ندا محمد ندیم د هراتي روحاني د مناظرې بلنه بې ځوابه پرېښوده

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له درېیو ورځو وروسته هم د هرات ولایت د دارالعلوم د غړي صبغت الله مولوي زاده د مناظرې بلنې ته ځواب نه دی ویلی. ښاغلي مولوي زاده تېره دوشنبه د ښځو د زده کړو د حق په اړه ندیم ته د یوې مناظرې بلنه ورکړې وه.

