• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د طالبانو په زندان کې د دریو امریکايي بندیانو نومونه افشا کړل

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند منلې، چې د جورج ګلزمن، محمود حبیبي او راین کاربټ په نومونو درې امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي. په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند وویل، چې دوه امریکایان - یوه ښځه او یوه سړی - د دې ډلې په بند کې دي.

واشنگټن اگزمینر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) راپور ورکړی، چې دغه امریکایي وګړي مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې په کابل کې د دوحې له درېیمې غونډې وروسته ویلي و، چې د امریکایي بندیانو د تبادلې په اړه یې د امریکا له استازو سره خبرې کړي دي. ښاغلي مجاهد وویل، چې طالبان به له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو ځواکونو د خلاصون په بدل کې امریکايي وګړي خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بندیانو د تبادلې په اړه د طالبانو وړاندیز په برخه کې پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو د بندیانو په سمدستي او پرته له قید او شرطه خوشې کیدو یې ټینګار وکړ.

واشنگټن اگزامینر وايي، چې طالبانو ته د امریکايي بندیانو د نومونو افشا کول شاید د هغه ستونزمنې لوبې لومړۍ نښه وي، چې امریکا یې د طالبانو له رژیم سره کوي.

رایان کاربټ د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو. کاربټ اوس په خرابو شرایطو کې د ځمکې لاندې ساتل کیږي او روغتیایي حالت یې هم خراب ښودل شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی مشر محمود حبیبي چې یو افغان الاصله امریکايي دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «اې ار اېکس کمیونکیشن» شرکت له ۲۹نورو کارکوونکو سره ونیول شو. د حبیبي د کورنۍ په وینا نوموړی د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د کابل په شیرپور کې نیول شوی و.

طالبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې لاس درلود.

طالبانو د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

جورج ګلزمن درېیم امریکایی وګړی دی چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۵نېټه د طالبانو له خوا نیول شوی و. د راپورونو له مخې د طالبانو په زندان کې د هغه روغتیايي حالت نازک دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

یو ایرانی قضایی چارواکی: په ایران کې ۹۵ سلنه بهرني زندانیان افغانان دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د ایران د قضايیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وايي، چې په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني زندانيان افغانان دي. ښاغلي غریب ابادي وویل، چې د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ د زندانیانو د تبادلې لپاره لازمې هڅې روانې دي.

ایسنا خبري اژانس د کاظم غریب ابادي له قوله لیکلي دي، چې د افغان بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې روانې دي او تمه کیږي، چې د روان کال تر پایه به د بندیانو تبادله وشي.

دغه خبری اژانس لیکلي، چې د ایران د قضايیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال دغه څرګندونې د شنبې په ورځ(د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د البرز قضايي شوار په غونډه کې کړي دي.

دغه ايراني قضايي چارواکي په ايران کې د افغان بنديانو د کره شمېر او يا هم د بهرنيو بنديانو د شمېر په اړه جزييات نه دي ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګرۍ عمومي رییس علي رضا محمودي تېر کال ویلي وو، چې په ایران کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېر کال اعلان کړی و، چې د افغانستان او ایران د قضايي چارواکو ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک شوې، چې پر اساس یې اړوند هېواد ته د بندیانو د لېږد زمینه برابره شي.

په لغمان ولایت کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

سیمه ییزو سرچونو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په لغمان ولایت کې د ارزښت راډیو ټلویزیون خبریال حمیدالله حیران له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

حمید الله حیران سږ کال په وري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او لا تر اوسه ورسره بندي دی.

طالبانو په تیرو دریو کلونو کې لسګونه خبریالان د دغې ډلې د پالیسیو نه د سرغړونې په تور نیولي او په میاشتو میاشتو یې بندیان کړي دي.

دغې ډلې د حیران د نیول کیدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

طالبان: په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ لپاره باید یوه ګډه کمېته جوړه شي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د يوې ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شکیب دغه وړاندیز د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر امیر مقام سره په کتنه کې وکړ.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) خپره شوه، سردار احمد شکېب د طالبانو، پاکستان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا او اهميت ټينګار وکړ.

