو کمپنیو چارواکو ویلي، چې د بار وړولو لپاره د کال په یوه مهم وخت کې د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې په اړه اندېښمن دي.

د کال دغه وخت د اوکراین د غلې صادراتو تر ټولو بوخت وخت وي.

اوکرایني څارنوالانو ویلي، چې د کیمرون بیرغ لرونکې USKO MFU بېړۍ د نیول کیدو امر یې صادر کړی او دغه بېړۍ د ریني اوبو ته د ننوتلو وروسته د خپل اذري کپټان سره نیول شوې ده.

په دغه سیمه کې د اوکراین بندر ته څېرمه سیند د رومانیا سره پوله جوړوي.

د کریمیا لپاره د اوکراین د څارنوالۍ د دفتر مشر ایهور پونچوفني اوکرایني ټلویزیون ته وویل، چې چارواکي د ډینیوب په سمندر کې د بیړۍ په لیدلو سره حیران شوي، ځکه چې هغه بېړۍ چې د روسیې تر واک لاندې سیمو څخه په غیرقانوني توګه د غلو په لیږدولو کې ښکیل دي د اوکراین د اوبو څخه نه تیریږي.

هغه وویل، له ۲۰۲۲ کال راهیسې، اوکراین ۲۱ بیړۍ نیولي چې په ناقانونه سوداګرۍ کې ښکیل دي.

هغه وویل: «د هغو هېوادونو لپاره چې د بندیزونو په لغوه کولو کې له روسیې سره مرسته کوي او په نیول شویو سیمو کې غلا شوي کرنیز محصولات پلوري، باید د بیړیو نیول کیدل یو څرګند خبرداری وي، چې د دې کار مسوولیت هم د هغوی پر خپله غاړه دی.»

د اوکراین دامنیتي خداماتو په وینا، دغه بیړۍ په پرلپسې ډول د کریمیا سمندري بندر سیواستوپول ته د کرنیز محصولات د بارولو لپاره تللې ده.

هغه کمپنۍ چې دغه بیړۍ ورپورې اړوند ده ویلي، چې د بیړۍ اوسنۍ بار د مالدووا څخه اخیستل شوی و.‌

دغه چارواکي وویل: «په داسې حال کې چې دغه بیړۍ زموږ تر ملکیت لاندې وه، د روسیې له خوا د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه هیڅ څه یې نه و بار کړي او هیڅکله یې د اوکراین له بندرونو څخه کار نه دی اخیستی.»

هغه زیاته کړه: "اوکرایني پوځیان په داسې حال کې بیړۍ ته سپاره شول چې د رومانیايي کپټان سره د ډینیوب سمندر په اوږدو کې روانه وه. دوی په زوره بیړۍ د سیند غاړې ته دریدو ته مجبوره کړه. زموږ وکیلان اوس قضیه تعقیبوي."

روسي ځواکونو د اوکراين د سویلي کرنيزو سيمو لويه برخه نيولې ده او کييف روسيه تورنه کړې چې غله يې غلا او پر نورو هیوادونو یې پلوري..

د اوکراین امنيتي خدماتو وویل، چې کپټان او د عملې ۱۲ غړو له روسیې سره مرسته کړې وه چې د اوکراین غله د اشغال شوي سویلي سیمو څخه مینځني ختیځ ته د روسیې په استازیتوب د پلور لپاره صادر کړي.

دغه ادارې وویل: "څیړنې روانې دي ترڅو د جرم ټول ټول اړخونه واضح کړي او نور هغه کسان وپیژني چې په دغه غیرقانوني فعالیت کې ښکیل دي."

د اوکراین د څارنوالۍ دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر همدې بیړۍ د سیواستوپول له بندر څخه کې له ۳۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر کرنیز محصولات بار کړي او یو ترکي شرکت ته یې رسولي دي.

کښتۍ وروستی ځل د جولای په ۸ مه د ډینیوب ریني بندر ته نږدې لنګر اچولی و.

د اسراییل د دوامداره بریدونو له امله په غزه کې ډېری جسدونه تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې واشنګټن د مصر او قطر په روانو خبرو اترو کې د سولې تړون لپاره فشار راوړی، په غزه کې د اسراییل د نویو شدید بریدونو له امله د دغه ښار اوسېدونکي په کورونو کې بند پاتې او د وژل شویو کسانو جسدونه د پنجشنبې په ورځ په سړکونو کې پراته دي.

حماس وايي، چې په روانه اونۍ کې پر غزې د اسراییل سخت بریدونه ښایي د جګړې د پای ته رسولو هڅې په داسې حال کې له منځه یوسي چې خبرې اترې اصلي مرحلې ته رسیدلي دي.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تر اوسه یې د خبرو اترو د وضعیت په اړه تازه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

حماس تېره اونۍ د امریکا په ملاتړ د اسراییل د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی و.‌

د غزې ښار اوسېدونکي وايي، چې د دې اونۍ بریدونه د اسراییل د عملیاتو د پیل له خورا سختې جګړې سره پرتله کېدلی شي، چې تېر کال رامنځته شوې وه او د دغه ښار پراخې سیمې یې ویجاړې کړې وې.

100%

د غزې ښار چې د غزې د اوسېدونکې څلورمې برخې په کې ژوند کاوه، د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د اسراییل د سختو بریدونو له امله نږدې ټول ویجاړ شو؛ خو بیا هم سلګونه زره فلسطینیان خپلو دغو ویجاړ شویو کورونو ته راستانه شوي وو.

خو اوس بیا د اسراییل پوځ دغو خلکو ته امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي. ډیری خلک وايي،‌ چې دغه کار به نه کوي.

