په پېنسلوانیا کې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وسله وال برید شوی دی

د امریکا د ولسمشرۍ پر نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پېنسلوانیا کې د وینا پر مهال برید شوی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ پر نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پېنسلوانیا کې د وینا پر مهال برید شوی دی.
سي اېن اېن راپور ورکړی، چې ټرمپ له ډزو وروسته پر ځمکه لوېدلی او امنیتي ساتونکو پورته کړی دی.
له دغه برید څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د ښاغلي ټرمپ مخ په وینو لړلی دی.
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ وروسته له دې چې پر ځمکه ولوېد بېرته راپورته شو او خپلو پلویانو ته یې څه ویل غوښتل؛ خو امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه ویستی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې اسراییل د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د بشري مرستو په یوې ټاکل شوې سیمه هوايي برید کړی چې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان یې وژلي دي. د دغه هوایي برید موخه د حماس د پوځي مشر په نښه کول و.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د اسراییل د پوځ یوه چارواکي ویلي، چې لا څرګنده نه ده، چې د حماس پوځي مشر، ډییف، په دغه برید کې وژل شوی که نه.
دغه اسراییلي چارواکي خبریالانو ته وویل: «موږ لا هم د هوایي برید پایلې څیړو او تاییدوو یې.»
د حماس وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې د د دغې ډلې د مشرانو په نښه کولو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د اسراییلو موخه د دغو بریدونو توجیه ده، چې په وروستیو څو اونیو کې په غزه کې ترسره کړي دي.
په سیمه کې بې ځایه شویو خلکو ویلي، د هوایي برید له امله یې خیمې ړنګې شوی، جسدونو او د انسانانو د بدن ټوټې په ځمکې پرتې دي.
د غزې د ښار اوسېدونکی شیخ یوسف چې دا مهال د الموصي په سیمه کې بې ځایه شوی دی رویټرز ته وویل: «زه حتی ویلې نه شم چې چیرته وم او څه پیښ شول.»
هغه وویل: «کله چې له خیمې ووتم، شاوخوا مې ولیدل چې ټولې خیمې ړنګې شوي، د انسانانو د بدن غړي او جسدونه هر چیرې پراته دي، زړې ښځې په ځمکه پرتې دي او کوچني ماشومان ټوټې ټوټې شوي دي.»
د حماس پوځي مشر د اسراییل د وژنې له اوو هڅو څخه ژوندی وتی دی، چې تر ټولو وروستی یې په ۲۰۲۱ کې و او د لسیزو راهیسې د اسراییل د لېست په سر کې دی. ډیف په ځانمرګو بریدونو کې د لسګونو اسراییلیانو د وژنې مسوول بلل کیږي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۹ نور ټپیان دي. دغه برید په جګړه ځپلې سیمه کې په څو اونیو کې تر ټولو خونړۍ پیښه بلل کیږي.
الموصي د بشري مرستو هغه ټاکل شوې سیمه ده چې اسراییلي پوځ په وار وار له فلسطینیانو څخه غوښتې چې له دې سیمي ووځي.
د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا، له لسو میاشتو راهیسې د غزې په تړانګه د اسراییل د بمباریو له امله تر ۳۸ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

په پاکستان یوې محکمې د بې قانونه واده کولو له تور څخه پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه دریمې میرمنې ته د شنبې په ورځ بري کړل، خو ښاغلی خان به بیا هم د هغه په وړاندې د تازه تورونو له امله له په زندان کې پاتې شي.
د پاکستان محکمې دا پریکړه یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند په پارلمان کې ډیرې څوکۍ وګټلې او د هیواد په کمزوري واکمن ایتلاف باندې یې فشار زیات کړی چې د ناوړه اقتصادي وضعیت د ثبات لپاره مبارزه کوي.
یوې محکمې عمران خان او میرمن یې بشرا خان په فبرورۍ میاشت کې له دې امله مجرم وبلل او په اوه کاله بند یې محکوم کړل چې بشرا خان له خپل پخواني خاوند له طلاق وروسته د عیدت مودې تر پوره کېدو مخکې واده کړی.
دواړو د خپلو محکومیتونو پر ضد د استیناف غوښتنه کړې وه.
د رویټرز خبري اژانس له خوا لیدل شوي د محکمې حکم کې راغلي: "دواړو استیناف غوښتونکو ته له تورونو برائت ورکړل شوي دي."
