• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: هغه طالب ووژل شو چې تورخم کې یې د غازي امان الله خان او باچا خان انځور تور کړی و

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امربالمعروف ادارې محتسب امان الله د نامعلو کسانو له لوري ووژل شو. د ځايي سرچینو په وینا امان الله تورخم کې د غازي امان الله خان او د خدايي خدمتګارۍ د بنسټګر باچا خان انځورونه تور کړي وو.

دوی زیاتوي امان الله دوه ورځې وړاندې د مومندرې په لنډي خیبر کې هغه مهال وژل شو، چې خپلې دندې ته د تلو لپاره تورخم ته په لاره و.

دغه وژل شوي طالب په تورخم ښارګوټي کې د امربالمعروف په مدیریت کې د محتسب په توګه دنده درلوده.

د ننګرهار ځايي چارواکو ددغه طالب د وژل کېدو او د دې پیښې د څرنګوالي په اړه رسمي څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دې برید پړه منلې ده.

نوموړی هغه طالب محتسب بلل کېږي چې په تورخم ښارګوټي کې یې تېره میاشت د غازي امان الله خان او پښتون ملتپال مشر باچا خان انځورونه تور کړي وو.

تر دې پېښې څه مهال وروسته په تورخم کې د علي محمد خان او شریف اخوندخېل په نوم د لاریو موټروانانو پاچا امان الله خان غازي له انځوروه تور رنګ پاک کړ.

خو په همغه ورځ طالبانو دا موټروانان ونیول.

100%

طالبانو بیا د شاه امان الله خان د انځور له خرابولو وروسته د هغه د انځور پر ځای د خپل «اسلامي امارت» بیرغ او نوم رسم کړ.

طالبانو په تېر کې هم د هر ډول عکسونو او انځورونو پر وړاندې مخالفت څرګند کړی او د دې ډلې د امر باالمعروف ډلې د انسانانو او ساکښو ژویو عکسونه تور کړي او یا یې له لیک دړو لرې کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: له ایران اېستل شوي دوه پخواني نظامیان طالبانو په لغمان کې نیولي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، له ایران تازه اېستل شوي دوه پخواني نظامیان دوه ورځې وړاندې طالبانو په لغمان کې نیولي دي. دوی زیاتوی دغه دوه پخواني نظامیان ګل نبي او پاچا ګل نومیږي او د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د شادمیر کلي اوسیدونکي دي.

د سرچینو په خبره، د تېر حکومت دغو دوو پخوانيو نظامیانو په سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده او د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ایران شېراز ښار ته کډوال شوي وو.

د ایران لخوا د افغانانو اېستلو په روانه لړۍ کې دغه دوه پخواني نظامیانو هم ستانه کړل شوي، خو په کور کې له څه مودې تېرولو وروسته طالبانو دوه ورځې وړاندې د دولت شاه لپاره د طالبانو استخباراتو د دوی پر کورونو چاپې اچولې او نیولي یې دي.

د ځايي سرچینو په خبره، دغه کسان اوس د لغمان په مرکز کې د طالبانو د استخباراتو په بند خونه کې بندیان دي.

اندېښنې دا دي، چې کومو نظامیانو د طالبانو له وېرې ګاونډیو هېوادونو په تېزه ایران ته پناه وړې ده، افغانستان ته اېستلو سره د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

لغمان یو هغه ولایت دی چې د طالبانو واکمنېدو سره د پخوانیو نظامیانو د وهلو، بندیانولو، شکنجه کولو او وژلو خبرونه پکې زیات دي.

په دغه ولایت کې پر طالبانو د هغو کورنیو د ځورولو خبرونه هم ور کول کېږي چې غړي یې د پخواني نظام له پرځېدو وروسته امریکا یا نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د تېر حکومت د ملي امنیت یو افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته څو ورځې وړاندې وویل، د لغمان د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ حوزې لپاره د طالبانو جنايي امر صفت الله د نوموړي ورور حکمت الله په چړو وهلی دی.

د صفي الله په نوم دغه پخوانی افسر وايي، طالبان یې له څه مودې راهیسې کورنۍ ځوروي.

