په مایکروسافټ کې د اختلال له امله د ځینو هېوادونو الوتنې او روغتیايي خدمتونه ځنډېدلي دي

د مایکروسافټ کمپنۍ د کلوډ (ابري) څانګې د خدمتونو د پرې کېدو له امله په ځینو هېوادونو کې د یو شمېر کمپنیو او موسسو خدمتونه له ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د مایکروسافټ کمپنۍ د کلوډ (ابري) څانګې د خدمتونو د پرې کېدو له امله په ځینو هېوادونو کې د یو شمېر کمپنیو او موسسو خدمتونه له ځنډ سره مخامخ شوي دي.
په امریکا کې ځینې الوتنې، په اسټرالیا کې بانکي خدمتونه او په اسراییل کې ځیني روغتونونه له دغه خنډونو سره مخامخ شوي او ویلي یې دي، چې دغه نړۍوال اختلال د دوی پر چارو اغېز پرې اېستی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو لهخوا نوماند د هغه هېواد د نومبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله نوماندی په رسمي بڼه ومنله. ښاغلي ټرمپ د خپل ګوند په څلورمه او وروستۍ غونډه کې د ویکانسن ایالت د میلواکي په ښار کې وینا وکړه.
هغه د دې تر څنګ چې خپله نوماندی یې ومنله، ویې ویل که په ټاکنو کې بریالی شي؛ نو د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي، ځکه هغه نه شي کولای چې د امریکا د نیمايي وګړو ولسمشر وي.
د تېرې شپې ډزې
دا د نوموړي له هغه وروسته لومړنۍ وینا ده، چې د تېرې شنبې په ورځ پرې په پنسلوانیا کې ډزې شوې وې.
ښاغلي ټرمپ په دغې وینا کې پر هغه د ډزو له امله به تفصیل سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې پر هغه شوی برید ډېر دردوونکی و او له همدې وجې هغه نه غواړي په دې برخه کې نور توضیحات ورکړي.
د دغه برید په اړه د ټرمپ د توضیحاتو سره هممهاله، د هغې شېبې انځورونه د هغو سترو ښیښو له لارې خپرېدل چې د ده د وینا بر ځای کې لګول شوې وې.
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې له خپل جېبه هغه چېک هم راواېست چې د ده ملاتړو او ملګرو لاسلیک کړی او د هغو کورنیو سره د مرستې لپاره یې رالېږلی و، چې د هغې ورځې په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
قضايي دوسیې
ښاغلي ټرمپ د امریکایانو پر یووالي ټینګار وکړ او د اوسني ولسمشر جوبایډن پر حکومت یې نیوکه وکړه چې، له قانون او قضايي دستګاه څخه یې د هغه ضد «ناوړه ګټه» اخیستې ده.
هغه د خپل ځان او خپلو ملګرو پر ضد قضايي دوسیه «له ځانه جوړه شوې» دوسیه وبلله.
ښاغلي ټرمپ له دغې وینا څخه د خپل ځان، کورنۍ او نږدې ملګرو په اړه کیسې بیان کړې او په دې توګه یې هڅه وکړه چې د رای ورکوونکو سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړي.
هغه وویل چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد یې د کرونا ناروغۍ له خپریدو وړاندې پیاوړی کړ خو دا یې هم وویل، چې د دغو ټولو «اعتبار موږ رانکړل شو.»
«درېیمه نړۍواله جګړه»
ښاغلي ټرمپ د «درېیمې نړۍوالې جګړې» په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اوسمهال د اروپا په (اوکراین) او منځني ختیځ په (غزه) کې جګړه روانه ده او کېدای شي سویلي کوریا او جاپان هم په دغو جکړو کې ورښکېل شي.
د جمهوري غوښتونکو نوماند وویل چې «درېیمه نړیواله جګړه» د هغو مرګونو وسلو په کارولو سره چې کیدای شي په کې وکارول شي، ټول بشریت به له منځه یوسي.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه پر جوبایډن برید وکړ او زیاته یې کړه، چې اوسنی حکومت د داسې جګړې د مخنیوي لپاره څه نه شي کولای.
«د امریکا په تاریخ کې د کډوالو بې مخینې اېستنه »
نوموړي دا رنګه په خپله وینا کې یو شمېر اقتصادي ژمنې هم وکړې. د پیسو د پړسوب راټیټول، د مالیاتو کموالی، د نفتو استخراج او د موټرو د صنعت پیاوړتیا د هغه په اقتصادي ژمنو کې راتللې.
ښاغلي ټرمپ دا رنګه وویل، چې نا قانونه کډوالي به پای ته ورسوي او خپلې پولې به وتړي. هغه نا قانونه کډوالۍ ته پر امریکا د «تېري» نوم ورکړ.
