• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په منځني ختيځ کې د پراخې جګړې د وېرې سربېره په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱

سره له دې چې اسراییل د جګړې د درولو او د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو سره د پراخې سیمه ییزې شخړې د مخنیوي په موخه د یوې معاملې لپاره د نړۍوالو فشارونو سره مخامخ دی، بیا هم اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د غزې سویلي ښار خان یونس ته نږدې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی.

فلسطیني ډاکټرانو ویلي دي، چې د دوشنبې په ورځ د خان یونس په ښار کې د اسرايیلي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې ډېرې کورنۍ او بې ځایه شوي کسان له هغو سیمو څخه وتلي چې اسراییلي ځواکونو یې د تخلیې غوښتنه کړې وه.

ډاکټرانو وویل، چې د غزې ښار په زیتون ښارګوټي کې د اسراییلو په هوايي برید کې پنځه کسان او مصر سره پولې ته څېرمه په رفح کې دوه نور کسان وژل شوي دي.

لکه څنګه چې جګړه روانه وه، حماس د پنجشنبې په ورځ د مصر او قطر په منځګړیتوب د خبرو اترو وروستي پړاو ته په شک سره غبرګون وښود او ویې ویل، چې د اسراییل له خوا هېڅ اقدام نښه نه لیدل کیږي.

دې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل، چې منځګړي باید اسراییل مجبور کړي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د نظرونو پراساس د اوربند وړاندیز ومني.

د حماس په اعلامیه کې راغلي: "مونږ دغه وړاندیز منلی او اسراییل هم باید دا کار وکړي، نه دا چې د خبرو اترو نور پړاوونه یا نوي وړاندیزونه تعقیب کړي چې د اشغال د دوام بهانه برابره کړي".

حماس ته نږدې دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا ډله په دې باور وه، چې د خبرو لپاره نوې بلنې په اړه اسراییل سره همغږي نه ده شوې او موخه یې دا وه، چې په تهران کې د دې ډلې د مشر اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله د یو جګپوړي مشر د وژل کېدو په اړه د ایران او حزب الله د غبرګونونو مخه ونیسي.

له دغو سرچینو یو یې ویلي: "دا د خبرو اترو د نوي وړاندیز د ردولو یوه نرمه طریقه ده. که حماس د خبرو اترو لپاره د اسراییل له خوا مثبت ځواب ترلاسه کړي، ښايي وضعیت بدل شي، خو تر دې دمه حماس په دې باور دی چې نتانیاهو یوې موافقې ته د رسیدو لپاره جدي نه دی."

خبرو اترو ته د حماس غبرګون په داسې حال کې راځی چې د پراخې جګړې لپاره چمتووالی زیات شوی، واشنګټن منځني ختیځ ته د لارښود توغندیو بېړۍ لیږلې او د ابراهیم لینکن د برید ډلې په سیمه کې د ځای پرځای کیدو هڅې ګړندۍ کړي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ته وویل، چې ایران په اسراییل باندې د لویې کچې پوځي برید لپاره چمتووالی نیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د عراق په شمال کې ۱۷ کردي وسله وال وژل شوي دي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د ترکیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې پوځ د عراق په شمال کې هوايي بریدونه کړي او د کردستان د کارګر ګوند ۱۷ غړي یې وژلي دي.

ترکیه دپې کا کا اورپکو په وړاندې د عملیاتو د یوې برخې په توګه له پولې هاخوا په عراق کې عملیات ترسره کوي.

پې کا کا اورپکې ډله، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې د دولت پر ضد جنګیږي، د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له خوا یو ترهګر سازمان بلل شوی.

ترکیې هم په سوریه کې د کردي ملېشو پر ضد پوځي بریدونه پیل کړي دي، چې هغه هم د پې کا کا یوه څانګه بولي.

د اوکراین کړکېچ؛ پوتین ویلي، چې روسیه به له سرحدي سیمو اوکرایني ځواکونه بېرته وباسي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل، چې پوځ به د روسیې له خپلواکې سیمې څخه اوکرایني ځواکونه وباسي. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي، چې کییف په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل راهیسې د پولې په اوږدو کې تر ټولو لوی برید کړی.

اوکرایني ځواکونه تېره سې شنبه د روسیې له پولې تېر شول او د روسیې د کرسک سیمې په ځینو لوېدیځو برخو یې ولکه خپله کړه.

دا برید یو حیرانوونکی پرمختګ بلل شوی، چې ښايي د نومبر په میاشت کې د امریکا له ټاکنو وروسته د احتمالي اوربند په خبرو کې د ګټې اخیستنې لپاره وي.

روسیې چې ظاهراً د دغې برید تمه نه درلوده، د یکشنبې په ورځ د کرسک په سیمه کې لومړۍ کرښه جوړړه کړې، خو لا هم د روسیې د خاورې ځینې برخې د اوکراینې ځواکونو په ولکه کې دي.

په دغه سیمه کې د اوکراینې او روسي ځواکونو ترمنځ د دوشنبې په ورځ هم جګړه روانه ده.

د دغه سیمې په ګاونډ کې د بلګورود سیمه يیز والي ویاچسلاو ګلادکوف وویل، چې د کراسنایا یاروګا ولسوالۍ څخه "په پوله کې د دښمن د فعالیت" له امله د ملکي خلکو ویستل پیل شوي.

پوتین په خپلو خورا مفصلو څرګندونو کې وویل، چې اوکراین "د خپلو لویدیځو بادارانو په مرسته" هڅه کوي چې د احتمالي اوربند تر خبرو مخکې خپل دریځ قوي کړي او د روسیې پرمختګ کمزوری کړي.