که څه هم د طالبانو مشر تر واکمنېدو مخکې د ټولبښنې خبره کړې وه، خو د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې څارډلې دا ډله د پخوانیو نظامیانو، پر بند، شکنجه او وژلو تورنوي.

د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما څو ورځې مخکې هم په تازه راپور کې بیا ویلي چې طالبان لا هم پخواني نظامیان بندیانوي، شکنجه کوي او وژني یې.

پاکستان او ترکمنستان د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې «د چارو چټکولو» پرېکړه کړې

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د پترولو وزیر وايي، له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي. مصدق ملک وايي، دا پرېکړه پلازمېنې اسلام اباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځنۍ لیدنه کې شوې ده.

د پاکستان راډیو نن په یوه خبر کې د نوموړي له قوله ویلي، چې په دغو خبرو کې د اقتصادي وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپي پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی دی او دې سره به د دې پروژې د پلي کول چارې چټکې شي.

د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی و.

ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.

د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.

تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

هبت الله طالبانو ته: په قدرت مغروره نه شئ او د اطاعت په وړاندې د بې روحه جسد په څېر واوسئ

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د طالبانو مشر طالب چارواکو او د دې ډلې د سرتېرو مسوولینو ته په وینا کې ویلی: «په قدرت مغروره نه شئ او د اطاعت په وړاندې د بې روحه جسد په څیر و اوسئ.» ملا هبت الله دغو مسوولینو ته سپارښتنه، چې د طالب مشرانونو فرمانونه ومني، ځکه د نوموړي په خبره دا د دوی لپاره جهاد دی.

نوموړي د امنیت د ټینګښت په برخه کې د خپلو وسله والو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د نظام ساتنه او استحکام د دې ډلې مسوولیت دی.
د طالبانو مشر دا څرګندونې د دغې ډلې د اردو د څه باندې ۶۰۰ مسولینو لپاره په درې ورځینۍ اصلاحي غونډه کې وکړې.

دا غونډه په کندهار ولایت کې د هبت الله په ګډون د طالبانو د ملي دفاع، د کورنیو چارو، د بهرنیو چارو، د امربالمعروف او د حج او اوقافو وزیرانو او دغه راز د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالانو او د ملي امنیت د رییس په حضور کې جوړه شوه.

100%

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې طالب چارواکو په خپلو ویناو کې پر ښې حکومتولۍ، د امنیتي ادارو ترمنځ پر همغږي، د مشرانو پر اطاعت او د بیت المال پر ساتنې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو مشر پر ټولو طالب چارواکو او غړو غږ کړی، چې د ورسپارل شویو مسوولیتونو اړوند علم او روزنې ترلاسه کړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د یادې ډلې غړي باید سیمه ییز تبعیض پرېږدي، ځکه اختلافونه او بې باورۍ د دوی د ماتې لامل کیږي.
ملا هبت الله تر دې وړاندې هم په ځلونو د طالبانو حکومت مشرانو ته ویلي، چې د نظام د ساتلو لپاره باید خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي.
نوموړي دا هم ویلي وو، چې که طالب مشران له خپلو مخالفتونو لاس وانه خلي؛ نو د ده په خبره دښمن به یې ډېر ژر حکومت له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت یو شمېر چارواکي په دې باور دي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل مېشتو طالبانو سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیاوې زیاتېږي او د کندهار رسوخ ورسره کمېږي او دې مسالې د طالبانو مشر ورخطا کړی دی.
ملا هبیت په داسې حال کې د طالبانو تر منځ په یووالي او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي، چې دا ډله د بشري حقونو پر نقض او دغه راز پر خپلمنځیو اختلافونو تورنه ده؛ خو طالبانو بیا دا تورونه تل رد کړي دي.

د حقاني په مېلمستون کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه نوي رازونه

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل د هغو طالب چارواکو نومونه ترلاسه کړي، چې په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري په لیږدولو او پناه ورکولو کې یې لاس درلود.

د معلوماتو له مخې؛ ایمن الظواهري د قاري خالد حکمت له خوا چې د کندهار ولایت اوسېدونکی او د طالبانو د استخباراتو د اتمې څانګې مشر و، کابل ته لېږدول شوی و.

