• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: د افغان کډوالو لیږل له طالبانو سره د جرمني د همکارۍ ګواښ رامنځته کوي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د جرمني د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو وېستل له طالبانو سره جرمني د حکومت د همکارۍ ګواښ رامنځته کوي. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په جرمني کې د قانون حاکمیت باید له نړیوالو قوانینو سره د دغه هېواد چلند تر پوښتنې لاندې را نه وړي.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ - د وږي په ۹ مه - د ۲۸ «مجرمو» افغان کډوالو د وېستلو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې بې عدالتي، اعدامونه، بې درکه کول، شکنجه او ځورونې یوه عادي خبره ده.

دغه سازمان په ښکاره توګه د جرمني له حکومت څخه غوښتي دي، چې په هر ډول شرایطو کې د افغان کډوالو له اېستلو څخه ډډه وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې د افغان کډوالو د یوې ډلې د وېستلو اعلان کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې جرمني "مجرم" افغان کډوال له خپله هیواده اوباسي. اغلې فایزر ویلي: "زموږ خوندیتوب مهم دی. حکومت د جرمني د اساسي قانون لارښونې تعقیب کړی دی."

د جرمني د بخښنې نړیوال سازمان د نانسي فایزر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅوک هم خوندي نه دي او که د جرمني حکومت په هر ډول شرایطو کې افغان کډوال اوباسي، نو دا به له طالبانو سره د جرمني د نږدې کېدو خطر رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې جرمني رسنیو ویلي وو، چې دغه هېواد به د جمعې په ورځ د «مجرمو» افغان کډوالو وېستل پيل کړی دی.

د شپېګل په نوم یوه جرمن رسنیۍ وايي، چې دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو په وېستلو سره خپل هیواد ته د هغو افغانانو د لیږلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو نه راټول کړل شوي او په یو پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر څخه کابل ته کیږل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملا هبت الله له فرمانه سرغړونه؛ امیر خان متقي د ښځو د پراختیا سازمان له مشرې سره کتلي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کامرون کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د ښځو د پراختیا د سازمان له اجرایوي مشرې افنان الشعيبي سره کتلي. په همدې حال کې د امربالمعروف د نوي قانون له مخې "غیر محرمو ښځو" سره کتل او خبرې کول جرم دی.

د اسلامي همکاريو سازمان د جمعې په ورځ - د وږي په نهمه - خبر ورکړ، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متفي د دغه سازمان د بهرنیو وزيرانو شورا د پنځوسمې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي له استازی طارق علی بخیت، د اسلامي فقهې د فرهنګي سکرتر ، قطب سانو او د ښځو د پراختیا سازمان اجرایوي مشرې افنان الشیبي سره لیدلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې په دې غونډه کې د نجونو د تعلیم او په عامه ژوند کې د افغان ښځو د ونډې په اړه، د دغه سازمان د تصویب شو مسودو پر اساس خبرې شوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون په توشیح سره د ښځو غږ عورت بلل شوی او نا محرمو ښځو ته کتل او خبرې کول جرم بلل شوی دی. د دغه قانون له مخې د ښځو له خوا حتی د "قرآن کریم" په لوړ غږ تلاوت هم عورت بلل کیږي.

د اسلامي همکاریو سازمان خبر ورکړی، چې له امیر خان مقتي سره د دغه پلاوي په خبرو کې د «اسلام کې اعتدال»، زغم او د ښځو د ونډې په څېر مسایل مطرح شوي، خو دا یې نه ‎دي روښانه کړي، چې په دې بحثونو کې د امربالمعروف پر نوي قانون هم بحث شوی که نه؟

د اسلامي همکاریو سازمان د متقي په حضور کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې په رسمي مراسمو کې د افغانستان ملي بیرغ وځړاوه او د طالبانو د حکومت سپین بیرغ ته یې اجازه ور نه کړه. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی دی. دا غونډه پرون په کامرون جمهوریت کې پیل شوه.

د دې غونډې په خپرو شویو انځورونو کې د افغانستان ملي بیرغ د نورو هېوادونو د بیرغونو تر څنګ ځوړند دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورنکړل شوه، چې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پرانېستې په رسمي انځور کې ګډون وکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې کابل ته د طالبانو له راتګ درې کاله تېر شول، خو د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني.