پوتین امنیتي چارواکو او سیمه ییزو واليانو ته وویل، چې اوکرایني ځواکونو ته د دوی په یرغل کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

"دښمن به خامخا د پام وړ ځواب ترلاسه کوي، او ټول هغه اهداف چې موږ یې لرو، له شک پرته به ترلاسه کیږي."

پوتین وویل، چې اوکراین هڅه کوي چې د روسیې ټولنه و وېروي او په دې توګه ثبات کمزوری کړي. هغه لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې اوکراین به د سرحدي سیمو د لا بې ثباته کولو هڅه وکړي.

د پوتین په غونډه کې د کرسک سرپرست والي الیکسي سمیرنوف وویل، اوکراین په سیمه کې ۲۲ مېشت ځایونه کنټرولوي او د دې برید په پایله کې یې شاوخوا ۱۲ کیلومتره پر ۴۰ کیلومتره پراخه سیمه لاندې کړې ده.

روسیې په کرسک، براینسک او بلګورود سیمو کې سخت امنیت ټینګ کړی دی، په داسې حال کې چې د دغه هیواد متحد بیلاروس ویلي، چې دوی په خپله پوله کې د خپلو سرتیرو شمیر زیاتوي.

دا کار وروسته له هغه کیږي چې مینسک ویلي، چې اوکراین د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د دوی له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.

په اصفهان کې د یوه افغان ځوان مړی په حوض کې موندل شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

باوري سرچینو ویلي، د ایران په اصفهان ښار کې د یوه ۱۸ کلن افغان ځوان مړی په یوه حوض کې موندل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د عبدالسلام په نوم د دغه ځوان مړى چې د هرات د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکى و، تېره شپه د اصفهان ښار د رضا په سيمه کې په يوه حوض کې موندل شوى دى.

د عبدالسلام جسد به د دوشنبې په شپه د نیمروز له پولې افغانستان ته ولېږدول شي.

یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، یو شمېر کسان ښيي چې د یوه تنکي ځوان جسد له حوض څخه اېستل کېږي.

ویډیو چې د شپې ثبت شوې په کې ښکاري، چې پر تن یې کمیس او پتلون دی.

د افغان ځوان خپلوان وايي، له چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده؛ خو د ډوبېدو د څرنګوالي په اړه د دوی پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ایراني چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځوان د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د "کډوالۍ ضد" نوې څپې راپورونه ورکړل شوي دي.

د ډوبېدو لامل لا هم څرګند نه دی.

ټي ټي پي د پاکستان ولس ته: د اګسټ ۱۴مه د تورې ورځې په توګه ونمانځئ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له ولسه غوښتي چې د اګسټ ۱۴مه ورځ د «پاکستان د ازادۍ ورځ نه بلکې د تورې ورځې په توګه نمانځئ.» دغې ډلې ويلي، دغه ورځ د دوی ډلې د «الفتح» په نوم نومولې ده.

دغې ډلې د پاکستان پر ولس غږ کړی چې د «غلامۍ د دې سمبول په له منځه وړلو سره، د حقیقي ازادۍ لپاره عملي ډګر ته رامخته شئ.»

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پاکستان کې هر کال د اګسټ ۱۴مه د دغه هیواد د حکومت له لوري د ازادۍ ورځې په توګه نمانځل کیږي.

ټي ټي پي د پاکستان له ولسه غوښتي چې چې ۱۴ اګسټ د قبایلو او بلوڅو په څېر د خپلواکۍ د ورځې په توګه نه بلکې د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو او بلوچستان کې بلوڅو خوځښتونو ویلي وو، چې د ۱۴م اګسټ ورځ به د پاکستان د نورو ولسونو په څېر نه نمانځي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به لاریونونه او پرلتونه روان ساتي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان ولس ته په دغې خبرپاڼه وریاده کړې چې د پاکستان اوسني چارواکي د دوی ریښتیني خدمتګاران نه دي او یوازې په لوړو مالیو، د برېښنا په پرچاوئ او ګرانۍ یې د دوی ملاوې ور ماتې کړې او دوی یې پوروړي کړي دي.

واک ته په کابل کې د طالبانو له رسیدو وروسته د پاکستان حکومت تل کابل کې طالبان تورن کړي چې ټي ټي پي وسله والې ډلې ته یې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې د نا امنیو پلانونه جوړوي خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې رد کړې دي.

امریکا د اسراییل د دفاع لپاره د ابراهام لېنکن اوبتل منځني ختیځ ته واستاوه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید اسټن منځني ختیځ ته د ابراهام لېنکن اوبتل د استولو امر کړی دی. دغه اوبتل په لارښودو توغندیو سمبال دی او سیمې ته په داسې حال کې استول شوی چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) ویلي، چې لوید اسټن دغه امر د اسراییل د دفاع له وزیر یوف ګالانت سره له اړېکې وروسته صادر کړ.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «لویډ اسټن د امریکا پر ژمنې ټینګار وکړ چې د اسراییل د دفاع لپاره به هر ممکن ګام واخلي او د سیمه ییز تاوتریخوالي زیاتېدو ته په کتو به په ټول منځني ختیځ کې د امریکا د دریځ او پوځي وړتیاو د پیاوړتیا لپاره پام ډیر کړي.»

امریکا منځني ختیځ ته داسې مهال دیوه نوي اوبتلد استولو خبر ورکړی، چې د جورجیا (یو ایس ایس) اټومي اوبتل د جولای له میاشتې راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې دی.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او پر اسراییل د ایران او ملګرو له خوا د بریدونو د ګواښونو له زیاتېدو وروسته امریکا ویلي، چې سیمې ته به نور جنګیالي او جنګي بېړۍ واستوي.