• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین کړکېچ؛ پوتین ویلي، چې روسیه به له سرحدي سیمو اوکرایني ځواکونه بېرته وباسي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل، چې پوځ به د روسیې له خپلواکې سیمې څخه اوکرایني ځواکونه وباسي. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي، چې کییف په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل راهیسې د پولې په اوږدو کې تر ټولو لوی برید کړی.

اوکرایني ځواکونه تېره سې شنبه د روسیې له پولې تېر شول او د روسیې د کرسک سیمې په ځینو لوېدیځو برخو یې ولکه خپله کړه.

دا برید یو حیرانوونکی پرمختګ بلل شوی، چې ښايي د نومبر په میاشت کې د امریکا له ټاکنو وروسته د احتمالي اوربند په خبرو کې د ګټې اخیستنې لپاره وي.

روسیې چې ظاهراً د دغې برید تمه نه درلوده، د یکشنبې په ورځ د کرسک په سیمه کې لومړۍ کرښه جوړړه کړې، خو لا هم د روسیې د خاورې ځینې برخې د اوکراینې ځواکونو په ولکه کې دي.

په دغه سیمه کې د اوکراینې او روسي ځواکونو ترمنځ د دوشنبې په ورځ هم جګړه روانه ده.

د دغه سیمې په ګاونډ کې د بلګورود سیمه يیز والي ویاچسلاو ګلادکوف وویل، چې د کراسنایا یاروګا ولسوالۍ څخه "په پوله کې د دښمن د فعالیت" له امله د ملکي خلکو ویستل پیل شوي.

پوتین په خپلو خورا مفصلو څرګندونو کې وویل، چې اوکراین "د خپلو لویدیځو بادارانو په مرسته" هڅه کوي چې د احتمالي اوربند تر خبرو مخکې خپل دریځ قوي کړي او د روسیې پرمختګ کمزوری کړي.

پوتین امنیتي چارواکو او سیمه ییزو واليانو ته وویل، چې اوکرایني ځواکونو ته د دوی په یرغل کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

"دښمن به خامخا د پام وړ ځواب ترلاسه کوي، او ټول هغه اهداف چې موږ یې لرو، له شک پرته به ترلاسه کیږي."

پوتین وویل، چې اوکراین هڅه کوي چې د روسیې ټولنه و وېروي او په دې توګه ثبات کمزوری کړي. هغه لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې اوکراین به د سرحدي سیمو د لا بې ثباته کولو هڅه وکړي.

د پوتین په غونډه کې د کرسک سرپرست والي الیکسي سمیرنوف وویل، اوکراین په سیمه کې ۲۲ مېشت ځایونه کنټرولوي او د دې برید په پایله کې یې شاوخوا ۱۲ کیلومتره پر ۴۰ کیلومتره پراخه سیمه لاندې کړې ده.

روسیې په کرسک، براینسک او بلګورود سیمو کې سخت امنیت ټینګ کړی دی، په داسې حال کې چې د دغه هیواد متحد بیلاروس ویلي، چې دوی په خپله پوله کې د خپلو سرتیرو شمیر زیاتوي.

دا کار وروسته له هغه کیږي چې مینسک ویلي، چې اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د دوی له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په اصفهان کې د یوه افغان ځوان مړی په حوض کې موندل شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

باوري سرچینو ویلي، د ایران په اصفهان ښار کې د یوه ۱۸ کلن افغان ځوان مړی په یوه حوض کې موندل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د عبدالسلام په نوم د دغه ځوان مړى چې د هرات د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکى و، تېره شپه د اصفهان ښار د رضا په سيمه کې په يوه حوض کې موندل شوى دى.

د عبدالسلام جسد به د دوشنبې په شپه د نیمروز له پولې افغانستان ته ولېږدول شي.

یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، یو شمېر کسان ښيي چې د یوه تنکي ځوان جسد له حوض څخه اېستل کېږي.

ویډیو چې د شپې ثبت شوې په کې ښکاري، چې پر تن یې کمیس او پتلون دی.

