د سربیا او بوسنیا ترمنځ په سیند کې لږ تر لږه اته کډوال ډوب شوي

د بوسنیا د ژغورنې ډلې مشر وویل، چې لږ تر لږه اته کډوال هغه مهال ډوب شول چې د پنجشنبې په سهار د دوی کښتۍ له سربیا څخه بوسنیا او هرزیګوینا ته د ډرینا سیند څخه د تېرېدو هڅه کوله.

د بوسنیا د ژغورنې ډلې مشر وویل، چې لږ تر لږه اته کډوال هغه مهال ډوب شول چې د پنجشنبې په سهار د دوی کښتۍ له سربیا څخه بوسنیا او هرزیګوینا ته د ډرینا سیند څخه د تېرېدو هڅه کوله.
د ملکي دفاع د ژغورنې ډلې مشر ولادا رینکیک خبریالانو ته وویل، چې یوه کښتۍ د سهار په ۰۶:۰۰ بجو په ناقانونه توګه له پولې د تېرېدو پر مهال ډوبه شوې ده.
رانکیک د بوسنیا د براتوناک ښارګوټي ته نږدې د پېښې ځای ته څیرمه خبریالانو ته وویل: "موږ دقیق معلومات نه لرو، تر اوسه اته مړي موندل شوي دي."
هغه زیاته کړه چې ژغورونکي د یو مور او ماشوم په لټه کې دي: "له بده مرغه، موږ فکر نه کوو چې ژوندي پاتې شوي به وي."
هغه وویل، چې د ملکي دفاع د ژغورنې ډلې، د بوسنیا او سربیا سرحدي پولیس، غوټه وهونکي او اور وژونکي له ځنګلونو د سیند په څنډو کې د لټون لپاره ګمارل شوي دي.
هغه وویل: “موږ ټولې ممکنې سرچینې په کار اچولې دي.”
رانکیک ونه ویل، چې په کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو.
تر دې مخکې د ملکي دفاع د ادارې مشر ویلي وو، چې غیر رسمي اټکل دا شمېر ۳۰ تنه ښيي، چې ۱۵ یې ساحل ته رسېدلي دي.
ویل کیږي، چې ژغورونکي د قاچاق وړونکي په لټه کې هم دي چې کډوال یې د سیند په دغه خطرناکه لارې تېر کړي دي.
د بوسنیا چارواکو سمدلاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
سرحدي پوليسو دغه پېښه نن سهار تاييد کړه، خو په اړه يې نور جزیيات ورنه کړل.
د صربستان چارواکو تایید کړې، چې پېښه د سیند پر غاړه شوې؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزیر ایویکا ډیکیک ویلي، چې په کښتۍ کې ۲۵ کسان سپاره وو، چې یوازې ۱۸ یې بوسنیا ته رسېدلي دي.
د منځني ختیځ، افغانستان، پاکستان او شمالي افریقا په زرګونو خلک هر کال د بالکان لار چې د ترکیې، بلغاریا، شمالي مقدونیې او سربیا له څخه تیریږي، شتمنو لویدیځو هېوادونو ته د رسېدو لپاره کاروي.
ډېری کډوال د قاچاق وړونکو د پراخو شبکو په مرسته له پولو تیریږي او ډېری وختونه داسې پیښې هم کیږي.

ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي یوې سرحدي سیمه کې د لومړۍ کرښې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې اوکرایني ځواکونو یو بل روسي کلی نیولی دی. د اوکراین ځواکونه دوه اونۍ وړاندې د روسیې خاورې ته ننوتل او څو کلي یې ونیول.
بل خوا مسکو ویلي، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې یو کلی نیولی دی.
کییف دا هم وویل، چې دوی د روسیې په سویل کې پر یوه هوايي اډه د بې پیلوټه الوتکې برید کړی، دغه د روسیې پر وړاندې د اوکراین وروستی برید دی.
بل خوا روسي ځواکونه د مسکو له بشپړ برید څه باندې دوه کاله وروسته په ختیځ اوکراین کې ورو - ورو پرمختګ کوي.
اوکرایني ځواکونه د اګست په شپږمه په یوه ناڅاپي برید کې د روسیې د پولې له لارې کرسک سیمې ته ننوتل.
دا په داسې حال کې ده، چې اوکرایني ځواکونو د ۲۰۲۲ کال له وروستیو راهیسې په خپله خاوره کې د پام وړ لاسته راوړنو کې پاتې راغلل.
کییف د عملیاتو له پیل راهیسې د جګړې په ډګر کې د بریالیتوبونو لړۍ اعلان کړېګ خو مسکو له میاشتو راهیسې په ختیځ اوکراین کې پرمختګ کوي، د ۲۰۲۲ په فېبرورۍ کې د روسیې د یرغل له پیل وروسته د سختو جګړو له امله اوکرایني ځواکونه تر سخت فشار لاندې دي.
د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې د میزویو کلی نیولی دی.
روسیې په وار - وار ویلي، چې پر خپله خاوره یې د اوکراین پوځي عملیات درولي دي؛ خو اوکراین خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
زېلینسکي وویل، چې هغه د سومي سرحدي سیمې ته د خپل سفر په لړ کې له خپل لوړ پوړي قوماندان ډګروال اولیکسندر سیرسکي سره لیدلي دي.