100%

۳۰ کلن محمد علي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "موږ به مړه کیږو خو سوېل ته به نه ځو. موږ نهه میاشتې لوږه او بمونه زغملي دي او موږ چمتو یو چې دلته د شهیدانو په توګه ووژل شو."

علي چې کورنۍ یې څو ځله نورو سیمو ته کډه شوې، وویل چې دوی د خوړو، اوبو او درملو له کمښت سره مخ دي.

هغه وايي: "اشغال (اسراییل) د غزې په ښار داسې بمباري کوي لکه جګړه چې بیا پیل شوې وي. موږ هیله لرو چې ژر اوربند وشي، او که نه کیږي، بیا نو هر څه چې د خدای رضا وي."

100%

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې دوی د غزې ښار په تل الحوا او صبرا ولسوالیو کې د خلکو د بند پاتې کېدو او د نورو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي؛ خو د روانو پراخو اسراییلي بریدونو له امله، ژغورونکي ډلې دغو سیمو ته نه شي رسیدلي.

د ملکي اضطراري خدماتو ادارې ویلي، اټکل کوي چې په تل الحوا او رمل سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي وي؛ خو د روانو اسراییلي عملیاتو له امله دوی دغه جنازې تر نړېدلو ودانیو نه شي راویستلی.

د اسرايیل پوځ د چهار شنبې په ورځ د غزې ښار اوسېدونکو ته وویل، چې د سوېل لور ته ولاړ شي او له دوو "خوندي لارو" کار واخلي.

ځینو په ټولنیزو رسنیو کې د "موږ نه ځو" هشټګ له لارې اسراییل ته ځواب ورکړی دی.

100%

منظور پښتین: سل زره سرونه به مو لاړ شي، خو له خدای پرته د دنیا هیڅ طاقت ته سر نه ټیټوو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي: «نورې قربانۍ ورکوو، سل زره سرونه به مو لاړ شي، خو له خدای پرته به د دنیا هیڅ طاقت ته سر ټيټ نه کړو.» نوموړي دا خبره څو ګړۍ مخکې د پېښور بډه بېره کې د دې غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله من وزیر تابوت ته راټولو شویو خلکو ته وکړه.

پښتین په خپله وینا کې دغه راز زیاته کړه، «د وطن خاوره په غلې پاتې کېدو نه ترلاسه کیږي او د وچ مټ په زور به یې ګټو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ګیله من وزیر مړینې ته په اشارې سره وویل: «دې سړي مونږ ډېر غمجن کړي یو او په وطن بده ورځ ده، د ګیله من په جود کې تر اوسه هم هغه نښانونه شته چې په سپیو یې خوړلی و.»
نوموړي یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، چې ګیله من وزیر «شهادت» قبول کړ، خو سر یې ټیټ نه کړ.


د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، تېره شپه په روغتون کې مړ شو.
د ګیله من وزیر مړی له اسلام اباد څخه پېښور ته وړل شوی او تر هغه وروسته خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقالیږي.

د ګیله من وزیر مړینې زرګونه افغانان خپه کړي او له ډېرو پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د یادولو ده، چې ګیله من وزیر د سیاسي مبارزې ترڅنګ شاعري هم کوله، چې د افغان وطن او ولس روانې ستونزې په کې بیان کړي دي.

د ناټو عمومي منشي د اوکراین لپاره د ملاتړ د نوې بستې د چمتو کولو اعلان وکړ

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې د ناتو د سرمشریزې په دویمه ورځ د دغه سازمان سرمنشي په اوکراین کې جګړې ته په اشارې سره وویل، تمه لري چې غړي هېوادونه یې د اساسي ملاتړ پر یوه بسته موافقه وکړي.

هغه روانه سرمشريزه "تاريخي" وبلله او ويې ويل، چې ايتلاف به د خپلې ٧٥مې کليزې له نمانځلو وروسته د راتلونکي لپاره "مهم تصميمونه" ونيسي.

د سټولټنبرګ په وینا؛ د ناټو د ملاتړ کڅوړه له پنځو برخو څخه: «د امنیتي مرستې او روزنې چمتو کولو لپاره د ناټو قومانده، د دوامداره ملاتړ لپاره اوږدمهاله ژمنه، د هوايي دفاع په ګډون د بېړني ملاتړ نوې اعلامیې، نوي دوه اړخیز امنیتي تړونونه او د ګډې همکارۍ لپاره د کار زیاتوالی» جوړه ده.

نوموړي په سرمشریزه کې دغه پنځه عناصر د اوکراين د اتحاد د غړيتوب لپاره يو پياوړی پل وباله او ويې ويل: «زه ډاډه يم چې له دې وروسته به غړي بيا په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب د منلو لپاره پر خپلې ژمنې ټينګار وکړي."

سټولټنبرګ همدا راز؛ د ناټو پر دریځ د امریکا د راتلونکو انتخاباتو د اغېزو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « تمه لرم چې د امریکا د ټاکنو پایلو ته په نه پاملرنې، دا هېواد د ناټو یو پیاوړی او ټینګ متحد پاتې شي.»

هغه دې سره په ویلو، چې یوه پیاوړې ناټو شتون د امریکې د امنیت په ګټه دی ټینګار وکړ، چې د ناټو پر وړاندې د ټرمپ او نورو اصلي نيوکې په اصل کې د ناټو په خلاف نه دي بلکې د ناټو د هغو متحدينو په خلاف دي، چې په ناټو باندې کافي پيسې نه لګوي.

هغه د دغه پړاو د بدلون په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل، چې په تېرو کلونو کې موږ په ټوله اروپا او کاناډا کې د دفاعي لګښتونو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې د ناټو د بنسټېدو د ۷۵مه کلیزې د مراسم کوربه و.

په دې مراسمو کې د ناټو غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی دی.