• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د سالنګ لویې لارې د جوړولو لپاره به دغه لاره د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نېټې وتړي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د پاتې چارو د ترسره کولو لپاره به دغه لاره د راتلونکې وږي میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته تړلې وي. د وزارت وياند اشرف حق‌شناس وايي، د سورلۍ ګاډو د تګ راتګ لپاره یې بله فرعي لاره جوړه کړې.

د طالبانو ټولګټو چارو وزات نن یکشنبه د (زمري ۲۱مه) په ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د سالنګ تونل اصلي لاره به د را روانې وږي میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د لویو باروړونکو موټرو او بسونو لپاره په بشپړ ډول تړلې وي او یوازې واړه ګاډي کولی شي د دوی له لوري په جوړه شوې فرعي لاره تګ راتګ وکړي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس زیاتوي چې کوچني مساپر وړونکي ګاډي به په دغې فرعي لارې تګ راتګ کوي خو لویې لارۍ او مساپر وړونکي بسونه به له یادې نیټې وروسته یو مخ بند وي.

طالبانو تېر کال ویلي وو، چې د سالنګ لویه لاره یې رغولې ده.

لوړپوړو طالب چارواکو د سالنګ لاره د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.

له هغه وروسته يو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته د يوې ويډيو په لېږلو سره وويل. چې طالبانو د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې نه دې بشپړې کړې.

د سالنګ لویه لاره چې شمالي، شمال ختیځ او شمال لویدیځ ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي، پخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې بیارغول شوې وه؛ خو په دې ورستيو کې دغه لویه لاره د زياتو موټرونو په ځانګړې توګه د بار وړونکو لاریو د تګ راتګ له امله د نورو لارو په څېر ويجاړه شوې ده.

د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یو له لنډو لارو څخه ده، چې اوس‌ مهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

شنبه های ارغواني غورځنګ: د طالبانو په وړاندې مبارزه کې غلي نه پاتې کیږو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۵۷ GMT+۱

د طالبانو له واکمنېدو د درېیو کلو په بشيړېدود شنبه های ارغواني غورځنګ، د افغانستان پر ټولو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي او مدني فعالانو، لوبغاړو، ځوانانو او پوه خلکو غږ کوي، چې پراخ لاریونونه وکړي او پر هغو کسانو فشار راوړي چې په واک کې د طالبانو د پاتې کېدو لپاره د هغوی ملاتړ کوي.

شنبه های ارغواني غورځنګ ویلي، که څه هم له شل کلنې مبارزې او د افغانانو له بې شمېره قربانیو وروسته له یوه شرمناک جوړجاړي وروسته د طالبانو ډله بیا واک ته ورسېدله او ټول افغان وګړي یې زیانمن کړل.

همدارنګه دغه غورځنګ زیاتوي، په تېرو درېیو کلو کې د طالبانو له لوري ښځې، مذهبي او قومي لږکۍ د طالبانو د ظلم، زور او بې عدالتۍ اصلي قربانیان دي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په تېرو دریو کلو کې نه یوازې دا چې جنګي جنایتونه یې کړي، بلکې د تېر حکومت د عسکرو او کارکوونکو هدفي وژنې، جبري کډوالۍ او د افغانانو له بنسټیزو حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې هم کړې دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو په قصدي ډول د لاریون کوونکو ښځو ځورونه او پرې جنسي تېري هم کړي دي.

یاد غورځنګ د طالبانو د ظلمونو او جرمونو په اړه د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو خپلسري حکومت له نړۍوالې ټولنې سره د خپلو ټولو ژمنو پرخلاف، نه یوازې دا چې له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړې، بلکې د دغو اړیکو په ټینګولو سره یې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په "خوندي کور" بدل کړ. او د هرې ورځې په تېریدو سره، دوی د سیمې او نړۍ لپاره احتمالي ګواښ او لوی ناورین ته نږدې کیږي.»

شنبه های ارغواني غورځنګ په هېواد کې دننه او بهر له ټولو افغانانو په ځانکړې توګه له ښځو غوښتي، چې په ډلییزه او یا هم یوازې سر د ښځو ضد طالب ډلې په وړاندې غږ پورته کړي، او د طالبانو مشران دې نړېوالې محکمې ته را کش کړي.

د طالبانو کډوالو وزارت: تېر یوه کال کې نږدې ۱۸ لکه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه افغان کډوال، له ایران، پاکستان او ځینو نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي.

د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر محمود الحق احدي دغه شمېرې د دغه وزارت د تېر یوه کال د حساب ورکړې په پروګرام کې یادې کړې دي.