د افغان ځوان خپلوان وايي، له چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده؛ خو د ډوبېدو د څرنګوالي په اړه د دوی پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ایراني چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځوان د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د "کډوالۍ ضد" نوې څپې راپورونه ورکړل شوي دي.

د ډوبېدو لامل لا هم څرګند نه دی.

ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.» دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

امریکا د اسراییل د دفاع لپاره د ابراهام لېنکن اوبتل منځني ختیځ ته واستاوه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید اسټن منځني ختیځ ته د ابراهام لېنکن اوبتل د استولو امر کړی دی. دغه اوبتل په لارښودو توغندیو سمبال دی او سیمې ته په داسې حال کې استول شوی چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) ویلي، چې لوید اسټن دغه امر د اسراییل د دفاع له وزیر یوف ګالانت سره له اړېکې وروسته صادر کړ.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «لویډ اسټن د امریکا پر ژمنې ټینګار وکړ چې د اسراییل د دفاع لپاره به هر ممکن ګام واخلي او د سیمه ییز تاوتریخوالي زیاتېدو ته په کتو به په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د دریځ او پوځي وړتیاو د پیاوړتیا لپاره پام ډیر کړي.»

امریکا منځني ختیځ ته داسې مهال دیوه نوي اوبتلد استولو خبر ورکړی، چې د جورجیا (یو ایس ایس) اټومي اوبتل د جولای له میاشتې راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې دی.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او پر اسراییل د ایران او ملګرو له خوا د بریدونو د ګواښونو له زیاتېدو وروسته امریکا ویلي، چې سیمې ته به نور جنګیالي او جنګي بېړۍ واستوي.

افغان ډېپلوماتانو په ایران کې له افغان ځوان سره د ناوړه چلند د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نماینده ګیو د انسجام شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو ناوړه چلندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې شورا په ایران کې له یوه افغان ځوان سره د ناوړه چلند په اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نمایندګانو د انسجام شورا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې تنکي ځوان شکنجه یوه زړه بوږنونکې او غیر انساني پېښه وبلله.

افغان ډېپلوماتانو له افغان کډوالو سره چلند د اساسي بشري حقونو، اسلام او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې بللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې، موږ پر ایراني چارواکو غږ کوو، چې د دغې غمجنې پېښې په اړه هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي او په راتلونکي کې د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.» .

د افغانستان سیاسی نمایندګانو هم په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انسانی چلند وکړ.

په دې وروستیو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې د دماوند ښار د ابسارد په کلي کې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر د یوه افغان ځوان لاسونه او پښې نیولي او یو بل افسر یې پر غاړه زنګون وهي.

د افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ د دغه تنکي ځوان د شکنجې یوه ویډیو خپره کړه، چې د افغان او ایراني وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

حزب الله په اسراییل کې پر پوځي مرکزونو تازه بریدونه کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په شمال کې پر څو پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چې د دواړو خواو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او پراخې جګړې احتمال زیاتوي.

حزب الله وايي، چې د دوی جنګیالیو د مارج سیمه په "مناسبو وسلو" په نښه کړې او پر پوځي مرکزونو یې مستقیم بریدونه کړي‌ دي.

دغې ډلې د برکات ریشا او الرحب په پوستو هم توغندي ویشتي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه «د فلسطینیانو د مقاومت په ملاتړ» شوي دي.

د اسراییل پوځ د بریدونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د اسراییل او حزب الله ترمنځ د یوې میاشتې راهیسې په سرحدي سیمو کې د ډزو تبادلې، په سیمه کې د یوې پراخې جګړې په اړه وېره ډېره کړې ده.

حزب الله د جولای په ۳۰ مه په بیروت کې د اسراییل په یو هوايي برید کې د خپل لوړ پوړي قوماندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته د نظامي غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د حزب الله او اسراییل ترمنځ نښتو د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پراخو بریدونو وروسته زور اخیستی.

اسراییل پر دغه هیواد د حماس له برید وروسته پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر اوسه یې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژلي دي.