په کراچۍ کې د خپلواکۍ جشن د نمانځلو پر مهال په هوايي ډزو کې ۷۰ کسان ټپیان شوي دي

د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په خوشالۍ کې د کراچۍ په بېلابېلو سیمو کې د هوايي ډزو له امله ۷۰ تنه ټپیان شوي دي. د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې دوه ښځې او ماشومان هم شامل دي.