• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فوټبال په میدان کې د ۱۲ کسو له وژل کېدو وروسته اسراییل ویلي، حزب الله به سخت وځپي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په زرګونو ماتم کوونکو د یکشنبې په ورځ د هغو ۱۲ ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د اسراییل تر ولکې لاندې د ګولان په لوړو کې د توغندیو په برید کې وژل شوي وو. اسراییل په لبنان کې د حزب د الله ملېشو پر وړاندې د سخت غچ اخیستو ګواښ کړی.

حزب الله په مجدال شمس باندې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی، دغه برید د اکټوبر د اوومې نېټې راهیسې په اسراییل یا د اسراییل سره ضمیمه شویو سیمو کې تر ټولو خونړی برید دی.

پر اسراییل د حماس له برید وروسته په غزې کې د اسراییل پیل شوي بریدونه له نهو میاشتو راهیسې دوام لري او اوس د پراخې سیمه ییزې شخړې د خپرېدو خطر لري.

100%

اسراییلي الوتکو تېره شپه د لبنان په سویل کې یو شمېر موخې په نښه کړي؛ خو د اسراییل د امنیتي کابینې تر غونډې وروسته د قوي غبرګون تمه کیږي.

لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له سفر څخه بیرته ستون شوی او تر غونډې مخکې یې له امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، چې داسې نښې نښانې شته چې د فوټبال پر یو لوبغالي راکټي برید، د حزب الله له خوا شوی وي.

هغه وايي، چې واشنګټن به اسراییل سره ودریږي چې له ځانه دفاع وکړي.

د نوموړي په وینا؛ متحده ایالات نه غواړي جګړه نوره هم پراخه کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د لبنان په سویلي سیمو کې د اسراییلي پوځ او حزب الله جنګیالیو ترمنځ د هوايي بریدونه او د ډزو تبادله لیدل کیږي.

په ورته وخت کې کورنۍ د ګولان په لوړو کې د مجدال شمس په دروز کلي کې د جنازې لپاره راټولې شوې، هغه سیمه چې د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې د سوریې له خوا نیول شوې وه او د ډیرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه وه پېژندل شوې.

دروز عرب لږکي مسلمانان دي، چې د ګولان په لوړو کې د ۴۰ زره نفوس له نیمایي څخه ډیره برخه جوړوي.

100%

د مجدال شمس د محلي شورا مشر دولان ابو صالح په اسراییلي ټلویزیون کې په خپرو شویو څرګندونو کې وویل: "موږ سختې شېبې تېروو.

د مجدال شمس لپاره یوه سخته غمیزه توره ورځ راغلې ده."

حزب الله په پیل کې اعلان کړی و، چې د ګولان په لوړو کې یې د اسراییل پر پوځي مرکزونو توغندي توغولي؛ خو پر مجدال شمس په برید کې یې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، چې «له دې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه ټول درواغجن تورونه په کلکه ردوي».

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایرانی ډیپلومات وايي، په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه ډېر معلومات «اوازې او ناسم» دي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، ډېری هغه معلومات چې په ایران کې د افغانانو د شمېر په اړه خپرېږي «اوازې او ناسم» دي. رسول موسوي په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې له دندو څخه یوه، په ایران کې د افغانانو د کره شمېر وړاندې کول ګڼي.

نوموړي د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په ایران کې د افغانانو د شتون په اړه کره تحلیلي شمېري به په ایران کې د «اوازو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي».

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د پراخ ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو دوزیر مرستیال د جمعې په ورځ د (زمري پنځمه) په خپله اېکس پاڼه په یوه بل یادښت کې لیکلي، چې د کډوالۍ موضوع د کډوالۍ په ضد، د دیوال جوړولو او ناانساني چلندونو سره نه شي حل کېدای.

ښاغلي موسوي وویل، تر هغه چې فقر او بې عدالتي وي، کډوالي به هم روانه وي.

د ایران دغه ډیپلومات لیکلي: «کډوالي یوه لویه نړیواله ستونزه ده. حکومتونه د دیوال په جوړولو او د کډوالۍ ضد سختو پالیسیو، ناانساني چلندونو او د کډوالو ضد ټولنو د تګلارو له لارې دا ستونزه نه شي حل کولای.»

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې له افغانستان سره پر پوله به دیوال جوړ کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کړی: «دا یو تریخ حقیقت دی خو باید پوه شو چې تر کله د هیوادونو تر منځ فقر، وروسته پاتې والی او نامتوازن پرمختګ روان وي د کډوالۍ ستونزه به هم وي.»

په دې وروستیو ورځو کې د تهران په ختیځ کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سیمې خلک د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.

یو بل افغان کډوال د تهران د ۱۵ سیمې څخه افغانستان انټرنشنل د یو خبرتیا عکس لیږلی، په کې افغان کډوالوته خبرداری ورکوي چې سملاسي دې دا سیمه پریږدي.

دغه خبرتیا چې څرګنده نه ده، د چا او یا کوم سازمان له لوري خپره شوې، افغان کډوالو ته په کې ګواښ شوی چې که له پنځلسمې سیمې څخه ونه وځي، «نو له ايران څخه به په زوره و اېستل شي.»

په وروستیو میاشتو کې د ایران پولیسو هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د راپورونو له مخې، پولیس ان د قانوني اسنادو سره افغانان نیسي او په زوره یې له دغه هېواده باسي.

پاکستاني رسنۍ: پاکستاني امنیتي ځواکونو په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ د پوځ پر یوه مرکز د وروستي برید په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیولي. ویل کیږي، دغه کسان له وسلو او نورو جګړه ییزو توکو سره نیول شوي.