په حکم کې راغلي: "چارواکو ته لارښوونه کیږي چې ژر تر ژره هغوی خوشي کړي، البته که په کومه بله قضیه کې یې توفیق ته اړتیا نه وي."
ویل شوي چې څارنوالۍ د عمران خان او د هغه د میرمنې په وړاندې د خپلې قضیې په ثابتولو کې پاتې راغلې.
د خان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې چارواکو د هغه په اړه په دریو قضیو کې چې د اردو او نورو دولتي تاسیساتو پروړاندې تاوتریخوالي پورې اړوند دي، د نوموړي د نیولو تازه حکمونه صادر کړي.
د ترهګرۍ ضد یوې محکمې تېره اوونۍ د عمران خان او د هغه د زرګونو پلویانو په ضد د مې په نهمه ثبت شویو قضیو کې د هغه ضمانت منسوخ کړی و.

د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسید وايي، د دې ډلې پرضد د پاکستان پوځ د عزم استحکام عملیات نشي کولی دوی کمزوري کړي. مفتي نور ولي د پاکستان د هغو مذهبي او سیاسي ګوندونو د مشرانو مننه هم کړې، چې د دې عملیاتو مخالفت یې کړی دی.
مفتي نور ولي مسید وايي چې تحریک طالبان پاکستان د زرګونو وسله والو او فدایانو یوه لویه ذخیره لري او د ده په وینا «موږ کولای شو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په پرله پسې توګه پر پوځي مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړو، په پاکستان کې د پانګونې ټولې کورنۍ او بهرني پروژې ناکامه کړو خو دا مهال موږ د ملت او هېواد او د ځينو ځانګړو سياسي ګټو په خاطر د جګړې حالت په يوه تعادل کې ساتلی دی، نو دا بې بنسټه عمليات موږ نه شي کمزوری کولای.»
مفتي نور ولي مسید په خپل دغه پېغام کې ادعا کوي «چې تحریک طالبان پاکستان په ټول هېواد کې یو نه ماتیدونکی، منظم چریکی ځواک او منظم تنظیمی جوړښت، پوځی او استخباراتی نظام لری، چې په رڼا کې یې دا خپل سپیڅلی جهاد پرمخ وړي»
متفي نور ولي مسید د نورو هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې همدارانګه ټینکار کوي چې کومه بهرنۍ اجنډا نه لري او د پاکستاني جنرالانو او واکمنانو د ظلمونو په وړاندې یې له ځانه دفاع پیل کړې ده.
د ټي ټي پي مشر د امریکا یولسم سپټمبر پېښو ته اشارې ویلي چې د پاکستان هغه وخت چارواکو په یو ټلفون د قبایلي سیمو اسلامي او قبایلي کلتور د ختمولو او د ډالرو په خاطر په لر او بر پښتونو باندې یوه خطرناکه جګړه مسلطه کړه چې په نتجه کې دغه قبایلي سیمو ازاد حثیثت یې ختم کړ چې له دې سره یې په قدرتي وسایلو باندې قبضه کړې ده.
مفتي نور ولي زیاتوي چې روانه جګړه پر دوی تپل شوې ده.
پاکستان په دې وروستیو کې په خیبربښتونخوا او پلوچستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلوالو د ځپلو په موخه د عزم استحکام عملیات اعلان کړي دي خو په پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو ددې عملیاتو مخالفت کړی دی.

د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۴مه غونډه د جولای په څلورمه د قزاقستانپه استانه ښار کې پای ته ورسېده. د استانې اعلان په نوم په ګډ بیان کې د شپاړسو هیوادونو د مشرانو او استازو ګډې پرېکړې په ګوته شوې دي.
د دې بیان په مهمو ټکو کې په نړۍ کې د سولې، مصونیت او ثبات تامین، د برابرۍ او په د موکراتیک اساس د یوه نوي او کثیرالقطبي سیاسي او اقتصادي نړیوال نظم د تشکیل ذکر شامل دی.
ګډ بیان کې د هیوادونو د ارضي تمامیت، په داخلي چارو کې د لاس وهنې او د زوګیری نه د ډډه کولو په اړین والي ټینګار شوی دی.
د دې سره د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې یو شمېر برنامې او پروګرامونه هم تصویب شول.
په دې کې د ۲۰۲۵ نه تر ۲۰۲۷کلونو کې د افراطګرۍ، ترهګرۍ او د تجزیه خوښونې په ضد مبارزه کې د همکارۍ پروګرام، د انرجۍ په ساحه کې تر ۲۰۳۰ پورې د همکارۍ پروګرام او تر ۲۰۳۰ پورې د اقتصادي ودې د ستراتیژۍ د منصوبې پروګرامونه شامل دي.
