• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ټولنیزو رسنیو کې د ملا هبت الله او حقاني ډلو د ملاتړو تر منځ ناندرې روانې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۲۲ GMT+۱

د ګیله من وزیر له مړینې وروسته د هغه د مرګ ته په غبرګون په ټولنیزو رسنیو کې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني د پلویانو تر منځ مرموز کړکېچ علني شوی دی.

خالد ځدراڼ چې د حقاني ډلې د تبلیغاتي شبکې غړی او د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند دی او جابر نعماني چې ملا هبت الله ډلې ته نېږدې شخص او د استخباراتو ریاست مرستیال ویاند دی، د دغه رسنیز جنجال اصلي لوبغاړي دي.

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ګیله من وزیر له مړینې وروسته د حقاني شبکې د تبلیغاتي ډلې غړی او د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ليکلي وو، چې که څه هم ګیله من وزیر به د دوی په تړاو ځینې منفي بیانونه کړې وو؛ خو دی که ډېر بې‌ تفاوته، ظالم او بې‌ وسه هم شي بیا هم د "سپېڅلې" زړې ملګرتیا په پاس د عرفات وزیر او ګیله‌ من وزير مورکۍ غمجنو سترګو ته په کتو سکوت ماتوي او خپله خواخوږي څرګندوي.

هغه زیاته کړې وه: "تصویر کې په ژاړه عرفات وزیر د ګیله‌ من وزیر مشر ورور دی. هغه هم زموږ د سختو ورځو د مورچل یار و. داسې ورځې چې نږدې خپلوان او یاران مو له خپلوۍ او یارۍ بې‌ زاره وو."

100%

د نوموړي دغه لیکنه د حقاني شبکې د تبلیغاتي ډلې"بدري مجازي فدایان" له خوا ډېره وستایل شوه او ګڼو حقاني پلوو طالبانو یې هر کلی وکړ.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي چارو رییس شفیع اعظم هم ورته څرګندونې کړي او ګیله من وزیر یې یو بېداره شخص یاد کړی و.

شفیع اعظم د انس حقاني له نېږدې دوستانو او د بدري مجازي فدایانو د یوې ډلې مشري کوي او د کابل په څلورمې کارته کې تبلیغاتي دفتر لري.

خو بل خوا د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست د مطبوعاتو د ریاست مرستیال جابر نعماني د خالد ځدراڼ او د دوی د مطبوعاتي ډلې په غبرګون په اېکس ټولنیزه رسنۍ کې نېږدې ۷۳ پوسټونه یا په خپله کړي او یا یې د دوی د تبلیغاتي ډلې اماراتي ابابیل د غړو شریک کړي دي.

هغه لیکلي، چې پي ټي ایم فتنه وه، چې د ګیله من وزیر غوندې مبارز "مجاهد" څخه یې وسله واخیسته.

هغه زیاتوي، پي ټي ایم نه یواځي دا چې په زنده باد - مرده باد یې سر کړ، بلکې تعصب، قام پرستۍ او د وحشت او غلامۍ د بیرغ ستاینو ته یې منحرف کړ.

100%

په ورته وخت کې نعماني چې کندهاري طالبانو ته نېږدې بلل کیږي، سلګونو پلویانو یې حقاني ډله په قومپالنې تورنه کړې او ویلي یې دي، چې په اسلام کې قومپالنه ځای نه لري.

د حقاني ډلې او کندهاري طالبانو تر منځ دا رسنیز کړکېچ لا هم دوام لري؛ خو بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نن په کندهار کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله له خوا د دې ډلې د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو له رییس سره ناسته شوې ده.

له دې وړاندې هم یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د حقاني ډلې او کندهاري طالبانو تر منځ د کړکېچ معلومات ورکړي وو.