پاکستاني رسنیو په خپل راپور زیاته کړې، چې دغه شکمن کسان په بنو کې د امن سیمه ییزې جرګې سره په همغږۍ نیول شوي دي.

‏راپور زیاتوي چې، له نیول شویو شکمنو کسانو سره وسلې او نور جګړه ییز توکي هم نیول شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ته د څېړنو په موخه سپارل شوي.

تېره اوونۍ په خواله رسنیو کې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې په کې ولسي خلک او پولیسو د بنو ښار په منځ کې ځینې کسان چې بڼه یې طالبانو ته ورته وه نیولي وو او په وهلو ټکولو یې د پولیسو ګاډو ته پورته کول.

که څه هم په بنو کې د پاکستاني پوځ پر مرکز موټربم او وسله والو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی و، خو د دغو نیول شویو ۲۴ شکمنو کسانو په اړه لا دغې ډلې څه نه دي ويلي.

‏د خېبرپښتونخوا په بنو کې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه پر یوه پوځي مرکز په موټربم او وسله والو بریدونو کې شاوخوا اته پاکستاني عسکر ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول.

امریکا چین ته د روسیې د دفاعي صنعت د مرستې په اړه خبرداری ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ، چې که چیرې دغه هیواد د روسیې د دفاعي صنعت سره مرستې ته دوام ورکړي امریکا به «مناسب ګامونه» واخلي. ښاغلي بلینکن په تایوان کې د چین پر «پارونکو کړنو» هم نیوکه وکړه.

بلینکن د شنبې په ورځ په سیمه ییزه سرمشریزه ناسته کې چې د روسیې، هند، چین، اسټرالیا او جاپان د ډیپلوماټانو په ګډون جوړه شوې وه، برخه اخیستې او خبرې وکړې او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره یې هم وکتل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې له مخې، وانګيي بلينکن ته وويل، سره له دې چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ټينګې شوې دي، خو واشنګټن پر بېجينګ د بنديز او جبر مخه نه ده نيولې او نور یې هم سخت کړي دي.

وانګيي وويل: «د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې ګواښونه لا زیاتېږي او ننګونې مخ په زیاتېدو دي.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې وانګیي بلینکن ته وویل، چې متحده ایالات د چین په اړه «ناسم درک» لري، «منطقي او عملي تګلارې» ته د راستنېدو غوښتنه یې کړې.

وړاندې په یوه ګډه خبرپاڼه کې، د ناټو ډیری مشرانو چین «د روسیې د صنعتي او دفاعي اډې قوي ملاتړی» بللی.

انټوني بلینکن د روان کال په غوايي میاشت کې ویلي، و چې امریکا د روسیې د دفاعي صنعت په بیارغونه کې د چین له مرستې اندېښمنه ده.

په سربیا کې د کډوالو موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د کډوالو لېږدونکي موټر د اوښتو پېښه د سربیا په سوېل ختیځ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ افغان او نيپالي کډوال ټپیان شوي. د راپورونو له مخې، دغه موټر چې کډوال په کې سپاره وو، د بلا پلانکا ښار ته څېرمه په یوه لویه لاره له سړکه ونلی او اوښتی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او د سربیا دولتي رسنۍ «ار ټي اېس» د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې درې کډوال په روغتون کې بستر شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

دغې رسنۍ په سربیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په حواله ویلي، چې دغه ټول نارینه کډوال د نیپال او افغانستان اوسیدونکي دي.

سربیا د بالکان لارې په اوږدو کې پرته ده او اروپا ته د کډوالۍ لاره ده.

د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا سل زره کډوالو اروپا ته د تګ لپاره دغه لاره کارولې ده.

په نیویارک کې پولیسو د یوه مسلمان د کور له دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۱

په نیویارک کې پولیسو د یوې مسلمانې کورنۍ له بهرنۍ دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ. نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې پولیسو د طالبانو بیرغ پورته کولو له امله دغه کورنۍ ورغوښتې ده.

ویل کیږي چې د کور خاوند نه پوهېده چې دا بیرغ د طالبانو دی.

د امریکا د بروکلین د ښاري شورا غړې اینا ورنیکوف د یوې ویډیو په خپرولو سره د دغه مسلمان کور بهر د طالبانو د بیرغ په لګولو سخته نیوکه وکړه.

هغې وويل: «موږ په خپل منځ کې د ترهګرۍ ملاتړي لرو.»

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو د بیرغ ترڅنګ د فلسطین بیرغ هم ځوړند شوی دی.

د ښاري شورا دغه غړې د فلسطین د بیرغ یادونه نه ده کړي.

د دې ويډيو له خپرېدو وروسته سيمه ييزو پوليسو ياده کورنۍ ورغوښتې او د هغوی د کور له دروازې يې د طالبانو بيرغ لرې کړی.

نیویارک پوسټ د کورنۍ د هویت له ښودلو پرته خبر ورکړی، چې د کور خاوند نه پوهیده، چې بیرغ د طالبانو دی.

د کور خاوند ادعا وکړه چې له کومې ډلې سره همکاري نه لري، خو د بروکلین د ښاري شورا د غړي له خوا د ویډیو له خپرېدو وروسته له جدي ګواښونو او ان په مرګ ګواښلو سره مخامخ شوې ده.

ورنیکوف وویل چې د طالبانو د بیرغ پورته کول «د هر هغه امریکایي سرتیري په مخ یو کلکه څپیړه ده چې تر دې بیرغ لاندې وژل شوي.»

هغه د طالبانو د بيرغ د لرې کولو په اړه د دغې مسلمانې کورنۍ د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل: «خلک بايد د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي.»