د ملا هبت الله نوی فرمان: له ویاندویانو پرته بل څوک د طالبانو له ادرسه څرګندونې نه شي کولی

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه نوي فرمان کې راغلي، چې له مرکزي او د وزارتونو ترڅنګ د نورو ادارو له وياندويانو پرته هېڅوک نه شي کولای د طالبانو له ادرسه څرګندونې او نشرات وکړي. په فرمان کې راغلي، چې وياندويان نشي کولی د ورکړل شویو امورو څخه پرته په نورو چارو کې څرګندونې وکړي.