د مشرانو غونډې په سازمان کې بیلاروس ته د غړيتوب ورکولو تصمیم هم په اتفاق د نظر تصویب کړ.
د مشرانو د غونډې کوربه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايیف د سازمان او د مشرانو د غونډې په اهمیت داسې رڼا واچوله:« د دې سازمان د هیوادونو د نفوسو ګډه شمېره درې میلیارده انسانانو ته رسي، په دې سازمان کې د نړۍ تر ټولو غټ او په ګړندۍ توګه پر مخ تلونکي اقتصاد ګډون لري او دغه اقتصاد د ټولې نړۍ د اقتصاد دریمه برخه تشکیلوي، دا واقیعتونه زمونږ د سازمان پوټنشال او نړیوال نقش په ډاګه کوي.»
د شانګھای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کې د جون د میاشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو هېوادونو له خوا د چین په شانګھای کې تاسیس شو، چې په کې قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان شامل وو.
د دې نه وروسته دغه سازمان په تدریج سره پراختیا پيدا کړه او څلور نور هېوادونه لکه: هند، پاکستان، ایران او بیلاروس ګډون وکړ، په دې سره د سازمان د اصلي غړو شمېره لسو ته ورسیده، د دې ترڅنګ منګولیا او افغانستان په کې د ابزرور یا د مشاهدینو حیثیت لري.
د دې تر څنګ څوارلس نور هیوادونه د دې سازمان سره د ډایالوګ د شریکوالو په حیث ارتباط لري.
د استانا په غونډه کې منګولیا ګډون درلود؛ خو افغانستان ته (د طالبانو امارت ته د مشروعیت نه لرلو له امله) بلنه نه وه ورکړل شوې.
دا سازمان اوس نه یوازي د یوریشیا «د اروپا او د اسیا تقرب لرونکې سیمه» کط تر ټولو مهم ستراتیژک، سیاسي او اقتصادي همکارۍ سازمان دی؛ ولې په لږ وخت کې یې ستر نړیوال اهمیت هم تر لاسه کړی دی؛ ځکه چې دغه ستراتیژیکه جغرافیه د اسیا او اروپا د وچو تر مینځ د پل حیثیت لري.
په دې سیمه کې د انرژۍ غټې زېرمي خوندي دي، په دې سازمان کې د روس او د چین غوندې ابر قدرتونه او د هند په څېر زیات نفوس او غټ اقتصاد لرونکي هېوادونه هم موجود دي.
په داسې وخت کې، چې په نړۍ کې سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک کې د بدلونو او ګزار مرحلې لیدل کیږي او د اسیا د سترې وچې اهمیت او قدرت مخ په زیاتېدو دی، د شانګھای همکارۍ سازمان د اسیا د وچې د محور حیثیت لري.
په طبعي توګه چین د غړو هېوادونو سره په اقتصادي همکارۍ کې تر ټولو وړاندې دی، په دې وخت کې چین نه یوازې د مرکزي اسیا د هېوادونو تر ټولو غټ تجارتي شریکوال دی؛ خو ورسره د نورو غړو هېوادونو سره هم د پام وړ اقتصادي اړیکې لري.
په سازمان کې غړیتوب لرونکي هېوادونه په پرله پسې توګه خپلو منځونو کې سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوی، چې په دې برسیره هغوی د تروریزم په ضد د ګډې مبارزې ژمنې هم کوي او تر اوسه د دغه سازمان په هره غونډه کې د تروریزم په ضد د مبارزې په اهمیت ټینګار شوی دی.
د شانګھای همکارۍ سازمان د ستر پوټنشال او اهمیت لرلو سره سرهپه داخل کې مسلې او کړکیچونه هم لري.
په دې مسلو کې د چین او هند تر منځ د لداخ په سېمه کې د ګډې پولې کړکېچ، د هند او پاکستان تر منځ زاړه او ژور اختلافات د یادولو وړ دي.
د چین او هند تر منځ د همالیه په غره يیزه سېمه کې جغرافیايي شخړې پخوانۍ دي او په هند کې د انګلیسي استعمار د وخت څخه د سرحدي پولو په سرتاسري توګه د نه ټاکل کېدلو له کبله دي.
