پاکستانۍ رسنۍ: د اسامه بن لادن نیول شوی ملګری امین الحق په خټه افغان دی

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د مالوماتو له مخې ویلي، چې د القاعدې تر ټولو مطلوب غړي امین الحق څخه په څېړنو کې مهم پرمختګ څرګند شوی دی.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د مالوماتو له مخې ویلي، چې د القاعدې تر ټولو مطلوب غړي امین الحق څخه په څېړنو کې مهم پرمختګ څرګند شوی دی.
دغې رسنۍ د سرچينې د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې امين الحق په خټه افغان دى.
د راپور له مخې، له هغه څخه په ترلاسه شوي پاکستاني شناختي کارت کې د ٢٠١٠ کال نېټه ليکل شوې ده چې په دې اړه جلا څېړنې روانې دي.سرچينې زياته کړې، امين الحق پلټونکو چارواکو ته ادعا کړې چې د القاعده له پخواني مشر اسامه بن لادن سره يې وروستۍ ناسته د ٢٠٠١ زېږديز کال (د نومبر په ١٥مه) شوې وه.د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې تېره ورځ اعلان وکړ، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن یو نږدې ملګری یې له ګجرات څخه نیولی دی.د سي ټي ډي یوه چارواکي عثمان اکرم ګوندل په يوه خبري کانفرنس کې ویلي، چې دغه کس د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملياتو وروسته نيول شوی و.ویل کېږي، نيول شوی کس امين الحق د القاعدې مهم غړی و، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د نړۍوالو ترهګرو په نوملړ کې هم شامل دی.سي ټي ډي وايي، چې دغه ترهګر د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې افغانستان ته تللی و او په دې وروستيو کې بېرته پاکستان ته راغلی.د یادولو وړ ده چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه نیټه په اېبټ اباد کې د امریکا په عملیاتو کې وژل شوی و.


د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمېسیون یو غړي ویلي، چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو واک نه لري او پر دغو پولو د «اشرارو او ترهګرو» واک او راج چلیږي.
یعقوب رضازاده د ایران په خاوره کې د ترهګرو د نفوذ له امله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د ایران پر پوله اوس هم د وسلو قاچاق په درز کې روان دی.
یعقوب رضازاده د ایراني خبري اژانس «شفقنا» ته ویلي:« د ایران اسلامي جمهوري نظام له افغانستان او پاکستان سره ۱۹۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري؛ یا په بله وینا د سویلي خراسان پنځه ولایتونه، خراسان رضوي، خراسان شمالي، سیستان، بلوچستان او زموږ هرمزګان د افغانستان او پاکستان سره په ګډه پوله پراته ولایتونه دي او زه چې د دغو دواړو پولو څخه کوم مالومات لرم، له بده مرغه د افغانستان او پاکستان واکمنان پر خپلو پولو زیات واکمن نه دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې «اشرار او ترهګر عوامل» د افغانستان او پاکستان پر پولو واکمن دي او د وسلو قاچاق کوونکي پر دغو پولو تګ راتګ کوي.
د ایران د پارلمان استازي ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونه د پولې د امنیت د ټینګولو لپاره ډېرې هڅې کوي؛ خو د هغه په خبره په پولو کې توپوکرافي داسې ده چې انسانان یې د کنټرولو په کار کې عاجز دي.
رضازاده وویل، ایران برېښنايي وسایلو او د خپلو پولو د امنیت د خوندي کولو لپاره دوربینونو او نورو پر مختللو وسایلو ته اړتیا لري.
نوموړي د ایران د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې د خپلو پولو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید ځانګړې تګلارې جوړې کړي.
رضازاده دا رنګه ویلي، په پولو کې کمزورۍ د دې لامل شوې چې هر کال زرګونه افغانان، پاکستانیان او د بنګله دېش خلک په قاچاقي ډول ایران ته رادننه شي.
د ښاغلي رضازاده په خبره، چې «کېدای شي په دغو قاچاقي کسانو کې ترهګر هم زموږ خاورې ته د ننه شوي وي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو پر مهال ویلي و که بریالی شي نو له افغانستان سره به خپله پوله وتړي.
هغه ویلي و، لویدیځ هېوادونه دې د خپلو هغو کړنو مسوولیت ته غاړه کېږدي چې له امله یې د افغانستان مېلیونونه خلک اړ شول چې له خپل هېواده ووځي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پخواني غړي نادر نادري په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون په لومړۍ غونډه کې شهادت ورکړ.
ښاغلي نادري وویل، چې امریکا کولای شو د افغان حکومت له کمزوري کولو او له طالبانو سره له خبرو پرته له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون لومړۍ غونډه د جمعې په ورځ د امریکا د پخوانیو سرتیرو په دفتر کې جوړه شوه.
ښاغلي نادري په دې بیاکتنه کې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په وروستیو کلونو کې په یو اړخیزه توګه او افغان حکومت سره له مشورې پرته له طالبانو سره خبرې پیل کړې څو له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.
هغه وویل، چې افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لرودل چې له دې جملې څخه شاوخوا ۵۰ زره یې په مستقیمه توګه د امریکایانو له خوا د ځانګړو قطعاتو په توګله روزل شوي وو چې د دغه هیواد سره یې په خوندي توګه له افغانستانه د وتلو په برخه کې مرسته کولای شوای.
نادري وویل: "دا ممکنه وه چې امریکا په خوندي توګه له افغانستانه ووځي او طالبان ته دا فرصت ورنکړي چې ادعا وکړي چې امریکا یې ماته کړې او له افغانستانه یې ویستلې ده. دا کار د امریکا له خوا د روزل شوو افغان ځواکونو پر مټ شونی و، حتا د امریکا د وتلو په ورځو کې هم دغو ځواکونو امنیت ټینګ کړی و."
دغه پخواني افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکا د جګړې د څېړلو له کمېسیونه وغوښتل چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.
نوموړي د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد ته له اشارې پرته له دغه کمېسيون څخه وغوښتل چې د دغه هېواد او افغانستان د اړيکو په اداره کولو کې د امريکا د جګپوړو ډيپلوماټانو رول وڅېړي.
هغه وويل، چې د افغانستان دواړو ولسمشرانو په پيل کې له امريکا سره دوستانه اړيکې درلودې، خو د وخت په تېرېدو دغه دوستانه اړيکې په بې باورۍ بدلې شوې.
نادري وویل، چې په افغانستان کې د پاکستان دوه مخې سیاست یوه له مهمو مسایلو څخه و، چې باید د دغه کمیسیون له خوا وڅېړل شي.
په دې کتنه کې نادر نادري دا هم وویل، چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اوږدمهاله حکومتوالۍ او پرمختګ په پرتله لنډ مهاله پوځي اهدافو ته لومړیتوب ورکړی و. د هغه په وینا، دا د فرصتونو د ضایع کیدو لامل شوی.
نوموړي د ملکي وګړو وژل او خپلسري نيول هم بې عدالتي وبلله او ويې ويل، چې دغه مسايل هم د خلکو د ويرې لامل شوي وو.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیاکتنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د کانګرس له خوا جوړ شو چې د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د پوځ، استخباراتو، بهرنیو مرستو او په افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو مداخلو په شمول په مختلفو برخو کې د امریکا د مهمو پرېکړو هر اړخیزه بیاکتنه وکړي.
دا کمیسیون ۱۶ غړي لري، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په تړاو د بېلابېلو کسانو نظرونه راټولوي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس خواله رسنۍ د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په جوی شیر سیمه کې یې د طالبانو پر یو چک پاینټ برید کړی دی.
د جبهې په وینا، په دغه برید کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
دغې جبهې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې یوه چاودنه لیدل کیږي.
طالبانو تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون د پاکستان د سفارت پروړاندې لاریون وکړ. د دغه غورځنګ غړي عبدالله احسان پر اېکس خواله رسنۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې لاریون کوونکي د پاکستان او د پوځ خلاف شعارونه ورکړي.
نوموړی وایي، چې دا لاریون په برېتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې جوړ کړی دی.
د پاکستان پوځ نن د خیبر پښتونخواه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