ښاغلي شکیب وویل، چې دا ډله افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه د راستنیدو غوښتونکې ده. همدا راز، سردار احمد شکیب وویل، چې امنیتي مسایل او سیاسي اړیکې نه باید له افغان کډوالو سره وتړل شي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې زیات شمېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په مني کې په رسمي ډول د بې اسنادو افغانانو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ. د رسمي شمېرو له مخې په دې پړاو کې ۵۴۱زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

د طالب چارواکو د رسمي اعلامیو له مخې، د افغان کډوالو د اېستلو د پروسې په دویم پړاو کې به ۸۰۰زره بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په دویمه تمریناتي لوبه کې د مراکش په وړاندي ولوبيږي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د افغانستان په وخت د شپې په ۲۲:۳۰ بجو په دوهمه تمريناتي لوبه کې له مراکش لوبډلې سره مخامخ شي. دا سيالۍ د مراکش په رباط ښار کې تر سره کيږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ تمریناتي لوبه درې ورځې وړاندې ۱-۴ په پایلې سره د مراکش په ګټه پای ته ورسېده، چې مراکش د فیفا په درجه بندۍ کې شپږم ځای لري.

له لومړۍ لوبې وروسته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي د مراکش پر وړاندې، چې د نړۍ یو له پیاوړو لوبډلو څخه ده د خپلو لوبغاړو له سيالۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د لوبڅار تېروتنې یې د لوبې پر پايلي اغېزمنې وبللې.

د چهارشنبې د شپې په لوبه کې افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې د مراکش پر وړاندې مقاومت وکړ او لوبه له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د افغانستان یوازینی ګول مهران غلامي وکړ.

100%

په نړیوال جام کې له ګډون مخکې د افغانستان لوبډلې لپاره د چمتوالي لوبې مهمي دي.

د چمتووالي په وخت کې تخنیکي کارکوونکي کولای شي له ځواکمنو لوبډلو سره په لوبو کې د لوبډلې کمزورتیاوې او قوتونه په ګوته کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د تیاریو په حال کې ده، د مراکش د فوټسال له ملي لوبډلې سره د دوو تمريناتي لوبو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

افغانستان د نړیوال جام په دریم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا له لوبډلو سره سيالۍ لري.

په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو مهال ویش:

افغانستان – انگولا (یکشنبه ٢٥ وږي۱۴۰۳)

افغانستان – ارجنتاین (چهارشنبه ٢٨ وږي۱۴۰۳)

افغانستان – اوکراین (شنبه ۳۱ وږي ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون د ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۴مه د شنبې په ورځ پيل او د تلې مياشتې تر ۱۵ نېټې به دام وکړي.

دا څلورم ځل دی چې د فوټسال نړیوال جام په اسیا او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.

100%

حزب التحریر: افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه د جاسوسۍ ځالې دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۱

حزب التحریر وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ماموریتونه او بنسټونه د غربي قدرتونو جاسوسي ځالې دي او طالبان دې یې مقابل کې جدي دریځ ولري. حزب التحریر پر طالبانو نیوکه کوي او وايي، د امربالمعروف او نهې له منکر وزارت په اړه د یوناما وروستي راپور ته یې غبرګون ډېر کمزوری و.

په افغانستان کې د حزب التحریر ډلې په خپل رسمي اېکس پاڼه کې خبرپاڼه خپره کړې، چې د طالبانو د امربالمعروف په اړه د یوناما پر وروستي راپور پر وړاندې د طالبانو د کمزوري غبرګون په اړه نیوکه کړې ده.

حزب التحریر په اېکس کې لیکلي « یوناما په ډېرې بې‌شرمۍ سره د امربالمعروف حکم ظلم او د بشري حقونو خلاف ګڼي، خو د حکومت دریځ د هغوی پر وړاندې نرمي او مصلحت دی. خو کله چې حزب التحریر د امربالمعروف پر حکم عمل کوي، نو د حزب له دعوتګرانو سره په شدت چلند کېږي او د تفرقې او فتنې خپرولو تر نامه لاندې شکنجه کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.»

دوی طالبانو ته خبردارۍ ورکوي چې په افغانستان کې د یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو له خطرناکو فعالیتونو څخه د ځینو مادي ګټو په خاطر سترګې پټول یوه لویه سیاسي تېروتنه ده، چې خطرناکې پایلې لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د طالبانو امربالمعروف وزارت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره دغه وزارت د بشري حقونو او د وګړو له اساسي ازادیو څخه سرغړونکی بللی دی.

د یوناما په وینا، د طالبانو امربالمعروف وزارت مامورینو ۱ زرو ۳۳ ځله خپلسري سزاګانې ورکړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې جملې ۲۰۵ له ښځو او ۸۲۸ د نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو ویاند د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما د وروستي راپور په غبرګون د امربالمعروف د پروسیجر په اړه د دغې ادارې نیوکې بې ځایه بللې وې.

ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و: «هغه احکام چې ددې وزارت له خوا توصیه کیږي، اسلامي معلوم او معروف احکام دي.»
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د یوناما راپور ورکوونکي هڅه کوي، څو افغانستان د لویدیځ له نظره وڅېړي او دا ښه کار نه دی.
ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ټولو وګړو شرعي حقوق تامین دي.