د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د اټکل کړی

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، بادونو، بادونو، برېښنا او سیلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، بادونو، بادونو، برېښنا او سیلابونو اټکل کړی دی.
دغې ادارې وړاندوینه کړې، چې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د طالبانو هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې ښايي په کابل، پنجشېر، لوګر، پکتيا، پکتيکا، بدخشان، نورستان، خوست، ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې باران ووریږي.همدا راز، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست وویل، چې په دغو دوو ورځو کې د سالنګونو په ګډون په لوېديځو، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د لګیدو امکان شته. دغې ادارې ویلي، چې په دغو سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې، د کابل په لوېديځ او يو شمېر ولايتونو کې د سخت اورښتونو په پایله کې سېلابونه راوتلي چې یو شمېر د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي دي. د کابل د دشت برچي اوسېدونکو د سېلابونو د راوتلو او د خلکو کورونو ته د ور اوښتو زيانونو د ويډيو په لېږلو سره افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې تر اوسه یې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت له چارواکو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.


د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولD د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې خپله کړه. امو نهنګان لوبډلې په پايلوبه کې بندامير ښامارانو ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په پايلوبه کې د بندامير ښامارانو لوبډلشمر حشمت الله شهيدي د لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې د امو په وړاندي د توپوهنې پرېکړه وکړه.
بندامير ښامارانو په ۲۰ اورنو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۹ مندې هدف وټاکه.
د بندامير لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په ۵۳ توپونو ۷۸ او پيليز لوبغاړي صديق اتل په ۵۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړي.
امونهنګانو لوبډلې د خپلو دريو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸.۵ اور کې دغه هدف پوره کړ.
د امو نهنګان په لوبډله کې زبيد اکبري په ۱۴ توپونو تېزي ۴۰ منډې جوړې کړې.
د شاهد کمال او محمد اسحاق ګډې او ناسوځيدلې ملګرتیا لوبډله تر بريا ورسوله.
کمال په ۳۸ توپونو ۵۹ او اسحاق بيا په ۴۳ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.
د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیاليو کې د بندامير لوبډلې توپوهونکي صديق اتل تر ټولو ډېري ۴۲۲ د امو لوبډلې لوبغاړي زبيد اکبري ۳۳۶ او د بندامير لوبغاړي حشمت الله شهيدي ۳۱۸ منډي جوړې کړې دي.
په دې سيالیو کې الله محمد غضنفر ۱۸، امير حمزه ۱۴ او فضل الحق فاروقي ۱۲ تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.
د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د اګسټ مياشتي په ۱۲ مه په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوې او نن د امو نهنګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د طالبانو مرستیال ویاند د يوې امريکايي مجلې د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د دوی واکمنېدو سره افغانستان کې د نشه یي توکو زېرمې بشپړې له منځه وړل شوې دي. خو له دې سره حمدالله فطرت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د نشه یي توکو د قاچاق په مخنيوي کې ور سره ګډ کار او همکاري وکړي.
د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې راپور ورکړی، چې په بریتانیا کې د افغانستان یو کیلو هیروینو بیه له ۱۵ زره ډالرو ۳۰ زره ډالرو ته لوړه شوې او په افغانستان کې په زیاته اندازه اپین زیرمه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شبنې په ورځ د دې مجلې د راپور په غبرګون کې ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د نشه يي توکو د کر، کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کړې او د نشه يي توکو د تولید او پروسیس شاوخوا ۱۵ سوه زېرمې يې له منځه وړې دي.
له دې سره ښاغلي فطرت د نشه يي توکو قاچاق يوه نړيواله ننګونه بللې ده.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشه یي توکو کښت، تولید، قاچاق، تجارت او مصرف منع دی.
خو له دې سره وخت ناوخت د افغانستان پر ګاونډیانو سربېره نړیوالې ادارې هم د افغانستان له نشه يي توکو اندېښنه لري او په تړاو یې راپورونه خپروي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې میاشتې د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت پر بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخې زېرمې لري، چې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاو ود پوره کولو لپاره کارېدی شي.
تازه د نشه یي توکو په برخه کې دوه لوړپوړي څیړونکي فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلد د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند «ورلډ پالیټیکس» مجلې په (World Politics Review) ویب پاڼه کې د افغانستان د نشه یی توکو په هکله په یوه مقاله خپره کړې ده.
دوی په دغه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو سترې زیرمې او د هغوی د سوداګرۍ او قاچاق دوام د اروپا بازارونه ګرم ساتلي دي او اوس هم د هیروینو کمښت سره نه دي مخ شوي.
په مقاله کې راغلي، د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ډېرو ځمکو خاوندانو ګټه پورته کړې او له ځمکې پرته کروندګرو سخت اقتصادي زيانونه ليدلي.
لیکوال وړاندوینه کړې چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پام ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي، سیاسي بې ثباتي به زیاته او د طالبانو پلان به ناکام شي.

