• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو فدراسیون وايي، وسله والو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال وهلی

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د افغان ژورنالیستانو فدراسیون وايي، چې نامعلومو وسله والو د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر احمد بهروز وهلی دی. دغه فدراسیون له پاکستانه وغوښتل، چې د دغې پېښې عاملین پېدا او ونیسي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) پر دغه خبریال د برید په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د دغه فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې (د وږي ۴ مه) نېټه ماښام مهال د اسلام اباد په بهار کیهو سیمه کې دوو وسله والو موټر سایکل سپرو پر دغه خبریال برید کړی دی.

نصير احمد بهروز دغه فدراسيون ته وويل، چې په کوڅه کې روان و، چې وسله والو پرې بريد وکړ.

ده وويل، چې وسله والو غوښتل نوموړی وتښتوي.

دغه خبريال ټينګار وکړ، چې د په سېمه کې د خلکو له مداخلې وروسته وسله وال له دغه ځاى څخه وتښتيدل.

د هغه په خبره، چې پوليس له دغه بريد څخه خبر وو.

د اسلام اباد پوليسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه فدراسیون وايي، دا دویم ځل دی، چې په اسلام اباد ښار کې پر افغان خبریالانو د وسله والو له خوا برید کېږي.

په وروستیو میاشتو کې په اسلام اباد کې یو افغان خبریال احمد هنایش د وژونکي برید په ترڅ کې په نښه او ټپي شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوی درستیز: پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي. فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي د دې ډلې د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي، چې د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.

فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.

د طالبانو لوی درستیز وویل: «پاکستان باید په مکرر ډول د خپلي کمزورۍ تورونه پر افغانستان ونه لګوي او موږ د پاکستان دا ادعا په مطلق ډول ردوو. ټي ټي پي له دې ځایه تمویل او تجهیز کیږي نه.»

خود پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو د وړمې ورځې له پرله پسې بریدونو چې له ۷۰ ډیر کسان په کې ووژل شول یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې دوی په دې بریدونو کې د بهرنیو کسانو د لاس لرلو شواهد لري.

د داعش شتون

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې داعش د افغانستان په هيڅ ځای کې نشته.

هغه وویل، که څه هم داعش په ځینو سیمو کې تخریبي عملیات کوي؛ خو په افغانستان کې نشته او ښايي د بل چا په سېمو کې وي.

هغه زیاته کړه: «داعش بشپړ ختم شوی او په افغانستان کې هیڅ نشته او په افغانستان کې د داعش شتون یوازې تور دی او هیڅ اساس نلري.»

د طالبانو لوى درستيز يو ځل بيا د پخواني پوځ د چورلکو او پوځي الوتکو په اړه د ازبکستان او امريکا تر منځ پر تړون اعتراض وکړ او ويې ويل: «امريکايان له سمندر څخه اوبه نه ورکوي.»

فطرت وويل، چې دا الوتکې د طالبانو دي او د لاسته راوړلو لپاره به يې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

هغه له ازبکستانه وغوښتل، چې دا ډول معامله ونه مني.

د طالبانو پوځي کسان

دغه طالب چارواکي هم د طالبانو د دفاع وزارت د تشکيلاتو په اړه په خبري غونډه کې وویل، چې دوی کلنۍ تشکيلاتي ارزونه لري او د پوځ د سرتېرو شمېر له سلو زرو پيل او اوس يې شمېر ۱۸۰ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل، چې د اړتیا په صورت کې به د طالبانو د پوځ شمېر تر ۲۰۰ زرو زیات شي.

فطرت زياته کړه، چې د اړتيا له مخې به د دې ډلې د پوځ پرسونل هر کال زيات کړي.

د پاکستان لومړي وزیر بلوچستان کې د ټیکاو لپاره د هر ډول امکاناتو د کارولو لارښوونه وکړه

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر او د بلوچستان له سروزیر سره خبرو کې د دې صوبې د ټیکاو لپاره د هر ډول امکاناتو د کارولو لارښوونه وکړه. شهباز شریف بلوچستان کې د تېرې دوشنبې له بریدونو یوه ورځ وروسته له محسن نقوي او سرفراز بګټي سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې د بلوچستان سروزیر میر سرفراز بګټي د دې صوبې پر امنیتي او عمومي حالت خبرې وکړې.

په دې خبرو کې شهباز شریف وویل، په بلوچستان کې بریدونه هیڅ ډول توجیه نه لري.

هغه زیاته کړه چې د دې برید عاملان باید وپېژندل او په سزا ور سول شي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم په بلوچستان کې د چین په همکارۍ د پرمختیايي پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

پر افغانستان تور لګول

شهباز شریف د کورنیو چارو او د بلوچستان سروزیر سره ناسته کې
100%
شهباز شریف د کورنیو چارو او د بلوچستان سروزیر سره ناسته کې

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

امریکا او چین بلوچستان کې دا بریدونه غندلي او له پاکستان سره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

بلوڅ بېلتونپالو تېره دوشنبه د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی.