د کډوالو وزارت د تېر ۱۴۰۲ کال د حساب ورکړې په پروګرام کې چې نن یکشنبه (زمري ۲۱مه) په کابل کې جوړ شوي و، وويل چې دغه شمېر کډوال له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په زور او خپله خوښه او له ځینو نورو هیوادونو څځه راستانه شوي دي.

د وزارت چارواکو ویلي، چې له دغو کډوالو سره د یاد وزارت د کمو مرستو تر څنګ د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال پروګرام دفترونو مرستې کړې دي.

‏د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ مشر محمود الحق احدي د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال پنځه زره او۷۶۶ افغان کډوال چې په پاکستان او ترکيې هېوادونو کې بنديان وو د کډوالو او بهرنيو چارو‏وزارتونو په هڅو له بندخونو څخه خلاص او هیواد ته راستانه شوي دي.

‏وزارت وايي، په ياده موده کې د ايران له بندخونو هم څلور زره افغان بندیان خلاص او خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

په تېر یوه کال کې ایران او پاکستان له یونیم میلیون ډېر افغانان نیولي، ربړولي او له زنداني کېدو وروسته په زور له خپلو هیوادونو شړلي او له دوی سره د کډوالو د نړۍوالو قوانیو خلاف کړنې ترسره کړې دي.

ټام وېسټ: د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړو د خلاصون هڅې کوو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له زندانه د درېیو امریکايي وګړو پر خلاصون ټینګار کړی دی. ټام ویسټ ویلي، چې «موږ ټول باید د دوی د بېرته راخلاصولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

امریکا وايي، وګړي یې په ناحقه زنداني شوي دي.

ټاوم ویسټ لیکلي، د راین کاربېټ، محمود حبیبي او د هغوی له کورنیو سره زما فکر او دعاګانې دي.

ویسټ لیکلي: «موږ غواړو او باید خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې دوی او جورج ګلزمن د دوی کورنیو ته را وګرځوو.»

راین کاربېټ د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو، او کورنۍ یې وايي، نوموړی په خرابو شرایطو کې د ځمکې لاندې په یوه خونه کې ساتل کیږي.

محمود حبیبي چې افغان الاصله امریکايي دی، او د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې پخوانۍ مشر و، د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشتکې د (ای ار اېکس کمونیکیشن) ادارې له ۲۹ کارکوونکو سره د طالبانو له لوري ونیول شو.

همدرانګه دریم امریکايي وګړی جورج ګلزمن دی، چې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د طالبانو له لوري نیول شوی.

د طالبانو په زندان کې د نوموړي د خراب روغتیايي وضیعت په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر هم درې ورځې وړاندې د طالبانو په بند کې د درېیو امریکايي وګړو د وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې وه، او ویې ویل چې د هغوی خوشې کول د امریکا لومړیتوب دی.

باخبره سرچینې: په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مشر د فساد په تور له دندې ګوښه شو

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو له منځه سرچینې وايي، د طالبانو مشر په ننګرهار کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر محمد برا د پراخ مالي فساد په تور له دندې ګوښه کړی دی. سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یوه قضیه کې د محمد برا مرستیال ۳۰ میلیونه افغانۍ اختلاس کړی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، شاهين چې د محمد برا نږدې ملګرى او مرستیال دى، د ٣٠ ميليونه افغانيو د اختلاس په تور نيول شوى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، شاهين له پلټنو وروسته منلې، چې په ننګرهار کې يې د طالبانو د استخباراتو د مشر محمد برا په امر له خلکو پيسې اخيستې دي.

سرچينې زياتوي، چې د دغه طالب چارواکي د مالي فساد له بربنډېدو وروسته يې دوسيه کندهار ته واستول شوه او د طالبانو مشر ملا هبت الله په دې وروستيو کې د ننګرهار د استخباراتو د دغه مشر د ګوښه کولو امر وکړ.

طالبانو د دغه سیمه ییز چارواکي د ګوښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د برا دوه وروڼه له پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو. پنځه کاله یې د بګرام په زندان کې هم تېر کړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، برا په ننګرهار ولايت کې د دوو زندانيانو په وژلو کې هم لاس درلود.