سرچینې زیاته کړې وه، چې سراج الدین حقاني د ارګ د کابینې په غونډو کې ګډون نه کوي او پر خپل ځای د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال لېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ملاتړي ملا په بندخونو کې د ښځو د شکنجه کولو او د هغوی له بربنډولو دفاع وکړه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د طالبانو ملاتړي ملا یحیی عنابي د هغو وروستیو څرګندونو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ ګرځېدلې ده، چې پکې وایي؛ زرمینه پریاني باید بربنډه شوې او په موټر پورې کش کړل شوې وی.

په ویډیو کې لیدل کیږي، چې یحیی عنابي په منبر کې د وینا پر مهال ویلي، چې «حکومت باید دا ښځه د موټر شاته تړلې وی او د خم په لارو کوڅو کې یې ګرځولې وی تر څو هغو ښځو ته، چې ازادي غواړي د عبرت یو درس شي.»

د افغان ښځو د غورځنګ یوې فعالې زرمینې پیراني په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې، چې ښيي طالبانو په زندان کې هغه نیمه بربنډه غورځولې ده.

هغه ویډیو، چې د مېرمن پیراني له افشا کېدو وروسته خپره شوه، لیدل کېږي چې مولوي عنابي وايي: «هغوی چې هغه بربنډه کړې، کور یې اباد!»

د دې ویډیو د ثبتولو دقیق وخت معلوم نه دی.

زرمینه پیراني، چې د پنجشېر ولایت ده په ۱۴۰۰ کال کې په کابل کې د طالبانو پر ضد په لاریونونو کې د عدالت غوښتنې په نوم یوه پېژندل شوې څېره شوه.

د طالبانو ملاتړی دیني عالم یحیی عنابي هم د پنجشير ولایت څخه دی.

یحیی عنابي په خپلو خبرو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر پخوانۍ غړې سیما سمر او د بامیانو پر پخوانۍ والي حبیبه سرابي هم لفظي بریدونه کړي.

هغه وايي، چې دا ښځه باید د کابل په کوڅو کې لوڅه شوې وی او «سمر، سرابي» ته د عبرت درس ورکړل شي.

د زرمینې پیراني ځواب

د افغان ښځو غورځنګ غړې زرمینې پیراني په ټولنیزو شبکو کې د یحیی عنابي خبرې نشر کړې او ورته يې لیکلي دي: «دوی زما د بدن پر وړاندې جنایت خپل حق ګڼي؛ خو د انسان ژوند او انتخاب نه.»

د دې ملا د څرګندونو په غبرګون کې مېرمن پیراني زیاته کړه: « کاش چې د تړلو دروازو تر شا يې د کابل په چوک کې بربنډه شکنجه او جنسي تېری کړی وی.» ځکه د هغې په وينا دا ډول «جنایات پټ نه پاتې کيږي.»

د ۱۴۰۰ کال د مرغومې په میاشت کې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د تمنا پیراني او زرمینې پیراني پر کور برید وکړ.

هغه مهال د دغې کورنۍ څلور نجوني د شپې له خوا په خپل کور کې ونيول شوې.

دوی له ۲۶ ورځو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شول او بیا اړ شول، چې له افغانستانه ووځي.

پر ټرمپ برید؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا پر پخواني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی. پر ډونالډ ټرمپ تېره شپه د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وسله وال برید شوی؛ خو ټرمپ په دغه برید کې ټپي شوی دی.

پخواني ولسمشر کرزي په خپل اېکس پاڼه کې په یو لنډ یادښت کې د امریکا ولس ته نیکې هیلې وړاندې کړي دي.

د ایف بي ای یو پلټونکي په خبري غونډه کې دا ومنله چې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنیزې غونډې برید د هغه د وژلو یوه هڅه وه.

برید کوونکی ۲۰ کلن میتیو کروکس ښودل شوی؛ خو د برید انګیزه لا څرګنده نه ده.

په دغه برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه تنه ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی.

خپله ډونالډ ټرمپ په دغه برید کې یوازې په غوږ ټپي شوي او په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته رخصت شوی.