هسې خو پاکستان د خپل اساسي قانون له مخې په تیورۍ کی یو فیدرالی او پارلماني جمهوریت دی. په ظاهره یې حکومتي نظام هم دغه بڼه لري، خو په حقیقت او په عمل کې په دغه هیواد کې د اساسي قانون د حد نه ماورا، په ۱۹۷۷ کې د جنرال ضیاالحق د پوځي دکتاتورۍ نه وروسته د جنرالواکۍ نظام نافذ دی.
جنرالواکي د اساسي قانون د محتوا نه په سرغړونه د تقنینیه، اجراییه او د قضا قواوو صلاحیتونه سلبوي او د دولتي او حکومتي نظام د اداره کولو واګې د جنرالانو لاس ته ور کوي.
د ولسواکۍ او د جنرالواکۍ تر منځه تضاد د پاکستان د موجوده هر اړخیز بحران اساسي علت او ریښه تشکیلوي او د وخت په تیریدو سره دغه بحران لا پسې ژوریږي.
پاکستان کې عام انتخابات اوس په یوه نمایشي عمل بدل شوي اوس انتخابات تش د دې لپاره کیږي چې دولت خپل داخلي او بین المللي مشروعیت وساتي.

پاکستان کې اول او اخري ځل ازاد او بیطرفه انتخابات په ۱۹۷۰کې د جنرال یحاخان په حکومت کې شوي وو.
په هغو انتخاباتو کې د بنګالیانو ملتپال ګوند عوامي لیګ، چې شیخ مجیب الرحمان یې رهبر و، د پارلمان د چوکیو مطلق اکثریت تر لاسه کړی وو، خو جنرالانو د انتخاباتو ګټونکي ګوند ته د قدرت د سپارلو نه انکار وکړ.
د بنګال ولس او د هغوی نماینده ګوند عوامي لیګ مقاومت ته ملا وتړله چې په نتیجه کې یې پاکستان په ۱۹۷۱ کې دوه ټوټې شو.
د هغه نه پس په پاتې پاکستان کې جنرالانو د خپل استخباراتي سازمان ای ایس ای په وسیله په انتخاباتو کې درغلي او لاسوهنه پیل کړې ده او تل یې د خپلې خوښې ګوندونو ته د دې لپاره واکمني سپارلې ده چې دوی به په ښکاره په حکومتي چوکیو ناست وي، خو په عمل کې به جنرالان خپل باداران مني.
کله کله چې ځینې سیاسي ګوندونه د جنرالانو باداري نه مني، نو بیا ای ایس ای د هغوی په ضد کودتا وکړي او سیاسي حکومت وپرځي، خو جنرالان دا تلاش کوي چې دغه کودتاوې او د سیاسي حکومتونو چپه کیدل هم په ظاهره په اصطلاح قانوني شکل ولري.