سرچينو زياته کړې، چې دغه بنديان د پلټنو پر مهال تر سختو شکنجو وروسته وژل شوي دي. دغه دوه بندیان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي وو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالب چارواکي برا پخوا ساده ژوند کاوه، خو په کاپيسا او ننګرهار کې د طالبانو دولتي څوکيو له ترلاسه کولو وروسته د پام وړ شتمن شو.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، هغه درې مېرمنې درلودې او په دې وروستيو کې يې له يوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره واده کړى دى.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو پخواني مشر په لوګر کې یو ډولي کور جوړ کړی او په کابل کې یې د خانۍ ژوند کاوه.

د سترې محکمې د استخباراتو مشر له دندې ګوښه کېدل

یوې بلې سرچینې ویلي، عبدالبصیر چې په مشعل افغان هم مشهور دی، د طالبانو د سترې محکمې د استخباراتو مشر هم د فساد په تور له دندې ګوښه شوی و.

د سرچينې په وينا، سره له دې چې د عبدالبصير مالي فساد تر څېړنو وروسته «ثابت» شوى، خو هغه ونه نیول شو.

سرچینه وايي، مشعل افغان په ترکیه کې د مالي فساد په پیسو کور اخیستی دی. مشعل افغان د پخواني حکومت تر نسکورېدو وړاندې په قطر کې د طالبانو د رسنیز دفتر غړی و.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، دغې ډلې وویل چې دوی به له فساد سره مبارزه وکړي، او طالب مشرانو په ځلونو د دغې ډلې له غړو وغوښتل چې په عیش او مالي فساد کې له ژوند کولو څخه ډډه وکړي.

سره له دې هم، د طالبانو د بېلابېلو کچې غړي هوسا او په عیش کې ژوند کوي. د پخوانيو دولتي چارواکو د شخصي کورونو د غصبولو تر څنګ يې د ځان لپاره ګران بيه کورونه او موټرونه اخيستي او د خانۍ ژوند تېروي.

د طالبانو ډیریو کسانو د دولت له واک څخه د یوه تجارت او شخصي کاروبارغوندې کار اخیستی دی.

په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو د چارواکو لخوا د مالي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي او خلکو د مالي فساد د زیاتوالي او د طالبانو په دفترونو کې د رشوت اخیستنې د کلتور له خپریدو څخه شکایت کړی دی.

د طالبانو بند کې امریکایي وګړی؛ ایف‌بي‌ای وايي، د محمود شاه حبیبي په برخلیک نه پوهیږي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

دوه کاله وروسته له هغه چې طالبانو یو افغان الاصله امریکایی محمود شاه حبیبي نیولی، د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې وویل چې د هغه په ​​اړه معلومات نه لري.

د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې مشر حبیبي یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعدې پخوانی مشر ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې منلې چې درې امریکايي وګړي جورج ګلزمان، محمود شاه حبیبي او راین کاربېټ د طالبانو په بند کې دي.

خو د امریکا د څېړنو فدرالي اداره وايي له دوو کلونو راهیسې د حبیبي د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې د خبرپاڼې په وینا، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ نیټه په کابل کې د هغه کور ته نږدې د خپل موټر چلوونکي سره «وتښتول» شو. ایف‌بي‌ای ویلي دي چې ګومان کیږي هغه د طالبانو پوځي یا امنیتي ځواکونو تښتولی وي.

د ايف‌بي‌ای د خبرپاڼې له مخې، حبیبي او د هغه موټر چلوونکی د «ای‌ار‌ایکس مخابراتي» شرکت له ۲۹ نورو کارمنانو سره وتښتول شو. خو له حبيبي او يو بل کس پرته نور ټول کارکوونکي خوشي شول.

په واشنګټن کې د ایف‌بي‌ای د دفتر مرستیال ډیویډ سنډبرګ وویل: «دوه کاله کیږي چې ښاغلی حبیبي ورک شوی دی، او موږ د هغه کورنۍ ته د بیرته راستنیدو لپاره په کلکه کار کوو.»

د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې له هر چا غوښتي چې د هغه په ​​اړه معلومات ولري د متحده ایالاتو نږدې ډیپلوماتیک ماموریت سره اړیکه ونیسي.

محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه د «ای‌ار‌ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.

د حبیبي کورنۍ تېر کال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې ووژل شو.

طالبانو دغه شرکت د ایمن الظواهري په نښه کولو کې په لاس لرلو تورن کړ.

خو طالبانو د حبيبي د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.د طالبانو یوه ویاند په دې وروستیو کې منلې، چې له امریکايي استازو سره یې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په اړه د دوی غوښتنې ومني. د طالبانو له غوښتنو څخه یوه له ګوانتانامو زندانه د دغې ډلې د یوه زنداني مهاجر افغان خوشي کول دي.