جمهوري غوښتونکي نوماند ټینګار لاره چې «د امریکا په تاریخ کې به په پراخه توګه د ناقانونه کډوالو د اېستلو» چاره ترسره کړي.
د جمهوري غوښتونکو ملي غونډه
د امریکا د جمهوري غوښتونکو څلور ورځینۍ غونډه په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازو او ایالتي حکومت د غړو په ګډون جوړه شوې وه، دا د ګوند د ننه هغه ټاکنیزه غونډه ده چې یو نوماند د نوماندیدو لپاره د ګوند په د ننه کې جوړیږي.
د تېرې شپې په وینا والو کې یو هم د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو، و.
ښاغلي پمپیو د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا به هیڅ جګړه کې ښکېله نه شوه او د هغه د واکمنۍ پر مهال داعش ماتې وخوړه.»
پیګاسس هوايی شرکت د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د ترکیې د ازمیر هوايي ډګر ته څېرمه په ځنګلي سیمه کې اور لګېدلی، چې هوايي ډګر یې تړلی او الوتنې یې نږدې ښارونو ته اړولې دي.
دغه شرکت وویل، چې د ازمیر عدنان مینډریس هوایي ډګر په موقتي توګه تړل شوی او دغه ښار ته کېدونکې الوتنې د بوډرم هوایي ډګر ته اړول شوي.
ترکیې په دغه ښار کې د اور وژنې لپاره ۷ الوتکې او ۱۶ چورلکې استول شوي دي.
په همدې حال کې د اور د کنټرول لپاره ۳۵ د اور وژنې لارۍ هم استول شوي دي.
ازمیر د ترکیې یو ګرځندویي ښار دی او د ګرمۍ په موسم که د تېرو وختونو په پرتله ډېر لیدونکي لري.
په دغه اورلګیدنه کې د احتمالي اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه کوم ارقام نه دي خپاره شوي.
په زرګونو زده کونکي په لرګیو او ډبرو سمبال دي، چې د پنجشنبې په ورځ یې ډاکه کې له وسله والو پولیسو سره نښتې کړي. د بنګله دېش چارواکو په حکومتي دندو کې د سهمیه بندۍ ضد لاریونونو د مخنیوي لپاره ځینې ګرځنده انټرنیټي خدمات بند کړي دي.
په ټول هېواد کې روان دغه لاریونونه د څلورم ځل لپاره د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له بیا ټاکل کیدو راهیسې ترټولو لوی بلل شوي.
ویل کیږي، چې دغه لاریونونه د ځوانانو تر منځ د لوړې بېکارۍ کچې له امله رامنځته شوی، چې د ۱۷۰ میلیوني هېواد نږدې پنځمه برخه ترې کړیږي.
لاریون کوونکي له دولت څخه غواړي چې د هغو کسانو کورنیو ته چې د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ په جګړه کې له پاکستان سره جنګېدلي وو، د ۳۰ سلنه دولتي دندو له ورکولو ډډه وکړي.
په ډاکه کې د پنجشنبې په ورځ له پولیسو سره په شخړو کې لس کسان ووژل شول، دغه مرګ ژوبله تر دې دمه په یوه ورځ کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کیږي.
په وژل شویو کسانو کې د یو بس چلوونکي هم شامل دی، چې جسد یې روغتون ته وړل شوی او ویل کیږي، چې پر سینه د پولیسو په مرمۍ لګیدلی دی.
په وژل شویو کې یو ریکشا چلونکی او درې زده کونکي هم شامل دي.
عیني شاهدانو وویل، چې په سلګونو نور کسان په دغه اخ او ډب کې وروسته له هغه ټپیان شوي کله چې پولیسو د لاریون کوونکو د ماتولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز او ربړي ګولۍ کارولي.
لاریون کوونکو موټرونه، د پولیسو پوستې او نور تاسیسات سوځولي دي.
د بنګله دېش د قانون وزیر انیس الحق وویل، چې حکومت له لاریون کوونکو سره خبرو ته چمتو دی؛ خو هغوی له دغه کاره انکار کوي.
نوموړي وايي: "خبرې اترې او ډزې په یو وخت نه کېږي".
د لاريون همغږي کوونکي ناهيد اسلام رويټرز خبري اژانس ته وويل: "موږ د خبرو اترو لپاره د مړو پر جنازو پښې نه شو اېښودلای. خبرې اترې پخوا کېدی شوې. "
د بنګله دېش لومړې وزیره حسینه چې د دغه هېواد د خپلواکې د تر لاسه کوونکې شیخ مجیب الرحمن لور ده، تر اوسه د اعتراض کوونکو غوښتنې رد کړي دي.