د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو کې د لداخ په سېمه کې د هند او چین د پوځي ګزمو تر منځ فزیکي جګړو او د تلفاتو خبرونه خپاره شوي وو، خو دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې په پوله د خپل منځي شخړو سره سره د چین او هند تر منځ سوداګرۍ تر اوسه پراختیا موندلې او په ۲۰۲۳ کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه ۱۳۶۰۲ ملیارده ډالره وه؛ خو د هند او چین سیاسي اړیکې د رکود ښکار دي.
د دواړو هېوادونو لوړپوړي دولتي مشران د یو او بل هېواد ته تګ او راتګ نه کوي اوس، چې د راتلونکي کال لپاره د شانګھای همکارۍ سازمان ریاست چین ته وسپارل شو او د سازمان د مشرانو د راتلونکي کال غونډه به په بیجنګ کې کیږي نو پوښتنه دا ده، چې دا حالت به په سازمان کې د هند په فعالیت څه اغېزه کوي؟
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د استانا غونډې ته نه وو ورغلی او د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د خپل هېواد استازولي وکړه.نو ایا په ۲۰۲۵ کې به نریندرا مودي د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته ولاړ شي؟ دا خبره ګرانه ښکاري.
همدا ډول د هند او پاکستان خپل منځي شخړې د دغه سازمان په هره غونډه کې ځان جوتوي، اوس په استانا کې هم هند هڅه وکړه، چې په ګډ اعلان کې د تروریزم په ضد مبارزې په خبره کې د پولو نه وراخوا تروریستي فعالیتونو ذکر هرو مرو وشي،ځکه، چې هند په پاکستان باندې د دغسي فعالیتونو تور لګوي.
په ګډ بیان کې دا یادونه وشوه، چې د ارضي تمامیت احترام کول او د یوه او بل په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې پر خبرې ټينګاو کې هم د هند دلچسپي وه، ځکه دا د کشمیر په مسله کې د پاکستان دریځ ته اشاره ده.
که څه هم د استانه په اعلان کې نیغ په نیغه او په رسمي توګه د افغانستان ذکر نشته؛ خو د ترهګرۍ په يادونه کې د افغانستان وضعت ته غیرمستقیم اشاره موجوده ده.
د کنفرانس په څنډه کې کېدونکي د بېلابيلو مشرانو په دوه اړخیزه خبرو کې ټولو هیوادونو د افغانستان د وضعت د انکشاف په باره کې د نظرونوتبادله کړې ده.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر د ګیله من وزیر په جنازه کې د وینا پرمهال وویل چې ګیله من وزیر بهر ته پر تګ بندیز و خو قاتل ته یې اجازه ورکړل شوه چې بهر ته سفر وکړي. میا افتخار حسین پاکستان ته په اشارې سره وویل داسې ملک دی «چې سپي یې خوشي کړی او ګاڼې یې تړلي دي»
د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر د پوښتنې په توګه وویل: «ایا مونږ یوازې په شهادتونو راټولیږو او که له دې بغیر هم مونږ ته د راټولېدو اړتیا شته. »
د راپورونو پر بنسټ د ګیله من وزیر د مرګوني ټپي کېدو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ او یو شمیر بهر میاشتي افغانانو هڅه وکړه، چې ګیله من وزیر د درملنې لپاره جرمني یا هم لندن ته انتقال کړي؛ خو داسې اندېښنې مطرح شوې چې د ګېله من وزیر پېژند پاڼه او پاسپورټ د پاکستاني استخباراتو له لخوا بلاک شوي دي او بهر ته د تګ اجازه نه لري.
په ورته وخت کې میا افتخار حسین نیوکه کوي، «ګیله من وزیر بهر ته د درملنې لپاره نشو تلی، ځکه چې بهر ته د تګ اجازه نه وه خو قاتل یې په نره لاړو په هیڅ کوم لېست کې یې نوم نه و.»
دی زیاتوي که د ګیله من وزیر پېښه سیمه ییزه وي نو بیا قاتل ته د سفر کولو اجازه د چا په لاس کې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي او شاعر ګیله من وزیر جنازه تېره ورځ د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې ادا او هلته خاورو ته وسپارل شوه.
ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې ټپي او وړمه ورځ یې د سختو ټپونو له امله په پیمز روغتون کې سا ور کړه.
د نوموړي جنازه دوه ورځې وړاندې له اسلام اباد څخه خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شوه او نن پکې پر وزیرستان او ور څېرمه سیمو سربېره د پېښور او د پښتونخوا د ځینې نورو سیمو خلکو هم ګډون کړی و.