د اماراتي الاخبار رسنۍ د راپور له خپرېدو وروسته افغانستان انټرنشنل د القاعدې د مشر د وژل کېدو قضیه تعقیب کړه.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خالد د خپلې کورنۍ د کډه کولو لپاره له کابل څخه کویټې ته تللی و.

په کوټه کې ورته ویل شوي، چې الظواهري ناروغه دی او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

خالد له خپلې کورنۍ پرته له کوېټې حرکت کړی او د باغران لرې پرتې ولسوالۍ ته تللی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ خالد په ۲۰۲۱ کال کې د کابل تر سقوط مخکې د افغانستان په سوېل لوېديځ سيمه کې د القاعدې او طالبانو تر منځ د اړيکو د څانګې مسوول و.

د معلوماتو له مخې؛ په پنجشیر کې د طالبانو اوسنی والي اغا محمد حکیم او د دې ډلې غړي قاري داود افغاني د هغو څو طالب چارواکو په ډله کې وو، چې په کابل کې د ایمن الظواهري له شتون څخه خبر وو.

قاري داود چې د یاسر له خپلوانو څخه دی، د طالبانو یو له مشهورو څېرو څخه دی.

دغو دوو طالب چارواکو کابل ته د القاعدې د مشر له لېږدولو سمدستي وروسته له الظواهري او د هغه له کوربه قاري حکمت سره په پټه کتلي دي.

په کابل کې د ایمن الظواهري کوربه څوک وو؟

ویل کېږي، چې ایمن الظواهري د زړه او پښتورګو د ناروغۍ له امله کابل ته لېږدول شوی و. د القاعدې مشر له پاکستان څخه سوېلي افغانستان او بیا کابل ته انتقال شوی و.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د اتمې استخباراتي څانګې مشر قاري حکمت، الظواهري د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې ساتلی و.

لومړی د القاعدې مشر د طالبانو د استخباراتو په یو خوندي کور کې ساتل شوی و؛ خو په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې له لیدلو وروسته حکمت پرېکړه وکړه چې د القاعدې مشر د کابل په لویدیځ کې د علاوالدین څلور لارې ته څېرمه یو کور ته انتقال کړي.

د علاوالدین سیمه په کابل کې د پخواني پارلمان پر سړک او د روسیې سفارت ته څېرمه موقعیت لري.

کله چې الظواهري د علاوالدین څلورلارې ته څېرمه اوسېده، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استخباراتو په پلازمېنه کې د هغه له شتون خبر شو؛ ځکه چې خالد حکمت د هغه کور په څلورو خواوو کې کمرې نصب کړې وې، چې الظواهري پکې اوسېده او دا کار د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د یو استخباراتي مامور د شک سبب شو.

دوی په نیمه شپه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه خبر ورکړ.

حقاني چې له خوبه راویښ شوی و، حیران او شاک شوی و.

هغه له خپلو وروڼو عزیز حقاني او قاري حمزه حقاني سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وپوښتل چې ایا دوی کابل ته د الظواهري د راوستلو په پلان کې لاس لري؟

کله چې دواړو وروڼو وویل، چې دوی کابل ته د الظواهري له لېږد څخه خبر نه دي، حقاني پرېکړه وکړه چې د القاعدې ناروغ مشر د کابل ډېپلوماټیکه سیمه وزیر اکبر خان ته انتقال کړي.

په نهایت کې متحده ایالاتو د الظواهري ځای وموند او د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ په یو هوایي برید کې یې د القاعدې مشر وواژه.

د الظواهري په قضیه کې ښکیلې طالب سرچینې وايي، چې د هغه د کور په کوټه او پخلنځي کې ځینې پټې کمرې موندل شوي دي.

د الظواهري تر مرګ وروسته څه وشول؟

د الظواهري له وژل کېدو وروسته اغا محمد حکیم له نورستان ولایت څخه پنجشیر ولایت ته ولېږدول شو.