په خوست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو له شپږم ټولګي پورته پر هغو انلاین زدکړو بندیز لګولی، چې له ځايي راډیوګانو او تلوېزونونو خپرېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د خوست پوهنې چارواکو د رسنیو مدیرانو ته ویلي، دا بندیز د دې ډلې د پوهنې وزارت په لارښونه لګوي.
د طالبانو واکمنېدو سره له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې دي، خو له هغه راهیسې د خوست په ګډون په مختلفو ولایتونو کې ځايي راډیوګانې او تلوېزونونه ورته زدکړې خپروي چې په انلاین زدکړو مشهورې دي.
دا رسنۍ په ټاکلې موده کې له زدکوونکو ازموینه هم اخلي.
خو د سرچینو په خبره، د طالبانو د خوست د پوهنې ریاست مسوولانو ځايي رسنیو ته خبر ورکړی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له شپږمه پورته ټولګیو پر دغو زدکړو هم بندیز لګولی.
سرچینې زیاتوي تېره پنجشنبه د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو هم د ځايي رسنیو مدیرانو ته په یوه ناسته کې ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت دوی مکتوب لېږلی دی.
په دغه مکتوب کې د طالبانو له خپلو ځايي چارواکو غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې له شپږم پورته ټولګیو د رادیويي زدکړو د کورسونو مخه ونیسئ.
د باخبره سرچینو په وینا نن د شنبې په ورځ هم د خوست امربالمعروف ریاست محتسبین ددې ولایت پر ځايي راډیوګانو ګرځېدلي او خبرداری ورکړی، چې له شپږمه ټولګیو پورته مضامین تدریس نه کړي.
د خوست ځايي رسنیو ځینو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ورته ویلي، چې دا پرېکړه له کابله شوې ده او دوی پر وړاندې څه نشی کولی.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو له شپږمه پورته زده کړو بندیز لګولو وروسته په په خوست کې ځینو ځايي خصوصي ټلویزیونونو او راډیوګانو په انلاین ډول له شپږمه پورته ټولګیو د زده کړو کورسونه پیل کړي دي، چې زیات اوریدونکي پیدا کړي دي.
طالبان په دغه نوي بندیز سره د نجونو د زدکړو د وروستۍ هیلې پر ختمولو سربېره د رسنیو د عاید یوه مهمه سرچینه هم وچوي، ځکه د دې ډلې واکمنېدو سره رسنیو ډېری اعلانونه او مختلفو برخو کې پروژې له لاسه ور کړې دي.
په خوست کې د یوې ځايي رسنۍ مسوول وویل « اوس مهال راډیوګانې اعلانات نه لري، اوس یوازې د انلاین زدکړو کورسونو کې عاید شته، پر زدکوونکو یو کتاب ۲۵۰ افغانۍ پلورو، چې دا د عاید یوه سرچینه ده او زدکوونکي هم ورنه زیاته ګټه اخلي»
تر اوسه د رسنیو او خبریالانو دفاع ټولنو د طالبانو ددغې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
له دې وړاندې د طالبانو د خوست امنیه قومندانۍ په یو رسمي مکتوب کې لیکلي و، چې په خوست کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.
دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

د خوست نړیوال هوايي ډګر لپاره طالب مسوولانو وايي، په نږدې ورځو کې به له دغه هوايي ډګر نه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض او د دغه هېواد بل ښار جدې ته الوتنې پیل شي. دوی وايي، په ورته وخت به له دغه هوايي ډګر د متحده عربي اماراتو له دوبۍ وروسته ابوظبۍ ته هم الوتنې پیل شي.
باختر اژانس د طالبانو له قوله وايي، کام اير هوايي شرکت اوسمهال د خوست له نړیوال هوايي ډګر په اوونۍ کې دوه ځلې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې کوي.
دغه هوايي شرکت د تېر جون په دویمه له خوست دوبۍ ته الوتنې پیل کړې.
طالبان وايی، د سعودي ریاض او جدې او همدارنګه ابوظبۍ ته راتلونکې الوتنې به د کام ایر خصوصي هوايي شرکت لخوا پیل شي.
تر اوسه کام ایر هوايي شرکت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د طالبانو واکمنېدو سره تر نږدې دوو کلونو پورې ډېری بهرنیو شرکتونو افغانستان ته الوتنې نه کولې.
خو د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت تېر کال افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.
د تېر میلادي کال وروستیو کې فلای دوبۍ او بیا د روان میلادي کال د جنورۍ لومړیو کې ایر عربیه هم افغانستان ته الوتنې پیل کړې.
د دوبۍ اړوند اتحاد هوايي شرکت هم د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان له کام ایر شرکت سره د همکارۍ اعلان وکړ.
د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې؛ د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

په افغانستان کې ګڼ خلک د انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وايي، چې دلته د شته انټرنېټ څرنګوالی د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.
د کابل ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله یې د کورنۍ ګڼ غړي نورو هېوادونو ته کډوال شوي، هغه چې هر کله وغواړي له هغوی سره ټیلیفوني خبرې وکړي، د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له امله نه بریالی کېږي.
رومل هغه بل افغان دی چې وایي:« هره میاشت د زرو افغانیو انټرنېټ فعالوم؛ خو هیڅ ګټه ترېنه نه شم اخیستی.»
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللی و هلته د انټرنېټ بیې ډېرې ارزانه او کیفیت یې هم لوړ و؛ خو دلته مخابراتي شرکتونه یوازې له خلکو پیسې شکوي او خدمتونه سم نه شي وړاندې کولای.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عابد الله عاجز وایي: «زه هره میاشت ۱۰ جي بي انټرنېټ فعاله کوم؛ خو د ټیټ کیفیت له امله یې ترینه ګټه نه شم اخیستلای. موږ په دې اړه زیات شکایتونه هم کړي؛ خو ځای یې نه دی نیولی.»
که څه هم چې د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د خلکو د دغې ستونزې د هواري په اړه له افغانستان انټرنشنل سره له خبرو کولو ډډه وکړه؛ خو د یادې ادارې ویاند جلال الدین شمس تر دې وړاندې نورو سیمهییزو رسنیو ته منلې وه، چې په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ډېر ټیټ دی؛ خو ژمنه یې کړې وه، چې په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د انټرنېټ بیې به راټیټې کړي.
د اترا ادارې ویلي، چې پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو وه؛ خو اوس دوی د یو جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانیو ته راښکته کړې ده.
دغه ستونزه د پلازمېنې کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم خورا ډېره ده او په لرو پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو کې خو خلک له سره انټرنېټ نه لري او له دې امله له ستونزو سره مخامخ دي.