تر دې مخکې، پولیسو د ډاکې پوهنتون ودانۍ ته څېرمه د لاریون کوونکو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولي او چارواکو د لاریونونو د محدودولو لپاره ځینې انټرنیټي خدمات بند کړي وو.
د کاناډا د مونټریال پولیس د کډوالۍ د وزیر مارک میلر په دفتر د شوي برید په اړه په داسې حال کې څېړنې پیل کړي، چې د دغه دفتر د ودانۍ ښیښې ماتې شوي او په بېلابېلو برخو رنګ شیندل شوی دی.
دغه دفتر ته یو راغلي کډوال وروسته له هغه پولیسو ته زنګ ووهه، چې ولیده چې د دفتر ښیښې ماتې شوي او په کې دننه ګډوډي رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي، چې دغه ورانکاری برید د پنجشنبې په شپه شوی او کیدی شي د فلسطین پلوه لاریونونو سره تړاو ولري.
د پولیسو په وینا؛ په دفتر کې د ملکیت د زیان په ګډون ټوله ورانکاري له بهر څخه ترسره شوې او په ودانۍ او سړک کې "مارک میلر د ماشوم وژونکی" لیکل شوي دي.
په دې وروستیو کې په پرلپسې توګه د میلر دفتر مخې ته له دې امله لاریونونه شوي، چې د فلسطین پلوه کسان په فدرالي حکومت نیوکه کوي، چې د کاناډا د فلسطینیانو د کورنیو د غړو د راوستلو لپاره چې دا مهال په غزه کې بند پاتې دي، کافي کار نه کوي.
د کډوالۍ وزیر مارک میلر د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې پر خپل دفتر شوی برید تایید کړ او ویې ویل: "دا یو جرمي عمل دی، چې زه یې په کلکه غندم."
میلر لیکلي: "زما همکاران خوندي دي، څوک ژوبل شوي نه دي. دا هغه څه دي چې مونږ ته خورا مهم دي."
تر اوسه د برید په اړه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو یو ویاند ویلي، چې دا پېښه د اسراییل او حماس له جګړې سره تړاو لري.
هغه د مدافع وکیلان چې په نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو کې تخصص لري د خپلواک قانوني تحلیل له مخې وايي، چې په غزه کې د جګړې په جریان کې د فیفا د قوانینو څخه د سرغړونې له امله باید اسراییل د فوټبال اړوند هر ډول فعالیتونو څخه منع شي.
د فلسطین د فوټبال اتحادیې (PFA) د می په میاشت کې په فیفا کې د اسراییل د غړيتوب د ځنډولو وړاندیز کړی و او له همدې امله فیفا د دغه وړاندیز د ارزونې امر کړی و او بیا یې په جولای میاشت کې د دې موضوع د حل کولو ژمنه وکړه.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون هم د اسراییل پر وړاندې د هر دول اقدام ملاتړ کړی و.
د فلسطین د فوټبال اتحادیې مشر جبریل الراجوب وویل، چې فیفا نه شي کولی د "سرغړونو یا په فلسطین کې روانې نسل وژنې" ته بې پروا پاتې شي.
څارنوال میکس ډو پلیسیس چې د سویلي افریقا له خوا د عدالت نړۍواله محکمه ته راوړل شوې قضیه کې چې اسراییل یې په نسل وژنې تورنوه، برخه درلوده له سارا پوډیفین جونز سره په ګډه لیکلي تحلیل کې ویلي:
"په دې کې شک نه شته چې په فلسطین کې د اسراییل چلند د فیفا اهدافو ته زیان رسولی او کمزوری کوي یې."
په دغه لیکنه کې راغلي: "اسرايیل د فیفا د اوصولو درېیمې مادې خلاف د فلسطینیانو په نړۍواله کچه پېژندل شوي بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د فلسطین سره د نژاد، قوم او د زیږون ځای په اساس تبعیضي چلند ته دوام ورکوي”.
دغه راپور وايي: "د اسراییل کړنې په ۵مې مادې کې بیان شوي بشردوستانه موخې زیانمنوي. د اسراییل چلند د فیفا له خوا د خپلو اهدافو او په نړۍواله کچه پېژندل شوي بشري حقونو څخه سرغړونه ده."
فلسطین د اسراییل د فوټبال ټولنه د نړۍوالو قوانینو څخه په سرغړونې او د عرب لوبغاړو سره په تبعیض تورنوي؛ خو دغې ټولنې یاد تورونه رد کړی دي.
هغه غوښتنلیک چې فیفا، د المپیک نړۍوالې کمېټې او د سپورت له فدراسیونونو څخه غوښتنه کوي چې اسراییل له نړۍوالو لوبو څخه منع کړي تر ۳۸۰ زره ډېر لاسلیکونه ترلاسه کړي دي.