د طالبانو بل غړی قاري داود افغاني د سراج الدین حقاني د تره خلیل الرحمان حقاني له خوا په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د کډوالو د اتشه په توګه وټاکل شو.

هغه مخکې له سیف العدل سره د اړیکو ساتلو لپاره ایران ته تللی و.

ایراني چارواکو د هغه له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې تهران ته ولاړ شي.

په طالبانو کې دننه سرچینې وايي، چې د الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې ډلې ۲۰۰ غړي نیول شوي؛ خو ډېری یې بېرته خوشي شوي دي.

په بندیانو کې قاري حکمت هم و. هغه دوه کاله په زندان کې تېر کړل او په دې وروستیو کې خوشې شو او پاکستان ته ولاړ.

همدا راز محمود شاه حبیبي چې افغان الاصله امریکايي وګړی دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ ونیول شو.

حبیبي په کابل کې په یو مخابراتي شرکت کې د مشاور په توګه کار کاوه.

طالبانو د حبیبي د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ګومان کیږي چې نوموړی د الظواهري د قضیې په تړاو نیول شوی و.

اوس طالبان له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په لټه کې دي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې د دواړو لورو استازو د بندیانو پر تبادلې خبرې کړې دي.

جورج ګلزمن، محمود شاه حبیبي او راین کاربیټ چې امریکايي وګړي دي، د طالبانو په بند کې دي. طالبان غواړي چې امریکا د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن سکرټر رحیم افغاني چې په ګوانتانامو کې بندي دی، خوشې کړي.

الظواهري چیرته ښخ شو؟

په روغتون کې د القاعدې د مشر د جسد ساتنه

د الظواهري له وژل کېدو وروسته د هغه جسد د کابل ۳۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شو او په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندان حمزه او د حقاني د دفتر مشر زین الله د درېیو ورځو لپاره د القاعدې د مشر د جسد پالنه وکړه.

د معلوماتو له مخې؛ د الظواهري پر کور په برید کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني یو ځوان زوی هم وژل شوی دی.

د القاعدې مشر په پکتیا کې خاورو ته وسپارل شو

د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو ډېری چارواکي پټ شول.

سراج الدین حقاني دوه اونۍ د خلکو له نظره پناه شو؛ وروسته طالبانو اعلان وکړ چې نوموړی د یو طالب قوماندان د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره د کندهار پنجوايي ته تللی و.

اوس سرچینې وايي، چې حقاني د خپل زوی او ایمن الظواهري د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته تللی و.

سرچينه وايي، چې د القاعدې مشر د ځدراڼو په شواک سيمه کې ښخ شوی دی.

سراج الدین حقاني د پخواني جهادي مشر جلال الدین حقاني زوی د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی. دوی د ځدراڼو په قوم پورې اړه لري چې په عمده توګه د افغانستان په ختیځ کې ژوند کوي.

د القاعدې نور چارواکي چې له الظواهري سره ملګري‌ وو

له پاکستان څخه د افغانستان سیوېلي سیمو او بیا کابل ته د القاعدې مشر الظواهري سره په پټ سفر کې حمزه الغامدي چې د القاعدې یو جګپوړی غړی و، ملګری و.

هغه د افغانستان په سوېل او ختیځ او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې مرکزونه کنټرولول.

نوموړی وروستی ځل د پاکستان په شمالي وزیرستان کې لیدل شوی و.

الغامدي په پښتو خبرې کوي. د روان کال په جون میاشت کې امریکا د الغامدي نوم د ترهگرۍ په تور لیست کې شامل کړ او د هغه د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره یې پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه.

طالبانو په کابل کې د الظواهري شتون او وژل کېدل رد کړل

په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه د طالبانو لپاره دردونکې او د شرم وړ وه؛ ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په ۲۹ د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي؛ خو په افغانستان کې د دغې ډلې د بېرته واک ته له رسېدو څه کم یو کال وروسته، د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو شکمن او د لومړۍ درجې تروریست چې امریکا یې په لټه کې وه، د کابل په زړه کې وموندل شو.

