• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کورمې ولسوالۍ کې له اوربند وروسته ټولې ښوونیزې ادارې او بازارونه پرانېستل شوي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۱

له هغې وروسته چې په کورمې ولسوالۍ کې د سپین ږېرو او مخورو تر منځ روغه جوړه وشوه، په دغې ولسوالۍ کې وضعیت عادي شوی، ښوونځي او دوکانونه پرانیستل شوي او د تګ راتګ لپاره ټولې لارې پرانېستل شوې دي.

کله چې (د جولای په ۲۴مه) د پاړه چنار په بوشهره کې د ملاخېل او بوشهره قومونو تر منځ هوکړه شوې وه؛ خو بیا هم له هغه اوربنده سرغړونه وکړه او دواړو غاړو یو پر بل ډزې کولې، خو له وروستۍ پرېکړې وروسته وضعیت بېرته عادي شوی او په ټوله کې اوربند ټینګ شوی دی.
د قومي مشرانو په وروستۍ جرګه کې چې حکومتي چارواکو هم برخه لرله د کورمې د پولیسو مرستیال مشر جاوید الله محسود له دواړو غاړو غوښتنه وکړه، چې د سولې او امن په ټینګښت کې له زغمه کار واخلي او تېر په هېر حساب کړي او د خپلې سیمې د پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
د کورمې ولسوالۍ د مخورو په وروستۍ جرګه کې پرېکړه شوې، چې هیڅ ښکېله غاړه له دې وروسته لویې لارې نه شي بندولای او که هرې غاړې دغسې څه ترسره کړل؛ نو ۱۲ مېلیونه پاکستانۍ روپۍ به جرمانه پرې کوي.
تر دې وړاندې د تاوتریخوالي د پېښېدو سره هرې غاړې هڅه کوله، چې لویې لارې بندې کړي.

د وروستي تاوتریخوالي پر مهال هم د کورمې او پېښور تر منځ لویه لاره بنده شوې وه، چې دې کار په سیمه کې د خوراکي توکو کمښت هم رامنځته کړی و او ان خلکو نه شوای کولای چې د جګړې ټپیان تر پېښوره روغتونونو ته ورسوي، له همدې امله په جګړه کې یو شمېر ټپیان تر روغتونونو و نه رسېدل او د لارو په اوږدو کې یې سا ورکړه.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

اسراییل وايي، چې د حماس پوځي مشر محمد ضعیف یې په غزه کې وژلی دی

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د حماس د پوځي څانګې مشر محمد ضعیف تېره میاشت په غزه کې د اسراییل په یو هوايي برید کې وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په تهران کې د دغې ډلې سیاسي مشر د اسراییل به یو برید کې وژل شوی و.

داسې انګیرل کیږي، چې ضعیف د اکټوبر په اوومه د سوېلي اسراییل د برید یو له طراحانو څخه و، چې پر فلسطین د پراخ اسراییلي بریدونو او جګړې لامل شو.

د اسراییلو ځواکونو اعلان کړی، چې د جولای په ۱۳ د اسراییل پوځي الوتکو د خان یونس په سیمه کې برید کړی و او د یوې استخباراتي ارزونې وروسته، دا تایید کېدی شي، چې محمد ضعیف په دغه برید کې له منځه تللی دی.

حماس د ضعیف وژنه نه تایید کړې او نه یې رد کړې؛ خو د دغې ډلې یو چارواکي عزت رشاق ویلي، چې د دوی د مشرانو د وژنې په اړه هر ډول څرګندونې یوازې د دوی مسوولیت دی.

رشاق وویل: «تر څو چې دوی (د حماس سیاسي او پوځي مشرتابه) دا اعلان ونه کړي، په رسنیو کې خپاره شوي خبرونه او یا کوم بل اړخ دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.»

د اسراییل دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ایران په پلازمینه کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګڼ شمیر خلک راټول شوي دي.

ايران او حماس د هنيه د وژنې پړه پر اسرايیل اچولې؛ خو اسراییل بیا نه په دغه وژنه کې لاس لرل رد کړي او نه يې هم تاييد کړي دي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ په بیروت کې د لبنان د حزب الله غورځنګ یو جګپوړی قوماندان هم وژلی دی.

حزب الله او حماس د ایران ملاتړې ډلې دي.

وروستي وژنو په منځني ختیځ کې د جګړې د لا زیاتوالي اندیښنه راپارولې ده.

ایران ویلي، چې سیمه ییز جګړه نه غواړي؛ خو هر برید ته به په کلکه ځواب ورکړي.

ملګري ملتونه وايي: په ټوله نړۍ کې یوازې ۴۸ سلنه ماشومان د مور په شيدو تغذیه کېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې یوازې ۴۸سلنه ماشومان د مور په شیدو تغذیه کیږي. دغو سازمانونو ویلي، په تېرو ۱۲ کلونو کې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکولو کچه ۱۰سلنه لوړه شوې؛ خو لا هم ۵۲سلنه ماشومان د مور له شیدو بې برخې دي.

د ماشومانو د ملاټړ او د روغتیا نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د «د مور د شیدو ورکولو نړۍوالې اونۍ » په مناسبت د احصایې په خپرولو سره وویل، چې د مور د شیدو ورکولو د کچې لوړېدل کولای شي په کال کې د څه باندې ۸۲۰زره ماشومانو ژوند وژغوري.

