• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتین: هغه ورځ لېرې نه ده چې له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپل تاریخي وطن ازاد کړو

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د بنو معترضینو ته په وینا کې وویل: «هغه ورځ لېرې نه ده، چې له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپل تاریخي وطن ازاد کړو.» منظور پښتین نن د بنو پرلت والو او معترضینو سره په کتنه کې وویل، چې په ولسونو کې ملي حرکت ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړی وایي، چې د بنو د پاڅونونو له پیل راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په دې سیمه کې له معترضینو سره موجود دي.
ښاغلي پښتین دغه راز زیاته کړه: «د بنو د امن لاریون کوونکي «شهیدان» او ټپيان نه هېرېږي، ځکه دوی د ننګ او د امن په موخه راوتلي وو.»
هغه د پاکستان پر حکومت په نیوکې سره وویل، چې د ناامنیو اصلي لامل باید پېدا کړي، ځکه پښتانه په دې هېواد کې د ناامنیو لامل نه دي.
منظور پښتین تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خلک د جګړې پر وړاندې یو دريځ لري.
د نوموړي په وینا؛ په پاکستان کې ترهګزیزې ډلې د پاکستان د پالیسۍ له مخې رامنځته شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د بنو له پرلت والو سره تر کتنې وروسته د هغو ټپيانو پوښتنه هم وکړه، چې د لاریونونو په لومړۍ ورځ د پاکستاني پوځيانو له لوري ټپيان شوي و.
نن د بنو د پرلتوالو د اعتراضونو درېیمه ورځ ده.

100%

دغه لاریونونه تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې وشول.
معترضین په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي او وایي، چې تر څو یې غوښتنې منل شوي نه وي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ ویاند: سیاسي مافیا غواړي د «عزم استحکام» عملیات متنازع کړي

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویاند په یوې خبري ناستې کې وویل، چې ځیني سیاسي مافیاوې غواړي چې د «عزم استحکام» عملیات د خپلو موخه لپاره متنازع کړي. جنرال احمد شریف چودري وویل، د ملي اجماع په تایید سره یې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د عزم استحکام عملیات ترتیب کړي دي.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري نن دوه شنبه په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ پر وړاندې په منظمه توګه پروپاګند او ناسم خبرونو کې زیاتوالی راغلی دی نو اړینه ده، چې ځینې موضوعات روښانه کړي.

جنرل احمد شريف وويل؛ سږکال د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ۲۲۴۰۹ استخباراتي عمليات ترسره کړي، چې ۳۱ وسله وال پکې وژل شوي.

د هغه د ادعا له مخې؛ د پاکستان استخباراتي ادارې هره ورځ ۱۱۲ عمليات ترسره کوي.

هغه زیاتوي، چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پر ضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید او په دې اړه یې اعلامیه خپره کړه، چې د اکثریت په تاییدۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه ځانګړې تګلاره جوړه شي.

د پاکستان پوځ ویاند په دغه خبري ناستې په یوه برخه کې نیوکه کوي، چې ډېرې اساسي موضوعات د سیاسي موخو لپاره کارول کیږي، چې د عزم استحکام د دې یوه بېلګه ده، چې دا پوځي عملیات نه دي بلکې د ترهګرۍ پرضد یو کمپاین دی، ولې دا متنازع کیږي؟

که څه هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر او ویاند د کومې سیاسي ګوند نوم وانه خیست خو ویې ویل؛ هغه څوک چې د عزم استحکام مخالفت کوي هغوي هغه سیاسي او غیر سیاسي مافیا ده، چې غواړي چې دا عملیات متنازع کړي.

نه یوازې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ؛ بلکې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونو او په ځانګړي توګه د پښتونخوا ولسونو د دې عملیاتو پر وړاندې لاریونونه وکړل او دوی دا وویل، چې د پاکستان د پوځ له خوا د عزم استحکام عملیات به د تېر په څېر یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د پاکستان پوځ ویاند همدراز وویل، چې په پاکستان کې تر ۳۲۰۰۰ زیاتې مدرسې دي چې یوازې ۱۶۰۰۰ مدرسې راجستر دي.

هغه وویل «نورې مدرسې چرته دي، څوک یې چلوي، ۵۰ فیصده مدرسې راجستر نه دي، ایا دا کار باید پوځ وکړي؟.

جنرال احمد شریف چودري وویل، چې له افغانستان سره شپږ هېوادونه پولې لري، چې له دې جملې څخه ۵ هېوادونه د پاسپورټونو له لارې تک او راتګ په ادامه لري؛ خو ولې د پاکستان پوله د شناختي کارډ یا تذکرې پر اساس د نرمې پولې په توګه ساتل کیږي؟

هغه زیاته کړه؛ کله چې حکومت د پاسپورټ یو سند حتمي کړي ، نو پر ضد یې لاریونونه پیل شول، د دغو لاریون کوونکو یوازې یوه غوښتنه ده، چې د قاچاق مخه مه نیسئ.

د یادونې ده، چې وروسته له هغه چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت له منځه لاړ په پاکستان کې سیاسي ګډوډي مخ پر زیاتېدو شوه او دغې چارې امنیتي ننګونې هم زیاتې کړې.

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد د جرمني سفیر احضار کړ

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په فرانکفورټ کې د دغه هېواد کونسلګرۍ ته د اعتراض کوونکو د ننوتو په تړاو په اسلام اباد کې د جرمني سفیر الفرد ګراناس احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د جرمني د سفیر د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د جنګاښ په ٣١مه نېټه يې په دې اړه د جرمني حکومت ته خپل سخت احتجاج څرګند کړی دی.