طالبان د الظواهري په وژل کېدو سخت خواشیني شوي وو، ځکه دوی اندېښمن وو، چې امریکایان به بیا هوايي بریدونه وکړي او غچ به واخلي. له همدې امله طالب چارواکو په کابل کې د الظواهري شتون او مرګ رد کړ.

طالبان اندېښمن وو، چې القاعده به د الظواهري مړینه تایید کړي او د خپل نوي مشر نوم به اعلان کړي.

له همدې کبله دوی په ایران کې سیف العدل ته یو پیغام واستاوه او له هغوی یې وغوښتل چې د الظواهري مړینه دې نه تاییدوي او د هغه د ځای ناستي اعلان دې وځڼډوي.

طالبانو په خپل پیغام کې د دواړو ډلو ترمنځ د تاریخي اړیکو خبره کړې او د جګړې پر مهال یې د القاعدې د پوځي او مالي ملاتړ ستاینه کړې وه.

خو طالبانو په خپل پیغام کې څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن شتون په ۲۰۰۱ کال کې د دوی د رژیم د سقوط لامل شو او اوس دغه ډله حاضره نه ده چې د الظواهري د شتون له امله د امارت د ماتېدو او سقوط شاهده شي.

د دغه پیغام په ځواب کې سیف العدل وویل، چې دی د طالبانو په دریځ پوره پوهیږي او د الظواهري هیله دا وه چې همداسې "شهید" شي.

طالب چارواکي لا هم د الظواهري د وژل کېدو په اړه چوپه خوله دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له خونړیو بریدونو وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل، چې د القاعدې مشر ورته تسلیم کړي؛ خو طالبانو په افغانستان کې د واک او حاکمیت له لاسه ورکولو په بدل کې امریکا ته د القاعدې د مشر له سپارلو ډډه وکړه.

له هغه وروسته امریکا پر افغانستان د یرغل او د طالبانو د رژیم د نسکورولو پرېکړه وکړه.

د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې لږ تر لږه درې زره کسان ووژل شول چې القاعدې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت وایي، چې له طالبانو سره یې "بیعت" نه دی کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دغه سفارت له طالبانو سره "بیعت" کړی دی.

دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي او تر اوسه له دغې ډلې سره د «بیعت» لپاره کومه غوښتنه یا اقدام نه دی شوی.

دغه سفارت ویلي، چې له هېواد سره د اړیکو د ترینګلتیا په حال کې هم د کونسلګرۍ همکاري دوام لري او سفارت مکلف دی، چې د اسنادو د تصویب په ګډون په بېلابېلو مواردو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له کونسلګرۍ سره همغږي ولري.

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت ټینګار وکړ: «د بلغاریا په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغانستان سیاسي او کونسلګري نمایندګۍ مکلفیت لري، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره همکاري ولري تر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.»

همدا زار، دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هویت تثبیت، د واده د سندونو او نورو اسنادو په ګډون ډېری کونسلګرۍ خدمات د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له تایید پرته رسميت نه لري.

په صوفیا کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی، چې ټول عواید د حکومت له مالي او اداري مقرراتو سره سم په منظم ډول حکومتي حساب کې ثبتوي.

دغه سفارت په صوفیه کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کېدو په پیښه کې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په درېیو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د قربانیانو د هویت اسناد تایید او کابل ته یې د جسدونو په انتقال کې لارم اقدمات ترسره کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په اروپا کې د افغانستان د لږ تر لږه ۱۴ سیاسي او کونسلګرۍ نمایندګیو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو نمایندګیو کونسلګري خدمات نه مني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د ۱۴سیاسي نمایندګیو او کونسلګرۍ ماموریتونو کونسلي خدمات د اعتبار وړ نه دي؛ ځکه دوی له دغه وزارت سره له همغږۍ او تعامل ډډه کړې ده.

د تاجکستان، برېتانیا او بلجیم په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر کونسلګرۍ ماموریتونو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

خو طالبانو په بلغاریا، هالنډ، هسپانیه، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې د افغانستان نمایندګۍ له دغې ډلې سره د همکارو نمایندګیو په توګه یاد کړي دي.

طالبانو په اروپا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې دغو کونسلګریو ته دې مراجعه وکړي.