د يادو بنسټونو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د مور په شيدو کې موجود انټي باډي د ماشومانو له ناروغۍ او مرګ څخه د ژغورولو ترڅنګ ميندو کې د سرطاني او غير ساري ناروغيو خطر هم کموي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس، يعنې په نړۍ کې څلور نيم ميليارده وګړي له لازمو روغتيايي خدمتونو بې برخې دي او له همدې امله په نړۍ کې زياتې ښځې خپلو ماشومانو ته د شيدو ورکولو توان نه لري.
دغه سازمانونه وايي؛ اوس مهال یوازې نیمایي هېوادونه د مور د شیدو د کچې په اړه معلومات راټولوي. د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، د روغتیایي نابرابرۍ پر وړاندې د سمو معلوماتو راټولول د کورنیو له خوا د میندو د ملاتړ د کچې په پوهاوې کې مرسته کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف ټینګار کړی، چې کورنۍ، ټولنې، روغتیايي کارکوونکي، پالیسي جوړونکي او نور چارواکي باید د شیدو ورکوونکو میندو د ملاتړ په برخه کې خپل ګډ مسوولیت ترسره کړي.

پاکستان: امنیت شورا د افغانستان له خاورې د ترهګرو د بریدونو په اړه د پاکستان دریځ تایید کړ

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځایونو په اړه د دغه هېواد دریځ تایید کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې د امنیت شورا تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي په افغانستان کې روزل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غوڼډې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبانو تحریک د سیمې لپاره یو نوی ګواښ بلل کېدی شي او د نورو د سیمه ییزو ترهګرو ډلو لپاره د چترۍ په توګه کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د پاکستان طالبانو تحریک د په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سمدستي، اغېزمن او قوي اقدامات ترسره وکړي.

زهرا بلوچ ټینګار وکړ، چې افغان طالبان باید دا یقیني کړي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې؛ پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د څه باندې ۸۰۰ ترهګرو بریدونو شاهد دی.

دغه سازمان زیاتوي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونو د ملګرو ملتونو د یوشمېر غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو ملاتړ او همکاري د جنګیالیو د شریکولو او روزنیزو کمپونو په برخه کې زیاته شوې ده.

تر دې مخکې پاکستان په وار وار افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړي دي، هغه تورونه چې افغان طالبانو رد کړي دي.

ټي ټي پي: هغه ۲ وسلوال مو ژوندي او خوندي ځای ته رسېدلي چې پاکستاني پوځيانو ژوندي خښ کړي وو

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک د خپلو هغو دوو وسله والو د ژوندي پاتې کېدو خبر ور کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ژوندي خښ کړي و. دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ډېر ژر به د خپلو دغو وسله والو ویډیو هم خپره کړي.

د پاکستان طالبانو تحریک څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د وزیر باجوړي او عاصم په نوم د دوی دوه وسله وال له ساعتونو جګړې او د مرمیو تر ختمېدو وروسته د مومند په انبار سیمه کې په یوه سمڅه کې پټ شوي و، چې پاکستاني پوځیانو پرې خاورې اچولوې وې او خښ کړي یې وو.

خواله رسنیو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دې وسلوالو د سمڅې د بندولو ویډیو هم خپره شوې او له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخامخ شوې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سمڅه ډزې کیږي او بیا وروسته د اکسواټرونو پر مټ پر دغو کسانو خاورې اړول کیږي.

100%


خو نن پاکستاني طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د پېښور د مومندو ایجنسۍ په انبار کې د سي ټي ډي "د پاکستان پوځ" له خوا محاصره شوي او ژوندي خښ شوي «مجاهدین» د الله تعالی په خاص مدد او نصرت سره روغ راووتل او خپل خوندي ځای ته ورسېدل.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ټي ټي پي مشر دغږ کسانو ته د هغوی د مقاومت له امله سل سل زره روپۍ د انعام په توګه په پام کې نیولې دي.

پاکستان د حافظ ګل بهادر ډله او مجید لېوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملې کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې د حافظ ګل بهادر او د بلوڅ بېلتونپالو مجید لېوا په نوم ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملې کړې او د هغوی پر ټولو فعالیتونو یې بندیزونه لګولي دي.

دغو دواړو ډلو تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله‌والو ډلو سره تړاو لاره.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د اګسټ په لومړۍ نېټه) راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ سره د پاکستان د ملي ادارې په نوملړ کې د ترهګرو ډلو نوملړ ۸۱ ډلو ته رسېدلی دی.

دغې ادارې په روان کال کې د درېیو نویو ډلو نومونه هم په دغه نوملړ کې ور زیات کړي دي.
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ ډله د پاکستان پر ضد تر ټولو مهمه ډله ده، چې تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان په اډانه کې د یوې څانګې په توګه پېژندل کېده.

دغې ډلې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد ګڼ مرګوني بریدونه کړي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان تر څنګ د افغانستان د ننه پوځي مرکزونه او روزنځایونه لري.
د تیپ مجید ډله نوې د یوې خپلواکې ډلې په توګه د پاکستان په ترهګریزو ډلو کې شامله شوې ده.

تر دې مخکې دغه ځواکمنه ډله د «بلوڅو د ازادي غوښتونکي پوځ» په نامه پېژندل کېده.

دغې ډلې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د پاکستان پوځ پر ضد ډېر بریدونه سمبال او ترسره کړي دي.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران سره تړلې د زینبیون لښکر ډله هم په ترهګریز نوملړ کې شامله کړې وه.