عمران خان وايي افغان طالبان د ده په واکمنۍ کې د ټي ټي پي ځپلو ته چمتو وو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې افغان طالبان د ده د واکمنۍ پر مهال د "ټي ټي پي" د ځپلو لپاره همکارۍ ته چمتو وو. عمران خان زیاتوي، چې حکومت یې له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د ترهګرۍ په اړه له افغان طالبانو سره فعالې خبرې درلودې.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال "ترهګرو" ته د پټنځیو د ورکولو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د حکومت له نسکورېدو او د طالبانو واکمنېدو سره، پاکستان له افغان طالبانو وغوښتل، چې د تحریک طالبانو پاکستان مرکزونه له منځه یوسي.

ده همداراز زیاته کړه، چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره همکارۍ ته چمتو وو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر هم ومنله چې د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید د ټي ټي پي د ځپلو لپاره له افغان طالبانو سره په تماس کې و.

د تحریک انصاف مشر ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې "ترهګر" له افغانستانه بهر فعالیت کوي، په دې معنا چې پر تحریک انصاف لګېدلي تورونه بې بنسټه دي. هغه د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د وروستیو ناکراریو مسوول وباله.

عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره له افغان طالبانو سره د همکارۍ خبره کوي،چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته د دغې ډلې د چمتووالي خبره کړې وه.

مجاهد ویلي، چې افغان طالبان کولای شي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړتوب کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې رد کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دغه هېواد ته وسپاري.

جرمني افغانستان ته د «مجرمو» افغانانو د ستنولو لړۍ پیل کړه

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د شپېګل په نوم جرمن رسنیۍ وايي، دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو اېستلو سره د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري. دغه ورځپاڼه زیاتوي، دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو په یوه پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر کابل ته ستانه کړل شول.

شپیګل لیکلي، چې د جرمني حکومت د هر یوه «مجرم» کډوال ته ۱۰۰۰ یورو هم ورکړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د جرمني حکومت د قطر په منځګړیتوب له طالبانو سره په غیر مستقیم ډول د «مجرمو» افغان کډوالو پر اخراج خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، د جرمن حکومت له لېوالتیا سره د انالنا بربوک په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره د هر ډول مخامخ خبرو مخالف و.

د دې راپور له مخې جرمني د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره د افغانستان د کاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی.

په جرمني کې د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج په اړه بحث په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له خوا تاوتریخوالي له څو پېښو وروسته زیات شوی دی.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې په جرمني کې د یو افغان لخوا پر یوې غونډې برید وروسته په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه فشارونه زیات شول، چې په بېلابېلو جرمنو کې لاس لري.

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی دی، د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي وو، چې د «مجرمو» افغانانو او سوريايي کډوال د اخراج لړۍ به ډير ژر پيل شي.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو د ذکیه خدادادي تاریخي بریا ستایلې

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۱

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي چې د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه، ډېریو افغانانو او پخوانیو چارواکو پرې خوښي وښوده. د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د ذکیه خدادي دغې بریا وښوده، چې له وطن سره مینه یې حد نه لري.

نوموړي په خپل اېکس کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي: «ان که مو نجونې له وطن څخه هم بې کوره کړې، خو د خپل وطن لپاره ویاړونه راوړي.»

ښاغلی نبیل زیاتوي، چې دغه مډال د مقاومت نښه ده او د یوې کډوالې په زړه کې د افغانستان پر وړاندې بې سارې مینه ښيي.

له دې سره، د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي ښودلې.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې سترې بریا مبارکي د وطن زړورې لور او ټولو هېوادوالو وایم او په چارو کې ورته بریا غواړم.»

اخوا د اسلامي جمعيت ګوند یوه مشر عطا محمد نور هم د خدادادي د بریا په اړه لیکلي، «په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له خوا له ټولو انساني حقوقو محرومې شوې دي د ذکیه خدادادي بریا ددې ښکارندویي کوي، چې افغانې ښځې د سیالیو په نړۍوالو ډګرونو کې د اتلولۍ او بریا وړتیا لري.»

نوموړي هم په خپل اېکس کې دا بریا ستره بریا وبلله او د هیواد د ټولو مېرمنو په ګډون یې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه لوبغاړې ده، چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کېدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.