د پاکستان پوځ کې د ۸۰ فیصدو شاوخوا پنجابیان دياو ۱۰/۱۲فیصده شاوخوا به یې پښتانه وياو پاتې نور قومونه دي.
د پوځ زعامت تر ټولو لوړ پوړي ۱۱ تنه دغه افسران تشکیلوي، لکه لوی درستیز ، ۹ د قول اردو قومندانان ، د ای ایس ای عمومی رئیس. دا کسان زیات وخت پنجابیان وي.
د قول اردو قومندانانو کې کله کله یو نیم پښتون هم لیدل کیږي، خو دا خبره څرګنده ده چې اصل تصمیمونه څوک نیسي.
په ۱۹۴۷ کې چې د انګلیسانو واکمني پای ته ورسیده او پخوانی هندوستان د هند او پاکستان په نامه په دوو مملکتونو وویشل شو، نو د پخواني مملکت منابع او داراې د نویو مملکتونو تر منځ وویشل شوې.
په دې ویش کې د هندوستان د مادي منابعو ۱۷ فیصدي د پاکستان برخه شوه او د ګډ پوځ څخه ۳۳ فیصدي پوځ د پاکستان ورسید.
دا معلومه خبره ده چې د پاکستان پوځ لهو ړومبۍ ورځې د پاکستان د مالي منابعو په تناسب غټ و.
په ۱۹۷۱ کې چې کله بنګلدیش بیل او مستقل هیواد وګرځید، نو په پاتې پاکستان باندې د غټ پوځ بار لا سېوا شو.
د ۱۹۷۱ نه پس جنرالونو دوه واره د کودتا ګانو له لارې سیاسي قدرت په خپل لاس کې اخستې او شل کاله یې نیغ په نیغه سیاسي قدرت اشغال کړی.
د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۸ پورې جنرال ضیالحق پوځي دکتاتوري چلولې ده او د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۸ پورې جنرال مشرف د قدرت واګې په لاس کې لرلې دي.
په دې برسیره دغه نور پاتې وخت کې هم جنرالان د سیاسي حکومتونو د پردې تر شا اصلي واکمنان پاتې شوي.
جنرالانو د خپلې واکمنۍ په جریان کې یوه لویه اقتصادي امپراتوري هم جوړه کړې ده.
په دې کې عسکري بانک، د FWO په نوم د پاکستان تر ټولو غټ تعمیراتي شرکت.
د NCC په نوم تر ټولو غټ ترانسپورتي شرکت، په ګڼ شمیر صنعتي فابریکې، د انشورنس یا بېمې شرکتونه، د DHA په نوم د پاکستان په هر یوه ښار کې د کور جوړولو کاروبار او نورې ډیرې دارایانې ګډون لري.
د دې نه علاوه دوی د جنګي اقتصاد نه هم ګټې لاس ته راوړي، خو اوس د پاکستان ولسونه د جنرالانو په منځ کې موجودو میلیاردرانو په باره کې د سوشل میډیا په برکت معلومات لري.
په واقعیت کې پاکستاني جنرالان اوس په یوه بیوراکراتیکه سرمایه داره طبقه بدل شوي دي، چې اوس هغوی د خپلو اقتصادي او طبقاتي ګټو د ساتلو لپاره حکومتي او دولتي قدرت په خپل لاس کې ساتلو ته اړتیا لري.
دغه بیوراکراتیکه سرمایه داره طبقه د نواز شریف او د عمران خان په ګوندونو کې شاملو سرمایه دارو طبقو سره د سیاسي قدرت د نیولو لپاره سیالي کوي، په دغه سیالۍ کې د پوځ استخبارات خاص نقش لري.
د پاکستان پوځ پخوانی تربیت او دسپلن د انګلیسانو د زمانې و، نو دا پوخ او مضبوط و، خو اوس لوړ پوړيجنرالان پانګوال شوي او پراخې مادي ګټې لري.
د پوځ د لوی درستیز منصب اوس په عمل کې د پاکستان د بادشاه حیثیت لري، نو ځکه دغې چوکۍ ته د رسیدو په سر سیالۍ سختې شوې دي.
د لوی درستیز د عهدې قانوني میعاد درې کاله دی، خو اوس په دغه چوکۍ ناست جنرالان د خپل میعاد د تمدید په لټه کې وي.
د پاکستان د پوځ پخوانی لویدرستیز جنرال قمر جاوید باجوه شپږ کاله په دغه منصب تیر کړ.
د ای ایس ای پخوانير ئیس جنرال فیض حمید د پخواني صدراعظم عمران سره د دې لپاره ځان نزدې کړی و،چې هغه به لوی درستیز شي.
چې کله عمران خان د پارلمان له خوا د سلب اعتماد له لارې برطرف شو، نو فیض حمید هم د ترفیع چانس له لاسه ور کړو او د نواز شریف په پشتیبانۍ په ۲۰۲۲ کې جنرال عاصم منیر لوی درستیز شو.

