طالبانو په ننکرهار کې یو ځوان له ملي بیرغ سره د انځور د خپرولو له امله زنداني کړی

په ننګرهار کې یوه کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د حزب الله په نوم ځوان د افغانستان د ازادۍ د نمانځلو او فېسبوک کې له ملي بیرغ سره د انځورونو د خپرولو په جرم نیولی دی. نوموړی ۶ ورځې مخکې د طالبانو د استخباراتو له احضارولو وروسته نیول شوی او بندي دی.