په خبرپآڼه کې راغلي چې د قونسلي اړیکو په اړه د ویانا د ۱۹۶۳ کال کنوانسیون له مخې د کوربه دولت دنده دا ده، چې د کونسلګرۍ د ځایونو د حرمت ساتنه وکړي او د ډیپلوماټانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

اسلام اباد په خپله رسمي خبرپاڼه کې د هغو کسانو د نيولو غوښتنه کړې چې په فرانکفورت کې يې د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد کړی و.

د جنګتښ په ۳۰مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د یوې مظاهرې په ترڅ کې یو شمېر اعتراض کوونکو په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ. دوی د دغه سفارت له احاطې څخه د پاکستان بیرغ راښکته کړ، اور یې ورته واچاوه او د دغه دفتر کړکۍ یې ماتې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه لاریون کې د تاوتریخوالي غندنه وکړه.

د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي نیولی

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو نن دوشنبه په دغه ښار کې د تحریک انصاف ګوند اوسنی مشر ګوهر علي او د یاد ګوند ویاند حسن روف نیولي دي.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف ګوند دفتر کلابند کړی، او د دغه ګوند اوسنی مشر ګوهر علي، د ګوند ویاند روف حسن او د یاد ګوند ځینې اسناد یې هم له ځان سره وړي دي.

ورته مهال د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپله اېکس پاڼه د دغه ګوند د دفتر هغه ویډیو خپره کړې چې د اسلام اباد لسګونو پولیسو کلابند کړی.

تحریک انصاف ګوند، د دوی پر دفتر د اسلام اباد پولیسو د دغه یرغل په غبرګون لیکلي: «یوه ورځ به د اسلام اباد د پولیسو مشر د ګوډاګي حکومت د افسرانو دومره لوی ګروپونه وګماري چې د اصلي مجرمانو مخه ونیسي، نه دا چې د پاکستان تر ټولو لوی سیاسي ګوند وڅاري.»

همدارنګه د یادې پیښې په غبرګون د تحریک انصاف ګوند یو وکیل علي بخاري رسنیو ته ویلي دي، چې د یاد ګوند د مشر او ویاند د نیولو لپاره هیڅ رسمي سند نشته او دوی د قانون خلاف د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

نوموړی وايي: «د حیرانیتا خبره ده چې د یو ګوند مشر دې په نا قانونه توګه ونیول شي، کوم وضیعت چې په دې هېواد کې روان دی دا نو اوس څه ډول قانون چې د هر چا زړه وغواړي هغه دې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبان: د ایران او پاکستان حکومتونو له درې زرو ډېر افغان کډوال راستانه کړل

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ دغه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د ایران او پاکستان حکومتونو، درې زره او ۷۷۵ تنه افغان کډوال راستانه کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، (۱۳۲۹) تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۹۴۰) تنه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنو ته رسیږي د ننګرهار د تورخم او ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۷۵ تنو رسیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور هېواد ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویلي، چې یاد کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال پروګرام دفترونو ته ورپيژندلي دي.

د پاکستان حکومت له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نېولو لړۍ داسې مهال دوام لري چې د یاد هېواد کابېنې څه موده وړاندې ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدو لړۍ یو کال نور هم غځوي.

ځايي خلک: د سپین بولدک ـ چمن دروازه له پرونۍ پرېکړې وروسته هم تړلې پاتې ده

۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

تېره ورځ په چمن کې له لس میاشتني ځنډ وروسته روان پرلت پای ته ورسید او په پرلت کې اعلان وشو چې نور به د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کیږي. خو ويل کیږي، چې نن دوشنبه هم دغه دروازه تړلې پاتې ده.

د چمن او سپین بولدک یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه نه ورکړل کیږي.

دغه کسان وايي، تېره ورځ د چمن په پرلت کې اعلان وشو، چې نور به پر دغه دروازه تګ راتګ د تېر په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته کیږي خو له نن سهار راهیسې لسګونه کسان د دروازې درواړو غاړو ته د پرلت له اعلان سره سم د تګ راتګ په تمه دي او د تېرېدو اجازه نه ورکړل کیږي.

په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، د دوشنبې په ورځ (زمري لومړۍ نېټه) سهار د دروازې د خلاصېدو په تمه پر ډیورنډ کرښې جوړې شوې دروازې ته له نږدې ورغلی خو پاکستاني پوله ساتو خلکو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

همدارنګه د چمن اوسېدونکی امیر محمد وايي، غوښتل یې له ډېرې مودې وروسته په خپل پاکستاني شناختي کارډ سپین بولدک ته ولاړ شي خو پولیسو ورته ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري په شناختي کارډ او پيژندپاڼه د تلو راتلو د اجازې ورکړې امر نه دی ورته شوی.

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورت د حتمي کېدو په غبرګون پیل شوی لس میاشتنی پرلت، تېره ورځ د دغه ‌پرلت د بندي شویو غړو له راخوشې کېدو او د پرلت له لوري په دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ تر اعلان وروسته پای ته ورسېده.

بل خوا پر ټولنیزو رسنیو د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندان مولوي محمود یو غږیز پیغام خپور شوی، نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر پيژندپاڼې او شناختي کارډ د تلو رالو پر مهال هیڅ ستونزه نشته او دوی د مساپرو مخنیوی نه کوي.

که څه هم تېره ورځ د چمن پرلتوالو له لوري د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د پخوا په څېر د افغانستان په پیژندپاڼه او د پاکستان په شناختي کارډ د تګ راتګ د اجازې خبره وشوه، خو د یادې پرېکړې په اړه تر دې مهاله د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.