فیض حمید د قدرتمنې چوکۍ د نیولو تلاش ته لاهم ادامه ورکړه، جنرال فیض حمید د عمران خان په مرسته د ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د جنرال عاصم منیر په ضد په کودتا لاس پورې کړ، خو دغه کودتا ناکامه شوه.
فیض حمید او عمران خان دواړه بندیان شول او د دې خبرې امکان موجود دی چې دوی دواړه به په یوه پوځي محکمه کې محاکمه او مجازات شي.
پاکستان کې د موجوده اړۍ ګړۍ او سیاسی انقطاب اساسي علت د پاکستان د اساسي قانون د چوکاټ نه بهر د جنرالواکۍ د نظام بحران دی.
د سیاسي رهبرانو او جنرالانو تر منځ په سیاسي قدرت شخړې او د جنرالانو خپل مینځي شخړو پاکستان په سیاسي توګه بې ثباته کړی دی او اقتصاد یې هم ورشکست سره مخامخ دی.
که پاکستان د خپل اساسي قانون سره سم دموکراتیک نظام ته زر نه راوګرځي، نو د دې خبرې امکان موجود دی چې د جنرالواکۍ بحران تر دې زیات خطرناک شکل غوره کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاجي غونډې تر اعلان وروسته، د اسلام اباد او راولپنډۍ ټولې لارې او ښوونځي وتړل شول. د پاکستان تحريک انصاف د غونډې لپاره حکومت د اسلام اباد او راولپنډۍ ټولې لارې د کانټينرونو په اېښودلو سره تړلې دي.
تر دې وړاندې تحریک انصاف په راولپنډۍ کې د غونډې اعلان کړی و؛ خو اوس دغه غونډه ځنډول شوې ده.
د عمران خان ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حکومت د ګډوډۍ په خورولو او د دوی پر وړاندې د دسیسې په جوړولو تورن کړی دی.
دغه ګوند وایي، چې دوی به د را روانې سپټمبر په ۸مه او ۹مه نېټه خپله احتجاجي غونډه جوړه کړي.
په راولپنډۍ کې چارواکو تېره ورځ په ترنول کې د پاکستان تحريک انصاف د جلسې اجازه نه وه ورکړې.
په راولپنډۍ کې حکومتي چارواکي وایي، چې په دغه ښار کې د پاکستان او بنګه دېش لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده؛ نو د سختو امنیتي اندېښنو له امله د غونډې اجازه نه ورکول کېږي.
تېره ورځ د پنجاب حکومت هم په ټوله صوبه کې په غونډو او پرلتونو بنديز لګولی وو.
ورته مهال حکومت په اسلام اباد کې د پيټيای د احتجاج له امله ټول ښوونځي د يوې ورځې لپاره تړلي دي.
په اسلام اباد ښار کې اوسمهال دغې احتجاجي غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د لارو بندېدو له امله د ډېرو دفترونو چارې هم ټکنۍ شوې دي.
د راپورونو له مخې، په لاهور کې هم پولیس واټونو ته راوتلي او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
له بل پلوه د پيټيای د غونډې له امله د سړکونو او لارو بندېدو له کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ اونيزه خبري ناسته هم لغوه شوې ده.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلی علي امين ګنډاپور پرون په خپل يوه بيان کې د راولپنډۍ د چارواکو لهخوا د غونډې د لغوه کولو پرېکړه رد کړه او ويې ويل، چې سبا به په ترنول چوک کې يوه غونډه کېږي او دا غونډه به حتمي کېږي.

په کوټه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بلوچستان کې د جون له اوومې راهیسې د بارانونو له امله د اوښتو زیانونو راپور خپور کړی دی.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، په بلوچستان کې د بارانونو له کبله په تېرو دوه نيمو مياشتو کې ۲۹ کسان مړه شوي دي چي په مړو شویو کې ۱۵ نارينه، ۱۳ ماشومان او يوه ښځه شامله ده.
د راپورونو له مخې، د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۳۷ تنه ټپیان شوي هم دي.
د بارانونو له امله ۱۵۰ څاروي تلف شوي او د ۴۱۲ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه له منځه تللي دي.
د دغو ورښتونو له امله ۲۳۵ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، ۶۰۲ کورونه برسېرن زیانمن شوي، ۷ پلونه او ۵۲ لويې لارې هم ویجاړې شوې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان په پنجاب کې د طبیعي پېښو ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغې ادارې په خبره، د دغو ورښتونو په لړ کې ۲۴۵ کورونه زیانمن شوي چې له ډلې یې ۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۵ یې برسېرن اغېزمن شوي دي.

د ایران د یزد د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني زیارت کوونکو یوه مساپر وړونکي بس له اوښتو وروسته اور اخیستی چې له امله ۲۸ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي.
دغه مساپر وړونکی بس د سه شنبې په شپه د خوزستان د چذابې پولې ته پر لاره و چې له سړک وتلی او اوښتی.
ایراني رسنیو لیکلي چې په دغه بس کې ۵۳ سورلۍ ناستې وې.
د راپورونو له مخې، «د بریک سیسټم کې تخنیکي نیمګړتیا، له لارې سره د موټر چلوونکي نابلدي او د موټر خرابوالی» د پیښې لاملونه بلل شوي.
