پاکستاني رسنۍ: پاکستاني پوځ په تیرا دره کې د یوه قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي

پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هیواد پوځ د خيبرپښتونخوا په تيرا دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملياتو کې د یوه قوماندان په ګډون اته وسله وال وژلي دي. ویل کیږي، دغه عملیات یې تېره ورځ په تیرا کې کړي.