دا لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر یوې پوځي اډې د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریون کوونکي په دې سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان بیا د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندلي دي.
ښاغلی پښتین وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې به د بنو په ملاتړ لاریون وکړي.
نوموړي د وزیرستان او بلوچستان له خلکو وغوښتل، څو د بنو ولسي لاریونوالو د ملاتړ په موخه راووځي او ملاتړ یې وکړي.
د بنو لاریون کوونکي وایي، چې دوی به د وينو په بدل کې خپل وطن زرغون کړي، خو ترهګري ورته د منلو نه ده.

د طالبانو د ترافیکو ریاست اعلان کړی چې کومو ټکسیو تر اوسه خپل ژېړ رنګ پر فیروزيي او سپین نه دی بدل کړی، د فعالیت اجازه نه لري. دې ادارې پرون خبرداری ورکړ، چې که شخصي موټر هم مسافر وړي، له «قانوني چلند» سره به مخ شي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال لومړیو کې اعلان وکړ چې دوی پریکړه کړې چې د ښار ټکسیو رنګ له ژیړ څخه فیروزيي ته بدل کړي.
په همدې ډول د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۴مه اعلان وکړ چې د ټکسيو رنګ یې له «ژېړ او سپین» څخه «روښانه فیروزيي او سپین» ته بدلوي.
د طالبانو د ترافيکو رياست هغه وخت ويلي وو چې د هرې ټکسي رنګ به په ۹۱۱۰ افغانيو بدل شي.
د ټکسيو چلوونکو یوې ډلې وروسته له هغې احتجاج وکړ، چې طالبانو پریکړه وکړه چې د خپلو موټرو رنګ بدل کړي.
دغو موټر چلوونکو وويل، چې د رنګ د بدلون لپاره د پيسو ورکولو توان نه لري.
دوی ویلي و، طالبانو پرېکړه کړې چې د ټکسيو رنګ بدل کړي، څو له موټر چلوونکو پيسې واخلي.
خو طالب چارواکي بیا ادعا کوي. چې د امنیت د ښه کولو، د جرمونو د کمولو او د ښار د ښکلا لپاره یې د ټکسيو د رنګ د بدلولو پرېکړه کړې ده.
په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال په ښارونو کې په ژېړ او سپین رنګونو ښاري ټکسۍ چلېدلې او ځینې موټرې چې شخصي لایسنس پلېټونه یې درلودل په ښارونو کې مسافر لېږدول.