حامد کرزي د ایران له ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادو د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې. کرزي په دې ليدنه کې قمي ته په ایران کې د «برياليو ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي»هم ويلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پانه ليکلي، چې په افغانستان کې يې د ایران له ځانګړي استازي کاظمي قمي سره د سېمې پر اوسنيو حالاتو خبرې کړي.

کرزي د خپلو نورو ليدونو د خبرو په دوام په تکراري ډول د افغان ځوانانو (نجونو او هلکانو) د زده کړو پر اهميت ټينګار کړی دی.

نوموړي په دې ليدنه کې په يوه هېواد کې «ملي تفاهم د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره» اړين بللی دی.

طالبانو په خوست کې هغه درې کسان نیولي، چې نجونې یې په جبري توګه کوژده کولې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي؛ هغه درې کسان يې نيولي، چې د هوايي ډزو په کولو سره یې هڅه کوله، چې نجونې په زور ځانونه ته کوژده کړي. دوی زياتوي، چې دغه کسان یې د جبري نکاح د مخنيوي اړوند د طالبانو د مشر هبت الله ۳۹۶ ګڼې فرمان پر اساس نيولي.

په خبرپاڼه کې د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د طالبانو د امنيه قومندان عبدالرشيد عمري له قوله ليکل شوي، چې دغه کسان يې د خوست په مرکز، ګربزو او اسماعيل خېلو ولسواليو کې نيولي دي.

عمري زياتوي: «دغو کسانو د هوایي ډزو په ترڅ کې نجونې د دوی له رضایت پرته خپلو ځانو ته نومولې وې.»

په خوست کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د هغو کسانو پر وړاندي جدي اقدام کوي، چې «ناسم او د بشر ضد رواجونه» پالي.

طالبانو له ځايي خلګو څخه د دې رواجونو د مخنيوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ایران کورنیو چارو وزیر: د افغانانو له خوا د نورو په نوم د ملکیتونو اخېستل غیر قانوني دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي وايي، چې د افغانانو له خوا د نورو په نوم د جایداد اخېستل غیر قانوني کار دي. ښاغلي وحیدي وایي، چې ښایي ځینو کسانو دا کار د نورو په نوم کړی وي چې دا غیر قانوني ګڼل کیږي.

د ایراني رسنیو په حواله، وحیدي وویل، «د بهرنیو اتباعو له خوا د کورونو اخېستل له قوانینو سره سم دي، چې دا مهال موږ نه لرو، نو د یوه بهرني وګړي په نوم د ملکیت اخیستل اوس داسې موضوع نشته.»

هغه خبرداری ورکړ چې که هغه سیسټمونه او وسایل چې د سمبالولو او څارنې مسولیت لري له دې سرغړونو سره مخ شي، دوی به اقدام وکړي.

احمدي وحیدي په عین حال کې وویل چې د پام وړ شمیر "غیرقانوني" افغانان له ایران څخه اېستل شوي او دا کار په دوامداره توګه روان دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، یو شمېر افغانان په سیاحتي ویزو ایران ته تللي، خو د دوی ویزې پای ته رسېدلي او په ایران کې کار کوي. هغه وويل: "دا د منلو وړ نه ده."

د ایران اسلامي جمهوریت هره میاشت د هېواد له بیلابیلو سیمو څخه زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي.

تر دې مخکې د کرمانشاه د والي دفتر د اتباعو او بهرنیو کډوالو د چارو عمومي ریاست په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ، استوګنې او کار کولو بندیز اعلان کړی و.

ختیځ اذربایجان، غربي اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کوهګیلویه او بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې افغانانو کار کولو بندیز او ممنوع الخروج دي.

د روان کال د تلې په میاشت کې له ۵۴۰ څخه زیاتو ایراني هنرمندانو، وکیلانو، ډاکټرانو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې فعالانو په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.