بلوڅ بېلتونپالو هغه پټلۍ هم پرې کړه چې بلوچستان له سیند او پنجاب سره نښلوي
100%
بلوڅ بېلتونپالو هغه پټلۍ هم پرې کړه چې بلوچستان له سیند او پنجاب سره نښلوي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې سوالګري جرم وګڼل شوه، سوالګر به جریمه او زنداني کیږي

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د پاکستان پنجاب حکومت په ښارونو کې سوالګري جرم ګڼلې او ویلي یې دي، چې سوالګر به جریمه او زنداني کوي. د پنجاب حکومت د سوالګرۍ ضد قانون کې بدلون راوستی، چې له مخې به یې سوالګري جرم ګڼل کیږي او په محکمه کې یې ضمانت هم نه منل کیږي.

دا مهال په پاکستان کې سلګونه زره سوالګر په ښارونو کې له خلکو په سوال روپۍ ټولوي او دغه یې ورځنی کار ګرځیدلی.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د سوالګرو د بانډونو په مشرانو باندې کړۍ تنګه کړې، او د پنجاب صوبايي کابینې د سوالګرۍ ضد قانون کې له بدلون وروسته د سوالګرو مافیا پر ضد نور بندیزونه هم سخت کړي دي.
په دغه قانون کې د نويو بدلونونو له مخې، هغه څوک چې له یو کس څخه په سوال روپۍ غواړي، درې کاله زندان او له یو څخه تر درې لکو پاکستاني کلدارو پورې جریمه کیږي، او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي، د جریمې د نه ورکولو په صورت کې به سزا شپږ میاشتې نوره هم لوړیږي.
هغه څوک چې له یو څخه زیاتو کسانو څخه په سوال پیسې غواړي، له درې څخه تر پنځو کلونو بند او له درې څخه تر پنځو لکو کلدارو پورې جریمه کیږي او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي.
په دغه قانون کې راغلي، د سوالګرۍ د بانډونو مشران چې ماشومان د سوالګرۍ لپاره ګوماري له پنځو څخه تر اوو کلونو زندان او له پنځو څخه تر اوو لکو کلدارو پورې به جریمه کیږي.

100%

په سعودي عربستان کې د حج پر مهال هر کال په سلګونو پاکستاني سوالګر نیول کیږي او تر څه مودې بند وروسته پاکستان ته شړل کیږي.
د سوالګرۍ ضد قانون کې دا هم راغلي، هغه څوک چې په جبري ډول یو ماشوم یا لوی کس معیوب کړي او سوالګري پرې کوي، له اوو تر ۱۰ کالو زندان او له یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې جریمه کیږي.
که چېرې محکوم شوی کس خپل جرم تکرار کړي، سزا او جریمه چې په فرمان کې ورکړل شوې دوه برابره کېږي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د مسلکي سوالګرو او د هغوی د بانډونو د مشرانو د نیولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي. چې په دې سره به د سوالګرۍ د داسې کاروبار مخه ونیسي.
پاکستان کې دا مهال سوالګري یو بل هغه نا قانونه کاروبار دی چې لوی بانډونه، بېوزله ماشومان او عمر خوړلي سړي او ښځې په سړګونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې د سوال لپاره کینوي او په هغوی روپۍ راټولوي، د دغو بانډونو مشران له هر سوالګر سره د ورځې د مزدورۍ خبره کوي چې که هغه هر څو ډېرې روپۍ هم راټولې کړي نو هغه ټاکلې روپۍ ترې ورکوي او نورې ځانته اخلي.

د بلوچستان له پېښې وروسته چین له پاکستان سره په امنیتي برخه کې همکاري پراخوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د چين بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې وسله وال بريدونه غندلي او د دغه هېواد سره یې په امنيتي برخه کې د همکارۍ د پراخوالۍ خبر ورکړ. د چين بهرنيو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري کنفرانس کې ويلي: « چين د ترهګرۍ پر وړاندې عملياتو کې د پاکستان ملاتړ کوي.»

د چين د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لين جیان ویلي، چې دغه هېواد چمتو دی، څو له پاکستان سره د وسله والو پر وړاندې امنيتي همکاري زياته او په ګډه په سیمه کې د سولې او امنيت ساتنه وکړي.

جيان په پاکستان کې په وسله الو بریدونو کې د وژل شويو کسانو په اړه خواشني هم ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په يوه خبري کنفرانس کې د پاکستان وروستيو بريدونو ته په اشارې ويلي: « موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو په پرمختګ، د ټولنیز یووالي، ثبات ساتلو او د خلکو په ساتنه کې د پاکستان کلک ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان بلوچستان ایالت په يو شمېر سیمو کې د وسله والو بريدونو پرمهال تر ۳۷ زيات کسان وژل شوی.

پاکستاني رسنیو د وسله والو پر وړاندې عملياتو کې د ۲۱ وسله والو او ۱۴ پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي؛ خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستان د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام لپاره د فاطمه ثنا په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه. د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام به په متحده عربي اماراتو کې د اکټوبر په درېمه پيل او تر ۲۰ مې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغو سياليو لپاره په ۱۵ کسيزه لوبډله کې فاطمه ثنا «لوبډلمشره» عاليه رياض، ډيانا بيګ، ګل فيروزه، ارم جاويد، منیبه علي «ويکټ ساتونکې»، ناصره سندو، ندا ډار، عميمه سهيل، صدف شمس، سدرا امين، سیده عروب شاه، تسميا رباب او توبا حسن غوره کړې دي.

د کرېکټ نړيوالي شورا ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي، چې پایلوبه به د اکتوبر په شلمه نېټه وشي.

د دوی د معلوماتو له مخې، ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

اسټرالیا د دغه نړیوال جام د ګټلو ویاړ لري او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.