• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ټرمپ له برید وروسته په امریکا کې ولسمشریزې سیالۍ ښايی خورا بدلې او تاوتریخجنې شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې؛ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅې د هغه ملاتړي په غوسه کړي، ډېموکراتیک کمپاین یې درولی او د نومبر د ټاکنو په لړ کې یې د نور سیاسي تاوتریخوالي ویره راپورته کړه.

د ټرمپ جمهوري غوښتونکو متحدینو د شنبې په ورځ هغه د یو اتل په توګه انځور کړی.

هغوی تر برید وروسته د ترمپ هغه عکس خپور کړی، چې له غوږ څخه یې وینې روانې او ظاهره په خوله د جګړې کلیمه تکراروي.

په داسې حال کې چې ټرمپ په پرلپسې توګه له خپلو پلویانو، سلاکارانو او د پخواني ولسمشر له متحدینو سره له تاوتریخوالي ډکه ژبه کارولې ده؛ خو اوس جمهوري غوښتونکي وايي،‌ چې د ټرمپ پر ضد د بایډن ناوړه څرګندونې د دې برید لامل شوې دي.

د اوهایو ایالت سناتور او د ټرمپ متحد جې ډي وانس په اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "د نن برید یوه عادي پیښه نه ده. د بایډن د کمپاین استدلال دا دی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو استبدادي فاشیست معرفي کړي چې باید په هر قیمت یې په ټاکنو کې د بریا مخه ونیول شي. همدغه بیانیه په مستقیم ډول د ولسمشر ټرمپ د وژنې د هڅې لامل شوې ده."

بایډن په چټکۍ سره برید ته غبرګون ښودلی تر څو د وضعیت د کنټرول هڅه وکړي.

برید یې د نه منلو وړ سیاسي تاوتریخوالي په توګه غندلی دی.

بایډن خبریالانو ته وویل: "په امریکا کې د دې ډول تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته."

تر اوسه د بریدګر انګېزه معلومه نه ده.

شکمن د پنسلوانیا د بیتیل پارک سیمې اوسیدونکی ۲۰ کلن توماس میتیو کروکس دی، د دولتي رایه ورکوونکو د اسنادو له مخې؛ نوموړی یو ثبت شوی جمهوري غوښتونکی و.

هغه د سیاسي عمل کمېټې ته د ۱۵ ډالرو مرسته کړې وه، چې د کیڼ اړخو او ډېموکراتیکو سیاستوالو لپاره یې پیسې راټولولې.

په لنډه موده کې به دغه برید د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د ټرمپ څرګندیدو ته ډېره توجه واړوي؛ ځکه چې هغه د خپل ګوند د ولسمشرۍ نوماند دی.

هغه به د ناورین او بې باورۍ احساس پیاوړی کړي هغه څه چې ملاتړي یې لا دمخه پرې باور لري.

میلیاردر ایلن ماسک او بل اکمن هم په چټکۍ سره د ټرمپ ملاتړ وکړ.

ماسک پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "زه په بشپړ ډول د ولسمشر ټرمپ ملاتړ کوم او د هغه د ګړندي رغیدو هیله لرم."

د ټرمپ د کمپاین شریک مدیر کریس لا سیویتا ، پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "د کلونو لپاره او حتا نن کیڼ اړخي فعالانو، ډېموکراتانو او اوس حتا جو بایډن پر ډونالډ ټرمپ د ډزو په اړه ناوړه څرګندونې کړي دي ... اوس د دوی وخت دی. د دې حساب به ورکول کیږي ... غوره لاره د رایه ورکولو صندوق کې رقابت کول دی."

لا سیویتا په ښکاره ډول د بایډن وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې د هغه د ملاتړ کونکو څخه یې وغوښتل، چې د خپل فعالیت پرځای د ټرمپ وهلو باندې تمرکز وکړي.

بایډن وویل: "نو موږ د ټاکنیز بحث په اړه خبرې پای ته ورسولې دي، اوس د دې وخت دی چې ټرمپ موخه وګرځوو."

تر برید وروسته بایډن وویل، چې تل یې هر ډول سیاسي تاوتریخوالی غندلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په سومالیا کې د بندیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې ۸ تنه ووژل شول

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د سومالیا د پلازمینې موګادیشو په مرکزي زندان کې د امنیتي ځواکونو او بندیانو ترمنځ په نښته کې پنځه بندیان او درې سرتیري وژل شوي دي. د سومالیا د ګارد قول اردو ویاند عبدیقاني خلف وايي، چې په دغو ډزو کې ۱۸ بندیان او درې پوځیان ټپیان شوي هم دي.

