• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار طالبان: وروستیو طوفانونو د کانال د باغونو او ځنګلونو نیمه برخه له منځه وړې ده

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د ننګرهار د کانال لپاره د طالبانو رییس ملا غلام الرحمان کظیم وايي، چې په ننګرهار کې وروستیو طوفانونو او بارانونو د کانال نیمايي برخه له منځه وړې، د برېښنا پایې، د سولر ښیښې او یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، چې د یو شمېر قرارداديانو ځمکو او برېښنايي وسایلو ته هم زیان اوښتی؛ خو تر ټولو ډېر زیان ځنګلونو او دولتي باغونو ته اوښتی دی.

د ننګرهار کانال ادارې د معلوماتو پر بنسټ د کانال په څلورو لویو فارمونو کې ځنګلونه، د زیتون باغونه، د مالټو ونې، د اوبه خور سیستم، د خرما ونې او د باغونو په منځ کې ولاړ فصلونه پنځوس سلنه له منځه تللي دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو له بېخه وتلې ونې خرڅې کړې دي او دا مهال د لرګو سوداګر ونې ټولوي.

د ننګرهار ناوې پروژه چې د ننګرهار د شاهي کانال مربوط یوه پخوانۍ پروژه ده، زرګونه هېکټاره ځمکه لري، چې د ستروسو د مېوو سلګونه زره ونې لري.

وروستیو بارانونو او طوفانونو په ننګرهار کې نه یوازې دا چې مالي زیانونه اړولي؛ بلکې په سره رود، کوټ، بټي کوټ، بهسود او یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې ځاني زیانونه هم اړولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د طالبانو استخباراتو په ننګرهار کې یو ډاکټر نیولی دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې په ننګرهار کې د هډوکو ډاکټر يعقوب شينواری د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

دغه سرچینه چې نوموړي سره پېژندګلوي لري ویلي، چې د ښاغلي شینواري د نیول کیدو لامل لا نه دی معلوم.

طالبانو هم د نوموړي د نیول کیدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په تیرو درې کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا حاکمیدو وروسته، د دغې ډلې استخباراتو په وار - وار خبریالان، مدني فعالان او د ټولنې نور غړي نیولي او څېړنې یې ترې کړي.

ځینې کسانو له میاشتو راهیسې د دغې ډلې د استخباراتو په بند کې دي او تر ډېره دوی د کسانو د نیول کېدو په اړه له تبصرې ډډه کوي.

د ننګرهار مدني فعالان: طالبانو د طوفان ځپلو لپاره زموږ د مرستو راټولولو خېمه ټوله کړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۱

له ننګرهار څخه یو شمېر مدني فعالانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طوفان ځپلو لپاره یې یوه مشترکه کمېټه جوړه کړې وه، چې په جلال اباد ښار کې مرستې راټولې کړي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې او ګواښلي یې دي، چې رسنیو ته په دې اړه څه ونه وايي.

دوه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار یو شمېر مدني فعالانو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې وه، چې د طوفان ځپلو لپاره مرستې راټولې کړي؛ خو نن له څو ساعته مرستو راټولو وروسته ورته طالبانو ویلي، چې حق نه لري مرستې راټولې کړي.

د جلال اباد ښار یو مدني فعال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې لومړی ورسره طالبانو منلې وه، چې د جلال اباد ښار د عیدګاه په جومات کې دې خېمه ووهي او مرستې دې راټولې کړي؛ خو وروسته یې د دوی د خېمې مخالفت کړی دی.

هغه زیاته کړه: "کار مو شروع کړ، د خلکو علاقه زیاته وه؛ مګر طالبان راغلل ویل یې چې تاسو حق نه لرئ چې مرستې راټولې کړئ".

د یوې خیریه ټولنې غړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې دا مهال په سره رود، بهسودو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې طوفان او سېلاب ځپلي له سختو ستونزو سره مخ دي؛ خو طالبانو کومه محسوسه مرسته نه ده کړې.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳۴ کورنۍ بېړنیو مرستو ته ارتیا لري.
اوچا نن ویلي، په بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان کې د دې سېلابونو له امله ۴۰ تنه مړه شوي، ۲۵۱ ټپيان شوي او ۵۷۳ کورونه ویجاړ شوي دي.

جمهوريپالو له افغانستانه د امریکا د «شرمناک» وتلو له امله پر جوبایډن نیوکې وکړې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

په امریکا کې د جمهوريپالو گوند د ملي کنوانسیون په درېیمه شپه څو مهمو ویناوالو له افغانستانه د واشنګټن د وتلو مساله یو ځل بیا یاده کړه او پر جوبایډن یې نیوکې وکړې. د جمهوري غوښتونکو دغو نامتو څېرو له افغانستان د امریکا وتل «شرمناک» وبلل.

د فلوریډا ایالت استازي مایکل والټز له افغانستانه د امریکا وتل د متحده ایالاتو پر ملي وجدان د ننګ داغ وباله.
ښاغلي والټز د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایانو د وتلو پرمهال د ۱۳ سرتیرو وژل کېدو ته په اشاره وویل، چې د دوی کورنۍ باید هره ورځ له دې فاجعې سره ژوند وکړي.
دغه جمهوريپال استازي پر بایډن نیوکه وکړه، چې ان د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره ټلیفوني خبرې هم نه کوي او له افغانستانه وتل بریالی اقدام ګڼي.
والټز وویل؛ دونالډ ټرمپ له نوموړي غوښتي و، چې له دې کورنیو سره د لیدو زمینه برابره کړي ترڅو له هغوی سره شپږ ساعته لیدنه ولري.
د نوموړي په خبره، ټرمپ د دې سرتیرو کورنیو ته یو ماښام بلنه ورکړه او له هغوی سره یې ژمنه کړې، چې که بیا د امریکا ولسمشر شو، د پېښې په اړه به ټول اسنادونه، ویډیوګانې او مهم اطلاعات خپاره کړي.
د یو شمېر دغو وژل شویو سرتېرو کورنیو چې د جمهوريپالو ملي راټولیدنه کې یې حضور درلود، د ټرمپ له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.
په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ یو ځای سره ودرېدې په ژړا یې د دوی نومونه واخیستل.

100%

په دې راټولیدنه کې د دونالډ ټرمپ زوی دونالډ ټرمپ جونیور هم د بایډن حکومت تورن کړ، چې له افغانستانه یې د امن او منظم وتلو د څرنګوالي په اړه دروغ ویلي دي.
بل جمهوري غوښتونکي برایان ماسټ چې په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پر جوبایډن نیوکې کړې، یو ځل بیا یې دا بهیر د امریکا په تاریخ کې «شرمناک» وباله.
نوموړی چې هم یو وخت په افغانستان کې د امریکا پخوانی سرتېری و، همداراز وویل، چې ان د جوبایډن په یاد هم نه دي چې له افغانستانه د وتلو پرمهال ۱۳ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.
دغه جمهوريپال استازي چې تر دې وړاندې هم د کانګرس د بهرنيو اړیکو کمېټه کې د افغانستان په اړه امریکايي چارواکي پوښتلي و، ویلي دي چې کابو دوه زره او ۵۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي او جوبایډن د دوی قربانیو او ټولو سرتېرو ته سپکاوی کړی دی.
ښاغلي ماسټ تصریح کړه، چې جو بایډن د سر اعلی قوماندان په توګه د امریکایانو د درناوي وړ نه دی.

مټیو مېلر: له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره په تعامل کې د واشنګټن لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي. مټیو مېلر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې باوري کړي، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې، چې بهرنیو وسلوالو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ور کوي او له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

خو د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا طالبان تورنوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي مرکز له برید او د اتو پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ.

پاکستاني چارواکو له نوموړي وغوښتل چې په دې برخه کې پلټنې وکړي او سملاسي ګام پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وړمه ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا کې وویل، چې «د پاکستان خلک له ترهګرۍ او توندلارۍ ډېر زیانمن شوي دي.»

د مټیو مېلر په خبره، امریکا د سیمې له امنیت د ګواښونو ختمولو کې د پاکستان له حکومت او ولس سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه، چې بیا بیا یې له افغان طالبانو د دې ډاډمنول غوښتي چې «په ترهګریزو بریدونو کې افغان خاوره نه کارېږي.»

مټیو مېلر زیاتوي «له طالبانو سره تعامل کې لومړیتوب یې هم دا و او دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.»

طالبان تل دا وايي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې نشته او نه هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره کارېږي.

دوی د پاکستان حکومت د افغانستان پرضد د داعش په روزلو هم تورونوي، خو پاکستاني چارواکي ورته ادعاوې ردوي.

په هرات او بدخشان کې د ټرافیکي پېښو له امله اته تنه مړه شوي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

یاده ټرافیکي پېښه تېره ورځ د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده. په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه لنډ کروزر موتر د چپه کېدوپه پېښه کې ۵ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
له بله پ‍لوه له هراته سرچینې وايي، هلته هم دوه ټرافیکي پېښې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ڼپیان دي.

راپورونه وایي، چې په یوه پېښه کې د روغتیا وزارت د پلاوي یو غړی هم مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اونۍ کې په هرات، بغلان او کندهار په ګډون د هېواد په شمېر ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ګڼ خلک یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي؛ خو موټر چلوونکي بیا د لارو سړکونو خرابوالی په ګوته کوي.