• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په خوست کې هغه درې کسان نیولي، چې نجونې یې په جبري توګه کوژده کولې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۲:۲۳ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي؛ هغه درې کسان يې نيولي، چې د هوايي ډزو په کولو سره یې هڅه کوله، چې نجونې په زور ځانونه ته کوژده کړي. دوی زياتوي، چې دغه کسان یې د جبري نکاح د مخنيوي اړوند د طالبانو د مشر هبت الله ۳۹۶ ګڼې فرمان پر اساس نيولي.

په خبرپاڼه کې د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د طالبانو د امنيه قومندان عبدالرشيد عمري له قوله ليکل شوي، چې دغه کسان يې د خوست په مرکز، ګربزو او اسماعيل خېلو ولسواليو کې نيولي دي.

عمري زياتوي: «دغو کسانو د هوایي ډزو په ترڅ کې نجونې د دوی له رضایت پرته خپلو ځانو ته نومولې وې.»

په خوست کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د هغو کسانو پر وړاندي جدي اقدام کوي، چې «ناسم او د بشر ضد رواجونه» پالي.

طالبانو له ځايي خلګو څخه د دې رواجونو د مخنيوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د ایران کورنیو چارو وزیر: د افغانانو له خوا د نورو په نوم د ملکیتونو اخېستل غیر قانوني دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي وايي، چې د افغانانو له خوا د نورو په نوم د جایداد اخېستل غیر قانوني کار دي. ښاغلي وحیدي وایي، چې ښایي ځینو کسانو دا کار د نورو په نوم کړی وي چې دا غیر قانوني ګڼل کیږي.

د ایراني رسنیو په حواله، وحیدي وویل، «د بهرنیو اتباعو له خوا د کورونو اخېستل له قوانینو سره سم دي، چې دا مهال موږ نه لرو، نو د یوه بهرني وګړي په نوم د ملکیت اخیستل اوس داسې موضوع نشته.»

هغه خبرداری ورکړ چې که هغه سیسټمونه او وسایل چې د سمبالولو او څارنې مسولیت لري له دې سرغړونو سره مخ شي، دوی به اقدام وکړي.

احمدي وحیدي په عین حال کې وویل چې د پام وړ شمیر "غیرقانوني" افغانان له ایران څخه اېستل شوي او دا کار په دوامداره توګه روان دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، یو شمېر افغانان په سیاحتي ویزو ایران ته تللي، خو د دوی ویزې پای ته رسېدلي او په ایران کې کار کوي. هغه وويل: "دا د منلو وړ نه ده."

د ایران اسلامي جمهوریت هره میاشت د هېواد له بیلابیلو سیمو څخه زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي.

تر دې مخکې د کرمانشاه د والي دفتر د اتباعو او بهرنیو کډوالو د چارو عمومي ریاست په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ، استوګنې او کار کولو بندیز اعلان کړی و.

ختیځ اذربایجان، غربي اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کوهګیلویه او بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې افغانانو کار کولو بندیز او ممنوع الخروج دي.

د روان کال د تلې په میاشت کې له ۵۴۰ څخه زیاتو ایراني هنرمندانو، وکیلانو، ډاکټرانو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې فعالانو په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

طالبان: چین له افغانستان سره ۱۴ مېلیونه ډالره مرسته کوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت اعلان اعلان وکړ، چې چین له افغانستان سره سل مېلیونه یوان چې شاوخوا (۱۴ مېلیونه ډالره) کیږي، مرسته کوي. دغه وزارت وايي، چې دا پیسې به د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د شنبې په ورځ په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، په افغانستان کې د پانګونې، د لوګر د مس عينک د سرک د جوړولو او د طالبانو د کارکوونکو لپاره د روزنيزو پروګرامونو پر دوام خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د چين سفير ژمنه وکړه، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره به سل مليونه يوانه مرسته وکړي.

پاکستان او ایران هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي.

طالبان: نږدې دوه زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۰۵ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د سپین بولدک، تورخم او ورېښمو پله له لارې یو زر او۹۵۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او زور راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې تېره له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه یو زر او۹۵۴ تنه افغان کډوال راستانه شول.

دغه وزارت وايي، تېره ورځ ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۳ تنه وو د ننګرهار تورخم له لارې او ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۲ تنه وو، د کندهار سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې کړل شوې.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۵۶۹ تنه افغان کډوال د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شول.

طالبان وايي، تازه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په مخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړېوال پروګرام دفترونو ته ورپيژندلي دي.

تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي و، چې د (چنګاښ له ۱۹می تر ۲۲مې) د نیمروز ولایت د وریښمو پله، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک، او د ننګرهار د تورخم له لارې ۹۷۳۰ تنه کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه څخه راستانه شوي دي.

دغه کډوال په داسې حال د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې درې ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

طالبان:په دریو میاشتو کې مو د بهرنیانو په ګډون له ۲۲ زرو ډيرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې ۲۲ او ۴۲۷ کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي. دغه وزارت وايي، په یادو کسانو کې له ۶۰۰ څخه ډير بهرني وګړي او ښځې هم شاملې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) د یوه ویډیويي کلیپ له لارې وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د یادې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري۲۲۴۲۷ کسانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

نوموړی وايي، په یادو کسانو کې یې۶۱۳ تنه بهرني وګړو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

واک د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې داسې کومې خپلواکې ادارې یا سازمانونه نشته چې د طالبانو له لوري خپرې شوې دا ډول شمېرې تایید کړي.

ښاغلی ابراهیمي وايي، یادو بهرنیو وګړو ته د دغې ډلې د اصولو او اړتیاوو ته په کتو یې د کار جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د کار او ټولینزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۴۵۷۰ تنو نارینو او ۱۲۲۱ تنو ښځو ته،د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې او ۶۰۲۳ تنو نارینو او ښځو ته په خصوصي ادارو کې د کار کولو جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، یاد کسان د طالبانو تر واک لاندې په خصوصي سکټور او موسسو کې په دندو ګمارل شوي دي.

طالبان په داسې مهال د ښځو په ګډون له ۲۲ زرو څخه ډیرو کسانو ته د کار د جوازونو د ورکړي خبر ورکوي، چې له تېرو نږدې دریو کالو راهیسې په افغانستان کې د یادې ډلې له لوري د ښځو پر زده‌کړو، له محرم پرته پر سفر کولو او ډیرو نورو فعالیتونو بندیزونه لګول شوي.

ملاله یوسفزۍ وايي، د راستنېدونکو افغان نجونو د 'تیاره راتلونکي' په اړه اندېښمنه ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې له پاکستانه وغوښتل چې د بې اسنادو افغانانو د اېستلو مخه ونیسي. ملاله یوسفزۍ وايي، د هغو افغان ښځو او نجونو د «تیاره راتلونکي» په اړه اندېښمنه ده، چې دا مهال په زور افغانستان ته ستنیږي.

ملالې یوسفزۍ د فرانسې له خبرې اژانس سره په یوه مرکه زیاته کړه: «دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان افغان کډوال مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي، او زه د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لرم.»

نوموړې وايي، چې ګڼ شمېر افغان نجونې او ښځې په پاکستان کې زده‌کړې او کار کوي.

د شمېرو له مخې تېر کال له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې یو شمېر ستانه شوي کډوال د طالبانو له خوا له ځورونې سره مخامخ شوي دي.

ملالې یوسفزۍ هیله څرګنده کړه چې پاکستان به د افغان کډوالو د اېستلو پالیسي پای ته ورسوي او د افغان نجونو او میرمنو «په ځانګړې توګه چې دوی به په افغانستان کې له تیاره راتلونکي سره مخ شي، ساتنه کوي.» هغې یو ځل بیا د افغان نجونو له زده کړو محرومیت ټکان ورکوونکی وباله او د افغان فعالانو د زغم هرکلی یې وکړ.

همدارنګه اغلې یوسفزۍ د ښځو له ګډون پرته د دوحې د ناستې په اړه نیوکه وکړې او ویلي دي: «د نړۍ مشران باید په دې پوه شي چې کله له طالبانو سره کیني او ښځې او نجونې څنډې ته کوي، په حقیقت کې پر طالبانو احسان کوي.»

نوموړې پر هېوادونو په ځانګړې توګه پر فرانسې او کاناډا غږ وکړ، چې د دوحې ناستې وغندي.