د سوماليا ملي تلويزيون د سې شنبې په ورځ د جنګاښ په ۲۳مه نېټه د سوماليا د پوځ د ګارد قول اردو د وياند عبدیقاني خلف په حواله خبر ورکړ، چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو بنديانو چې د تيښتې هڅه يې کوله د زندان پر ساتونکو بريد وکړ.

عبدیقاني خلف وویل: "دغه بندیان د الشباب ډلې غړي وو، چې د القاعدې ډلې پورې اړوند وو او په اعدام محکوم شوي وو."

ښاغلي خلف زیاته کړه، چې وروسته له هغه چې وسلې او لاسي بمونه د بندیانو لاس ته ورغلل، د عملیاتو په ترڅ کې وضعیت کنټرول شو.

د هغه په ​​وينا؛ هېڅوک په تېښته بريالي نه شول.

پر ټرمپ برید؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا پر پخواني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی. پر ډونالډ ټرمپ تېره شپه د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وسله وال برید شوی؛ خو ټرمپ په دغه برید کې ټپي شوی دی.

پخواني ولسمشر کرزي په خپل اېکس پاڼه کې په یو لنډ یادښت کې د امریکا ولس ته نیکې هیلې وړاندې کړي دي.

د ایف بي ای یو پلټونکي په خبري غونډه کې دا ومنله چې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنیزې غونډې برید د هغه د وژلو یوه هڅه وه.

برید کوونکی ۲۰ کلن میتیو کروکس ښودل شوی؛ خو د برید انګیزه لا څرګنده نه ده.

په دغه برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه تنه ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی.

خپله ډونالډ ټرمپ په دغه برید کې یوازې په غوږ ټپي شوي او په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته رخصت شوی.

د ډونالډ ټرمپ زوی: ما له خپل پلار سره خبرې کړې، هغه 'ښه روحیه' لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۱

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی ویلي، له برید وروسته یې له خپل پلار سره خبرې کړې او ډونالډ ټرمپ اوس «ښه روحیه» لري. تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په دغه برید کې مرمۍ د هغه د ښي غوږ پورتنۍ برخه پرې کړې ده.

د امریکا د استخباراتو ادارې چې د امریکا د ولسمشرانو د ساتنې دنده پر غاړه لري، په یوه بیان کې ویلي چې بریدګر د ډونالډ ټرمپ د پلویانو د راټولېدو له ځای بهر له یوه لوړ ځای څخه پر ډونالډ ټرمپ څو ډزې وکړې.

دغې ادارې وويل امنيتي ځواکونو بريدکوونکى وواژه.

د بیان له مخې، په دغه برید د لاريون يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس هويت او د وژل کېدو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.

جو بایډن: ډونالډ ټرمپ ښه دی او په امریکا کې تاوتریخوالي ته ځای نه شته

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۱:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي دي، چې د پخواني ولسمشر صحي حالت ښه دی او په امریکا کې د دا ډول تاوتریخوالي لپاره ځای نه شته.

نوموړي زیاته کړې ده، چې د پښې له سیمې یې معلومات اخیستي او خوشحاله دی، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښه دی.

بایډن زیاته کړې ده، چې پلټنې روانې دي او دی د لا ډېرو معلوماتو په تمه دی.

د امریکا پر پخواني ولسمشر او د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ نېږدې یو ساعت وړاندې په پېنسلوانیا ایالت کې وسله وال برید شوی.

لومړني تصویرونه ښيي، چې د نوموړي له غوږ څخه وینه روانه ده او د امنیتي ساتونکو له خوا له سیمې ویستل شوی دی.

بارک اوباما: ټرمپ ښه دی او زموږ په ډېموکراسۍ کې سیاسي تاوتریخوالي ته ځای نه شته

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما پر ډونالډ ټرمپ د شوي برید په غبرګون وايي:"زموږ په ډېموکراسۍ کې سیاسي تاوتریخوالي ته هېڅ ځای نه شته".

نوموړي له خلکو غوښتي، چې ارام اوسي؛ ځکه تر اوسه دقیق معلومات نه شته، چې څه پېښ شوي دي.

هغه ویلي، چې د ارامتیا په حفظ سره په دې باید وپوهېږو چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ جدي نه دی ټپي شوی.

اوباما زیاته کړې، چې دی او مېرمن یې د ټرمپ د روغتیا دعا کوي.

پر ډونالډ ټرمپ نن شنبه د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې په داسې مهال برید شوی، چې نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله.