د ازادۍ جبهه: کابل کې مو درې طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خواله رسنۍ د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په جوی شیر سیمه کې یې د طالبانو پر یو چک پاینټ برید کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خواله رسنۍ د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په جوی شیر سیمه کې یې د طالبانو پر یو چک پاینټ برید کړی دی.
د جبهې په وینا، په دغه برید کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دغې جبهې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې یوه چاودنه لیدل کیږي.
طالبانو تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون د پاکستان د سفارت پروړاندې لاریون وکړ. د دغه غورځنګ غړي عبدالله احسان پر اېکس خواله رسنۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې لاریون کوونکي د پاکستان او د پوځ خلاف شعارونه ورکړي.
نوموړی وایي، چې دا لاریون په برېتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې جوړ کړی دی.
د پاکستان پوځ نن د خیبر پښتونخواه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

دا لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر یوې پوځي اډې د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریون کوونکي په دې سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان بیا د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندلي دي.
ښاغلی پښتین وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې به د بنو په ملاتړ لاریون وکړي.
نوموړي د وزیرستان او بلوچستان له خلکو وغوښتل، څو د بنو ولسي لاریونوالو د ملاتړ په موخه راووځي او ملاتړ یې وکړي.
د بنو لاریون کوونکي وایي، چې دوی به د وينو په بدل کې خپل وطن زرغون کړي، خو ترهګري ورته د منلو نه ده.

د طالبانو د ترافیکو ریاست اعلان کړی چې کومو ټکسیو تر اوسه خپل ژېړ رنګ پر فیروزيي او سپین نه دی بدل کړی، د فعالیت اجازه نه لري. دې ادارې پرون خبرداری ورکړ، چې که شخصي موټر هم مسافر وړي، له «قانوني چلند» سره به مخ شي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال لومړیو کې اعلان وکړ چې دوی پریکړه کړې چې د ښار ټکسیو رنګ له ژیړ څخه فیروزيي ته بدل کړي.
په همدې ډول د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۴مه اعلان وکړ چې د ټکسيو رنګ یې له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزيي او سپین» ته بدلوي.
د طالبانو د ترافيکو رياست هغه وخت ويلي وو چې د هرې ټکسي رنګ به په ۹۱۱۰ افغانيو بدل شي.
د ټکسيو چلوونکو یوې ډلې وروسته له هغې احتجاج وکړ، چې طالبانو پریکړه وکړه چې د خپلو موټرو رنګ بدل کړي.
دغو موټر چلوونکو وويل، چې د رنګ د بدلون لپاره د پيسو ورکولو توان نه لري.
دوی ویلي و، طالبانو پرېکړه کړې چې د ټکسيو رنګ بدل کړي، څو له موټر چلوونکو پيسې واخلي.
خو طالب چارواکي بیا ادعا کوي. چې د امنیت د ښه کولو، د جرمونو د کمولو او د ښار د ښکلا لپاره یې د ټکسيو د رنګ د بدلولو پرېکړه کړې ده.
په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال په ښارونو کې په ژېړ او سپین رنګونو ښاري ټکسۍ چلېدلې او ځینې موټرې چې شخصي لایسنس پلېټونه یې درلودل په ښارونو کې مسافر لېږدول.

ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو استخباراتو تېره سې شنبه په جلال اباد ښار کې ډاکتر یعقوب شاه شینواری له خپل کلینک وړی دی. په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو یوې سرچینې هم منلې ده، چې دغه ډاکتر تښتول شوی نه، بلکې د استخباراتو په زندان کې دی.
د نیول شوي ډاکتر یعقوب شاه شنیواري نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشټل ـ پښتو ته وویل چې تر اوسه د هغه د نیول کېدو لامل روښانه نه دی.
دوی زیاتوي یوازې یې کورنۍ ته یې دومره ویل شوي چې هغه د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی.
نه یوازې دا چې ډاکتر یعقوب شاه شینواری د هډوکو متخصص دی او په جلال اباد کې خپل کلینک لري بلکې د ننګرهار د طب پوهنځي استاد هم دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست د روغتیا د څار برخې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ومنله چې هغه تښتول شوی نه دی بلکې د استخباراتو په بند کې دی.
له دې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې دغه ډاکتر د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی دی.
په ننګرهار کې د روغتیا پالو ټولنې او ځیني ډاکتران پر امنیتي ستونزو سربېره د طالبانو امنیتي ادارې هم د ډاکترانو په نیولو او ځورولو کې په لاس لرلو تورنوي.
دوی زیاتوی د تېر جمهوریت په څېر په ننګرهار کې له ډاکترانو باج اخېستل او د تښتولو پیښې د طالبانو په اوسنۍ دوره کې هم شته دي.
د دې راپور په اړه مو په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ له ویاند څخه د پيښې د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړه؛ خو عبدالبصیر زابلي د پيښې په اړه له جزیاتو ډډه وکړه.

د ایران د قشم څارنوال امید مهدوي مجد ویلي، د بې اسناده افغان کډوالو له خوا په کرایه شوي ۲۵ دوکانونه تړل شوي دي. ښاغلي مجد د پنجشنبې په ورځ وویل چې بې اسنادو کډوالو ته د ملکیتونو او دوکانونو په کرایه کول منع دي.
امید مهدوي مجد ویلي، که د قشم ښار اوسېدونکي افغانانو ته ملکیتونه یا کورونه په کرایه ورکړي، سرغړونکي به وګڼل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
افغانان په ایران کې د بهرنیو کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي.
تر دې مخکې د کرمانشاه د ښاروالۍ او د بهرنیو کډوالو چارو ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ، استوګنې او کار کولو بندیز لګولی و.
ختیځ اذربایجان، غربي اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحل او باختیاري، کهګیلویه او بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې افغانان پکې له کار او استوګنې منع دي.
د تلې په میاشت کې له ۵۴۰ څخه زیاتو ایراني هنرمندانو، وکیلانو، ډاکټرانو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې فعالانو په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
دوی وویل چې په وروستیو کلونو کې د ایران حقوقي نظام په ټولنه کې د کډوالو د ادغام په لاره کې تر ټولو مهم خنډونه او ننګونې رامنځته کړې دي.

په پاکستان کې امنیتي سرچینو او ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشنبې په ماسپښین د کونړ او باجوړ تر منځ پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
یوې ځايي سرچینې ویلي، چې د طالبانو او پاکستاني وسله والو ترمنځ "سخته جګړه" روانه ده.
تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی، پاکستاني او طالب چارواکو په رسمي ډول د ډزو د تبادلې په اړه څه نه دي ویلي.
دا د طالبانو او پاکستان ترمنځ لومړۍ سرحدي او پوځي نښته نه ده.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ څو ځلې نښتې شوي، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادو شخړو تر څنګ د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي او ډېپلوماتیکې اړیکې هم د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو له امله ترینګلې دي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي د وسله والو پر ضد بریدونه پیل کړي او د پاکستان د دفاع وزیر په دې وروستیو کې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې پر اهدافو بریدونه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې داعش د سیمې او افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې اډې لري او په افغانستان کې د حملو لپاره ترې ملاتړ کېږي.
